• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړیوال سازمان: افغان ښځې او نجونې د زده کړو د بندیز ترڅنګ له ډېرو ننګونو سره مخ دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۵ GMT+۰

د بنښنې نړۍوال سازمان وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د زده کړو د مخنیوی او د غږ د ممنوعیت په څېر بې شمېره ننګونې شته چې افغانې ښځې او نجونې یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا څانګې د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۱مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغان ښځې او نجونې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له ګڼو تاوتریخوالیو او زور زیاتیو سره مخ دي او باید ملاتړ یې وشي.

د بښنې نړۍوال سازمان پر یوه انلاین غوښتنلیک د لاسلیک کولو غوښتنه هم کړې.

دغه سازمان وايي، له دغو لاسلیکونو راټولو څخه یې موخه داده، څو نړۍواله ټولنه اړه شي، چې د خبرو او پیغامونو پرځای عملي اقدامات وکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان لیکلي «چوپتیا مات کړئ په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوئ.»

یاده سازمان زیاده کړي: «د طالبانو له واکمنۍ درې کاله تېرېږي، هېواد د بشري حقونو د نه څارلو او نه ختمېدو، د جنسي تېري، شکنجې، خپلسري نیونو او سانسور د سرغړونو مرکز دی. خو د نړۍ غبرګون او مسوولیت اخیستنه صفر ده.»

څو ورځې وړاندې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم ویلي، چې په افغانستان کې جنسیتي تاوتریخوالي ژورې رېښې لري.

نوموړي ویلي: «په افغانستان کې د جنسیت په وړاندې تاوتریخوالی ژورې رېښې لري او دا د طالبانو د سیسټماټیک جنسیتي ظلم او تبعیض له امله لا پسې زیات شوی چې په دې وروستیو کې د یوه داسې قانون په نوم چې امربالمعروف یادیږي رسمیت پیدا کړي. دغه محدودیتونه د ښځو او نجونو د ژوند نږدې ټول اړخونه کنټرولوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت ځینو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونو قضیه د شرایطو خرابیدو او د افغان ښځو او نجونو بحراني وضیعت په اړه نړیوالې جزایي محکمې ته وړاندې کړه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو سږ کال په افغانستان کې د ايډز ۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړې دي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت ویاند له ایډز سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، چې سږ کال يې په ټول افغانستان کې د ایډز ۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړې دي. شرافت زمان امرخېل زياتوي، چې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره یې په ښارونو او ولسواليو کې د درملنې او تشخیص مرکزونه جوړ کړي.

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل د یکشنبې په ورځ د ایډز ناروغيو اړوند په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، چې د تېرو کلونو پر تله سږ کال د دوی د هڅو له کبله د ایډز ناروغۍ پېښې کمې شوې دي.

نوموړي ویلي، چې په ټول افغانستان کې يې اته د درملنې او ۶۱ د ایډز د تشخيص مرکزونه جوړ کړي دي.

د زمان په خبره، په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د ایډز د پېښو شمېر خورا لوړ و.

هغه په افغانستان کې د سږ کال ایډز د پېښو اړوند زياتوي: « سږ کال له موږ سره د ایډز ۲۰۰ مثبت واقعات ثبت دي.»

نوموړی وايي هڅه کوي، چې تر تداوی لاندې ۱۴۰۰ ناروغانو ته پاملرنه زياته کړي او د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره لرې پرتو سيمو ته د عامه پوهاوي غږ ورسوي.

د طالبانو عامې روغتيا وزارت ایډز یوه ساري ناروغي یادوي او وایي که څوک په دې برخه کې ځان ته پاملرنه ونه کړی په اسانۍ پرې اخته کېدلی او انتقاليدلی شي.

له دې وړاندي د روغتيا نړيوال سازمان هم په ټوله نړۍ کې د دې ناروغۍ اړوند خپلې اندېښنې شريکې کړې.

دغه سازمان د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې په دې برخه کې مرستې او پاملرنه زياته کړي څو دغه ناروغي صفر شي.

ملګرو ملتونو تېر کال په یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۴۰مېلیونه کسانود اېچ ای وي په ویروس اخته شوي وو او له ۹ مېلیونو د ډېرو کسانو هېڅ درملنه نه ده شوې.

طالبانو غوښتنه کړې چې په نورو نړیوالو اقلیمي خبرو اترو کې هم برخه واخلي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع الحق خالص ویلي چې دوی باید د اقلیم په اړه په راتلونکو نړیوالو خبرو کې برخه واخلي. د ۲۰۲۱ کال په زمري میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د اذربایجان غونډه لومړنی مجلس و، چې ددې ډلې استازي ور وبلل شول.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع الحق خالص نن د یکشنبې « د لیندۍ۱۱مه» په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې افغانستان باید په راتلونکي کې هم د اذربایجان په څېر د اقلیم په تړاو کنفرانسونو کې ګډون وکړي.

دغه طالب چارواکي د اقلم بدلون په وروستی غونډه کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی و او دا یې د خپلې ډلې "لویه لاسته راوړنه" وبلله.

د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع الحق خالص وویل:د "موږ سږ کال په کنفرانس کې برخه اخستې وه، تڅو وکولای شو د ولس غږ پورته کړو، د هغو ستونزو په اړه چې موږ ورسره مخ یو، د خلکو اړتیاوې څه دي، موږ باید دا شیان له نړۍ سره شریک کړو."

خالص وویل چې افغان پلاوي د روسیې، قطر، اذربایجان او بنګله دېش د استازو په ګډون د ۱۹ بېلابېلو سازمانونو او حکومتونو له استازو سره لیده کاته کړي دي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رییس په دې وروستیو کې د یوه پلاوي په مشرۍ د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په ناسته کې د ګډون لپاره باکو ته تللی و.

د فوربز مجلې په مطلب کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، راغلي چې د طالبانو د پلاوي ټول تمرکز په دې ناسته کې له ملګرو ملتونو څخه د نویو او پرمختللو وسایلو تر لاسه کول و.

په مطلب کې دا هم راغلي، چې د افغانستان لپاره د زرغون اقلیم له صندوق څخه یو شمېر پروژې یو ځل بیا افغانستان ته په واک کې ورکول کیږي.

مجیب ځدراڼ د زمبابوې پر وړاندې افغان لوبډله کې لوبیږي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۲ GMT+۰

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې افغان پياوړی ورو توپ اچوونکی مجیب الرحمان به د زمبابوې پر وړاندې يو ورځنیو او شل اوره لوبلړيو کې له افغان لوبډلې سره ملتیا کوي. مجیب الرحمان لهاوږدې مودې راهيسي د لاس د ټپ له کبله له افغان لوبډلې سره په لوبو کې نه و.

افغانستان کرکټ بورډ د یکشنبې په ورځ د زمبامبوې پر وړاندې د يو ورځنيو او شل اوره لوبلړيو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

کرکټ بورډ ويلي، چې په دې نوملړ کې يې د لومړي ځل لپاره تکړه افغان کیڼ لاسي پيليز توپ وهونکي زبید اکبري او په شل اوره لوبو کې يې دروېش رسولي هم شامل کړي دي.

د افغان لوبډلې پياوړی پيليز توپ وهونکی ابراهيم ځدراڼ، چې څه موده وړاندې د ښنګري ټپ له کبله يې عمليات کړی، لا هم تر درملنې لاندې دی او په دې سياليو کې به له افغان لوبډلې سره نه وي.

د افغانستان کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې، د افغانستان او زمباموې ترمنځ دغه سيالۍ به د زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې د ډسمبر مياشتې پر ۱۱ مه نېټه پيل شي او د ۲۰۲۵ کال د جنوري مياشتې تر شپږمې نېټې به دوام وکړي.

د زمبابوې پر وړاندې په شل اوره لوبو کې په افغان لوبډله کې راشدخان لوبډلمشر، رحمان الله ګوربز او محمد اسحاق ويکټ ساتونکي، صديق الله اتل، حضرت الله ځاځی، محمد نبي، دروېش رسولي، زبید اکبري، ګلبدين نایب، کريم جنت، ننګيال خروټی، مجیب الرحمان، نوراحمد، فضل الحق فاروقي، فريد احمد ملک، نوین الحق او عظمت الله عمرزی شامل دي.

د افغان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د يو ورځنيو سياليو لپاره د افغان لوبډلې لپاره حشمت الله شهيدي لوبډلمشر، رحمت شاه رزمتی مرستيال لوبډلمشر، رحمان الله ګوربز او اکرام علي خېل ويکټ ساتونکي، عبدالمالک، صديق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمدنبي، ګلبدين نايب، راشدخان، ننګيال خروټی، الله محمد غضنفر، مجیب الرحمان، فضل الحق فاروقي، نويد ځدراڼ، بلال سمېع او فرید احمد ملک غوره کړي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ زياتوي، چې د دغو سيالیو د مهالوېش له مخې به شل اوره لوبې د ډسمبر میاشتې پر ۱۱مه، ۱۳مه او ۱۴مه نېټه او درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ به د همدې میاشتې پر ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه او لومړۍ ټېسټ لوبه د ډسمبر له ۲۶مې تر ۳۰مې او دویمه ټېسټ لوبه د جنوري له دویمې تر شپږمې نېټې پورې ترسره شي.

طالب پلاوی له بیرغ پرته ازبکستاني چارواکو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۹ GMT+۰

د طالبانو ارګ وايي، چې د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارفوف د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره لیدلي دي، خو دا ناسته له بیرغ پرته ترسره شوې. حنفي ویلي، چې د سفر اصلي موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او پراختيا او د ګډو ګټو لاسته راوړل دي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ نن یکشنبه «د لیندۍ ۱۱مه» په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عبدالسلام حنفي او عبدالله عارفوف ترمنځ کتنه کې د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او همداراز سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.

ددې ناستې په خپرو شویو انځورونو کې د افغانستان ملي بیرغ یا د طالبانو بیرغ نه ښکاري.

طالبانو د ازبکستان د لومړي وزیر په حواله لیکلي چې هغه په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کانونو د استخراج او سوداګریزو توکو د ټرانزیټ په برخو کې د خپل هېواد لېوالتیا ښودلې ده.

د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارفوف د طالبانو له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې د افغان-ټرانس لویې پروژې عملي کېدل به د افغانستان په ګډون ټولو دخیلو هېوادونو ته ډېرې ګټې ورسوي.

ارګ د طالبانو د پلاوي د مشر او د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له قوله لیکلي چې د داوړو هېوادونو تر منځ سوداګریري ښه شوې ده.

حنفي دغه راز د ازبکستان د مسلمانانو ادارې رییس او لوی مفتي شیخ نور الدین خالق نظر سره هم کتلي دي. حنفي په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نویو همکاریو د رامنځته کېدو هیله ښودلې ده.

په تيرو درېو کلونو کې د ازبکستان پلاويو څو ځله کابل ته سفرونه کړي دي.

د تلې پر ۲۰مه، د ازبکستاني پلاوي له سفر وروسته طالبانو اعلان وکړ، چې د فاریاب په میدان کې د طوطي ګازو د استخراج قرارداد یې یوه ازبکستاني شرکت ته ورکړی دی.

طالبانو ویلي چې دغه شرکت به په لس کلن تړون کې په افغانستان کې د ګازو د استخراج په برخه کې شاوخوا یو میلیارد ډالره پانګونه وکړي.

افغان ۱۹ کلنو له سرېلانکا ماته وخوړه

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې نن یکشنبه د کرکټ اسیايي شورا اړوند اسیا جام سیالیو کې خپله دويمه لوبه کې له سريلانکا د ۱۳۱ منډو په توپير ماته وخوړه. افغان لوبډلې د سريلانکا ۲۴۴ منډې هدف پوره نه کړ او يوازې يې ۱۱۲ منډې جوړې کړې.

د ۱۹ کلنو اسیا جام سیاليو د شپږمي لوبې پچه سريلانکا لوبډلې وګټله او لومړۍ يې توپوهنه غوره کړه.

سریلانکا لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته ۲۴۴ منډې هدف وټاکه.

سريلانکايي توپ وهونکي شاروجان شانموګاناتن په ۱۳۲ توپونو ۱۰۲ منډې جوړې کړې.

د افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په توپ اچونه کې الله محمد غضنفر درې سريلانکایي لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په دويمه پاڼۍ کې ټول افغان لوبغاړي په ۲۸.۲ اور کې وسوځېدل او يوازې يې ۱۱۲ منډې جوړي کړې.

د ۱۹ کلنو اسیا جام سیاليو کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه هم د ۴۵ منډو په توپیر پر بنګله دېش بايللې وه.

د دې سياليو په بي ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګله دېش او نيپال لوبډلې یو تربله لوبيږي.

افغانستان به خپله درېيمه لوبه د سې شنبې په ورځ له نيپال لوبډلې سره تر سره کړي.