• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زلمی خلیلزاد: اسلام اباد کې له ۴۰۰ ډېر لاریون کوونکي وژل شوي «باید خپلواکه څېړنه» یې وشي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۳۴ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د امریکا د حکومت پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې په اسلام اباد کې د نومبر ۲۵مې نېټې په لاریونونو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په ډزو کې له ۴۰۰ ډېر لاریون کوونکي وژل شوي. خلیلزاد په دې برخه کې د خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې.

د افغانستان په چارو کې د امریکا د حکومت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه د (لیندۍ لسمه) په خپله ایکس پاڼه یوه یادښت کې لیکلي، چې په اسلام اباد کې د نومبر ۲۵مې نېټې په لاریونونو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په ډزو کې له ۴۰۰ ډېر لاریون کوونکي وژل شوي.

دغه لاریونونه د تحریک انصاف ګوند له لوري د نومبر په ۲۴مه پیل شوي وو او موخه یې هم د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د دغه ګوند د پخواني مشر عمران خان له زندانه راخوشې کیدل ښودل شوې وه.

د پاکستان حکومت تر دې وړاندې د لاریون کوونکو د وژلو خبرونه رد کړي وو او ویلي یې و، چې د لاریون د خورولو په موخه یې اوښلن ګاز شیندلی.

خو په هغو ویډیوګانو او انځورونو کې چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي لیدل کیږي، چې امنیتي کسان په لاریون کوونکو د شپې پر مهال مخامخ ډزې کوي او یو شمېر کسان په وینو لړلي پراته دي.

زلمي خلیلزاد په خپل یادښت کې ټينګار کړی، چې د پاکستان په وروستیو لاریونونو کې د وژل شوي لاریون کوونکو د پېښې خپلواکه څېړنه دې وشي.

هغه په پاکستان او له دغه هیواده بهر د بشري حقونو پر فعالانو غږ کړی چې د دغې پېښې په وړاندې دې غلي نه پاتې کیږي.

د نومبر په ۲۴مه د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو او پلویانود دغه ګوند د مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کولو لپاره له ټول پاکستان څخه خپل پلویان پلازمینې اسلام اباد ته د لاریون لپاره ور وبلل او حکومت یې د مخنیوي لپاره لویې لارې بندې کړې او پر لاریون کوونکو یې د پاشل کېدو په موخه اوښلن ګاز وشینده او ډزې یې پرې وکړې چې ويل کیږي په دغو ډزو کې زیات شمېر لاریونوال وژل شوي هم دي.

تر اوسه پورې د لاریون والو د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېرې نه دي ترلاسه شوې خو ځینې سرچینې وايي، چې د اسلام اباد پیمز روغتون ته لسګونه مړي وړل شوي او د ټپیانو شمېر سلګونه یادوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ د برېکس هېوادونو ته؛ که له ډالر پرته بل اسعار وکاروئ له ۱۰۰٪ تعرفو سره به مخ شئ

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۳۳ GMT+۰

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برېکس غړو هېوادونو ته خبرداری ورکړ، چې که دوی د "قوی امریکايي ډالرو" پرته بل اسعار وکاروي، دوی به له ۱۰۰٪ تعرفو سره مخ شي.

هغه په ​​سوشال تروث ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې هر هغه هېواد چې غواړي دا کار وکړي باید د امریکا له اقتصاد سره خدای پاماني وکړي.

هغه زیاته کړه: "هېڅ چانس نشته چې برېکس په نړۍواله سوداګرۍ کې د متحده ایالاتو ډالرو پر ځای بل څه وکاروي او هر هغه هېواد چې غواړي دا کار وکړي باید د متحده ایالاتو اقتصاد سره خدای پاماني وکړي."

د برېکس سازمان په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د روسیې، چین، هند او برازیل له خوا جوړ شو.

په تېرو میاشتو کې، په تاتارستان کې د دې سازمان په سرمشریزه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په لاس کې د برېکس له نښان سره د یو د پیسو د نمونې عکس د رسنیو پام ځانته اړولی و.

دا لومړی ځل نه و، چې د دې پیسو انځور خپور شوی، په ۱۴۰۲ کې د دې پیسو یو انځور رسنیو ته لاره پیدا کړې وه.

د برېکس غړو لپاره د واحد اسعارو د پیلولو وړاندیز په ۲۰۱۸ کې وشو او په ۲۰۲۲ کې د اوکراین جګړې او د روسیې پروړاندې د نړۍوالو بندیزونو له زیاتیدو وروسته ، دا مسله په جدي توګه تعقیب شوه.

د روسیې او برازیل مشران د دې پلان ملاتړي دي، خو داسې ښکاري چې د دې پلان عملې کولو ته اوږده لار پاتې ده.

د چین، هند او متحده عربي اماراتو په ګډون یو شمیر هېوادونه چې د برېکس غړي دي، له امریکا او لویدیځ سره پراخې سوداګریزې اړیکې لري.

اوس ټرمپ په پرېکنده ډول د برېکس غړو ته ګواښ کړی، که دوی نوې اسعار وکاروي، پایلې به یې وویني.

اوکراین وايي جګړې د دوی ۱۵ ملکي هوايي ډګرونه زیانمن کړي دي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۲۸ GMT+۰

د اوکراین لومړي وزیر ډینس شمهال د شنبې په ورځ وویل، چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له میاشتې وروسته چې روسیې په اوکراین یرغل کړی، د دغه هیواد پنځلس ملکي هوایي ډګرونه زیانمن شوي دي.

د اوکراین دولتي هوایي چلند ادارې د معلوماتو له مخې، دغه هېواد شل ملکي هوایي ډګرونه لري او د خپل هوایي حریم د خلاصولو لپاره لارې چارې لټوي، چې د جګړې له پیل راهیسي په بشپړه توګه تړل شوې. ‌‌

هغه اوکراینیان چې غواړي له هېواده بهر سفر وکړي، باید د ځمکې له لارې ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي او له هغه ځایه بیا په الوتکې کې سفر کولی شي.

ځايي خبري اژانس اوکرينفورم په يو ټرانسپورټي کنفرانس کې د شمهال له قوله وويل: "موږ د خطر ارزونه وکړه او د هوايي دفاعي ځواکونو اړتياوې مو په ګوټه کړې چې په جزوي توګه هوايي حريم خلاص کړو."

هغه زیاته کړه: «امنیتي مسلې او پوځي وضعیت د دې پرېکړې پاتې برخې دي."

شمهال وویل، چې روسیې په تېرو درېیو میاشتو کې د اوکراین پر بندري تاسیساتو نږدې ۶۰ ځله بریدونه کړي، نږدې ۳۰۰ تاسیسات او ۲۲ ملکي کښتۍ یې زیانمنې کړي او یا یې ویجاړې کړي دي.

د روسیې، ترکیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې پر کړکېچ خبرې وکړې

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۸ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د هغه ترکي سیال هاکان فیدان په یوې ټیلیفوني اړیکه کې د سوریې کړکېچ «خطرناک» وباله او په دغه هېواد کې یې د وضعیت د خرابیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو هم په جلا جلا تماسونو کې د سوریې پر وضعیت خبرې وکړې.

د روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د حلب او ادلب په ولایتونو کې د شخړو زیاتوالي ته په اشارې سره د حالاتو د مدیریت لپاره د ګډو اقداماتو د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې لاوروف له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرې وکړې او د سوریې د ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ترڅنګ یې د استانې ظرفیتونو څخه په ګټې اخیستنې د بحران پر حل ټینګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې عباس عراقچي د استانې د پروسې د درېیو ضامنانو په توګه د ایران، روسیې او ترکیې ترمنځ نږدې همغږي ضروري وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې، هغه هم په سوریه کې وروستي حرکتونه د لویدیځې اسیا د سیمې د بې ثباته کولو لپاره د اسراییل او امریکا د پلانونو برخه وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په حلب کې د دغه هېواد پر کونسلګرۍ د وسله والو بریدګرو برید غندلی دی. د دغه وزارت ویاند ویلي، ایران به دغه تېری به په جدي توګه تعقیب کړي.

د راپورونو له مخې په سوریه کې په تېره بیا په حلب ښار کې د تېرو درېیو ورځو د سختو جګړو په پایله کې تر ۲۵۰ ډېر کسان وژل شوي چې ۱۴۰ یې وسله وال او ۸۷ یې د سوریې حکومتي ځواکونه دي.

د سوریې د حکومت د مخالفو ځواکونو بریدونه د چهارشنبې په ورځ پیل شول او د راپورونو له مخې، وسله والو د حلب او ادلب ښار ځینې برخې نیولې دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې راپور ورکړی، د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو له حلب څخه د ایران پلوه وسله والو له وتلو وروسته د هوايي ډګر کنټرول په لاس کې اخیستی دی.

د سوریې پوځ ویلي چې له حلب څخه په موقتي توګه وتلي دي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۷ GMT+۰

د سوریې پوځ ویلي، چې له حلب څخه د ځواکونو وتل یې "موقتي" دي. همدا راز، د سوریې پوځ په دغه سیمه کې د بشارالاسد د مخالفینو پر ضد د «متقابلو حملو» د ترسره کولو لپاره د حمایوي ځواکونو د د راغوښتلو خبر ورکړی.

بل خوا، د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې پاریس په حلب کې پوځي پرمختګونه تعقیبوي.

فرانسې د جګړې پر ټولو خواوو غږ کړی، چې نړۍوالو قوانینو ته درناوی وکړي او د ملکي وګړو ساتنه وکړي.

العربیه خبري شبکې راپور ورکړی، چې د سوریې پوځ د حمص ښار په څنډه کې له تلبیسه سیمې څخه شاتګ کړی دی.

له دې مخکې هم له حماه ښار څخه د سوریې د پوځ د وتلو په اړه راپورونه ورکړل شوي وو.

د پاکستان دولتي راډيو: د پي ټي ای لاريونو کې افغانانو ته د ګډون لپاره پېسې ور کول شوې

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۷ GMT+۰

د پاکستان دولتي راډيو د امنيتي ځواکونو له لوري د تحریک انصاف په لاريونو کې د افغانانو د نیولو خبره کوي او د دوی له قوله وايي، د دغه هېواد په وروستيو لاريونو کې د ګډون لپاره پېسې ورکول شوې دي.

د دې راډيو د شنبې ورځې یوه خبر کې لیکلي، له یو شمېر هغو افغان زندانيانو سره یې خبرې شوې، چې د پاکستان «وروستيو لاريونونو کې نيول شوي.»

راډيو دغه نيول شوي کسان هغه افغانان معرفي کړي، چې په پاکستان کې د اوسېدولو سندونه نه لري.

راډيو په خپل خبر کې لیکلي، چې ناقانونه افغانانو ته په لاريونونو کې د تاوتريخوالي د جوړېدو لپاره پيسې ورکول شوې دي.

دوی د بیت الله په نوم د یوه نیول شوي لاريونوال له قوله لیکلي:«په لاريونونو کې مو پر پولیسو او رینجرونو ډزې وکړې.»

په خبر کې راغلي، چې د ابرار الحق په نوم يو بل نیول شوي کس ويلي: «د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی له خوا له دوه تر درې زره کالدارې ورکول شوې، چې پر امنیتي کسانو ډزې وکړي.»

د پاکستان راډیو د معلوماتو له مخي، نورو زندانیانو هم ورته اعتراف کړی.

راډيو په خپل خبر کې زياتوي، چې په وروستيو لاريونونو کې په اسلام اباد کې يو شمېر پوليس هم ټپيان شوي دي.