روسیه وايي، د اوکراین سره د خبرو اترو لپاره شرايط نه دي برابر

روسیې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو اترو کوربهتوب ته د لېوالتیا ښودلو له امله له قطر او نورو هېوادونو مننه کړې؛ خو ټینګار یې کړی چې شرایط لا هم ورته برابر نه دي.

روسیې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو اترو کوربهتوب ته د لېوالتیا ښودلو له امله له قطر او نورو هېوادونو مننه کړې؛ خو ټینګار یې کړی چې شرایط لا هم ورته برابر نه دي.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د ازویسټیا ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل: «تر اوسه د خبرو اترو لپاره هیڅ شرایط برابر نه دي.»
هغه ویلي، ډېرو هېوادونو د دغو خبرو اترو د کوربهتوب لپاره چمتووالی ښودلی دی.نوموړي زیاته کړې، چې قطر په بېلابېلو برخو کې یو فعال او ګټور منځګړی دی.نوموړي دارنګه د بندیانو په تبادله کې هم د قطر له منځګړیتوبه مننه کړې وه.تر دې وړاندې ولادیمیر پوتین ویلي و، چې کېیف او متحدین یې باید په اشغال شویو سیمو کې د روسیې واکمنۍ ته غاړه کېږدي.


د فلسطین روغتیایي چارواکو د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې د غزې تړانګې د خان یونس په شمالي څنډو کې د اسراییل د هوایي برید له امله ۴۷ تنه وژل شوي دي.
اسراییلي پوځ له دغه برید یوه ورځ وړاندې د سیمې خلکو ته سپارښتنه کړې وه، چې له دغې سیمې ووځي.
د سیمې اوسېدونکو رویټرز ته ویلي، چې د اسراییل زغروال ګاډي له دغې سپارښتنې یوه ورځ وروسته سیمې ته د ننه شول او بریدونه یې وکړل.
اسراییل بیا د دغه برید لامل هغه توغندي ګڼلي، چې له دغې سیمې پر دوی توغول شوي ول.
فلسطیني چارواکو او ملګرو ملتونو ویلي، چې په غزه کې هیڅ سیمه خوندي نه ده او د لویدیځې غاړې ۲.۳ مېلیونه وګړي په وار، وار له یوې سیمې نه بلې ته کډه شوي دي.
پر غزې د اسراییل له بریدونو وروسته، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۴ زره خلک وژل شوي او ګڼ نور بیا ټپیان شوي دي.

د نیویارک پولیس وایي، چې د امریکا ترټولو د لوی روغتیایی بیمې سرکت مشر د چهارشنبې په ورځ په "هدفي برید" کې په ډزو ووژل شو.
د پولیسو په وینا، برایان تامپسون د متحده ایالاتو د یونایټډ هلتکیر مشر د نیویارک په منهټن کې د یوه هوټل مخې ته په ډزو ووژل شو.
پولیسو وویل، تامپسون نږدې روغتون ته ولیږدول شو، خو د ژوند ژغورنې هڅې یې ناکامې شوې.
د پولیسو په وینا، دا پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې او ۴۵دقیقې د هیلټن هوټل مخې ته شوې ده.
د برید کوونکي د موندلو عملیات چې له ډزو وروسته له سیمې تښتېدلی په نیویارک کې دوام لري.
د نیویارک د پولیسو د څانګې په وینا، د شکمن کس پر شا یو ځانګړی خړ رنګی بکس و، چې د ډزو له ځای څخه وتښتېد او وروستی ځل د ښار په مرکزي پارک کې له الکټرونیکي بایسکل سره لیدل شوی و.
پولیسو د هغه معلوماتو لپاره چې د بریدګر د نیولو لامل کېږي د ۱۰ زره ډالرو انعام ټاکلی دی.
ټامپسون د امریکا د لوی خصوصي بیمې شرکت رییس، چې په مینیسوټا کې یې ژوند کولو، نیویارک ته د بیمې شرکت پانګوالو سره په کلني کنفرانس کې د ګډون لپاره تللی و، چې د ورځې وروستۍ برخه کې خبرې وکړي.
له دې پېښې وروسته د غونډې ګډونوالو ته خبر ورکړل شو، چې غونډه به له وخته مخکې پای ته ورسېږي.
د ډزو په اړه خپره شوې ویډیو ښیي، چې ټامپسون کرتۍ او پطلون اغوستي و او د سړک غاړې ته پلي قدم واهه، چې بیا وسله وال په ډېرې ارامۍ سره د هغه شاته ځي.
هغه د نښې لپاره خپل دواړه لاسونه کاروي، چې وسله پرې ونیسي او داسې ښکاري چې وسلې سره یې بې غږه کوونکې وسیله هم نښلولې وي .
یو شاهد چې څو متره لرې ولاړ دی د ډزو وروسته مخالف لوري ته تښتي.
په ویډیو کې داسې ښکاري، چې وسلې کار پرېښی وي، خو برید کوونکی ستونزه حل کوي.
د نیویارک پولیسو وویل، چې د ویډیو د شواهدو پراساس، تورن د وسلې په کارولو کې "ماهر" و او دا یو هدفي برید و.
۵۰ کلن براین ټامپسون د ۲۰۲۱ په اپریل کې د متحده ایالاتو د یونایټډ هلټکیر شرکت مشر په توګه وټاکل شو.
د هغه لېنکډین حساب ښیي، چې هغه له ۲۰ کلونو څخه زیات د دغه شرکت لپاره کار کړی دی.

له ۱۹۶۲ کال راهیسي د لومړي ځل لپاره د فرانسې د لومړي وزیر میشل بارنیه حکومت په پارلمان کې د نه باور رایې ترلاسه کولو له امله سقوط وکړ.
له ځنډ پرته د رادیکال کیڼ اړخي حزب «نافرمانه فرانسه» د نه باور رایې وروسته د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون د استعفاء غوښتنه وکړه.
په داسې حال کې چې د بارنیه له حکومته شاوخوا درې میاشتې تېریږي، د فرانسې د پارلمان غړو د چهارشنبې په ورځ هغه ته د نه باور رایه ورکړه.
د فرانسې خبري اژانس لیکلي، چې د فرانسې د پارلمان دغه اقدام چې په تېرو شپږو لسیزو کې بې ساری دی، د اروپایي اتحادیې په یوه ستر هېواد کې سیاسي او اقتصادي بې ثباتي لاپسې زیاتوي.
د فرانسې حکومت ته د باور یا نه باور رایې ورکولو بحث شاو خوا درې نیم ساعته وخت ونیول او په پای کې ۳۳۱ استازو د حکومت د سقوط پرېکړه وکړه.
دا رقم د ٢٨٨ رايو د ضرورت څخه زيات وو.
د فرانسې د پارلمان مشر وویل، چې پر حکومت د نه باور له امله، لومړی وزیر باید خپله استعفا د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ته وسپاري.
مکرون تازه سعودي عربستان ته له رسمي سفر څخه راستون شوی او د اساسي قانون له مخې باید نوی لومړی وزیر وټاکي.
د اساسي قانون له مخې، مکرون به تر ۲۰۲۷ کال پورې په خپله دنده پاتې وي او د اساسي قانون له نظره، د فرانسې د لومړي وزیر پر حکومت د نه باور رایه د ولسمشر پر دریځ هېڅ اغېز نه لري.

د افغانستان د ازادۍ جبهې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ د یوه برید له امله د دوو طالبانو د وژل کېدو او د درېیو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
دغې جبهې د چهارشنبې په ماښام پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دغه برید یې د یادې ولسوالۍ په «قلعه خواجه ها» سیمه کې د طالبانو پر یوه موټر وکړ، چې په پایله کې یې ۵ تنو ته مرګژوبله واوښته.
طالبانو او د سیمې اړوندو مسوولانو بیا د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې تېره ورځ (د لېندۍ ۱۳مه) هم ادعا کړې وه، چې د سې شنبه په ماښام یې په کابل کې د طالبانو د امر بالمعروف او استخباراتو برخې د موټرو کاروان په نښه کړ، چې پایله کې یې د طالبانو ۵تنه غړي وژلي او دوه تنه نور یې ټپيان کړي دي.
د یادولو ده، چې لانګ وار ژورنال مجلې د روانې میاشتې د لېندۍ په دویمه په خپلې یوې مقاله کې لیکلي، چې د ازادۍ جبهې سږ کال په ۷۸ عملیاتو کې د څلورو قوماندانانو په ګډون د طالبانو ۲۳۹غړي وژلي او ۱۴۷ نور یې ټپیان کړي دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې په لسو ولایتونو کې خپل عملیات پراخ کړي او د طالبانو پر وړاندې د لا وژونکو بریدونو په لټه کې ده.
افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د مقاومت جبهې ادعا تایید یا رد کړي؛ خو په وروستیو کې په افغانستان کې پر طالب وسله والو برېدونو کې زیاتوالی راغلی او د یادو بریدونو مسوولیت د ازادۍ او مقاومت جبهې پر غاړه اخلي.

روسیه او پاکستان په لنډ راتلونکي کې د مسکو او اسلاماباد ترمنځ د مستقیمو هوایي الوتنو د پیلولو پلان لري، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ده.پاکستان روسي شرکتونو ته د دغه هېواد په سمندري سواحلو کې پر تېلو د پانګونې وړاندیز کړی.
د روسیې د انرژۍ وزیر، سرګي څیویلیف، د روسیې او پاکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د ګډ کمېسیون له غونډې وروسته تایید کړه چې دا الوتنې به "ډېر ژر پیل شي."
دواړې خواوې د هوایي ټرانسپورټ په برخه کې د همکاریو پر زیاتولو بحث کوي او غواړي د الوتنو شمېر ډېر کړي او د دې خدمتونو جغرافیا پراخه کړي.
د تاس اژانس د رپوټ له مخې، د روسیې د ټرانسپورټ مرستیال وزیر، سرګي زویریوف وویل: "موږ د خپلو پلازمینو ترمنځ د مستقیمو الوتنو په پرانېستلو او د دوی د ساحې په پراخولو خبرې وکړې."
د هوایي ټرانسپورټ ترڅنګ، د انرژۍ په برخه کې هم مهمې خبرې شوې دي.
د روسیې د انرژۍ مرستیال وزیر، رومان مارشاوفین، وویل چې پاکستان د روسیې شرکتونو ته وړاندیز کړی چې د دغه هېواد په سمندري سیمو کې د تیلو او ګازو په اکتشاف کې پانګونه وکړي.
مارشاوفین وویل: "پرون موږ له پاکستان نه په زړه پورې د پانګونې وړاندیزونه ترلاسه کړل." هغه زیاته کړه چې روسي شرکتونه دا وړاندیزونه څېړي او له خپلو شریکانو سره به خبرو ته دوام ورکړي.
دا ګام ښيي چې دواړه هېوادونه غواړي په سوداګرۍ او انرژۍ کې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي، په داسې حال کې چې اسلام اباد او مسکو له اقتصادي ستونزو او بندیزونو سره لاس او ګریوان دي.