د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په یوه نړۍوال کنفرانس کې د ګډون لپاره چین ته تللی

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغې ډلې د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د روغتیا په برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په یوه نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی.





