• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان له م.م غوښتي، چې په اسلام اباد کې د نومبر د ۲۶مې پېښه دې په بې پرې توګه وڅېړي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۵۱ GMT+۰

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په ملګرو ملتونو غږ کړی، چې په اسلام اباد کې دې د نومبر د ۲۶مې نېټې پېښې د دغه سازمان له‌خوا په بې پرې توګه وڅېړل شي.

عمران خان چې دا مهال د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی په خپله اېکس پاڼه یې لیکلي، چې د نومبر په ۲۶مه د ده د پلویانو پر لاریون د پولیسو له‌خوا په شوي برید کې ۱۲ کسه وژل شوي او له سلو زیات ټپیان شوي دي.

وموړي دا هم ویلي، چې تر دې مهاله د ده د ګوند ۶ زره غړي نیول شوي او زندانونو ته استول شوي دي.
عمران خان دا رنګه د پاکستان له سترې محکمې هم غوښتنه کړې، چې د دوی د وژل شویو او ټپي شویو پلویانو پوښتنه دې وشي او پر واکمن حکومت دې فشار راوړل شي چې د ده د پلویانو سره د زور زیاتي ځواب ووایي.
که څه هم چې تر اوسه د عمران خان دغې ادعا ته د پاکستان حکومت په رسمي توګه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د پنجاب ایالت سر وزېرې مریم نواز بیا ویلي، چې تحریک انصاف ګوند یو ترهګر ګوند دی او دغه ګوند تل په پاکستان کې د امنیت د خرابولو او ګډوډۍ د جوړولو هڅه کړې.
د نومبر په ۲۴مه نېټه د تحریک انصاف ګوند ملاتړو له پېښوره تر اسلام اباده اعتراضي لاریون وکړ، چې په ترڅ کې یې له امنیتي ځواکونو سره په اخ و ډب کېوتل.

د حکومتي سرچېنو د راپورونو له مخې، په دغه تاوتریخوالي کې د څلورو پولیسو په ګډون لس کسه وژل شوي وو.
تېره ورځ د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې د عمران خان، د هغه د مېرمنې بشرا بي‌بي او ځینو نورو چارواکو په ګډون د ۹۶ کسانو د نیولو امر کړی و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د سویلي کوریا ولسمشر د پوځي حکومت له لغوه کېدو سره موافقه وکړه

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۵۴ GMT+۰

یونهاپ دولتي خبري اژانس وویل، چې د سویلي کوریا کابینې د پوځي حکومت د لغوه کولو موافقه کړې ده.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول اعلان وکړ، چې پوځي حکومت ته د پارلمان له خوا د لغوې رایې ورکولو وروسته به پوځي حکومت لغوه کړي.

یون وویل، چې د پوځي حکومت ځواکونه شاته شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د سویلي کوریا د کابینې غونډه به ډېر ژره جوړه شي.

د سویلي کوریا د قانون له مخې، که پارلمان د رایو په اکثریت د پوځي حکومت د لغوه کولو غوښتنه وکړي، ولسمشر باید سمدستي هغه لغوه کړي.

د پارلمان له مخالفت سربېره واکمن ګوند هم د پوځي حکومت مخالفت کړی و.

د سویلي کوریا د واکمن ګوند مشر د هېواد له ولسمشر څخه وغوښتل، چې د پوځي حکومت په اړه خپل د غم پارونکې پرېکړې په اړه وضاحت ورکړي او د هېواد د دفاع وزیر دې هم ګوښه کړي.

د خلکو د ځواک ګوند مشر هان دونګ هون په ځايي وخت د چهارشنبې په سهار وويل: "د واکمن ګوند په توګه، موږ د خلکو لپاره ژور خواشیني یوو."

100%

د خلکو د ځواک ګوند سمدستي د ولسمشر له خوا د پوځي حکومت له اعلان سره مخالفت وکړ او هغه یې د اساسي قانون خلاف وباله.

د سویلي کوریا په اړه د ملګرو ملتونو سازمان، روسیې او سپینې ماڼۍ څرګندونې

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۱۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سازمان، روسیې او سپینۍ ماڼۍ په سویلي کوریا کې د روان وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې وضعیت له نږدې څاري.

د ملګرو ملتونو سازمان

د ملګرو ملتونو ویاند اعلان وکړ، چې دغه سازمان د سویلي کوریا وضعیت له نږدې څاري او په اړه یې اندېښنه لري.

سټفان دوجاریک د سې شنبه په ورځ وویل: «موږ د وضعیت په اړه اندېښنه لرو او له نږدې یې څارو.»

هغه ټینګار وکړ، نه شي کولی د دغه وضعیت په اړه چې ډېر په چټکۍ سره روان دی نظر څرګند کړي.

سره له دې چې د پوځي حکومت د فرمان د لغوه کولو لپاره د سویلي کوریا پارلمان له رایه ورکولو څخه یو ساعت تېریږي، خو د پارلمان استازي لا هم د ولسمشر ځواب ته په تمه دي.

روسیه

د روسیې د ولسمشرۍ دفتر اعلان وکړ، چې د سویلي کوریا وضعیت "اندېښمنونکی" دی.

کرملین زیاته کړه، چې مسکو د سویلي کوریا وضعیت له نږدې څاري.

سپینه ماڼۍ

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند وویل، چې متحده ایالات په سویلي کوریا کې د پوځي حکومت له اعلان څخه مخکې خبر نه و.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا یوه ویاند د سې شنبه په ورځ وویل، چې واشنګټن په سویلي کوریا کې د پرمختګونو په اړه جدي اندېښنه لري او د جو بایډن اداره د سویلي کوریا له حکومت سره په تماس کې ده او وضعیت له نږدې څاري.

سویلي کوریا د امریکا یو له متحدینو څخه ده او امریکا په سویلي کوریا کې پوځي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سیوک یول د سې شنبه په ورځ د بېړني پوځي حکومت د اعلان پرمهال وویل، چې دا ګام له "کمونیستي ځواکونو" څخه د هېواد د ساتنې لپاره اړین دی.

د سویلي کوریا د پوځ جنرال پارک ان سو د پوځي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

دا څلورم ځل دی، چې په سویلي کوریا کې پوځي حکومت یا مارشل لا نافذېږي.

وروستی ځل شاوخوا ۴۴ کاله وړاندې په ۱۹۸۰ کال کې پوځي حکومت و، چې په پایله کې یې سلګونه زده کوونکي ووژل شول.

د سویلي کوریا پوځ وایي تر هغه به پوځي حکومت پلي کړي چې د ولسمشر له خوا لغوه شوی نه وي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۲ GMT+۰

د سویلي کوریا پوځ اعلان کړی، چې تر هغه به پوځي قانون اجرا کړي تر کومې چې د ولسمشر له خوا لغو شوی نه وي.

تر دې وړاندې د سویلي کوریا پارلمان د ولسمشر له خوا د پوځي حکومت له اعلان سره مخالفت کړی و.

د پوځي چارو شنونکي له سي اېن اېن سره په مرکه کې د سویلي کوریا وضعیت "خطرناکه شېبه" بللې.

هغه خبرداری ورکړ، چې په دغه هېواد کې بې ثباتي کولی شي د امریکا پر اقتصادي او جیوپولیټکل وضعیت اغېزې ولري.

د سویلي کوریا ولسمشر په دغه هېواد کې پوځي حکومت اعلان کړ او د حکومت مشر یې د پوځ یو جنرال وټاکه.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سیوک یول د سې شنبه په ورځ د بېړني پوځي حکومت د اعلان پرمهال وویل، چې دا ګام له "کمونیستي ځواکونو" څخه د هېواد د ساتنې لپاره اړین دی.

د سویلي کوریا د پوځ جنرال پارک ان سو د پوځي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

برېتانیا او امریکا د سویلي کوریا د وضعیت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۱ GMT+۰

متحده ایالاتو د سې شنبه په ورځ (د لېندۍ ۱۳مه) وویل، چې د سویلي کوریا د وضعیت په اړه "ډېر اندېښمن" دي. برېتانیا هم وایي، چې په سویلي کوریا کې پرمختګونه له نږدي څاري.

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کورت اېم کمپل وویل: «موږ د سویلي کوریا جمهوریت کې وروستي پرمختګونه په خورا اندېښنو سره څارو. موږ هیله او تمه لرو چې سیاسي شخړې به په سوله ییزه توګه او د قانون حاکمیت ته په درناوي حل شي.»

د برېتانیا د لومړي وزیر کیر سټارمر ویاند وویل: «څرګنده ده چې دا حالت په سرعت سره بدلېدونکی دی. موږ په سویلي کوریا کې پرمختګونه له نږدې څارو.»

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه هېواد له اتباعو غوښتي، چې «د سیمه ییزو چارواکو سپارښتنې تعقیب کړي او له سیاسي اعتراضونو دې ډډه وکړي».

بل خوا، وروسته له هغه چې د سویلي کوریا د پارلمان استازو د ولسمشر د پوځي حکومت د فرمان د لغو کېدو امر وکړ په لسګونو پوځیانو چې د پارلمان مرکزي ودانۍ ته ننوتلي وو، ​​شاتګ وکړ .

د سویلي کوریا ولسمشر په دغه هېواد کې پوځي حکومت اعلان کړ او د حکومت مشر یې د پوځ یو جنرال وټاکه.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سیوک یول د سې شنبه په ورځ د بېړني پوځي حکومت د اعلان پرمهال وویل، چې دا ګام له "کمونیستي ځواکونو" څخه د هېواد د ساتنې لپاره اړین دی.

د سویلي کوریا د پوځ جنرال پارک ان سو د پوځي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی.

دا څلورم ځل دی، چې په سویلي کوریا کې پوځي حکومت یا مارشل نافذیږي.

وروستی ځل شاوخوا ۴۴ کاله وړاندې په ۱۹۸۰ کال کې پوځي حکومت و، چې په پایله کې یې سلګونه زده کوونکي ووژل شول.

د تحریک طالبان پاکستان یو جګپوړی قوماندان په کونړ ولایت کې له څلورو ملګرو سره وژل شوی دی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۸ GMT+۰

یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړې، د ټي ټي پي یو جګپوړی قوماندان عمر باجوړی له څلورو نورو وسله‌والو ملګرو سره په کونړ ولایت کې په یوه برید کې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې ناڅرګندو وسله‌والو عمر باجوړي او د هغه ملګري د کونړ ولایت په شېګل ولسوالۍ کې وژلي دي.

عمر باجوري پخوا د تحریک طالبان پاکستان لپاره د ملکنډ سیمې مرستیال قوماندان و.

احسان‌الله احسان، چې د تحریک طالبان پاکستان پخوانی ویاند دی، په ټېلګرام کې د هغه وژل تایید کړي دي.

که څه هم هغه د پېښې د ځای دقیق جزییات نه دي وړاندې کړي، خو امنیتي سرچینې وایي چې شاهد عمر باجوړی له عدنان، خاکسار، طارق او یوه بل وسله‌وال سره یوځای د لړم په ۲۵مه په شېګل سیمه کې په یو هدفي برید کې وژل شوی دی.

د احسان‌الله احسان په وینا، عمر باجوړی د بګرام په زندان کې اته کاله بندي و. هغه د طالبانو د واک ته رسېدو وروسته له زندانه خوشې شو.

شاهد عمر چې د حاجي رحیم په نوم هم پېژندل کېده، د مولوي فقیر محمد چې د تحریک طالبان پاکستان پخوانی مرستیال و، وراره و.

د پاکستان پوځ مخکې د تحریک طالبان پاکستان پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي وو، چې له امله یې د افغانستان طالبانو او د پاکستان حکومت تر منځ اړیکې کړکېچنې شوې.

پاکستاني چارواکو څو ځلې ټینګار کړی چې د تحریک طالبان پاکستان پناه ځایونه د افغانستان په خاوره کې دي.

اسلام‌اباد له طالبانو غوښتي چې دې ټي ټي پي ته د افغانستان له خاورې د فعالیتونو اجازه ورنه کړي، خو طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستان باید د خپلو ستونزو مسوولیت پر طالبانو وا نه چوي.