د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پرورګرام د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۱مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د ساده ژمي په رارسېدو سره له هر څلورو کورنیو څخه یوه یې د خوړو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې دغه سازمان د یادو کسانو د ژغورنې یواځنۍ لاره ده، خو د بودجې د کموالي له امله به ډيری کورنۍ له مرستو بې برخي شي.
یاد پروګرام په خپل یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې سوړ ژمی به د هغه کورنیو ستونزې نورې هم زیاتې کړي، چې لا له وړاندې له فقر سره مخ وې.
د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل راپور کې د ځینو داسې کسانو ژوند ته هم کتنه کړې، چې له ۲۰۲۱ کال وړاندې یې نسبتا ښه عاید لرل، خو اوس د دوه وخته خوړو د پیسو پیدا کولو لپاره د کابل په واټونو کې د کار په لټه کې وخت تیروي.
یاد پروراګرام وايي: «په ۲۰۲۴ کال کې په هرو څلورو کورنیو کې درې یې پوروړي دي. او په کلیوالي سیمو کې بیا ان له پنځو څخه څلور کورنۍ پورړوي دي. په منځني ډول د یوې کورنۍ پورونه ۳۸۲۰۰ افغانۍ دي. چې ډیری کورنۍ باید د خوراکي توکو د پيرودلو لپاره پیسې پور کړي.»
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، پلان لري، چې په راتلونکو میاشتو کې د کال په خورا سخت وخت کې له شپږ میلیونه خلکو سره مرستې وکړي.
د دوی په خبره دغه مرسته به د هغو کسانو له نیمایې هم کمه وي، کوم چې مرستو ته اړتیا لري.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره، د سخت ژمي پر مهال د اړمنو د ژوندي پاتې کېدو لپاره په افغانستان کې په بیړني ډول د خپلو ټولو فعالیتونو لپاره ۶۸۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بدخشان ولایت سیمه ییز طالب چارواکو خبر ورکړ، چې د یاد ولایت په راغستان ولسوالۍ کې درې ماشومان، چې عمرونه یې څلورو، اتو او ۱۲ کلونو تر منځ وو د سختي یخنۍ له امله مړه شوي دي.