د سویلي کوریا پوځ وایي تر هغه به پوځي حکومت پلي کړي چې د ولسمشر له خوا لغوه شوی نه وي

د سویلي کوریا پوځ اعلان کړی، چې تر هغه به پوځي قانون اجرا کړي تر کومې چې د ولسمشر له خوا لغو شوی نه وي.

د سویلي کوریا پوځ اعلان کړی، چې تر هغه به پوځي قانون اجرا کړي تر کومې چې د ولسمشر له خوا لغو شوی نه وي.
تر دې وړاندې د سویلي کوریا پارلمان د ولسمشر له خوا د پوځي حکومت له اعلان سره مخالفت کړی و.
د پوځي چارو شنونکي له سي اېن اېن سره په مرکه کې د سویلي کوریا وضعیت "خطرناکه شېبه" بللې.
هغه خبرداری ورکړ، چې په دغه هېواد کې بې ثباتي کولی شي د امریکا پر اقتصادي او جیوپولیټکل وضعیت اغېزې ولري.
د سویلي کوریا ولسمشر په دغه هېواد کې پوځي حکومت اعلان کړ او د حکومت مشر یې د پوځ یو جنرال وټاکه.
د سویلي کوریا ولسمشر یون سیوک یول د سې شنبه په ورځ د بېړني پوځي حکومت د اعلان پرمهال وویل، چې دا ګام له "کمونیستي ځواکونو" څخه د هېواد د ساتنې لپاره اړین دی.
د سویلي کوریا د پوځ جنرال پارک ان سو د پوځي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی دی.


متحده ایالاتو د سې شنبه په ورځ (د لېندۍ ۱۳مه) وویل، چې د سویلي کوریا د وضعیت په اړه "ډېر اندېښمن" دي. برېتانیا هم وایي، چې په سویلي کوریا کې پرمختګونه له نږدي څاري.
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کورت اېم کمپل وویل: «موږ د سویلي کوریا جمهوریت کې وروستي پرمختګونه په خورا اندېښنو سره څارو. موږ هیله او تمه لرو چې سیاسي شخړې به په سوله ییزه توګه او د قانون حاکمیت ته په درناوي حل شي.»
د برېتانیا د لومړي وزیر کیر سټارمر ویاند وویل: «څرګنده ده چې دا حالت په سرعت سره بدلېدونکی دی. موږ په سویلي کوریا کې پرمختګونه له نږدې څارو.»
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه هېواد له اتباعو غوښتي، چې «د سیمه ییزو چارواکو سپارښتنې تعقیب کړي او له سیاسي اعتراضونو دې ډډه وکړي».
بل خوا، وروسته له هغه چې د سویلي کوریا د پارلمان استازو د ولسمشر د پوځي حکومت د فرمان د لغو کېدو امر وکړ په لسګونو پوځیانو چې د پارلمان مرکزي ودانۍ ته ننوتلي وو، شاتګ وکړ .
د سویلي کوریا ولسمشر په دغه هېواد کې پوځي حکومت اعلان کړ او د حکومت مشر یې د پوځ یو جنرال وټاکه.
د سویلي کوریا ولسمشر یون سیوک یول د سې شنبه په ورځ د بېړني پوځي حکومت د اعلان پرمهال وویل، چې دا ګام له "کمونیستي ځواکونو" څخه د هېواد د ساتنې لپاره اړین دی.
د سویلي کوریا د پوځ جنرال پارک ان سو د پوځي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی.
دا څلورم ځل دی، چې په سویلي کوریا کې پوځي حکومت یا مارشل نافذیږي.
وروستی ځل شاوخوا ۴۴ کاله وړاندې په ۱۹۸۰ کال کې پوځي حکومت و، چې په پایله کې یې سلګونه زده کوونکي ووژل شول.

د پښتونخوا په کورمه کې سرچینې وايي، چې توري او بنګښ قبیلو دې ولسوالۍ کې د امن راوستو لپاره د پښتون قامي جرګې او لویې امن جرګې د مشرانو د هڅو ملاتړ اعلان کړ.
د دې دواړو جرګو غړي نن په کورمه کې د شیعیانو او سنیانو ترمنځ د سولې لپاره کورمې ته لاړل.
دا مشران به سبا په صده کې د سنیانو او په پاړاچینار کې د شیعیانو له مشرانو سره وګوري.
د دوی تر رسېدو مخکې په پاړاچینار کې بنګښ او توري مشران سره جرګه شوي او پرېکړه یې کړې چې په دغه سیمه کې د امن لپاره د هر ډول او هر چا د هڅو ملاتړ کوي.
د پښتونخوا ځايي خبریالانو نن سهارخواله رسنیو کې د دې جرګې د روانېدو ویډیو خپره کړه.
په ویډیو کې لیدل کېږي، چېپښتانه قومي مشران او سپین ږېري چې سپین بېرغونه ورسره دي له پېښور د کورمې ولسوالۍ پر لور حرکت کوي.
کورمه کې تېر اکټوبر د سنیانو پر ګاډو له برید وروسته چې د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې ۱۵ کسان ووژل شول، بیا تاوتریخوالي ته لار جوړه شوه.
په ځوابي برید کې د تېر نومبر پر ۲۲ د شیعه یانو پر ګاډو برید وشو چې له څلوېښتو ډېر کسان پکې ووژل شول.
له هغه راهیسې د دواړو خواوو په نښتو کې تر ۱۳۳ کسان وژل شوي دي.

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د دوشنبې په ورځ د پخواني لومړي وزیر د مېرمنې بشرا بيبي او د تحریک انصاف ګوند د نږدې ۱۰۰ غړو د نیولو حکم کړی او دا یې ویلي، چې د دغو کسانو وثیقه به هم نه منل کېږي.
دغه حکم له هغې وروسته صادر شو، چې د تحریک انصاف ګوند پلویانو په وروستي لاریون کې له پولیسو سره د اخ و ډب تر څنګ په اسلام اباد کې د درې ورځو لپاره خلکو ته ستونزې راولاړې شوې او ټول سړکونه او لارې د ټرافیکو لپاره تړل شوې وې.
هغه نوملړ چې د ترهګرۍ ضد ادارې لهخوا خپور شوی، د خیبر پښتونخوا ایالت د سر وزیر علي امین ګنډاپور، د اپوزیسیون د مشر عمر ایوب، د پارلمان د غړو هر یو خالد خورشید، شېر افضل مراد، عبداللطیف فیصل جاوید، علي ناصر، فتح ملک او د ایالتي وزیر ریاض خان نومونه یاد شوي دي.
په هغو لاریونو کې چې تېره اونۍ په اسلام اباد کې پیل شوي و، پولیسو د تحریک انصاف ګوند د شاوخوا ۱۰۰۰ تنو د نیولو پخلی کړی و او دا یې هم ویلي و، چې د څلورو پولیسو په ګدون شاوخوا لس تنه وژل شوي دي؛ خو د تحریک انصاف ګوند بیا وايي، چې د دوی ۱۲ تنه پلویان په دغه اخ و ډب کې وژل شوي وو.
پولیسو د دغو اعتراضونو په تړاو د ۹۶ تورنو کسانو نوملړ محکمې ته سپارلی، چې په هغه کې د پخواني ولسمشر عارف علوي، د پارلمان د پخواني مشر اسد قیصر، د ځینو نورو مشرانو او د تحریک انصاف ګوند د ځینو نورو لوړپوړو کسانو نومونه شامل دي.

داسې مهال چې ډونالډ ټرمپ په جنوري کې سپینې ماڼۍ ته ننوځي، د هغه اداره د بهرني سیاست له ډیرو سترو ننګونو سره مخ ده. هنډسن مرکز په یوه تحلیل کې لیکي، چې د دې ننګونو په سر کې منځنۍ اسیا پام وړ اهمیت لري چې د یوریشیا په زړه کې پرته ده.
د هنډسن مرکز شنونکی وايي، د امریکا د بهرني سیاست جوړوونکي په پرلهپسې ډول منځنۍ اسیا له پامه غورځوي.
دغه مرکز وايي، د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته، واشنګټن د افغانستان د پوځي عملیاتو لپاره د منځنۍ اسیا له ځینو هېوادونو سره اړیکې ښې کړې، خو د افغانستان د اهمیت له کمېدو سره دغه اړیکې هم سړې شوې. هیڅ یو امریکایي ولسمشر مرکزي اسیا ته سفر نه دی کړی او د لوړ پوړو چارواکو لیدنې هم نادرې پاتې شوې دي.
یاد مرکز وايي، د دې کمزورې ښکېلتیا له امله، د امریکا سیاست په سیمه کې غیرمتوازن ښکاري، چې ډېر ځله د بشري حقونو او ډیموکراتیکو ارزښتونو په تړاو زیات تمرکز کوي. سره له دې چې دا ارزښتونه مهم دي، خو د دې په اړه ډېر ټینګار ځینې وخت د مرکزي اسیا حکومتونه خوابدي کړي او ستراتیژیکې همکارۍ یې زیانمنې کړي دي.
هنډسن وايي، «د ټرمپ اداره به په داسې وخت کې د مرکزي اسیا په اړه خپله تګلاره له سره تعریفوي چې جیوپولیټیک چاپېریال د پام وړ بدلون موندلی. له افغانستان څخه د امریکا وتل، د روسیې له خوا پر اوکراین یرغل او د اروپا د انرژۍ نوې اړتیاوې هغه عوامل دي چې د مرکزي اسیا اهمیت یې زیات کړیخو لا تر اوسه اداره د دې سیمې لپاره یو روښانه دریځ نه لري».
هنډسن وايي، چې د ټرمپ د لومړۍ دورې په پرتله، داسې ښکاري چې اوسنی کابینه د مرکزي اسیا د چارو په اړه لږ تجربه لري.
تمه کېږي چې د امریکا نوې ستراتیژي د ۲۰۲۴ په اوږدو کې اعلان شي.
د دې ستراتیژۍ یوه مهمه برخه به د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د متوازنو اړیکو جوړول وي، داسې چې دا هېوادونه د روسیې او چین له اغېزه ځان خلاص وساتي.
د هنډسن د شنونکي په باور، انرژي او سوداګرۍ ته پاملرنه به هم د نوې ستراتیژۍ یوه محوري برخه وي. «د ترکمنستان د ګازو پراخو زېرمو په شمول سیمه کولی شي د اروپا لپاره د انرژۍ بدیلې لارې برابرې کړي. د ټرانس-کاسپین ګاز پایپ لاین ملاتړ چې د مرکزي اسیا سرچینې د اروپا له بازارونو سره نښلوي، باید د امریکا د سیاست یوه مهمه موخه وي».
هنډسن مرکز وايي، چې امنیتي همکاري هم باید لومړیتوب پاتې شي. «د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، چې د امریکا او مرکزي اسیا د همکارۍ بنسټ و، اوس هم یوه مهمه مساله ده. له افغانستان څخه د امریکا په وتلو سره، سیمهییزې امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي».
یاد مرکز په خپل تحلیل کې وايي، په جیوپولیټیک چاپېریال کې له لویدیزو متحدینو سره همکاري به یو اړین اقدام وي. د ترک هېوادونو سازمان، چې څلور مرکزي اسیا هېوادونه پکې غړیتوب لري، د دې لپاره یو مهم فورم دی.
شنونکی وايي، منځنۍ اسیا ته د لوړ پوړو امریکایي چارواکو سفرونه کولی شي د امریکا نوې ژمنه څرګنده کړي او که ټرمپ لومړی امریکایي ولسمشر شي چې دې سیمې ته سفر وکړي، دا به پام وړ ستراتیژیک پیغام ولري.

په داسې حال کې چې په سوریه کې د وسله والو ناڅاپي برید دمشق ته نړیوال پام اړولی، د روسیې او ایران ولسمشرانو د دوشنبې په ورځ د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له حکومت نه خپل بېقید او شرطه ملاتړ اعلان کړ.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې دوی د سوریې د مشروع حکومت د اساسي نظم او ځمکنۍ بشپړتیا د بیا اعادې ملاتړ کوي.
دواړو مشرانو د "استانه چوکاټ" له لارې له ترکیې سره د هڅو پرهمغږي کولو ټینګار وکړ.
په دې خبرو کې د روسیې او ایران ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ روانې چارې هم څېړل شوې، چې په دې کې د کازان بریکس غونډې په څنډه کې د پوتین او پزشکیان ترمنځ شوې وروستۍ هوکړې شاملې دي.
د اسد پر متحدینو باور
د دوشنبې په ورځ د کرملین ویاند وویل چې روسیه د اسد ملاتړ ته ژمنه ده.
د بشارالاسد له خوا د متحدینو پر اهمیت له ټینګار وروسته، د کرملین ویاند، دیمیتري پیسکوف، څرګنده کړه: "موږ په یقین سره د بشارالاسد ملاتړ ته دوام ورکوو او موږ د وضعیت ارزونه کوو."
د سني یاغیانو برید د راپورونو له مخې د سوریې حکومت لپاره ستر ځمکنۍ زیانونه اړولي، په ځانګړې توګه په حلب کې چې د جګړې په اوږدو کې د اسد لپاره یو ستراتیژیک مرکز ګڼل کېده.
ایران: تلپاتې ژمنتیا
ایران په سوریه کې خپلې ژمنتیا ته دوام ورکوي او د پوځی مشاورینو پر ساتلو او مستقیمې مرستې ټینګار کوي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، له بشارالاسد سره په جلا ټیلیفوني خبرو کې، ژمنه وکړه چې د ایران حکومت چمتو دی چې د سوریې د ثبات لپاره هر ډول مرستې وکړي.
هغه وویل: "موږ هیله لرو چې ستاسې په حکمت، استقامت، او ځواک سره به سوریه دا مرحله په بریالیتوب سره تېره کړي، لکه څنګه چې په تېرو کلونو کې له سختو حالاتو بریالۍ وتلې ده."
د ثبات او ملي حاکمیت تمرکز
د ایران دولتي اژانس "ایرنا" راپور ورکړی چې د دواړو مشرانو په خبرو کې د سوریې د ملي حاکمیت او سیاسي ثبات د له منځه وړو په تړاو د وسله والوډلو وروستي بریدونه وغندل شول. دواړو مشرانو په دې ټینګار وکړ چې د سوریې د «مشروع چارواکو» ملاتړ د دې لپاره اړین دی چې د دغه هېواد اساسي نظم او ځمکنۍ بشپړتیا بیا ټینګه کړي.
د سوریې په شخړه کې د تازه پرمختګونو له امله د اسد متحدین له نوي فشار سره مخ دي.
روسیه او ایران په۲۰۱۱ کال کې د سوریې جګړې له پیل راهیسې د اسد قوي ملاتړي پاتې شوي او د هغه د حکومت د مشروعیت لپاره په نړیواله کچه هڅې کوي.
دا تازه پیښې ښيي چې د سوریې جګړه بیا زیاتېدلی شي او نړیوال متحدین به یې د دې نوې ننګونې پر وړاندې خپلې ژمنې ازمويي.