• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د سازندګي ګوند سرمنشي: د طالبانیزم تفکر نفوذ د ایران سرحدي سیمې ګواښي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۹ GMT+۰

د ایران د کارګزاران سازندګي ګوند سرمنشي، حسین مرعشي، د دغه هېواد د ختیزو سرحدونو د امنیت په اړه خبرداری ورکړی او وایي، چې له پاکستان او افغانستان څخه د طالباني افکارو د خپرېدو له ګواښ سره مخ دی.

نوموړي په سازندګي ورځپاڼه کې "ختیز سرحدونه" تر سرلیک لاندې مقاله کې د سرحدي بې ثباتۍ، راډیکال مذهبي نظریاتو او ناکامې امنیتي پالیسۍ ګواښونو ته اشاره کړې ده.

مرعشي د کرمان ولایت د والي په توګه د خپل وخت په اړه وویل چې د نشه يي توکو قاچاق، د سرحدي امنیت نشتوالی او د غیرقانوني کډوالو راتګ تل لویې ننګونې وې. هغه پر هغو قوانینو نیوکه کړې چې له قاچاق سره د مبارزې لپاره وضع شوي.

نوموړي له سیمه‌ییزو او قبایلي سرچینو نه د ګټې اخستو، یووالي، امنیتي اډو جوړولو او له بلوڅ مشرانو سره د همکارۍ یوې بریالۍ تګلارې یادونه کړې چې دده په باور، په هغه وخت یې کرمان ولایت کې ثبات راوست.

نوموړی وايي، "د شیعه او سني ترمنځ د مذهبي توپیرونو کمول او د ملي لیدلوري پیاوړي کول د سرحدي کړکېچونو د اوارولو لپاره کلیدي دي." مرعشي ټینګار وکړ چې د دیوالونو جوړولو په څېر منفي او سخت‌دریځې لارې، لکه د غزې دیوال تجربه، اغېزمنې نه دي.

مرعشي خبرداری ورکړی چې د طالبانو رادیکال فکر د ایران د سرحدي سیمو لپاره یوه جدي ستونزه ده. دده په باور، که څه هم دې نظریې تر اوسه ژور اغېز نه دی کړی، خو له پاکستان او افغانستان څخه د دې مذهبي فکر راتګ د پام وړ توجه ته اړتیا لري. د نوموړي په وینا، د سرحدي امنیت لپاره د حکومت نظریاتي چلند د سیمه‌ییزو قبایلو تر منځ فاصله زیاته کړې او کړکېچونه یې لا زیات کړي دي.

مرعشي د ایران په بلوڅانو کې د بېلتون غوښتنې نظریه رد کړې او وايي، چې دوی له ایران سره خپله تړاو ښکاره کړی. هغه وویل: "د ایران بلوڅان له هیواد سره ژور تړاو لري او هېڅکله یې نه دي غوښتي چې د پاکستان له بلوچستان سره یوځای شي، چې ډېر غریب او کمزوری دی." نوموړي یادونه کړې، چې د دې ستونزې ریښه د سیمه‌ییزو شکایتونو ناسمه اداره او له امنیت او حکومتولۍ څخه د سني او بلوڅ ټولنو محرومول دي.

مرعشي په ایران کې د سرحدي امنیت په اړه د یوې نوې تګلارې غوښتنه کړې ده. هغه ټینګار کړی چې باید امنیتي ځواکونو ته د سنيانو او بلوڅو پر لاسرسي محدودیتونه لرې شي، په امنیتي پلانونو کې د قبایلي مشرانو ادغام یقیني شي او د بلوڅ قبایلو لپاره د نفوذ ساحې مشخصې شي. هغه وویل: "دا طریقه د امنیت ټینګښت لپاره تر ټولو ساده او لږ لګښتې لار ده."

مرعشي حکومت هڅولی چې د سیمې له روزل شويو بشري سرچینو ګټه واخلي او پر صنعتي ودې پانګونه وکړي. هغه وايي، "امن سرحدونه د ګټورو سوداګریزو اړیکو او پرمختللې اقتصاد د جوړولو سبب ګرځي." نوموړي سیستان-بلوچستان د یوې داسې سیمې په توګه یاد کړي چې د اقتصادي بدلون لپاره ناکارېدلی ظرفیت لري.

مرعشي د سخت‌دریځو تګلارو د پرېښودو او داسې پالیسۍ غوښتنه کړې چې له ځایي تخصص ګټه پورته کړي او د بې ثباتۍ ریښې له منځه یوسي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ملاهبت الله طالبان یوځل بیا د اختلافونو له منځه وړو او «اطاعت» ته وهڅول

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۱ GMT+۰

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د طالبانو مشر ملا هبت الله د طالبانو یوې غونډې ته ویلي چې «خپلمنځي اختلافات مه کوئ او د نظام د ساتلو لپاره پوره کوښښونه وکړئ». ملا هبت الله له طالبانو غوښتي چې د امربالمعروف قانون د بشپړ پلیتابه په برخه کې همکار واوسي.

د طالبانو د کندهار ولایت مقام نن دوشنبه «د لیندۍ ۱۲مه» وویل، چې سپین بولدک ولسوالۍ ته ملا هبت الله د خپل سفر پرمهال ویلي چې دغه نظام په اطاعت او پرهېزګارۍ او دغه راز له دیني عالمانو د مشورو په اخستلو او د دوی په مشورو د عمل په مټ ساتل کېدای شي.

ملا هبت په خپله وینا کې یو ځل بیا د امربالمعروف قانون پر عملي کېدو ټینکار کړی دی.

د کندهار د مقام د خبرپاڼې له مخې، ملا هبت الله وویل:«تاسې د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون د ښه نافذولو په برخه کې له اړوندو ادارو سره بشپړه همکاري وکړئ او په خپلو مساجدو کې مقتدیانو او کلیوالو خلکو ته د ایمان، عقیدې او د لمانځه اړوند موضوعات هره ورځ وښایاست».

ملا هبت الله طالبان د مشرانو اطاعت ته هڅولي دي.

هبت الله د غونډې په پای کې د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ټولو نظامي او ملکي مسوولانو ته سپارښتنه کړې، چي اختلافات ونه کړي او خپلو مسوولیتونو ته متوجې او ژمن واوسي.

که څه هم د طالبانو مشر ملا هبت الله له خوا توشیح شوی د امربالمعروف قانون یوازې په کندهار کې عملي شوی او په دغه ولایت کې ملي ټلوېزیون په راډیو بدل شوی او مسوولان یې د پخوا په څېر ساکښ انځورونه نه پرېږدي، خو په کابل او ګڼو نورو ولایتونو کې لا په بشپړ ډول نه دی پلی شوی او خپله د طالبانو له منځه ورسره مقاومت ښودل کیږي.

فاطمیون او په ایران پورې تړلي نور ملېشه ځواکونه سوریې ته ننوتل

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۸ GMT+۰

د رویټرز د راپور له مخې، په ایران پورې تړلي وسله وال د بشارالاسد له مخالفو وسله والو سره د جګړې په موخه د یکشنبې په ماښام له عراق څخه سوریې ته ننوتل. د دغه راپور له مخې د حشد الشعبي ځواکونه او د عراق حزب الله د کتایب او فاطمیون ځواکونه په دغه ماموریت کې یو ځای دي.

د سوریې د پوځ یوې جګپوړې سرچینې تایید کړې، چې دغه وسله وال د یکشنبې په ورځ د لیندۍ د میاشتې په ۱۱ مه نېټه د ابو کمال له پولې تېر شول او سوریې ته ننوتل.

له دې څخه مخکې ایت الله رحیمی سیغاني بامیاني د افغانستان د شیعه عالمانو څخه د سوریې په جنګ کې د ځینو ایران میشتو افغان کډوالو د ګډون په اړه نیوکه کړې وه.

نوموړي په ​​دې جګړه کې د افغان کډوالو د ګډون د غوښتنې په ځواب کې وویل، چې د سوریې په جګړه کې د افغانانو ګډون «جهاد نه، یرغل دی.»

ایت الله بامیاني په یوه ویډیويي پیغام کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شو، د افغانانو په اړه د ایران پر دریځ نیوکه وکړه او ویې ویل: «ایران له افغان کډوالو څخه د اور د بوټو په توګه کار اخلي او په پایله کې یې د جاسوسانو، غاصبانو، بې هویته او ترهګرو په نوم شړي.»

فاطمیون لښکر د قدس ځواک تر څارنې لاندې یو نیمه پوځي ځواک دی او د ایران له پولو څخه بهر د سپاه پاسداران یوه څانګه ده، چې ډیری غړي یې په ایران کې مېشت افغان کډوال دي او زیات شمېر یې په سوریه کې وژل شوي دي.

د سوریې د حکومت د مخالفو ځواکونو د بریدونو له پیل سره په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه یوه نوي پړاو ته داخله شوې ده.

دغه بریدونه د چهارشنبې په ورځ پیل شوي او راپورونه وايي چې د حکومت مخالفو ځواکونو د حلب او ادلب ښار ځینې برخې نیولې دي.

د راپورونو له مخې د دغو نښتو په لومړیو درېیو ورځو کې تر ۲۵۰ ډېر کسان وژل شوي او په وژل شویو کسانو کې لږ تر لږه ۱۴۰ وسله وال او ۸۷ د سوریې حکومتي ځواکونه شامل دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دمشق ته له خپل سفره مخکې د یکشنبې په ورځ وویل، چې ایران د سوریې له حکومت او پوځ څخه په کلکه ملاتړ کوي.

ایران د خپلو سیمه ییزو ګټو د خوندي کولو لپاره د سوریې د حکومت بقا ډېره مهمه ګڼي او له همدې امله د ایران ځواکونه په ۲۰۱۷ کال کې په سوریه کې د دغه هېواد د جګړې ډګر ته ننوتل.

ویل کیږي چې په سوریه کې د ایران ځواکونو په هغه وخت کې تر دوه زره زیات کسان وژلي وو.

چمن پرلتوال: که تر راتلونکو دوو ورځو مو غوښتنې ونه منل شي د سپین بولدک ـ چمن لاره تړو

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۴ GMT+۰

چمن کې پرلتوال د پاکستان له حکومت څخه د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په پرېکړه کې د نرمښت او په خپله سیمه کې د ازاد کاروبار غوښتنه کوي. وايي، که حکومت یې غوښتنې نه مني دوی به د سپین بولدک ـ چمن لاره وتړي.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د تګ راتګ پر مهال د پاکستان د حکومت له لوري د پاسپورټ او ویزې جبري کېدو په غبرګون د چمن پرلت والو په تازه خپره کړې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی او لیکلي یې دي؛ که د چمن پرلت والو غوښتنې ونه منل شي، دوی به پر دغه دروازه هر ډول ټرانزیټ بند کړي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د پاکستان حکومت هر ځل د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو ژمنې کوي، خو بیا ژمنې نه عملي کوي.

پرلت والو ویلي، که د روانې ډیسمبر میاشتې تر څلورمې نېټې د سپین بولدک ـ چمن پر دوازه لګول شوي محدودیونه لرې نه شي، په دغه دروازه به هر ډول ټرانزیټ بند کړي.

د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅګزی وايي: «که ډیسمبر تر څلورمې نېټې پورې زمونږ حقه غوښتنې ونه منل شوې نو بیا به بیا موږ پر خپل راتلونکي ګام پورته کولو لپاره هیڅ فکر کولو ته اړتیا نه لرو. او د سپین بولدک ـ چمن دروازه به په بشپړه توګه بنده وي د چمن سپین بولدک پرلت وال او ولسونه نور مجبوره دي چې دغه ډول ګام پورته کړي.»

دغه پرلت څه د پاسه یو کال راهیسې دوام لري، خو هر کله چې یادو پرلتوالو د خپلو غوښتونو او حق تر لاسه کولو په موخه کوم ګام پورته کړی، د ځايي امنیتي ځواکونو له لوري پرې برید شوی.

له تېر یوه کال راهیسې پر یادو پرلتوالو د چمن ځايي امنیتي ځواکونو نږدې درې ځلې بریدونه کړي، چې په پایله کې له درې څخه تر څلورو پرلتوال وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

خو پرلتوال وايي، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان د حکومت له لوري د پاسپورټ او ویزې جبري کیدو پریکړه ورته د منلو وړ نه ده.

پرلتوال وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دغه دروازه سوداګرۍ ته وده ورکول او د خپلو خلکو لپاره د باعزته کاروبار غوښتنه کوي.

ټاکل شوې چې سبا په ایران کې د «ایکو» سازمان د غړو هیوادونو د استازو غونډه جوړه شي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۵۹ GMT+۰

ایراني رسنیو ویلي، چې د اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۸مه غونډه به سبا د ۲۰ بهرنیو پلاویو تر منځ د ایران په مشهد ښار کې جوړه شي. دغې غونډې د طالبانو حکومت استازی نه دی بلل شوی.

د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې د دغې غونډې د اجنډا چمتو کولو په موخه د کارپوهانو ناسته د ایکو سازمان د مشر او د غړیو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو په موجودیت کې نن دوشنبه سهار پیل شوه، چې سبا به یې غونډه ترسره شي.

د پاکستان دولتي راډيو ویلي، چې د دغه هیواد د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار به د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ ١٢مه) مشهد ته سفر وکړي چې د اقتصادي همکاريو د سازمان د وزيرانو د شورا په ٢٨مه غونډه کې برخه واخلي.

دا لا نه ده څرګنده چې طالبان ولې دغې غونډې ته نه دي بلل شوي، خو طالبان او ایران تل تر خپل منځ د ډیپلوماتیکو او اقتصادي تودو اړیکو خبرې کوي.

په خبرپانه کې راغلي: «د اقتصادي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ۲۸مه غونډه نن دوشنبه د لیندۍ په ۱۲مه د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو د کارپوهانو په شتون کې په مشهد کې پیل شوه او د وزیرانو غونډه به سبا، سې شنبه ترسره شي.»

د معلوماتو له مخې په دې غونډه کې د ۲۰ هیوادونود بهرنيو چارو وزارتونو پلاوي ګډون کوي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه پورې د اذربایجان، ترکیې، تاجکستان او قزاقستان چارواکي په دې غونډه کې د ګډون لپاره ایران ته رسېدلي دي.

ایکود سیمې په کچه یو سازمان دی چې د ایران، پاکستان او ترکیې لخوا په ۱۹۸۵ کې د غړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او کلتوري همکاریو د پراختیا په موخهجوړ شو، او د ۱۹۹۲ کال وروسته ورسره اوه هیوادونه لکه اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان یو ځای شول چې ټول شمېر لسو هیوادونو ته ورسید.

د کابل فوټسال غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ پیل شوې

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۴ GMT+۰

د کابل د فوټسال غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ د پیل مراسم د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې په تالار کې ترسره شول. دغه لیګ د دوو لوبډلو ترمنځ په سیالۍ سره پیل شو.

د یکشنبې په ورځ په کابل کې ، د کابل فوټسال غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ د ۱۳ لوبډلو په ګډون پیل شوې.

یادې سیالۍ به د الف او ب په ګروپي شکل تر سره شي.

په الف ګروپ کې زیتون، افغانستان ورزش، شقایق، عدالت، یاران همدلي او پیشنتاز او په ب ګروپ کې اطمینان، شریفي سپورټ، ظاهر اسد، پوشاک مددي، شهید نسیم، پنجشیر ایف سي او یاران افغان لوبډلې شاملې دي.

د دغو سیالیو په لومړی ورځ زیتون د اطمینان او افغانستان سپورټ لوبډله د شریفي سپورټ لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ښکته شوې.

په دغو دوو لوبو کې زیتون او اطمینان لوبډلو د ۳ـ۳ مساوي او د افغان سپورټ لوبډلې د شریفي لوبډلې ته ۱ـ۴ ګولونو ماتې ورکړه.

د دغه ټورنمنټ لومړۍ او دویم مقام ګټونکي لوبډلې به د افغانستان د زونونو د فوټسال سیالیو وروستي پړاو ته لار ومومي او هغه دوه لوبډلې چې په دغه ټورنمینټ کې تر ټولو کمې نمرې ترلاسه کړي د کابل د فوټسال یون لیګ سیالیو ته به لار ومومي.