په بنو کې د موسیقۍ پر یو پروګرام برید شوی

د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په بېزن خېل سیمه کې د موسیقۍ پر یو پروګرام برید شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په بېزن خېل سیمه کې د موسیقۍ پر یو پروګرام برید شوی دی.
د پروګرام ګډون کوونکي وایي، چې په یاده سیمه کې د موسیقۍ پروګرام روان و، چې په ناڅاپي توګه ډزې پیل شوې.
د دوی په خبره، د موسیقۍ پروګرام د جنګ په ډګر بدل شوی دی.
یو شمېر ویډيوګانې چې په خواله رسنیو کې خپرې شوي ښيي، چې په سیمه کې تر اوسه هم ډزې روانې دي او ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.
تر اوسه د تلفاتو بشپړ جزیات خپاره شوي نه دي.


د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د یکشنبې په ورځ (د ليندۍ ۱۱ مه) خبر ورکړ، چې په خیبر پښتونخوا کې په دوو جلا نښتو کې دوه پوځیان او ۸ وسله وال وژل شوي دي. د پاکستان پوځ وايي، چې په دغو نښتو کې نهه وسله وال ټپيان شوي او دوه يې نيولي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوې اعلاميه کې لیکلي، چې دا نښتې د خیبر پښتونخوا په بنو او خیبر ولسوالیو کې شوي دي.
د پوځ په وینا، د خیبر سیمې کې ۳ وسله وال او د دغه ولایت د بنو ولسوالۍ په بکه خېلو کلي کې د پاکستاني طالبانو د تحریک ۵ غړي وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ وايي، چې په دغو نښتو کې د امنیتي ځواکونو قومندان محمد صهیب الدین هم وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ زياتوي، چې د وسله والو د له منځه وړلو عملیات به تر هغه دوام لري، چې ټول وسله وال يې له منځه نه وي وړي.
په دغه هېواد کې د وژونکو بريدونو له زياتېدو وروسته پاکستاني چارواکو ويلي دي، چې «ټي ټي پي» ډله دغه بريدونه له افغانستانه پلانوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې له افغان طالبانو غوښتي چې د پاکساني طالبانو تحریک په ملاتړ دي د دوی صبر نه ازمایي.
خو افغان طالبانو په دغه هیواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون رد کړی او ویلي یې دي، چې په پاکستان کې مرګوني بریدونه د دغه هیواد داخلي ستونزه ده او په دوی هیڅ تړاو نه لري.

په داسې حال کې چې د سوریې تحریر الشام سني ډلې ددغه هېواد حلب ښار نیولی او نورو ښارونو ته د پرمختګ په حال کې ده، د حلب ښار د یوې مهمې ساتندویه ډلې زینبیون تر ۷۰۰ ډېر جنګیالي پاکستان په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا کورمې ولسوالۍ ته را ستانه شوي او دلته په فرقه یي شخړو کې ښکیل دي.
په کورمه ولسوالۍ کې یو تن چې دوه زامن یې په حلب کې د زینبیبون په لیکو کې وژل شوي، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې « د زینبیون په سلګونو جنګیالي په حلب او شاوخوا سیمو کې دداعش او نورو سني ډلو له ماتې وروسته بېرته کورمې ولسوالۍ او ګلګت بلتستان ته راستانه شول او دې چارې هلته د بشارالاسد د حکومت پوځي لیکې کمزورې کړې».
د توري قبیلې اړوند دغه کس وايي، چې له کورمې ولسوالۍ نه د سوریې لیکو ته اوس جنګیالي نه جذبیږي، ځکه دا سیمه خپله د فرقه یي شخړو شاهده ده.
په حلب او شاوخوا سیمو کې د بشارالاسد د رژیم ملاتړو ځواکونو د شاتګ یو ستر لامل د روسیې د هوايي بریدونو درېدل او په لبنان کې د حزب الله او د ایران د سپاه پاسداران د نورو نیابتي ډلو ښکیلېدل ګڼل کیږي، خو پاکستان ته د سپاه اړوند زینبیون ډلې د غړو ستنېدل هم د جګړې پر جبهو بې اغیزې نه دي.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د زینبیون په لیکو کې اکثریت د کورمې ولسوالۍ د توریو او بنګښو و او په ۲۰۲۰ کال کې ددې لوا د ټولو جنګیالیو شمېر ۱۰ زره او ۵۰۰ تنه و، چې یو شمېر یې په جګړو کې ووژل شول او یو شمېر نور یې پاکستان او ځینې په لبنان کې د حزب الله ډلې ملاتړ ته لاړل.
رسمي سرچینو د زینبیون د جنګیالیو شمېر له درې زرو تنو نه تر پنځو زرو تنو پورې اعلان کړی دی.
سرچینه وايي، چې د زینبیون لیکو ته ډېری جنګیالي د جلال بنګښ تر مشرۍ لاندې «انجمن حسینیه» استول، خو اوس پخپله په کورمه ولسوالۍ کې دې جنګیالیو ته اړتیا ده او سوریې ته یې جلب او جذب درېدلی دی.
د سرچینې په وینا، زینبیون لښکر د حلب، نبل، تدمر، حماه او د پلازمینې شاوخوا سیمو په نیولو او امنیت ټینګولو کې ټاکونکی رول درلود او د ایران مذهبي مشر دې ډلې ته د هغوی د سرښندنو له امله ځانګړی درناوی درلود.
ددې ډلې ډېری جنګیالي په قم او عراق کې له زیارتونو جذبېدل او له لنډې روزنې وروسته د جګړې لیکو ته استول کېدل.
یاد کس چې دوه زامن یې د حلب په جګړو کې وژل شوي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کورمې ولسوالۍ په وروستیو شخړو کې د زینبیون یو مهم قوماندان قلندر توری چې په سوریه او عراق کې جنګېدلی و، ووژل شو او بل قوماندان تهران توری چې په کورمه کې د زینبیون د وسله والو مشري کوي، د اوږدو کلونو لپاره په عراق او سوریه کې د داعش پر وړاندې جنګیدلی دی.
د تحریر الشام ډلې وروستۍ ویډیوګانې ښيي چې ددې ډلې په لیکو کې هم د پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو جنګیالي راغونډ شوي او په حلب او شاوخوا سیمو کې د یادې ډلې په ملاتړ جنګیږي.

د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې اداره وايي، چې پنجاب ایالت کې یې د «ترهګرو» ۱۱ کسیزه ډله نیولې چې له دوی څخه یې د ښارونو او مهمو ودانیو نقشې ترلاسه کړې دي. دغه اداره وايي، چې یاده ډله یې د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې نیولي دي.
د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د پنجاب څانګې (سي ټي ډي) د استخباراتي عملياتو پر بنسټ په لاهور کې یوه ۱۱ کسیزه «ترهګرو» ډله نیولې او له هغوی څخه یې د مهمو ځایونو او ودانیو نقشې ترلاسه کړې دي.
دغه اداره وايي، له دغو «ترهګرو» څخه یوه اندازه چاودیدونکي توکي، وسلې او لاسي بمونه هم ترلاسه کړي، او دوی غوښتل په لاهور کې مهمه دولتي ودانۍ په نښه کړي.
د دغې ډلې په نیول شویو کسانو کې زبیر، اسلم، ابوبکر، فدا حسین، فهد سلیم، سیف الله، نفیس، اسرار، حاجي شاه، عبدالله او نور شامل دي.
تر اوسه پورې ټي ټي پي او یا نورو وسله والو ډلو په د اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې اداره وايي، په روانه میاشت کې له لاهور څخه تر اوسه پورې ۳۴ «ترهګر» نیول شوي دي.

د خیبرپښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې د مذهبي تاوتریخوالي له امله د ټولو وژل شویو شمېر ۱۳۰ تنو ته لوړ شو. ویل کیږي، د تېري شپې په تازه نښتو کې شپږ تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د پاکستان جیونیوز د کورمې د پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې له ۱۱ ورځو راهیسې لا هم د خیبرپښتونخوا په دغې ولسوالۍ کې مذهبي وسله والي نښتي دوام لري.
پولیسو ویلي، چې د دغو نښتو په دوام تېره شپه شپږ تنه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا په تېرو ۱۱ ورځو کې په کورمه ولسوالۍ کې د مذهبي نښتو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۰ ته رسیدلی او ۱۸۶ نور ټپیان شوي دي.
د یادو نښتو له امله د پاړه چنار او پېښور تولې لویي لارې تړلې او په کورمه ایجنسۍ کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د خرلڅیو لاره د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
د سیمې خلک وايي د لارې د بندښت له امله د خوراکي توکو، درملو او تېلو له سخت کموالي سره مخامخ دي.
د کورمې د پولیسو مشر جاویدالله محسود وايي، د کورمې په بېلابېلو سیمو کې پولیسو او امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي او په سیمه کې د ډزبندۍ هڅې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډا پور د کورمې پولیسو ته امر کړی، چې د دواړو لوریو د جګړې مرچلې دې ړنګې کړي.
همدارنګه نوموړي امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې د دواړو لوریو څخه دې وسلې راټولې کړي او تر هغه وخته دې یې په مشروط ډول له ځان سره وساتي، چې په سیمه کې امنیت نه وي ټینګ شوی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبرپښتونخوا په خیبر او سوېلي وزیرستان ولسوالیو کې د خونې د چت پرېوتو په دوو جلا پېښو کې اته تنه مړه شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې تېره شپه د خیبرپښتونخوا ایالت د خیبر ولسوالۍ په الاچه سیمه کې د یوې خونې د چت لوېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۱۳ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه خبر له مخې، د خیبر ولسوالۍ په لرې پرته لاچه سیمه کې د چت لوېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.
د چت راپرېوتو په پېښه کې په مړو شویو کسانو کې، د کورنۍ مشر، د هغه مېرمن، د ده اینګور او لمسیان شامل دي.
د خبر له مخې د خونې د چت پرېوتو په دغه پېښه کې د یادې کورنۍ د اته تنو د ټپي کېدو راپور هم ورکړل شوی او ویل شوي، چې په پېښه کې ټپي شوي کسان د درملنې په موخه د پېښور مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، د سوېلي وزیرستان په سره روغه سېمه کې هم د یوه کور د خونې چت راپرېوتی دی.
د معلوماتو له مخې، په یاده پېښه کې هم د یوې کورنۍ درې تنه مړه شوي دي.
په دغه پېښه کې پلار ، زوی او لور مړه شوي دي.
په دغو دواړو پېښو کې د چت غورځېدو لامل خټین او زاړه کورونه ښودل شوي دي.