• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کورمه کې د روانو نښتو له امله د وژل شویو کسان شمېر ۱۳۰ تنو ته لوړ شو

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۲۷ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې د مذهبي تاوتریخوالي له امله د ټولو وژل شویو شمېر ۱۳۰ تنو ته لوړ شو. ویل کیږي، د تېري شپې په تازه نښتو کې شپږ تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د پاکستان جیونیوز د کورمې د پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې له ۱۱ ورځو راهیسې لا هم د خیبرپښتونخوا په دغې ولسوالۍ کې مذهبي وسله والي نښتي دوام لري.

پولیسو ویلي، چې د دغو نښتو په دوام تېره شپه شپږ تنه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا په تېرو ۱۱ ورځو کې په کورمه ولسوالۍ کې د مذهبي نښتو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۰ ته رسیدلی او ۱۸۶ نور ټپیان شوي دي.

د یادو نښتو له امله د پاړه چنار او پېښور تولې لویي لارې تړلې او په کورمه ایجنسۍ کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د خرلڅیو لاره د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د سیمې خلک وايي د لارې د بندښت له امله د خوراکي توکو، درملو او تېلو له سخت کموالي سره مخامخ دي.

د کورمې د پولیسو مشر جاویدالله محسود وايي، د کورمې په بېلابېلو سیمو کې پولیسو او امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي او په سیمه کې د ډزبندۍ هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډا پور د کورمې پولیسو ته امر کړی، چې د دواړو لوریو د جګړې مرچلې دې ړنګې کړي.

همدارنګه نوموړي امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې د دواړو لوریو څخه دې وسلې راټولې کړي او تر هغه وخته دې یې په مشروط ډول له ځان سره وساتي، چې په سیمه کې امنیت نه وي ټینګ شوی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

امریکا وايي، پر ایران او روسیې د بشارالاسد تکیه د سوریې د روان وضعیت لامل شوی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۸ GMT+۰

د امريکا د ملي امنيت شورا وياند شان ساوت د لیندۍ په لسمه نېټه په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سوريې د حکومت له خوا د دغه هېواد د کړکېچ د حل لپاره سياسي بهير ته له ننوتلو انکار او پر روسيې او ایران باندې د بشارالاسد تکيه کولو د سوریې اوسنی وضعیت رامنځته کړ.

سپینې ماڼۍ په سوریه کې په اوسنیو شخړو کې د امریکا رول رد کړ او ویې ویل: «امریکا په سوریه کې د احرار الشام ترهګرې ډلې په مشرۍ په اوسنیو بریدونو کې هیڅ رول نه لري.»

په خبرپاڼه کې راغلي، امريکا له خپلو متحدانو او همغاړو سره په ګډه غواړي تاوتريخوالی کم کړي، د ملکي وګړو او لږکيو ساتنه وکړي او په سوريه کې د کورنۍ جګړې بشپړ پای ته رسولو لپاره يوه معقوله سياسي حل لاره ومومي.

خبرپاڼه زیاتوي چې امریکا د سوریې روان حالات له نږدې څاري او په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د سیمې له هېوادونو سره اړیکې نیولي دي.

د خیبرپښتونخوا په خیبر او سوېلي وزیرستان کې د چت پرېوتو په دوو پېښو کې اته تنه مړه شوي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۵۴ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبرپښتونخوا په خیبر او سوېلي وزیرستان ولسوالیو کې د خونې د چت پرېوتو په دوو جلا پېښو کې اته تنه مړه شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې تېره شپه د خیبرپښتونخوا ایالت د خیبر ولسوالۍ په الاچه سیمه کې د یوې خونې د چت لوېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۱۳ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه خبر له مخې، د خیبر ولسوالۍ په لرې پرته لاچه سیمه کې د چت لوېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.

د چت راپرېوتو په پېښه کې په مړو شویو کسانو کې، د کورنۍ مشر، د هغه مېرمن، د ده اینګور او لمسیان شامل دي.

د خبر له مخې د خونې د چت پرېوتو په دغه پېښه کې د یادې کورنۍ د اته تنو د ټپي کېدو راپور هم ورکړل شوی او ویل شوي، چې په پېښه کې ټپي شوي کسان د درملنې په موخه د پېښور مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، د سوېلي وزیرستان په سره روغه سېمه کې هم د یوه کور د خونې چت راپرېوتی دی.

د معلوماتو له مخې، په یاده پېښه کې هم د یوې کورنۍ درې تنه مړه شوي دي.

په دغه پېښه کې پلار ، زوی او لور مړه شوي دي.

په دغو دواړو پېښو کې د چت غورځېدو لامل خټین او زاړه کورونه ښودل شوي دي.

زلمی خلیلزاد: اسلام اباد کې له ۴۰۰ ډېر لاریون کوونکي وژل شوي «باید خپلواکه څېړنه» یې وشي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۳۴ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د امریکا د حکومت پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې په اسلام اباد کې د نومبر ۲۵مې نېټې په لاریونونو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په ډزو کې له ۴۰۰ ډېر لاریون کوونکي وژل شوي. خلیلزاد په دې برخه کې د خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې.

د افغانستان په چارو کې د امریکا د حکومت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه د (لیندۍ لسمه) په خپله ایکس پاڼه یوه یادښت کې لیکلي، چې په اسلام اباد کې د نومبر ۲۵مې نېټې په لاریونونو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په ډزو کې له ۴۰۰ ډېر لاریون کوونکي وژل شوي.

دغه لاریونونه د تحریک انصاف ګوند له لوري د نومبر په ۲۴مه پیل شوي وو او موخه یې هم د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د دغه ګوند د پخواني مشر عمران خان له زندانه راخوشې کیدل ښودل شوې وه.

د پاکستان حکومت تر دې وړاندې د لاریون کوونکو د وژلو خبرونه رد کړي وو او ویلي یې و، چې د لاریون د خورولو په موخه یې اوښلن ګاز شیندلی.

خو په هغو ویډیوګانو او انځورونو کې چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي لیدل کیږي، چې امنیتي کسان په لاریون کوونکو د شپې پر مهال مخامخ ډزې کوي او یو شمېر کسان په وینو لړلي پراته دي.

زلمي خلیلزاد په خپل یادښت کې ټينګار کړی، چې د پاکستان په وروستیو لاریونونو کې د وژل شوي لاریون کوونکو د پېښې خپلواکه څېړنه دې وشي.

هغه په پاکستان او له دغه هیواده بهر د بشري حقونو پر فعالانو غږ کړی چې د دغې پېښې په وړاندې دې غلي نه پاتې کیږي.

د نومبر په ۲۴مه د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو او پلویانود دغه ګوند د مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کولو لپاره له ټول پاکستان څخه خپل پلویان پلازمینې اسلام اباد ته د لاریون لپاره ور وبلل او حکومت یې د مخنیوي لپاره لویې لارې بندې کړې او پر لاریون کوونکو یې د پاشل کېدو په موخه اوښلن ګاز وشینده او ډزې یې پرې وکړې چې ويل کیږي په دغو ډزو کې زیات شمېر لاریونوال وژل شوي هم دي.

تر اوسه پورې د لاریون والو د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېرې نه دي ترلاسه شوې خو ځینې سرچینې وايي، چې د اسلام اباد پیمز روغتون ته لسګونه مړي وړل شوي او د ټپیانو شمېر سلګونه یادوي.

ټرمپ د برېکس هېوادونو ته؛ که له ډالر پرته بل اسعار وکاروئ له ۱۰۰٪ تعرفو سره به مخ شئ

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۳۳ GMT+۰

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برېکس غړو هېوادونو ته خبرداری ورکړ، چې که دوی د "قوی امریکايي ډالرو" پرته بل اسعار وکاروي، دوی به له ۱۰۰٪ تعرفو سره مخ شي.

هغه په ​​سوشال تروث ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې هر هغه هېواد چې غواړي دا کار وکړي باید د امریکا له اقتصاد سره خدای پاماني وکړي.

هغه زیاته کړه: "هېڅ چانس نشته چې برېکس په نړۍواله سوداګرۍ کې د متحده ایالاتو ډالرو پر ځای بل څه وکاروي او هر هغه هېواد چې غواړي دا کار وکړي باید د متحده ایالاتو اقتصاد سره خدای پاماني وکړي."

د برېکس سازمان په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د روسیې، چین، هند او برازیل له خوا جوړ شو.

په تېرو میاشتو کې، په تاتارستان کې د دې سازمان په سرمشریزه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په لاس کې د برېکس له نښان سره د یو د پیسو د نمونې عکس د رسنیو پام ځانته اړولی و.

دا لومړی ځل نه و، چې د دې پیسو انځور خپور شوی، په ۱۴۰۲ کې د دې پیسو یو انځور رسنیو ته لاره پیدا کړې وه.

د برېکس غړو لپاره د واحد اسعارو د پیلولو وړاندیز په ۲۰۱۸ کې وشو او په ۲۰۲۲ کې د اوکراین جګړې او د روسیې پروړاندې د نړۍوالو بندیزونو له زیاتیدو وروسته ، دا مسله په جدي توګه تعقیب شوه.

د روسیې او برازیل مشران د دې پلان ملاتړي دي، خو داسې ښکاري چې د دې پلان عملې کولو ته اوږده لار پاتې ده.

د چین، هند او متحده عربي اماراتو په ګډون یو شمیر هېوادونه چې د برېکس غړي دي، له امریکا او لویدیځ سره پراخې سوداګریزې اړیکې لري.

اوس ټرمپ په پرېکنده ډول د برېکس غړو ته ګواښ کړی، که دوی نوې اسعار وکاروي، پایلې به یې وویني.

اوکراین وايي جګړې د دوی ۱۵ ملکي هوايي ډګرونه زیانمن کړي دي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۲۸ GMT+۰

د اوکراین لومړي وزیر ډینس شمهال د شنبې په ورځ وویل، چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له میاشتې وروسته چې روسیې په اوکراین یرغل کړی، د دغه هیواد پنځلس ملکي هوایي ډګرونه زیانمن شوي دي.

د اوکراین دولتي هوایي چلند ادارې د معلوماتو له مخې، دغه هېواد شل ملکي هوایي ډګرونه لري او د خپل هوایي حریم د خلاصولو لپاره لارې چارې لټوي، چې د جګړې له پیل راهیسي په بشپړه توګه تړل شوې. ‌‌

هغه اوکراینیان چې غواړي له هېواده بهر سفر وکړي، باید د ځمکې له لارې ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي او له هغه ځایه بیا په الوتکې کې سفر کولی شي.

ځايي خبري اژانس اوکرينفورم په يو ټرانسپورټي کنفرانس کې د شمهال له قوله وويل: "موږ د خطر ارزونه وکړه او د هوايي دفاعي ځواکونو اړتياوې مو په ګوټه کړې چې په جزوي توګه هوايي حريم خلاص کړو."

هغه زیاته کړه: «امنیتي مسلې او پوځي وضعیت د دې پرېکړې پاتې برخې دي."

شمهال وویل، چې روسیې په تېرو درېیو میاشتو کې د اوکراین پر بندري تاسیساتو نږدې ۶۰ ځله بریدونه کړي، نږدې ۳۰۰ تاسیسات او ۲۲ ملکي کښتۍ یې زیانمنې کړي او یا یې ویجاړې کړي دي.