• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازادۍ جبهه: په بګرام کې مو ۵ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۲ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ د یوه برید له امله د دوو طالبانو د وژل کېدو او د درېیو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

دغې جبهې د چهارشنبې په ماښام پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دغه برید یې د یادې ولسوالۍ په «قلعه خواجه ها» سیمه کې د طالبانو پر یوه موټر وکړ، چې په پایله کې یې ۵ تنو ته مرګژوبله واوښته.

طالبانو او د سیمې اړوندو مسوولانو بیا د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې تېره ورځ (د لېندۍ ۱۳مه) هم ادعا کړې وه، چې د سې شنبه په ماښام یې په کابل کې د طالبانو د امر بالمعروف او استخباراتو برخې د موټرو کاروان په نښه کړ، چې پایله کې یې د طالبانو ۵تنه غړي وژلي او دوه تنه نور یې ټپيان کړي دي.

د یادولو ده، چې لانګ وار ژورنال مجلې د روانې میاشتې د لېندۍ په دویمه په خپلې یوې مقاله کې لیکلي، چې د ازادۍ جبهې سږ کال په ۷۸ عملیاتو کې د څلورو قوماندانانو په ګډون د طالبانو ۲۳۹غړي وژلي او ۱۴۷ نور یې ټپیان کړي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې په لسو ولایتونو کې خپل عملیات پراخ کړي او د طالبانو پر وړاندې د لا وژونکو بریدونو په لټه کې ده.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د مقاومت جبهې ادعا تایید یا رد کړي؛ خو په وروستیو کې په افغانستان کې پر طالب وسله والو برېدونو کې زیاتوالی راغلی او د یادو بریدونو مسوولیت د ازادۍ او مقاومت جبهې پر غاړه اخلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

روسیه او پاکستان د انرژۍ او مستقیمو الوتنو په برخه کې همکارۍ پیلوي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۴ GMT+۰

روسیه او پاکستان په لنډ راتلونکي کې د مسکو او اسلام‌اباد ترمنځ د مستقیمو هوایي الوتنو د پیلولو پلان لري، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ده.پاکستان روسي شرکتونو ته د دغه هېواد په سمندري سواحلو کې پر تېلو د پانګونې وړاندیز کړی.

د روسیې د انرژۍ وزیر، سرګي څیویلیف، د روسیې او پاکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د ګډ کمېسیون له غونډې وروسته تایید کړه چې دا الوتنې به "ډېر ژر پیل شي."

دواړې خواوې د هوایي ټرانسپورټ په برخه کې د همکاریو پر زیاتولو بحث کوي او غواړي د الوتنو شمېر ډېر کړي او د دې خدمتونو جغرافیا پراخه کړي.

د تاس اژانس د رپوټ له مخې، د روسیې د ټرانسپورټ مرستیال وزیر، سرګي زویریوف وویل: "موږ د خپلو پلازمینو ترمنځ د مستقیمو الوتنو په پرانېستلو او د دوی د ساحې په پراخولو خبرې وکړې."

د هوایي ټرانسپورټ ترڅنګ، د انرژۍ په برخه کې هم مهمې خبرې شوې دي.

د روسیې د انرژۍ مرستیال وزیر، رومان مارشاوفین، وویل چې پاکستان د روسیې شرکتونو ته وړاندیز کړی چې د دغه هېواد په سمندري سیمو کې د تیلو او ګازو په اکتشاف کې پانګونه وکړي.

مارشاوفین وویل: "پرون موږ له پاکستان نه په زړه پورې د پانګونې وړاندیزونه ترلاسه کړل." هغه زیاته کړه چې روسي شرکتونه دا وړاندیزونه څېړي او له خپلو شریکانو سره به خبرو ته دوام ورکړي.

دا ګام ښيي چې دواړه هېوادونه غواړي په سوداګرۍ او انرژۍ کې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي، په داسې حال کې چې اسلام اباد او مسکو له اقتصادي ستونزو او بندیزونو سره لاس او ګریوان دي.

ټرمپ د پېنټاګون لپاره د هګسیټ پر ځای د نوي کس پر ټاکلو غور کوي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۴ GMT+۰

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پینټاګون مشري لپاره د پیټ هګسیټ د ټاکلو پر ځای د فلوریډا والي رون ډي‌سانټیس پر ټاکلو غور کوي.

وال سټریټ ژورنال د خپلو سرچینو له خولې وايي، هګسیټ، چې یو پخوانی خبریال دی د شخصي او مسلکي تورونو له امله تر سختو نیوکو لاندې راغلی او د جمهوري غوښتونکو په مشرۍ سنا کې یې د تایید ترلاسه کولو شونتیاوې کمې شوې دي. د ټرمپ سلاکارانو ویلي چې د نوموړي د تایید احتمال په کمېدو دی.

وال سټریټ ژورنال د خپلو سرچینو له خولې وايي، هګسیټ، چې یو پخوانی خبریال دی د شخصي او مسلکي تورونو له امله تر سختو نیوکو لاندې راغلی او د جمهوري غوښتونکو په مشرۍ سنا کې یې د تایید ترلاسه کولو شونتیاوې کمې شوې دي. د ټرمپ سلاکارانو ویلي چې د نوموړي د تایید احتمال په کمېدو دی.

رون ډي‌سانټیس، چې د فلوریډا والي او د سمندري ځواکونو د قاضيانو د مدافع وکیل په توګه یې خدمت کړی، په پیل کې د دفاع وزارت د نوماندانو په نوملړ کې و، خو ټرمپ په لومړیو کې هګسیټ غوره کړ. ډي‌سانټیس د جمهوري غوښتونکو په پیلیزو ټاکنو کې ټرمپ ته ماته ورکړه، خو په ګوند کې لا هم د پام وړ دریځ لري.


د ټرمپ د لیږد ټیم او د ډي‌سانټیس دفتر په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کړې ده.

ډي‌سانټیس د جمهوري غوښتونکو په پیلیزو ټاکنو کې ټرمپ ته ماته ورکړه، خو په ګوند کې لا هم د پام وړ دریځ لري.
د ټرمپ د لیږد ټیم او د ډي‌سانټیس دفتر په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کړې ده.


دا د ټرمپ د لیږد ټیم لپاره بله ننګونه ده، ځکه مخکې هم دوه لوړ پوړي نوماندان له ټاکلو پر شا شوي دي.

د سې شنبې په ورځ چاد کرونسټر د نشه‌يي توکو د تنفیذ ادارې لپاره له نوماندۍ لاس واخست او څو اونۍ مخکې د کانګرس پخواني غړي میټ ګیټز د تورونو له امله د لویې څارنوالۍ له نوماندۍ ځان څنډې ته کړ.

وال سټریټ ژورنال وايي، چې که د هګسیټ نوماندي ونه شي او ډي سانټیس هم ونه ټاکل شي، ټرمپ ښايي یو بل نوماند غوره کړي.

عمران خان له م.م غوښتي، چې په اسلام اباد کې د نومبر د ۲۶مې پېښه دې په بې پرې توګه وڅېړي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۵۱ GMT+۰

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په ملګرو ملتونو غږ کړی، چې په اسلام اباد کې دې د نومبر د ۲۶مې نېټې پېښې د دغه سازمان له‌خوا په بې پرې توګه وڅېړل شي.

عمران خان چې دا مهال د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی په خپله اېکس پاڼه یې لیکلي، چې د نومبر په ۲۶مه د ده د پلویانو پر لاریون د پولیسو له‌خوا په شوي برید کې ۱۲ کسه وژل شوي او له سلو زیات ټپیان شوي دي.

وموړي دا هم ویلي، چې تر دې مهاله د ده د ګوند ۶ زره غړي نیول شوي او زندانونو ته استول شوي دي.
عمران خان دا رنګه د پاکستان له سترې محکمې هم غوښتنه کړې، چې د دوی د وژل شویو او ټپي شویو پلویانو پوښتنه دې وشي او پر واکمن حکومت دې فشار راوړل شي چې د ده د پلویانو سره د زور زیاتي ځواب ووایي.
که څه هم چې تر اوسه د عمران خان دغې ادعا ته د پاکستان حکومت په رسمي توګه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د پنجاب ایالت سر وزېرې مریم نواز بیا ویلي، چې تحریک انصاف ګوند یو ترهګر ګوند دی او دغه ګوند تل په پاکستان کې د امنیت د خرابولو او ګډوډۍ د جوړولو هڅه کړې.
د نومبر په ۲۴مه نېټه د تحریک انصاف ګوند ملاتړو له پېښوره تر اسلام اباده اعتراضي لاریون وکړ، چې په ترڅ کې یې له امنیتي ځواکونو سره په اخ و ډب کېوتل.

د حکومتي سرچېنو د راپورونو له مخې، په دغه تاوتریخوالي کې د څلورو پولیسو په ګډون لس کسه وژل شوي وو.
تېره ورځ د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې د عمران خان، د هغه د مېرمنې بشرا بي‌بي او ځینو نورو چارواکو په ګډون د ۹۶ کسانو د نیولو امر کړی و.

د سویلي کوریا ولسمشر د پوځي حکومت له لغوه کېدو سره موافقه وکړه

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۵۴ GMT+۰

یونهاپ دولتي خبري اژانس وویل، چې د سویلي کوریا کابینې د پوځي حکومت د لغوه کولو موافقه کړې ده.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول اعلان وکړ، چې پوځي حکومت ته د پارلمان له خوا د لغوې رایې ورکولو وروسته به پوځي حکومت لغوه کړي.

یون وویل، چې د پوځي حکومت ځواکونه شاته شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د سویلي کوریا د کابینې غونډه به ډېر ژره جوړه شي.

د سویلي کوریا د قانون له مخې، که پارلمان د رایو په اکثریت د پوځي حکومت د لغوه کولو غوښتنه وکړي، ولسمشر باید سمدستي هغه لغوه کړي.

د پارلمان له مخالفت سربېره واکمن ګوند هم د پوځي حکومت مخالفت کړی و.

د سویلي کوریا د واکمن ګوند مشر د هېواد له ولسمشر څخه وغوښتل، چې د پوځي حکومت په اړه خپل د غم پارونکې پرېکړې په اړه وضاحت ورکړي او د هېواد د دفاع وزیر دې هم ګوښه کړي.

د خلکو د ځواک ګوند مشر هان دونګ هون په ځايي وخت د چهارشنبې په سهار وويل: "د واکمن ګوند په توګه، موږ د خلکو لپاره ژور خواشیني یوو."

100%

د خلکو د ځواک ګوند سمدستي د ولسمشر له خوا د پوځي حکومت له اعلان سره مخالفت وکړ او هغه یې د اساسي قانون خلاف وباله.

د سویلي کوریا په اړه د ملګرو ملتونو سازمان، روسیې او سپینې ماڼۍ څرګندونې

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۱۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سازمان، روسیې او سپینۍ ماڼۍ په سویلي کوریا کې د روان وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې وضعیت له نږدې څاري.

د ملګرو ملتونو سازمان

د ملګرو ملتونو ویاند اعلان وکړ، چې دغه سازمان د سویلي کوریا وضعیت له نږدې څاري او په اړه یې اندېښنه لري.

سټفان دوجاریک د سې شنبه په ورځ وویل: «موږ د وضعیت په اړه اندېښنه لرو او له نږدې یې څارو.»

هغه ټینګار وکړ، نه شي کولی د دغه وضعیت په اړه چې ډېر په چټکۍ سره روان دی نظر څرګند کړي.

سره له دې چې د پوځي حکومت د فرمان د لغوه کولو لپاره د سویلي کوریا پارلمان له رایه ورکولو څخه یو ساعت تېریږي، خو د پارلمان استازي لا هم د ولسمشر ځواب ته په تمه دي.

روسیه

د روسیې د ولسمشرۍ دفتر اعلان وکړ، چې د سویلي کوریا وضعیت "اندېښمنونکی" دی.

کرملین زیاته کړه، چې مسکو د سویلي کوریا وضعیت له نږدې څاري.

سپینه ماڼۍ

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند وویل، چې متحده ایالات په سویلي کوریا کې د پوځي حکومت له اعلان څخه مخکې خبر نه و.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا یوه ویاند د سې شنبه په ورځ وویل، چې واشنګټن په سویلي کوریا کې د پرمختګونو په اړه جدي اندېښنه لري او د جو بایډن اداره د سویلي کوریا له حکومت سره په تماس کې ده او وضعیت له نږدې څاري.

سویلي کوریا د امریکا یو له متحدینو څخه ده او امریکا په سویلي کوریا کې پوځي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سیوک یول د سې شنبه په ورځ د بېړني پوځي حکومت د اعلان پرمهال وویل، چې دا ګام له "کمونیستي ځواکونو" څخه د هېواد د ساتنې لپاره اړین دی.

د سویلي کوریا د پوځ جنرال پارک ان سو د پوځي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

دا څلورم ځل دی، چې په سویلي کوریا کې پوځي حکومت یا مارشل لا نافذېږي.

وروستی ځل شاوخوا ۴۴ کاله وړاندې په ۱۹۸۰ کال کې پوځي حکومت و، چې په پایله کې یې سلګونه زده کوونکي ووژل شول.