• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ۱۹ کلنو له سرېلانکا ماته وخوړه

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې نن یکشنبه د کرکټ اسیايي شورا اړوند اسیا جام سیالیو کې خپله دويمه لوبه کې له سريلانکا د ۱۳۱ منډو په توپير ماته وخوړه. افغان لوبډلې د سريلانکا ۲۴۴ منډې هدف پوره نه کړ او يوازې يې ۱۱۲ منډې جوړې کړې.

د ۱۹ کلنو اسیا جام سیاليو د شپږمي لوبې پچه سريلانکا لوبډلې وګټله او لومړۍ يې توپوهنه غوره کړه.

سریلانکا لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته ۲۴۴ منډې هدف وټاکه.

سريلانکايي توپ وهونکي شاروجان شانموګاناتن په ۱۳۲ توپونو ۱۰۲ منډې جوړې کړې.

د افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په توپ اچونه کې الله محمد غضنفر درې سريلانکایي لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په دويمه پاڼۍ کې ټول افغان لوبغاړي په ۲۸.۲ اور کې وسوځېدل او يوازې يې ۱۱۲ منډې جوړي کړې.

د ۱۹ کلنو اسیا جام سیاليو کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه هم د ۴۵ منډو په توپیر پر بنګله دېش بايللې وه.

د دې سياليو په بي ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګله دېش او نيپال لوبډلې یو تربله لوبيږي.

افغانستان به خپله درېيمه لوبه د سې شنبې په ورځ له نيپال لوبډلې سره تر سره کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په لوګر کې د افغانستان او چين ګډ بازار جوړيږي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۳ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس ويلي، چې چين غواړي په لوګر کې د دواړو هېوادونو لپاره ګډ سوداګريز بازار او د ځوانانو لپاره د مسلکي زده کړو مرکز جوړ کړي. طالبانو ويلي، چې په دغه بازار کې به سلګونو افغان او چينايي کاریګرو ته د کار زمينه برابره شي.

باختر اژانس د یکشنبې په ورځ د لوګر د والي ضیاءالرحمان مدني او د چين ایم سي سي شرکت د مرستیال د ليدنې خبر ورکړی.

طالبانو ویلي، چې د یاد بازار د جوړېدو پلان له دوی سره شریک شوی، چې ژر به پلی شي.

د افغانستان او چين ګډ دغه بازار د لوګر د محمداغې ولسوالۍ عینک کان ته پر غځېدلي سړک جوړيږي.

د لوګر طالب چارواکو په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

د چينایي شرکت مرستیال لیو ویلي، چې دوی د لوګر د مس عینک کان د استخراج د پیل لپاره په جدي توګه هڅې کوي.

د لوګر مس عینک کان قرادادي شرکتونو نن د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت سره هم یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د اتو مياشتو په موده کې د «امکان سنجي، جيوفزيک او جيو تخنيک مطالعات» سرته رسوي.

د طالبانو دغه وزارت پر همدې چينايي قراردادي شرکت ټينګار کړی، چې په مسک عینک کان کې خپلې چارې ژر پيل کړي.

پیښور کې د طالبانو کونسل د ویزو فارمونو د خرڅلاو لپاره له کونسلګرۍ بهر دفتر پرانیستی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۰

په پيښور کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د کونسلګرۍ ډېپلوماتیکو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو له خوا ټاکل شوی کونسل جنرال حافظ محب الله د افغانستان د ویزو د فارمونو د خرڅلاو لپاره دفتر پرانیستی دی.

په پيښور کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ کې ځینو سرچېنو نن یکشنبه « د لیندۍ ۱۱مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې کونسل جنرال حافظ محب الله د افغانستان د انلاین ویزو د فارمونو د خرڅلاو دفتر کې هم خپلوان کښېنولي دي.

د سرچینو په وینا، دغه دفتر چې د پيښور صدر ډینز پلازا کې موقعیت لري، د افغانستان د ویزو یو فارم له زرو تر درې زره کلدارو پورې پلوري.

دوی زیاتوی چې په پيښور کې د طالبانو کونسلګرۍ یوازې ددغه دفتر فارمونه مني او چې څوک خپله په انلاین ډول فارم ډکوي هغوی ته وېزې نه صادریږي او ردیږي.

یو ځايي ډېپلوماټ وايي:« مونږ جهاد ددې غلا لپاره نه دی کړی خو اوس دلته خپله زمونږ پر سر چې مشر دی هغه فساد شروع کړی او د ویزو فارمونو ته یې دوکان جوړ کړی دی او هر اسناد چې څوک وغواړي دوی[یې] ورته د رشوت په بدل کې جوړوي.»

100%

په پیښور کې د طالبانو د کونسل فساد د ویزو د انلاین فارمونو په خرڅلاو پورې محدود نه دی بلکې بېلابیل سندونه چې د کونسلګرۍ له خوا صادریږي، د بډو په بدل کې ورکول کېږي.

سرچېنو وویل چې په پیښور کې د طالبانو کونسل حافظ محب الله له خوا پرانیستل شوی دفتر د فساد مرکز کرځیدلی دی.

دوی زیاتوي چې دغه دفتر ته له ویزو او پاسپورټونو جوړولو نیولې د تعلیمي اسنادو تر تایید پورې هم خلک مراجعه کوي.

سرچینه وايي، هغه مراجعان چې په مستقیم ډول کونسلګرۍ ته مراجعه کوي د هغوي کارونه د کونسل حافظ محب الله له خوا په لوی لاس ځنډول کېږي، څو مجبور شي دده له خوا جوړ شوي د تماس دفتر ته ورشي او هغوي بیا د بډو په بدل کې ورته کارونه خلاص کړي.

سرچینو له افغانستان انټرنشنل سره ویزو د دغه دفتر د لوحو انځورونه هم شریک کړي دي.

د پښتونخوا په پيښور کې د افغانستان کونسلګرۍ ځینې مراجعانو هم افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو تر واک لاندې د افغان کونسلګرۍ د ویزو فارمونه د کونسلګرۍ پرځای په پيښور صدر ډینز پلازا کې له یوه دفتر څخه ترلاسه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه ددغه دفتر د پرانیستو په اړه په رسمي ډول څه نه د ویلي.

له دې وړاندې هم د طالب چارواکو اړوند د فساد راپورونه ورکړل شوي خو دغه ډله د خپلو غړو پر فساد او غیر قانوني کړنو ډېر وخت پرده اچوي.

د جرمني ښی لاسی ګوند د «افغان او سوریايي مجرمانو» شړل غواړي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۸ GMT+۰

د جرمني د بدیل ګوند (اې اېف ډې) د هامبورګ پارلماني ډلې رییس ډېرک نوکمن وايي، په سختو جرمونو کې ښکیلو افغان او سوریايي ځوانانو د خوندیتوب حق له لاسه ورکړی او باید زر تر زره له جرمني وشړل شي.

نوموړي دا څرګندونې بیلډ ورځپاڼې ته د یوه «مجرم» افغان د استوګنې مودې له غځېدو وروسته کړې دي.

۶۶ کلن ډېرک نوکمن وویل، « هغه ځوان کډوال، چې د افغانستان او سوریې اوسېدونکي دي او په سختو جرمونو کې ښکېل دي، د خوندیتوب هر ډول حق یې له لاسه ورکړی او باید ژر تر ژره وشړل شي».

د بیلډ د رپوټ له مخې، ۱۹ کلن امیر پرله پسې جرمونه کړي او د یوې جرمي ډلې مشري کوي. د ورځپاڼې په باور، «د دې ډلې غړي، چې افغانان، سوریایان او ایرانیان دي، ټوله سیمه ترهوي، لویې غلاوې کوي، نشه یي توکي پلوري، او وسلې لري».

یاده ورځپاڼه وايي، چې « امیر او د هغه ډله ډېری خپلې مجرمانه کړنې د هامبورګ په مشهور بولوارډ، جونګفرن‌سټیګ کې ترسره کوي». ورځپاڼې ددې مجرمانه کړنو بېلګې نه دي ور کړې.

د هامبورګ چارواکو تازه امیر ته د استوګنې لنډمهالی سند یا «فکشنس‌بېشاینګونګ» تمدید کړی، چې هغه ته په جرمني کې د شپږو نورو میاشتو لپاره د پاتې کېدو اجازه ورکوي.

په رسمي توګه، د هامبورګ چارواکي وایي، چې د یوې جزایي محاکمې پایلې ته منتظر دي. که نوموړی په دې قضیه کې، چې ډېر امکان شته د وسله‌والې غلا په اړه وي، مجرم وپېژندل شي، ممکن د نوموړي لپاره حالت سخت شي.

دغه افغان له ۲۰۲۲ کال راهیسې، د«اوباخت پروسیجر»تر څار لاندې دی، چې په هغه کې پولیس تر ۲۱ کلنۍ لاندې خطرناک مجرمان څاري. په اپرېل کې، د ځانګړي ځواک ډلې یا اېس اي کې د هغه پر استوګنځي چاپه ووهله. د بېلډ په وینا، پلټونکو د ډلې له څو غړو نشه یي توکي، وسلې او نغدې پیسې ترلاسه کړې، قاضي یاد افغان زندان ته واستاوه، خو هغه اوس بېرته خوشی شوی او لا هم په جرمني کې زغمل کېږي.

نوکمن تېره اونۍ هم وویل چې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې، د۷۶۶ پلان شویو اخراج دوسیو څخه ۲۳۱ عملي نه شوې، چې د ده په باور، د اوسنیو قوانینو په تطبیق کې جدي نیمګړتیاوې ښکاره کوي.

نوموړي د مجرمو کسانو د شړلو د بهیر د ناکامۍ لاملونه د فرد نه موندل، مقاومت او نور یاد کړي. دغه رازد هامبورګ مشرانو جرګه وايي، چې په ځینو مواردو کې پیلوټانو او هوايي کرښو د کس له وړلو انکار کړی او یاهم په نښه شوي کسان د نیولو پرمهال تښتېدلي دي.

د طالبانو چاپېریال ساتنې اداره: د افغانستان ۱۸۱ کیلومتره مربع طبیعي یخچالونه له منځه تللي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر وايي، د اقلیم د بدلون له امله په افغانستان کې ۱۸۱ کیلومتره مربع طبیعي یخچالونه له منځه تللي. هغه وړاندې وايي، چې دا مهال په هیواد کې ۲۱ میلیونه کسان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع الحق خالص د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۱مه) د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې د ۲۰۱۵ کال د اټکلونو له مخې، افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له امله شپږم هېواد و، خو وايي اوس داسې انګېرل کیږي چې د څو کلونو په تېریدو سره یې د زیان کچه نوره هم لوړه شوې ده.

خالص د اندیښنې په څرګندولو سره وویل، چې په افغانستان کې ۲۱ میلیونه کسان پاکو اوبو ته لاسرسۍ نه لري.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې په هېواد کې د ګرمۍ د درجې د لوړېدو له امله ۱۸۱ یلومتره مربع طبیعي یخچالونه له منځه تللي دي.

د نوموړي په خبره د اقلیم بدلون له امله هر کال د کرنې سکتور ته ۲۸۰ میلونه ډالره زیان رسیږي.

هغه زیاته کړه، چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه د اقلیم د بدلون له امله د طبیعي پېښو په ځانګړي توګه د وچکالۍ له امله ۲،۵ میلیونه کسان بېځایه شوي او همدارنګه د سېلابونو له امله هر کال ۷۵۰ کسان مړه کیږي او ۳۰۰ میلیونه زیربیناوي ویجاړیږي.

نوموړي زیاته کړه: «په تېرو لسو کلو کې یو لک او څلور زره هیکټاره کرنیزې ځمکې او ۴۶ زره هیکټاره باغونه له منځه تللي دي. او همدارنګه په تېرو لسو کلو کې ۴۵ زره کورونه ویجاړ شوي او ۱۱۰ زره ډیرو کورونه زیانمن شوي دي.

ښاغلی خالص وايي، په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله ۱۴۹ ډوله حیوانات او نباتات د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي.

نوموړی وايي، د هېواد د نورو سیمو په پرتله د افغانستان سوېل لویدیځ او شمالي تر ډیره د اقلیم د بدلون له امله زیانمن شوي دي.

نوموړی له مرستندویه هېوادونو څخه غوښتنه کوي، چې له افغانستان سره دې د اقلیمي بدلون په برخه کې سیاسي چلند نه کوي.

همدارنګه ښاغلی خالص زیاتوي، چې د اقلیم د بدلون مخینې ته په کتو د نړۍوالو بیړنۍ بشري مرستې بسنه نه کوي، نړۍوال باید بنیادي مرستې وکړي.

دا هغه شمېرې دي چې تر اوسه پورې په کور دننه او بهر نړۍوالو سازمانونو نه دي تایید کړې.

روسیې د افغانانو په ګډون یو شمېر «ناقانونه» کډوال له دغه هیواده ایستلي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۴ GMT+۰

روسي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هیواد ځواکونو په پسکوف ښار کې ۱۵ تنه «ناقانونه» کډوال نیولي او ایستلي دي. د راپور له مخې دغه کډوال د افغانستان، کینیا، سریلانکا او قزاقستان وګړي دي او هڅه یې کوله چې په «ناقانونه» توګه له پولې تېر شي او اروپا ته ولاړ شي.

د روسیې د قوانینو له مخې، ایستل شوي وګړي تر راتلونکو پنځو کلونو پورې دغه هېواد ته بیا نه شي دننه کیدی.

د روسیې حکومت شمېرې ښيي چې د روان کال له پیل راهیسې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو یوازې د پسکوف له ښاره ۵۲۰ بهرني وګړي له روسیې څخه ایستلي دي.

دغه شمېرې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو پرتله نږدې درې برابره زیاتې دي.

په تېرو درېیو کلونو کې د منځنۍ اسیا یو زیات شمیر وګړو او همدارنګه افغانانو هڅه وکړه چې له روسیې څخه اروپا ته ننوځي. خو روسیې د دوی زیات شمېر ونیول او بېرته یې خپلو هېوادونو ته استولي دي.