• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملک سلمان مرکز په افغانستان کې له پولیو سره د مبارزې لپاره درې میلیونه ډالره مرسته کوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۴۸ GMT+۰

د سعودي پاچا ملک سلمان د بشري مرستو مرکز په افغانستان کې د پولیو پر ضد د مبارزې لپاره د درې میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده. د دې مالي مرستې تړون د یکشنبې په ورځ په ریاض کې د اسلامي پراختیايي بانک او د ملک سلمان د مرستو مرکز ترمنځ لاسلیک شو.

د سعودي عربستان خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغه تړون موخه په نړۍ کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نړۍوالو هڅو ملاتړ او ونډه ورکول دي.

د هوکړه لیک په جزیاتو کې راغلي چې افغانستان به د پولیو د له منځه وړلو لپاره د اسلامي پراختیايي بانک له لارې تمویلیږي. د پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز به د درېیو کلونو لپاره په کال کې یو ملیون ډالر او د بیل او میلنډا ګیټس خیریه بنسټ به ۱۵ میلیون ډالر ورکوي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو وایرس له امله په کې ماشومان مړه کیږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په لړم میاشت کې ویلي وو چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۷۱ پېښې ثبت شوې دي.

د دغه سازمان په وینا په افغانستان کې د پولیو ۲۳ پېښې ثبت شوې دي.

ناامني، ناسم دودونه او د واکسین کولو د مخنیوي لپاره د وسله والو ډلو بریدونه هغه لاملونه بلل شوي چې په افغانستان او پاکستان کې یې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو مخه نیولې ده.

د طالبانو ادارې د روان کال دوږي میاشتې په ۲۶مه په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د یوې نیمې میاشتې لپاره وځنډاوه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ذبیح الله مجاهد: افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې په عملي ډول روانې دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۱ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې په عملي ډول روانې دي. طالبانو نږدې درې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د دغې پروژې پرانیسته کړې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې د ګازو په نل لیکه باندې یو کس په کار بوخت دی او څو تنه نور طالبان له همدې کار څخه لیدنه کوي.

ښاغلي مجاهد د یادې پروژې او ویډیو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دغه پروژه په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند د مشرانو له لوري د ترکمنستان په مرو ښار کې او وروسته ۱۳۹۶ کال کې د یادو هېوادونو د چارواکو له لوري د افغانستان په هرات ولایت کې پرانېستل شوه.

خو یاده پروژه د څووم ځل لپاره د روان کال د وږې میاشتې په ۲۱مه د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په شتون کې د ترکمنستان د «ملي رهبر قربانعلي بدي محمدوف» له لوري پرانېستل شوه.

د دغې نل لیکې په وسیله د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې د سوېلي اسیا هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او هند ته لېږدول کیږي.

د تېر حکومت پر مهال په افغانستان کې د یادې پروژې چارې د طالبانو د جګړو او بریدونو له امله ځنډول شوې وې.

ایران د یو افغان په ګډون درې تنه په دار ځړولي دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۷ GMT+۰

د ایران د بشری حقوقو سازمان ویلي، چې د ایران حکومت د دغه هیواد په یزد زندان کې د یو ۱۸ کلن افغان په ګډون درې تنه د «قتل او نشه‌يي توکو د چاقاق»په تور اعدام کړي. د دغه سازمان د راپور له مخې دغه افغان ځوان د جرم د ترسره کولو پر مهال قانوني عمر ته نه و رسېدلی.

د ایران بشري حقونو سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوه بلوڅان او یو افغان وګړی د تېرې پنجشنبې په ورځ د یزد په زندان کې اعدام شوي.

د دغه افغان ځوان هویت «اسمعیل بارکزي» یاد شوی، چې ویل کیږي د جرم د ترسره کولو پر مهال یې عمر شاوخوا ۱۷ کاله و. د دغې خبرپاڼې له مخې، اسماعیل اصلي د فراه ولایت اوسېدونکو و.

په خبرپاڼه کې راغلي: «اسماعیل تېر کال د یزد ولایت د میبد ښار په خرمشهر سړک کې له یوه میبدي ځوان سره په جګړه کې هغه په چاقو وژلی و او د محکمې له خوا په اعدام محکوم شو.»

تر اوسه پورې د ایران حکومت چارواکو د دغه حکم د عملي کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په ایران کې د هغو بندیانو شمېر چې د «مخدره توکو قاچاق» په تورونو اعدام شوي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه او هر کال زیات شوی دی.

د ۲۰۲۲ پرتله، چې هغه مهال ۲۵۶ کسان د مخدره توکو په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کې ۸۴ سلنه زیاتوالی په کې راغلی او دغه شمېر ۴۷۱ ته لوړ شوی دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران یوازې په اکتوبر میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام کړي.

پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې.

طالبانو په خوست کې یوه ښځه او څلور نارینه د «نامشروع اړیکو او لواطت» په تور په دورو وهلي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۲۱ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره ورځ یې خوست کې یوه ښځه او څلور نارینه د «نامشروع اړیکو او لواطت» په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې له لوري د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۱مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې تېره ورځ د خوست ولایت د ابتدایه محکمې له لوري یوه ښځه او یو نارینه د «نامشروع اړیکو» په تور او درې کسانو ته د «لواطت» په تور په عام محضر کې تعزیرې سزا ورکړل شوه.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دوو تورنو ته یې له ۱۲ څخه تر ۱۸ میاشتو د تنفیذي بند سزا ورکولو تر څنګ هر یو ۳۹ـ۳۹ دوري وهلی.

او همدارنګه درې تورنو کسانو ته هره یوه ته څلور کاله د بند سزا ورکولو تر څنګ یې ۳۹ـ۳۹ دورې وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د یادو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ویلي یې دي چې یادو کسانو ته د سزا ورکولو د لیدو لپاره د یاد ولایت د طالب چارواکو تر څنګ ګڼ شمېر عامو خلک هم ورغلي وو.

د طالبانو له لوري خلکو ته د بدني سزاګانو ورکول تل له سخت نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

خو طالبان سره له دې چې په عام محضر کې خلکو ته د بدني سزا ورکولو بهیر نه دی درولی بلکې وايي، چې په دې کار سره “اسلامي شریعت “پلی کوي.

د بښنې نړیوال سازمان: افغان ښځې او نجونې د زده کړو د بندیز ترڅنګ له ډېرو ننګونو سره مخ دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۴ GMT+۰

د بنښنې نړۍوال سازمان وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د زده کړو د مخنیوی او د غږ د ممنوعیت په څېر بې شمېره ننګونې شته چې افغانې ښځې او نجونې یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا څانګې د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۱مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغان ښځې او نجونې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له ګڼو تاوتریخوالیو او زور زیاتیو سره مخ دي او باید ملاتړ یې وشي.

د بښنې نړۍوال سازمان پر یوه انلاین غوښتنلیک د لاسلیک کولو غوښتنه هم کړې.

دغه سازمان وايي، له دغو لاسلیکونو راټولو څخه یې موخه داده، څو نړۍواله ټولنه اړه شي، چې د خبرو او پیغامونو پرځای عملي اقدامات وکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان لیکلي «چوپتیا مات کړئ په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوئ.»

یاده سازمان زیاده کړي: «د طالبانو له واکمنۍ درې کاله تېرېږي، هېواد د بشري حقونو د نه څارلو او نه ختمېدو، د جنسي تېري، شکنجې، خپلسري نیونو او سانسور د سرغړونو مرکز دی. خو د نړۍ غبرګون او مسوولیت اخیستنه صفر ده.»

څو ورځې وړاندې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم ویلي، چې په افغانستان کې جنسیتي تاوتریخوالي ژورې رېښې لري.

نوموړي ویلي: «په افغانستان کې د جنسیت په وړاندې تاوتریخوالی ژورې رېښې لري او دا د طالبانو د سیسټماټیک جنسیتي ظلم او تبعیض له امله لا پسې زیات شوی چې په دې وروستیو کې د یوه داسې قانون په نوم چې امربالمعروف یادیږي رسمیت پیدا کړي. دغه محدودیتونه د ښځو او نجونو د ژوند نږدې ټول اړخونه کنټرولوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت ځینو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونو قضیه د شرایطو خرابیدو او د افغان ښځو او نجونو بحراني وضیعت په اړه نړیوالې جزایي محکمې ته وړاندې کړه.

طالبانو سږ کال په افغانستان کې د ايډز ۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړې دي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت ویاند له ایډز سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، چې سږ کال يې په ټول افغانستان کې د ایډز ۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړې دي. شرافت زمان امرخېل زياتوي، چې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره یې په ښارونو او ولسواليو کې د درملنې او تشخیص مرکزونه جوړ کړي.

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل د یکشنبې په ورځ د ایډز ناروغيو اړوند په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، چې د تېرو کلونو پر تله سږ کال د دوی د هڅو له کبله د ایډز ناروغۍ پېښې کمې شوې دي.

نوموړي ویلي، چې په ټول افغانستان کې يې اته د درملنې او ۶۱ د ایډز د تشخيص مرکزونه جوړ کړي دي.

د زمان په خبره، په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د ایډز د پېښو شمېر خورا لوړ و.

هغه په افغانستان کې د سږ کال ایډز د پېښو اړوند زياتوي: « سږ کال له موږ سره د ایډز ۲۰۰ مثبت واقعات ثبت دي.»

نوموړی وايي هڅه کوي، چې تر تداوی لاندې ۱۴۰۰ ناروغانو ته پاملرنه زياته کړي او د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره لرې پرتو سيمو ته د عامه پوهاوي غږ ورسوي.

د طالبانو عامې روغتيا وزارت ایډز یوه ساري ناروغي یادوي او وایي که څوک په دې برخه کې ځان ته پاملرنه ونه کړی په اسانۍ پرې اخته کېدلی او انتقاليدلی شي.

له دې وړاندي د روغتيا نړيوال سازمان هم په ټوله نړۍ کې د دې ناروغۍ اړوند خپلې اندېښنې شريکې کړې.

دغه سازمان د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې په دې برخه کې مرستې او پاملرنه زياته کړي څو دغه ناروغي صفر شي.

ملګرو ملتونو تېر کال په یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۴۰مېلیونه کسانود اېچ ای وي په ویروس اخته شوي وو او له ۹ مېلیونو د ډېرو کسانو هېڅ درملنه نه ده شوې.