• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۱۲ GMT+۰

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر پر ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې نیوکه وکړه چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره هېڅ ډول مالي او تخنیکي مرسته نه کوي.

سهیل شاهین له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې خپلې ژمنې پوره کړي او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې له دغې ډلې سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي.

سهیل شاهین د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان له ملي راډیو ټلویزیون سره په مرکه کې د افغانستان په اړه د دوحې غونډې ته اشاره وکړه چې د ده په خبره په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې پر ملاتړ ټینګار شوی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین دغهڅرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تېره اونۍ ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ځواک جوړ کړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مرستیال وویل، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې پرانیسته غونډه جوړه شوه.

دغه کاري ډله د دوحې د درېیمې ناستې د پرېکړو پر بنسټ جوړه شوه. یوناما ویلي چې دغه کاري ځواک له طالبانو سره د همغږي اړیکو لپاره زمینه برابروي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو د فعالانو ټولنه وايي، د دې وخت رارسېدلی چې طالب مشران محاکمه شي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۲:۳۹ GMT+۰

د بشري حقونو د فعالانو ټولنه، د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د افغانستان د قضیې د راجع کولو هرکلی کوي، او ټینګار کوي چې د نړۍوالو کنوانسیونونو له خوا د طالبانو د مراعت کولو تمه «یو خیال» دی. دغه بنسټ وايي، د دې وخت دی چې د طالبانو مشران له بشري حقونو د سرغړونو په تور محاکمه شي.

دغه بنسټ وايي، د تېرو درېیو کلونو تجربو ښودلې چې له طالبانو سره د تعامل پر بنسټ چلند د خلکو دردونه او کړاوونه زیات کړي دي.

تېره اونۍ شپږو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو له حقونو د سرغړونې قضیه د جرمونو نړۍوالې محکمې ته راجع کړه. دغې محکمې د دغې دوسیې رسیدنه تایید کړه او ویې ویل چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقض په اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.

د فعالانو ټولنې همدارنګه هیله څرګنده کړه چې د دې قضیې څېړنې ژر تر ژره بشپړې شي او غوښتنه یې وکړه چې د تحقیقاتو بهیر دې د سیاسي ملحوظاتو تر اغیز لاندې نه وي.

دغه راز دغه بنسټ له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له ملاتړو هېوادونو وغوښتل چې د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د افغانستان د قضیې د راجع کولو ملاتړ وکړي او د دغې محکمې د څارنوالۍ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د حکومت ضد لاریونونو کې د افغان کډوالو ګډون رد کړ

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۵۱ GMT+۰

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د پاکستان د حکومت ضد لاریونونو کې د افغان کډوالو هر ډول ګډون او لاس لرل رد کړل.

دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په لاریونونو کې د افغانانو د ګډون په اړه د کورنیو چارو د وزیر او نورو پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ځورولو لپاره یوه بهانه کېدای شي.

تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت افغان کډوال د حکومت ضد لاریونونو کې په ګډون تورن کړي او ویلي یې و، چې لږ تر لږه ۳۷ افغان کډوال نیول شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر هم ویلي و، چې د تحریک انصاف ګوند په لاریونونو کې افغان وګړو برخه اخیستې وه. د پنجاب حکومت هم ویلي، چې په لاریونونو کې د ګډون کوونکو افغانانو هویت به په ډاګه کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د ډسمبر له ۳۱مې (د جدي ۱۱مې) وروسته افغان وګړو ته له رسمي اجازې پرته په اسلام اباد کې د اوسېدو اجازه نه ورکول کېږي.

د طالبانو سفارت د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۰مه) په یوې خبرپاڼه کې دغه تورونه بې اساسه بللي او اندېښنه یې ښودلې چې دا ډول څرګندونې به افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا د ځورونې او ناعادلانه چلند له خطر سره مخ کړي.

د طالبانو د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي: "په پاکستان کې مېشت افغان کډوال هېڅکله په سیاسي فعالیتونو او جرمونو کې لاس نه دی لرلی. دوی تل په سوله ییز ډول ژوند کړی او د پاکستان په اقتصاد کې یې مثبت رول لوبولی دی."

دغه سفارت د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د بې باورۍ د فضا له رامنځته کولو ډډه وکړي. ځکه چې دا ډول چاپیریال کولی شي د ځورونې، بدنامۍ او د کډوالو د جبري شړلو لامل شي.

د طالبانو سفارت خبرداری ورکړی، چې د دغو سیاستونو دوام به نه یوازې د پاکستان لپاره ګټه ونه لري، بلکې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ به بې باوري هم زیاته کړي.

د تحریک انصاف پلویانو په دې وروستیو کې له زندانه د عمران خان د خلاصون لپاره لاریون وکړ. د دغه ګوند زرګونه پلویان د تېرې دوشنبې په ورځ د عمران خان په غوښتنه اسلام اباد ته ورغلل او پلازمېنې ته له ننوتلو وروسته یې له پولیسو سره نښتې وکړې.

د عمران خان د پلویانو لاریون د پولیسو له ځپلو وروسته پای ته ورسېد. پاکستاني پولیسو لسګونه لاریون کوونکي نیولي او د راپورونو له مخې یو شمېر له پولیسو سره د نښتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د طالبانو لوړپوړی ازبک چارواکی ازبکستان ته تللی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۰مه د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ. عبدالسلام حنفي د طالبانو تر ټولو جګپوړی ازبک چارواکی دی. طالبان وايي، دا لیدنه یې د ازبکستاني چارواکو په بلنه د اړیکو د ټینګښت په موخه کړې ده.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې تمه ښودلې، چې له دغه سفر وروسته به د دې ډلې او ازبکستان ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې زیاتې شي.

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجیف د طالبانو پلاوي ته د تاشکند په هوايي ډګر کې هرکلی وکړ.

په تيرو درېو کلونو کې د ازبکستان پلاوي څو ځله کابل ته سفرونه کړي دي.

د تلې په ۲۰مه، د ازبکستان پلاوي له سفر وروسته طالبانو اعلان وکړ، چې د فاریاب په میدان کې د طوطي ګازو د استخراج قرارداد یې یوه ازبکستاني شرکت ته ورکړی دی.

طالبانو ویلي چې دغه شرکت به په لس کلن تړون کې په افغانستان کې د ګازو د استخراج په برخه کې شاوخوا یو میلیارد ډالر پانګونه وکړي.

د ایران کورنیو چارو وزیر: د ایران او افغانستان تر منځ د دیوال د جوړولو کار په چټکۍ روان دی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي د کډوالو د اېستلو ستونزه د دوی د پرله پسې راتګ له امله ده او د مخنیوي لپاره یې په پولو کې د دیوالونو د جوړولو کار په چټکۍ سره دوام لري.

اسکندر مومني وویل چې د کډوالو په تنظیم کې د سرحدونو مدیریت او د هغوی د اوسېدو او کارموندنې لپاره کاري اجنډا شامله ده چې عملي کیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د شنبې په ورځ د مازندران د والي د معرفي کولو په مراسمو کې ادعا وکړه چې اوس په ایران کې شاوخوا شپږ میلیونه «بهرني وګړي» شته.

مومني زیاته کړه: "دا په حقیقت کې د ایران په واک کې نه ده چې کډوالو ته دومره کاري فرصتونه برابر کړي."

د ایران د کورنیو چارو وزیر تاکید وکړ چې له افغانستان سره د پولې تړل د کډوالو د تنظیمولو د پلان یوه برخه ده چې په کې فزیکی، الکترونیکی او نظري بندول شامل دی.

هغه زیاته کړه، د پولو د تړلو او د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو د کار د مخنیوي بهیر د خلکو او کارګرانو په همکارۍ ښه پرمختګ کړی دی.

د ایران اسلامی جمهوریت دغه چارواکی په داسې حال کې د کډوالو د اېستلو دا پلان اعلان کړ، چې د دغه هېواد چارواکو د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی کړی او د دغه هېواد د کډوالو د ژوند شرایط یې سخت کړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د رسنیو د راپور له مخې هره ورځ څلور زره افغان کډوال له دوغارون بندر له لارې ایستل کېږي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د ترکیې د اقتصاد شورا غړو سره د تجارت پر زياتوالي خبرې کړې

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۰ GMT+۰

طالبان وايي د دې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزير په مشري پلاوي د ترکيې د بهرنیو اقتصادي اړیکو شورا له غړو سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر زياتوالي خبرې کړې. طالبان وايي، د ترکيې دغې شوار په بیلابیلو برخو کې د همکارۍ او پانګونې لپاره په کابل کې د یوه دفتر پرانیستلو ته ليوالتیا هم ښودلې.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي، چې په دې ليدنه کې د ترکیې د دغهې شورا غړیو د افغانستان د انرژۍ، ټکنالوژۍ، نفتو او ګازو، ساختماني چارو، لوژیستیک، کانونو، او نساجۍ په سکتورنو کې د همکارۍ او پانګونې لپاره چمتو والی ښودلی.

طالبانو په خپله اعلاميه کې ویلي، چې په دې ليدنه کې د ترکیې د نفت او ګازو، هوایي شرکتونو، معادنو او ټکنالوژۍ سکتورنو استازو ګډون درلود.

د ترکيې د بهرنيو اقتصادي اړیکو شورا تر اوسه د دې ليدنې په اړه څه نه دي ويلي.

طالبان زياتوي، چې ترکیې دغه شورا د خصوصي سکتور له غړو جوړه یوه باور لرونکې شورا ده.

که څه هم طالبان په پرله پسې توګه هڅه کوي، چې د ګاونډيو او سيمې هېوادونو سره سوداګريزې اړيکي پراخي کړي؛ خو په کور دننه پر دې ډله انتقادونه دي، چې خلکو ته د کار فرصتونه په برابرولو کې پاته راغلي دي.