• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کابل فوټسال غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ پیل شوې

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۵ GMT+۰

د کابل د فوټسال غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ د پیل مراسم د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې په تالار کې ترسره شول. دغه لیګ د دوو لوبډلو ترمنځ په سیالۍ سره پیل شو.

د یکشنبې په ورځ په کابل کې ، د کابل فوټسال غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ د ۱۳ لوبډلو په ګډون پیل شوې.

یادې سیالۍ به د الف او ب په ګروپي شکل تر سره شي.

په الف ګروپ کې زیتون، افغانستان ورزش، شقایق، عدالت، یاران همدلي او پیشنتاز او په ب ګروپ کې اطمینان، شریفي سپورټ، ظاهر اسد، پوشاک مددي، شهید نسیم، پنجشیر ایف سي او یاران افغان لوبډلې شاملې دي.

د دغو سیالیو په لومړی ورځ زیتون د اطمینان او افغانستان سپورټ لوبډله د شریفي سپورټ لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ښکته شوې.

په دغو دوو لوبو کې زیتون او اطمینان لوبډلو د ۳ـ۳ مساوي او د افغان سپورټ لوبډلې د شریفي لوبډلې ته ۱ـ۴ ګولونو ماتې ورکړه.

د دغه ټورنمنټ لومړۍ او دویم مقام ګټونکي لوبډلې به د افغانستان د زونونو د فوټسال سیالیو وروستي پړاو ته لار ومومي او هغه دوه لوبډلې چې په دغه ټورنمینټ کې تر ټولو کمې نمرې ترلاسه کړي د کابل د فوټسال یون لیګ سیالیو ته به لار ومومي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ملک سلمان مرکز په افغانستان کې له پولیو سره د مبارزې لپاره درې میلیونه ډالره مرسته کوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۴۸ GMT+۰

د سعودي پاچا ملک سلمان د بشري مرستو مرکز په افغانستان کې د پولیو پر ضد د مبارزې لپاره د درې میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده. د دې مالي مرستې تړون د یکشنبې په ورځ په ریاض کې د اسلامي پراختیايي بانک او د ملک سلمان د مرستو مرکز ترمنځ لاسلیک شو.

د سعودي عربستان خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغه تړون موخه په نړۍ کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نړۍوالو هڅو ملاتړ او ونډه ورکول دي.

د هوکړه لیک په جزیاتو کې راغلي چې افغانستان به د پولیو د له منځه وړلو لپاره د اسلامي پراختیايي بانک له لارې تمویلیږي. د پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز به د درېیو کلونو لپاره په کال کې یو ملیون ډالر او د بیل او میلنډا ګیټس خیریه بنسټ به ۱۵ میلیون ډالر ورکوي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو وایرس له امله په کې ماشومان مړه کیږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په لړم میاشت کې ویلي وو چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۷۱ پېښې ثبت شوې دي.

د دغه سازمان په وینا په افغانستان کې د پولیو ۲۳ پېښې ثبت شوې دي.

ناامني، ناسم دودونه او د واکسین کولو د مخنیوي لپاره د وسله والو ډلو بریدونه هغه لاملونه بلل شوي چې په افغانستان او پاکستان کې یې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو مخه نیولې ده.

د طالبانو ادارې د روان کال دوږي میاشتې په ۲۶مه په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د یوې نیمې میاشتې لپاره وځنډاوه.

ذبیح الله مجاهد: افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې په عملي ډول روانې دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۱ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې په عملي ډول روانې دي. طالبانو نږدې درې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د دغې پروژې پرانیسته کړې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې د ګازو په نل لیکه باندې یو کس په کار بوخت دی او څو تنه نور طالبان له همدې کار څخه لیدنه کوي.

ښاغلي مجاهد د یادې پروژې او ویډیو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دغه پروژه په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند د مشرانو له لوري د ترکمنستان په مرو ښار کې او وروسته ۱۳۹۶ کال کې د یادو هېوادونو د چارواکو له لوري د افغانستان په هرات ولایت کې پرانېستل شوه.

خو یاده پروژه د څووم ځل لپاره د روان کال د وږې میاشتې په ۲۱مه د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په شتون کې د ترکمنستان د «ملي رهبر قربانعلي بدي محمدوف» له لوري پرانېستل شوه.

د دغې نل لیکې په وسیله د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې د سوېلي اسیا هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او هند ته لېږدول کیږي.

د تېر حکومت پر مهال په افغانستان کې د یادې پروژې چارې د طالبانو د جګړو او بریدونو له امله ځنډول شوې وې.

ایران د یو افغان په ګډون درې تنه په دار ځړولي دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۷ GMT+۰

د ایران د بشری حقوقو سازمان ویلي، چې د ایران حکومت د دغه هیواد په یزد زندان کې د یو ۱۸ کلن افغان په ګډون درې تنه د «قتل او نشه‌يي توکو د چاقاق»په تور اعدام کړي. د دغه سازمان د راپور له مخې دغه افغان ځوان د جرم د ترسره کولو پر مهال قانوني عمر ته نه و رسېدلی.

د ایران بشري حقونو سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوه بلوڅان او یو افغان وګړی د تېرې پنجشنبې په ورځ د یزد په زندان کې اعدام شوي.

د دغه افغان ځوان هویت «اسمعیل بارکزي» یاد شوی، چې ویل کیږي د جرم د ترسره کولو پر مهال یې عمر شاوخوا ۱۷ کاله و. د دغې خبرپاڼې له مخې، اسماعیل اصلي د فراه ولایت اوسېدونکو و.

په خبرپاڼه کې راغلي: «اسماعیل تېر کال د یزد ولایت د میبد ښار په خرمشهر سړک کې له یوه میبدي ځوان سره په جګړه کې هغه په چاقو وژلی و او د محکمې له خوا په اعدام محکوم شو.»

تر اوسه پورې د ایران حکومت چارواکو د دغه حکم د عملي کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په ایران کې د هغو بندیانو شمېر چې د «مخدره توکو قاچاق» په تورونو اعدام شوي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه او هر کال زیات شوی دی.

د ۲۰۲۲ پرتله، چې هغه مهال ۲۵۶ کسان د مخدره توکو په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کې ۸۴ سلنه زیاتوالی په کې راغلی او دغه شمېر ۴۷۱ ته لوړ شوی دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران یوازې په اکتوبر میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام کړي.

پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې.

طالبانو په خوست کې یوه ښځه او څلور نارینه د «نامشروع اړیکو او لواطت» په تور په دورو وهلي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۲۱ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره ورځ یې خوست کې یوه ښځه او څلور نارینه د «نامشروع اړیکو او لواطت» په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې له لوري د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۱مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې تېره ورځ د خوست ولایت د ابتدایه محکمې له لوري یوه ښځه او یو نارینه د «نامشروع اړیکو» په تور او درې کسانو ته د «لواطت» په تور په عام محضر کې تعزیرې سزا ورکړل شوه.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دوو تورنو ته یې له ۱۲ څخه تر ۱۸ میاشتو د تنفیذي بند سزا ورکولو تر څنګ هر یو ۳۹ـ۳۹ دوري وهلی.

او همدارنګه درې تورنو کسانو ته هره یوه ته څلور کاله د بند سزا ورکولو تر څنګ یې ۳۹ـ۳۹ دورې وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د یادو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ویلي یې دي چې یادو کسانو ته د سزا ورکولو د لیدو لپاره د یاد ولایت د طالب چارواکو تر څنګ ګڼ شمېر عامو خلک هم ورغلي وو.

د طالبانو له لوري خلکو ته د بدني سزاګانو ورکول تل له سخت نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

خو طالبان سره له دې چې په عام محضر کې خلکو ته د بدني سزا ورکولو بهیر نه دی درولی بلکې وايي، چې په دې کار سره “اسلامي شریعت “پلی کوي.

د بښنې نړیوال سازمان: افغان ښځې او نجونې د زده کړو د بندیز ترڅنګ له ډېرو ننګونو سره مخ دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۴ GMT+۰

د بنښنې نړۍوال سازمان وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د زده کړو د مخنیوی او د غږ د ممنوعیت په څېر بې شمېره ننګونې شته چې افغانې ښځې او نجونې یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا څانګې د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۱مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغان ښځې او نجونې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له ګڼو تاوتریخوالیو او زور زیاتیو سره مخ دي او باید ملاتړ یې وشي.

د بښنې نړۍوال سازمان پر یوه انلاین غوښتنلیک د لاسلیک کولو غوښتنه هم کړې.

دغه سازمان وايي، له دغو لاسلیکونو راټولو څخه یې موخه داده، څو نړۍواله ټولنه اړه شي، چې د خبرو او پیغامونو پرځای عملي اقدامات وکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان لیکلي «چوپتیا مات کړئ په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوئ.»

یاده سازمان زیاده کړي: «د طالبانو له واکمنۍ درې کاله تېرېږي، هېواد د بشري حقونو د نه څارلو او نه ختمېدو، د جنسي تېري، شکنجې، خپلسري نیونو او سانسور د سرغړونو مرکز دی. خو د نړۍ غبرګون او مسوولیت اخیستنه صفر ده.»

څو ورځې وړاندې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم ویلي، چې په افغانستان کې جنسیتي تاوتریخوالي ژورې رېښې لري.

نوموړي ویلي: «په افغانستان کې د جنسیت په وړاندې تاوتریخوالی ژورې رېښې لري او دا د طالبانو د سیسټماټیک جنسیتي ظلم او تبعیض له امله لا پسې زیات شوی چې په دې وروستیو کې د یوه داسې قانون په نوم چې امربالمعروف یادیږي رسمیت پیدا کړي. دغه محدودیتونه د ښځو او نجونو د ژوند نږدې ټول اړخونه کنټرولوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت ځینو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونو قضیه د شرایطو خرابیدو او د افغان ښځو او نجونو بحراني وضیعت په اړه نړیوالې جزایي محکمې ته وړاندې کړه.