• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوکراین وايي جګړې د دوی ۱۵ ملکي هوايي ډګرونه زیانمن کړي دي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۲۸ GMT+۰

د اوکراین لومړي وزیر ډینس شمهال د شنبې په ورځ وویل، چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له میاشتې وروسته چې روسیې په اوکراین یرغل کړی، د دغه هیواد پنځلس ملکي هوایي ډګرونه زیانمن شوي دي.

د اوکراین دولتي هوایي چلند ادارې د معلوماتو له مخې، دغه هېواد شل ملکي هوایي ډګرونه لري او د خپل هوایي حریم د خلاصولو لپاره لارې چارې لټوي، چې د جګړې له پیل راهیسي په بشپړه توګه تړل شوې. ‌‌

هغه اوکراینیان چې غواړي له هېواده بهر سفر وکړي، باید د ځمکې له لارې ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي او له هغه ځایه بیا په الوتکې کې سفر کولی شي.

ځايي خبري اژانس اوکرينفورم په يو ټرانسپورټي کنفرانس کې د شمهال له قوله وويل: "موږ د خطر ارزونه وکړه او د هوايي دفاعي ځواکونو اړتياوې مو په ګوټه کړې چې په جزوي توګه هوايي حريم خلاص کړو."

هغه زیاته کړه: «امنیتي مسلې او پوځي وضعیت د دې پرېکړې پاتې برخې دي."

شمهال وویل، چې روسیې په تېرو درېیو میاشتو کې د اوکراین پر بندري تاسیساتو نږدې ۶۰ ځله بریدونه کړي، نږدې ۳۰۰ تاسیسات او ۲۲ ملکي کښتۍ یې زیانمنې کړي او یا یې ویجاړې کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د روسیې، ترکیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې پر کړکېچ خبرې وکړې

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۸ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د هغه ترکي سیال هاکان فیدان په یوې ټیلیفوني اړیکه کې د سوریې کړکېچ «خطرناک» وباله او په دغه هېواد کې یې د وضعیت د خرابیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو هم په جلا جلا تماسونو کې د سوریې پر وضعیت خبرې وکړې.

د روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د حلب او ادلب په ولایتونو کې د شخړو زیاتوالي ته په اشارې سره د حالاتو د مدیریت لپاره د ګډو اقداماتو د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې لاوروف له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرې وکړې او د سوریې د ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ترڅنګ یې د استانې ظرفیتونو څخه په ګټې اخیستنې د بحران پر حل ټینګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې عباس عراقچي د استانې د پروسې د درېیو ضامنانو په توګه د ایران، روسیې او ترکیې ترمنځ نږدې همغږي ضروري وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې، هغه هم په سوریه کې وروستي حرکتونه د لویدیځې اسیا د سیمې د بې ثباته کولو لپاره د اسراییل او امریکا د پلانونو برخه وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په حلب کې د دغه هېواد پر کونسلګرۍ د وسله والو بریدګرو برید غندلی دی. د دغه وزارت ویاند ویلي، ایران به دغه تېری به په جدي توګه تعقیب کړي.

د راپورونو له مخې په سوریه کې په تېره بیا په حلب ښار کې د تېرو درېیو ورځو د سختو جګړو په پایله کې تر ۲۵۰ ډېر کسان وژل شوي چې ۱۴۰ یې وسله وال او ۸۷ یې د سوریې حکومتي ځواکونه دي.

د سوریې د حکومت د مخالفو ځواکونو بریدونه د چهارشنبې په ورځ پیل شول او د راپورونو له مخې، وسله والو د حلب او ادلب ښار ځینې برخې نیولې دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې راپور ورکړی، د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو له حلب څخه د ایران پلوه وسله والو له وتلو وروسته د هوايي ډګر کنټرول په لاس کې اخیستی دی.

د سوریې پوځ ویلي چې له حلب څخه په موقتي توګه وتلي دي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۷ GMT+۰

د سوریې پوځ ویلي، چې له حلب څخه د ځواکونو وتل یې "موقتي" دي. همدا راز، د سوریې پوځ په دغه سیمه کې د بشارالاسد د مخالفینو پر ضد د «متقابلو حملو» د ترسره کولو لپاره د حمایوي ځواکونو د د راغوښتلو خبر ورکړی.

بل خوا، د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې پاریس په حلب کې پوځي پرمختګونه تعقیبوي.

فرانسې د جګړې پر ټولو خواوو غږ کړی، چې نړۍوالو قوانینو ته درناوی وکړي او د ملکي وګړو ساتنه وکړي.

العربیه خبري شبکې راپور ورکړی، چې د سوریې پوځ د حمص ښار په څنډه کې له تلبیسه سیمې څخه شاتګ کړی دی.

له دې مخکې هم له حماه ښار څخه د سوریې د پوځ د وتلو په اړه راپورونه ورکړل شوي وو.

د سوریې د حکومت مخالفو وسلوالو د حلب هوايي ډګر هم ونیو

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۲ GMT+۰

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې اعلان کړی، چې له حلب څخه د ایران پلوه ملېشو له وتلو وروسته د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو د حلب هوايي ډګر تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی. دا ځواکونه تر ډېره کرد ملېشې دي، چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف یې ملاتړ کوي.

تر دې مخکې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ويلي و، چې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو د حلب په شمال کې د شیعه ګانو دوه ښارګوټي نابل او الزهرا هم تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

د سوریې پوځ د شنبې په ورځ (د ليندۍ ۱۰ مه) اعلان وکړ، چې له حلب ښار یې خپل ځواکونه د لنډ مهال لپاره ایستلي دي.

د سوریې پوځ زیاته کړې، چې دا وتل د هغو کسانو پر وړاندې د ځوابي برید لپاره چمتووالی دی، چې دوی یې «ترهګر» بولي.

د سوریې د پوځ د راپور له مخې په تیرو څو ورځو کې په حلب کې له وسله والو مخالفانو سره په سختو جګړو کې د سوریې په لسګونه پوځیان وژل شوی او ژوبل شوي دي.

د اندونیزیا ژغورونکي په سوماترا کې د ځمکې ښویدنې وروسته د لادرکه کسانو په لټه کې دي

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۴۹ GMT+۰

اندونیزیایي ژغورونکو د جمعې په ورځ په شمالي سوماترا ولایت کې په درې موټرو او بسونو کې د سپړو هغو کسانو په لټه کې دي چې د جمعې په ورځ د سختو سیلابونو او ځمکې ښویدنې له امله له په خټو کې بند پاتې دي. دغې ځمکۍ ښویدنې او سیلابونو پایله کې لږ تر لږه ۲۹ کسان مړه شوي.

د اندونیزیا له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې په سوماترا ولایت کې د تېرې اونۍ سخت بارانونه په څلورو بېلابېلو ولسوالیو کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې لامل شوي دي.

د شمالي سوماترا د پولیسو ویاند هادي وحیدي د جمعې په ورځ رویټرز ته وویل، چې د چهارشنبې په ورځ په یوه غرنۍ سیمه کې په یو سړک د ځمکې ښویدنې له امله د مړو شمېر له اوو څخه نهو ته لوړ شوی دی.

لږ تر لږه پنځه موټر، یو بس او یوه لارۍ د ځمکې ښویدنې وروسته د یوې غونډۍ په څنډه بند پاتې دي.

هادي وویل: "موږ لا هم نه پوهیږو چې څومره کسان لا هم بند پاتې دي."

په نورو ولسوالیو کې، د اونۍ په پای کې د ځمکې ښویدنې له امله ۲۰ کسان مړه شوي او ژغورونکي به د شنبې تر ورځې پورې د دوو ورک شویو کسانو لټون کوي.

د اندونیزیا د هوا پیژندنې ادارې خبرداری ورکړي، چې د ۲۰۲۴ کال په پای کې د شدیدو بارانونو اټکل کیږي.

د سوریې د پوځ ځواکونه د حلب له څو سیمو څخه وتلي دي

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۵ GMT+۰

العربیه شبکې د لبنان د یو چارواکي او د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې له قوله ویلي، چې د بشارالاسد د حکومت یو شمېر ځواکونه د حلب له څو سیمو څخه پرته له جګړې وتلي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د تحریر الشام او د سوریې د پوځ ترمنځ نښتو ته په اشارې سره ویلي، چې د حلب په لویدیځو سیمو کې د بشارالاسد د پلوي ځواکونو شمېر کم شوی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې د بشارالاسد مخالفې وسله والې ډلې په څو ساعتونو کې د حلب ښار پنځه سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي او د سراقب سیمه یې هم نیولې ده.

العربیه هم راپور ورکړی،چې د بشارالاسد مخالفې وسله والې ډلې اوس د حلب او ادلب په څنډو کې ۶۵ښارګوټي او کلي تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې زیاته کړې، چې د تحریر الشام ډلې ځواکونه د بشارالاسد د حکومت د ځواکونو له مقاومت پرته حلب ښار ته ننوتلي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې وویل، چې د سوریې په شمال لویدیځ کې د بشارالاسد د مخالفو وسله والو ډلو او د حکومت د ځواکونو ترمنځ نښتې په دې سیمه کې د کړکېچ د زیاتیدو لامل شوي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه، چې د انقرې لومړیتوب په سیمه کې د لا بې ثباتۍ مخنیوی دی.