• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پوتین او پزشکیان د سوریې د بې‌قید او شرطه ملاتړ اعلان وکړ

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۶ GMT+۰

په داسې حال کې چې په سوریه کې د وسله والو ناڅاپي برید دمشق ته نړیوال پام اړولی، د روسیې او ایران ولسمشرانو د دوشنبې په ورځ د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له حکومت نه خپل بې‌قید او شرطه ملاتړ اعلان کړ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې دوی د سوریې د مشروع حکومت د اساسي نظم او ځمکنۍ بشپړتیا د بیا اعادې ملاتړ کوي.

دواړو مشرانو د "استانه چوکاټ" له لارې له ترکیې سره د هڅو پرهمغږي کولو ټینګار وکړ.

په دې خبرو کې د روسیې او ایران ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ روانې چارې هم څېړل شوې، چې په دې کې د کازان بریکس غونډې په څنډه کې د پوتین او پزشکیان ترمنځ شوې وروستۍ هوکړې شاملې دي.

د اسد پر متحدینو باور

د دوشنبې په ورځ د کرملین ویاند وویل چې روسیه د اسد ملاتړ ته ژمنه ده.

د بشارالاسد له خوا د متحدینو پر اهمیت له ټینګار وروسته، د کرملین ویاند، دیمیتري پیسکوف، څرګنده کړه: "موږ په یقین سره د بشارالاسد ملاتړ ته دوام ورکوو او موږ د وضعیت ارزونه کوو."

د سني یاغیانو برید د راپورونو له مخې د سوریې حکومت لپاره ستر ځمکنۍ زیانونه اړولي، په ځانګړې توګه په حلب کې چې د جګړې په اوږدو کې د اسد لپاره یو ستراتیژیک مرکز ګڼل کېده.

ایران: تلپاتې ژمنتیا

ایران په سوریه کې خپلې ژمنتیا ته دوام ورکوي او د پوځی مشاورینو پر ساتلو او مستقیمې مرستې ټینګار کوي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، له بشارالاسد سره په جلا ټیلیفوني خبرو کې، ژمنه وکړه چې د ایران حکومت چمتو دی چې د سوریې د ثبات لپاره هر ډول مرستې وکړي.

هغه وویل: "موږ هیله لرو چې ستاسې په حکمت، استقامت، او ځواک سره به سوریه دا مرحله په بریالیتوب سره تېره کړي، لکه څنګه چې په تېرو کلونو کې له سختو حالاتو بریالۍ وتلې ده."

د ثبات او ملي حاکمیت تمرکز

د ایران دولتي اژانس "ایرنا" راپور ورکړی چې د دواړو مشرانو په خبرو کې د سوریې د ملي حاکمیت او سیاسي ثبات د له منځه وړو په تړاو د وسله والوډلو وروستي بریدونه وغندل شول. دواړو مشرانو په دې ټینګار وکړ چې د سوریې د «مشروع چارواکو» ملاتړ د دې لپاره اړین دی چې د دغه هېواد اساسي نظم او ځمکنۍ بشپړتیا بیا ټینګه کړي.

د سوریې په شخړه کې د تازه پرمختګونو له امله د اسد متحدین له نوي فشار سره مخ دي.

روسیه او ایران په۲۰۱۱ کال کې د سوریې جګړې له پیل راهیسې د اسد قوي ملاتړي پاتې شوي او د هغه د حکومت د مشروعیت لپاره په نړیواله کچه هڅې کوي.

دا تازه پیښې ښيي چې د سوریې جګړه بیا زیاتېدلی شي او نړیوال متحدین به یې د دې نوې ننګونې پر وړاندې خپلې ژمنې ازمويي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

شاه محمود میاخېل ناکامورا تلینغونډه کې: ناکامورا پاکستاني طالبانو د پاکستان په اشاره وواژه

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۳ GMT+۰

د ننګرهار پخواني والي شاه محمود میاخېل د امریکا په میریلینډ ایالت کې د تتسیو ناکامورا په تلین غونډه کې وویل چې ناکامورا د پاکستاني طالبانو له خوا د پاکستان په اشاره وژل شوی دی.

نوموړی وايي چې پر ناکامورا د برید اصلي طراح حاجي دوبۍ د جمهوري دولت له خوا په کابل کې وژل شوی و او د هغه بل ملګری د جمهوري دولت له سقوط وروسته د طالبانو له خوا ازاد شوی او دا مهال پېښور او ننګرهار ته تګ راتګ لري.

میاخېل وویل: "تر اوسه پورې دا خبره عامه ده چې د ناکامورا قاتلانو ته څه نه دي ویل شوي، مګر دا خبره نا درسته ده، مهم قاتل وژل شوی او دویم شخص د طالبانو ملګری دی".

یاده تلین غونډه چې د افغان هنرمند ارین خان له خوا جوړه شوې وه، پکې د یو شمېر سیاستوالو، لیکوالو او فرهنګیانو په ګډون د ناکامورا مینه والو ګډون کړی و او د هغه د کړو کارونو ستاینه یې وکړه.

د پخواني جمهوري دولت د کابیني غړي جارالله منصوري په دغو مراسمو کې وویل چې ډاکتر ناکامورا په حقیقت کې افغانانو ته د ژوندانه د لارې پر ښودلو سربېره غوښتل چې وښيي څنګه ملتونه پر خپلو پښو دریږي، خو افغانانو له هغه زده کړه ونه کړه.

نوموړي وویل: " موږ بدبخته خلک یو چې خپل یو مېلمه خادم مو ونه شو ساتلی، موږ له بده مرغه هغه ملت یو چې خپل کور ته پخپله اور اچوو".

افغان هنرمند ارین خان په دې تلین غونډه کې ناکامورا (کاکا مراد) ته د هغه له خوا ویل شوی سرود هم ډالۍ کړ.

ډاکټر ټټسیو ناکامورا چې د افغانستان خلکو د "کاکامراد" په نوم هم پېژنده، یو جاپانی ډاکټر، بشري فعال او د سولې سفیر و.

هغه له ۱۹۸۴ کال راهیسې په افغانستان کې د روغتیا او پرمختیایي پروژو پرمخ وړلو لپاره خپل ژوند وقف کړی و.

ناکامورا د لومړي ځل لپاره په پاکستان کې د کډوالو لپاره د درملنې په موخه کار پیل کړ، خو وروسته افغانستان ته لاړ، چیرې چې یې پر روغتیايي خدماتو سربېره، د اوبو د بندونو او کانالونو جوړولو نوښتونه وکړل.

هغه د اوبو د وېش لپاره سیستمونه جوړ کړل، چې نه یوازې د زرګونو کورنیو ژوند یې ښه کړ، بلکې د وچکالۍ ځپلو سیمو زرغونولو کې یې هم مرسته وکړه.

نوموړی په ۲۰۱۹ کال کې په ننګرهار کې په یوه وسله وال هدفي برید کې ووژل شو.

کیېف ته د شولڅ سفر؛ جرمني له اوکراین سره ۶۵۰ میلیونه یورو پوځي مرسته اعلان کړه

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۹ GMT+۰

د جرمني صدراعظم کیېف ته د ناڅاپي سفر پرمهال وویل چې هېواد به یې په اروپا کې د اوکراین تر ټولو ستر ملاتړی پاتې شي. اولاف شولڅ همداراز ژمنه وکړه، چې جرمنی به په راتلونکو میاشتو کې اوکراین ته ۶۵۰ میلیونه یورو پوځي مرستې ولېږي.

دا د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د جرمني د صدراعظم دویم سفر دی، چې په یوه حساس وخت کې د جرمني ملاتړ څرګندوي.

اوس مهال روسي ځواکونه د نویو سیمو پر لور د پرمختګ په حال کې دي او د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ بري له دغه هېواد سره د مرستو د کمېدو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

ډونالډ ټرمپ د خپلې دویمې دورې په لومړۍ ورځ په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو ژمنه وکړه.

د جرمني د صدراعظم په وینا، د دغه هېواد نوې پوځي مرستې به د روان کال په ډسمبر میاشت کې اوکراین ته وسپارل شي.

تمه ده چې د دغه سفر په ترڅ کې اولاف شولڅ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره وویني او هغه به له ناټو وغواړي چې د بروکسل ددې اونۍ په غونډه کې اوکراین د پوځي اتحاد د غړي په توګه ومني.

اوکراین ته د جرمني د صدراعظم سفر په داسې حال کې دی، چې اولاف شولڅ د فبرورۍ په میاشت کې د خپل ایتلاف له ړنګېدو وروسته د بیا ټاکنو په تړاو له ننګونو سره مخامخ دی.

جرمني له امریکا وروسته د اوکراین دویم ستر پوځي مرستندوی دی.

له دې مخکې د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس اعلان وکړ، چې اروپا به له اوکراین سره پوځي مرستې زیاتې کړي.

د اسد رژیم له نوي کړکېچ نه د وتلو لپاره پر خپلو نړیوالو متحدانو تکیه کوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۷ GMT+۰

د سوریې پر دویم لوی ښار حلب د هیئت تحریر الشام ډلې بریدونه او وروستي پرمختګونه د بشار الاسد رژیم لپاره له کلونو راهیسې تر ټولو ستر ګواښ ګرځېدلی. دغه برید په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د سوریې جګړه له څو کلونو راهیسې په ټپه ولاړه وه.

د جګړې پېښې او پرمختګ

په شمال لویدیز ادلب کې د هیئت تحریر الشام ډلې په مشرۍ یاغیانو د چارشنبې په ورځ د سوریې د حکومتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل. تر جمعې پورې یاغیان حلب ته ننوتل او د دمشق-حلب ستراتیژیک سړک یې پرې کړ. د سوریې ځواکونو د روسیې په ملاتړ هوایي بریدونه وکړل، خو یاغیانو په چټکۍ سره د حلب په ځینو برخو کې پرمختګ وکړ.

د شنبې په ورځ، د یاغیانو عکسونه او ویډیوګانې خپرې شوې چې د حلب تاریخي کلا کې یې خپلې لاسته راوړنې نمانځلې. راپورونه وايي چې یاغیانو د حما پر لور پرمختګ ته دوام ورکړی، خو لا هم کره معلومات په دې اړه نشته.

هیئت تحریر الشام: څوک دي او څه غواړي؟

د نړیوالو رسنیو د رپوټونو له مخې، هیئت تحریر الشام، چې پخوا د جبهه النصره په نوم پېژندل کېده، په ۲۰۱۱ کال کې د القاعدې یوه څانګه وه. په ۲۰۱۶ کې یې له القاعدې څخه اړیکې پرې کړې او له نورو ډلو سره له یوځای کېدو وروسته یې اوسنی نوم غوره کړ. په دې ډله کې د منځنۍ اسیا او له قبایلي سیمو او وزیرستان نه ستانه شوي جنګیالي هم ترسترګو کیږي. ډېری هغه جنګیالي دي چې په نړیوال جهاد باور لري او په یوه سیمه کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته بلې سیمې ته ځي.

دې ډلې د ادلب سیمه تر کنټرول لاندې راوستې ده او د رپوټونو له مخې نږدې ۳۰ زره جنګیالي لري.

په سیمه کې د بنسټپالو اسلامي قوانینو پلي کولو هڅه کوي، خو د بشري حقونو د سرغړونو له کبله یې مشروعیت زیانمن شوی.

په هغو ویډیوګانو کې چې تېرې څو ورځې پر رسنیو او ټولنیزو شبکو خپرې شوې، ښودل کیږي، چې د عرب اکثریت ترڅنګ د نړۍ د نورو هېوادونو جنګیالي هم پکې ترسترګو کیږي. له پښتونخوا نه تللي جنګیالي ښکاري چې له حلب نه په کورمه ولسوالۍ کې زینبیون ډلې او د کورمې شیعه مذهبو اوسېدونکو ته ګواښونه کوي.

نوي اهداف

په داسې حال کې چېهیئت تحریز الشاممخکې یوازې د سوریې دننه خپل واک ټینګولو ته پام و، اوس ښکاري چې د جګړې د بیا پیل لپاره یې خپل ځواکونه روزلي دي. دوی غواړي له اسد رژیم څخه نورې سیمې ونیسي او د ادلب څخه خپل نفوذ پراخ کړي.

د اسد رژیم لپاره لوی ګواښ

د حلب برید په داسې وخت کې ترسره شو چې د اسد رژیم پر ایران او روسیې تکیه لري، خو د ایران ملاتړي ملېشې، لکه حزب الله، د اسراییل د بریدونو له کبله زیانمنې شوې دي، او روسیه په اوکراین کې له ستونزو سره مخ ده. دغه راز فاطمیون او زینبیون چې له افغان او پاکستاني شیعه مذهبه وګړو جوړې شوې ډلې دي، په دې وروستیو کې پاشل شوې او ګڼ غړي یې افغانستان او پاکستان ته راغلي او یا د حزب الله د ملاتړ لپاره لبنان ته تللي وو.

د ځینو کارپوهانو په وینا، د سني یاغیانو دا برید د رژیم د ضعیفوالي احساس ښيي. داسې اټکل کېږي چې د اسد حکومت به د حما په سیمه کې د خپلو ځواکونو د بیا تنظیم او دفاع هڅه وکړي چې دا چاره یې د روسیې او ایران په مرسته پیل کړې ده.

رپوټونه وايي، چې ایران خپلې مذهبي نیابتي ډلې بېرته د جګړې ډګر ته سوق کړې دي او روسیې هم خپل هوايي بریدونه بېرته پیل کړي دي.

د راتلونکي لپاره احتمالات

که څه هم سني یاغیانو د پام وړ پرمختګ کړی، خو د اسد رژیم او د هغه ملاتړي به د دې پرمختګ پر وړاندې په راتلونکو ورځو کې شدید غبرګون وښيي. دهیئت تحریر الشام توان به په راتلونکو ورځو کې له جدي ازموینې سره مخ شي، ځکه د روسیې هوایي بریدونه به زیات شي. خو د حلب په برید کې دې ډلې خورا درندې وسلې، ټانکونه او په ځینو ویډیوګانو کې خپرې شوې وړې الوتکې هم نیولې دي. دغه وسله او تجهیزات له دې سني یاغي ډلې سره مرسته کوي چې خپل دفاعي او تعرضي دواړه اړخونه پیاوړي کړي، خو یوازینی ګواښ به ددې ډلې لپاره هوايي بریدونه وي.

د نړیوالو اژانسونو د رپوټونو له مخې، په دې کې هم شک نشته چې د جګړې شدت به په سیمه کې بشري ناورین نور هم زیات کړي او د ملکي وګړو ژوند به لا زیات له خطر سره مخ کړي.

د هیئت تحریر الشام وروستي برید د سوریې کورنۍ جګړه له نویو اړخونو او ننګونو سره مخ کړې ده. دا چې د اسد رژیم څنګه غبرګون ښيي او نړیوال لوبغاړي او د دمشق متحدان څه ډول ستراتیژۍ غوره کوي، د راتلونکې جګړې برخلیک به په دې پورې تړلی وي. یوه مساله روښانه ده چې بشارالاسد حکومت ډېری په خپلو نړیوالو متحدانو، په ځانګړې توګه روسیې او ایران متکي دی.

د ایران د سازندګي ګوند سرمنشي: د طالبانیزم تفکر نفوذ د ایران سرحدي سیمې ګواښي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۹ GMT+۰

د ایران د کارګزاران سازندګي ګوند سرمنشي، حسین مرعشي، د دغه هېواد د ختیزو سرحدونو د امنیت په اړه خبرداری ورکړی او وایي، چې له پاکستان او افغانستان څخه د طالباني افکارو د خپرېدو له ګواښ سره مخ دی.

نوموړي په سازندګي ورځپاڼه کې "ختیز سرحدونه" تر سرلیک لاندې مقاله کې د سرحدي بې ثباتۍ، راډیکال مذهبي نظریاتو او ناکامې امنیتي پالیسۍ ګواښونو ته اشاره کړې ده.

مرعشي د کرمان ولایت د والي په توګه د خپل وخت په اړه وویل چې د نشه يي توکو قاچاق، د سرحدي امنیت نشتوالی او د غیرقانوني کډوالو راتګ تل لویې ننګونې وې. هغه پر هغو قوانینو نیوکه کړې چې له قاچاق سره د مبارزې لپاره وضع شوي.

نوموړي له سیمه‌ییزو او قبایلي سرچینو نه د ګټې اخستو، یووالي، امنیتي اډو جوړولو او له بلوڅ مشرانو سره د همکارۍ یوې بریالۍ تګلارې یادونه کړې چې دده په باور، په هغه وخت یې کرمان ولایت کې ثبات راوست.

نوموړی وايي، "د شیعه او سني ترمنځ د مذهبي توپیرونو کمول او د ملي لیدلوري پیاوړي کول د سرحدي کړکېچونو د اوارولو لپاره کلیدي دي." مرعشي ټینګار وکړ چې د دیوالونو جوړولو په څېر منفي او سخت‌دریځې لارې، لکه د غزې دیوال تجربه، اغېزمنې نه دي.

مرعشي خبرداری ورکړی چې د طالبانو رادیکال فکر د ایران د سرحدي سیمو لپاره یوه جدي ستونزه ده. دده په باور، که څه هم دې نظریې تر اوسه ژور اغېز نه دی کړی، خو له پاکستان او افغانستان څخه د دې مذهبي فکر راتګ د پام وړ توجه ته اړتیا لري. د نوموړي په وینا، د سرحدي امنیت لپاره د حکومت نظریاتي چلند د سیمه‌ییزو قبایلو تر منځ فاصله زیاته کړې او کړکېچونه یې لا زیات کړي دي.

مرعشي د ایران په بلوڅانو کې د بېلتون غوښتنې نظریه رد کړې او وايي، چې دوی له ایران سره خپله تړاو ښکاره کړی. هغه وویل: "د ایران بلوڅان له هیواد سره ژور تړاو لري او هېڅکله یې نه دي غوښتي چې د پاکستان له بلوچستان سره یوځای شي، چې ډېر غریب او کمزوری دی." نوموړي یادونه کړې، چې د دې ستونزې ریښه د سیمه‌ییزو شکایتونو ناسمه اداره او له امنیت او حکومتولۍ څخه د سني او بلوڅ ټولنو محرومول دي.

مرعشي په ایران کې د سرحدي امنیت په اړه د یوې نوې تګلارې غوښتنه کړې ده. هغه ټینګار کړی چې باید امنیتي ځواکونو ته د سنيانو او بلوڅو پر لاسرسي محدودیتونه لرې شي، په امنیتي پلانونو کې د قبایلي مشرانو ادغام یقیني شي او د بلوڅ قبایلو لپاره د نفوذ ساحې مشخصې شي. هغه وویل: "دا طریقه د امنیت ټینګښت لپاره تر ټولو ساده او لږ لګښتې لار ده."

مرعشي حکومت هڅولی چې د سیمې له روزل شويو بشري سرچینو ګټه واخلي او پر صنعتي ودې پانګونه وکړي. هغه وايي، "امن سرحدونه د ګټورو سوداګریزو اړیکو او پرمختللې اقتصاد د جوړولو سبب ګرځي." نوموړي سیستان-بلوچستان د یوې داسې سیمې په توګه یاد کړي چې د اقتصادي بدلون لپاره ناکارېدلی ظرفیت لري.

مرعشي د سخت‌دریځو تګلارو د پرېښودو او داسې پالیسۍ غوښتنه کړې چې له ځایي تخصص ګټه پورته کړي او د بې ثباتۍ ریښې له منځه یوسي.

فاطمیون او په ایران پورې تړلي نور ملېشه ځواکونه سوریې ته ننوتل

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۸ GMT+۰

د رویټرز د راپور له مخې، په ایران پورې تړلي وسله وال د بشارالاسد له مخالفو وسله والو سره د جګړې په موخه د یکشنبې په ماښام له عراق څخه سوریې ته ننوتل. د دغه راپور له مخې د حشد الشعبي ځواکونه او د عراق حزب الله د کتایب او فاطمیون ځواکونه په دغه ماموریت کې یو ځای دي.

د سوریې د پوځ یوې جګپوړې سرچینې تایید کړې، چې دغه وسله وال د یکشنبې په ورځ د لیندۍ د میاشتې په ۱۱ مه نېټه د ابو کمال له پولې تېر شول او سوریې ته ننوتل.

له دې څخه مخکې ایت الله رحیمی سیغاني بامیاني د افغانستان د شیعه عالمانو څخه د سوریې په جنګ کې د ځینو ایران میشتو افغان کډوالو د ګډون په اړه نیوکه کړې وه.

نوموړي په ​​دې جګړه کې د افغان کډوالو د ګډون د غوښتنې په ځواب کې وویل، چې د سوریې په جګړه کې د افغانانو ګډون «جهاد نه، یرغل دی.»

ایت الله بامیاني په یوه ویډیويي پیغام کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شو، د افغانانو په اړه د ایران پر دریځ نیوکه وکړه او ویې ویل: «ایران له افغان کډوالو څخه د اور د بوټو په توګه کار اخلي او په پایله کې یې د جاسوسانو، غاصبانو، بې هویته او ترهګرو په نوم شړي.»

فاطمیون لښکر د قدس ځواک تر څارنې لاندې یو نیمه پوځي ځواک دی او د ایران له پولو څخه بهر د سپاه پاسداران یوه څانګه ده، چې ډیری غړي یې په ایران کې مېشت افغان کډوال دي او زیات شمېر یې په سوریه کې وژل شوي دي.

د سوریې د حکومت د مخالفو ځواکونو د بریدونو له پیل سره په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه یوه نوي پړاو ته داخله شوې ده.

دغه بریدونه د چهارشنبې په ورځ پیل شوي او راپورونه وايي چې د حکومت مخالفو ځواکونو د حلب او ادلب ښار ځینې برخې نیولې دي.

د راپورونو له مخې د دغو نښتو په لومړیو درېیو ورځو کې تر ۲۵۰ ډېر کسان وژل شوي او په وژل شویو کسانو کې لږ تر لږه ۱۴۰ وسله وال او ۸۷ د سوریې حکومتي ځواکونه شامل دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دمشق ته له خپل سفره مخکې د یکشنبې په ورځ وویل، چې ایران د سوریې له حکومت او پوځ څخه په کلکه ملاتړ کوي.

ایران د خپلو سیمه ییزو ګټو د خوندي کولو لپاره د سوریې د حکومت بقا ډېره مهمه ګڼي او له همدې امله د ایران ځواکونه په ۲۰۱۷ کال کې په سوریه کې د دغه هېواد د جګړې ډګر ته ننوتل.

ویل کیږي چې په سوریه کې د ایران ځواکونو په هغه وخت کې تر دوه زره زیات کسان وژلي وو.