• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د حکومت ضد لاریونونو کې د افغان کډوالو ګډون رد کړ

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۵۱ GMT+۰

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د پاکستان د حکومت ضد لاریونونو کې د افغان کډوالو هر ډول ګډون او لاس لرل رد کړل.

دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په لاریونونو کې د افغانانو د ګډون په اړه د کورنیو چارو د وزیر او نورو پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ځورولو لپاره یوه بهانه کېدای شي.

تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت افغان کډوال د حکومت ضد لاریونونو کې په ګډون تورن کړي او ویلي یې و، چې لږ تر لږه ۳۷ افغان کډوال نیول شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر هم ویلي و، چې د تحریک انصاف ګوند په لاریونونو کې افغان وګړو برخه اخیستې وه. د پنجاب حکومت هم ویلي، چې په لاریونونو کې د ګډون کوونکو افغانانو هویت به په ډاګه کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د ډسمبر له ۳۱مې (د جدي ۱۱مې) وروسته افغان وګړو ته له رسمي اجازې پرته په اسلام اباد کې د اوسېدو اجازه نه ورکول کېږي.

د طالبانو سفارت د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۰مه) په یوې خبرپاڼه کې دغه تورونه بې اساسه بللي او اندېښنه یې ښودلې چې دا ډول څرګندونې به افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا د ځورونې او ناعادلانه چلند له خطر سره مخ کړي.

د طالبانو د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي: "په پاکستان کې مېشت افغان کډوال هېڅکله په سیاسي فعالیتونو او جرمونو کې لاس نه دی لرلی. دوی تل په سوله ییز ډول ژوند کړی او د پاکستان په اقتصاد کې یې مثبت رول لوبولی دی."

دغه سفارت د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د بې باورۍ د فضا له رامنځته کولو ډډه وکړي. ځکه چې دا ډول چاپیریال کولی شي د ځورونې، بدنامۍ او د کډوالو د جبري شړلو لامل شي.

د طالبانو سفارت خبرداری ورکړی، چې د دغو سیاستونو دوام به نه یوازې د پاکستان لپاره ګټه ونه لري، بلکې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ به بې باوري هم زیاته کړي.

د تحریک انصاف پلویانو په دې وروستیو کې له زندانه د عمران خان د خلاصون لپاره لاریون وکړ. د دغه ګوند زرګونه پلویان د تېرې دوشنبې په ورځ د عمران خان په غوښتنه اسلام اباد ته ورغلل او پلازمېنې ته له ننوتلو وروسته یې له پولیسو سره نښتې وکړې.

د عمران خان د پلویانو لاریون د پولیسو له ځپلو وروسته پای ته ورسېد. پاکستاني پولیسو لسګونه لاریون کوونکي نیولي او د راپورونو له مخې یو شمېر له پولیسو سره د نښتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو لوړپوړی ازبک چارواکی ازبکستان ته تللی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۰مه د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ. عبدالسلام حنفي د طالبانو تر ټولو جګپوړی ازبک چارواکی دی. طالبان وايي، دا لیدنه یې د ازبکستاني چارواکو په بلنه د اړیکو د ټینګښت په موخه کړې ده.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې تمه ښودلې، چې له دغه سفر وروسته به د دې ډلې او ازبکستان ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې زیاتې شي.

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجیف د طالبانو پلاوي ته د تاشکند په هوايي ډګر کې هرکلی وکړ.

په تيرو درېو کلونو کې د ازبکستان پلاوي څو ځله کابل ته سفرونه کړي دي.

د تلې په ۲۰مه، د ازبکستان پلاوي له سفر وروسته طالبانو اعلان وکړ، چې د فاریاب په میدان کې د طوطي ګازو د استخراج قرارداد یې یوه ازبکستاني شرکت ته ورکړی دی.

طالبانو ویلي چې دغه شرکت به په لس کلن تړون کې په افغانستان کې د ګازو د استخراج په برخه کې شاوخوا یو میلیارد ډالر پانګونه وکړي.

د ایران کورنیو چارو وزیر: د ایران او افغانستان تر منځ د دیوال د جوړولو کار په چټکۍ روان دی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي د کډوالو د اېستلو ستونزه د دوی د پرله پسې راتګ له امله ده او د مخنیوي لپاره یې په پولو کې د دیوالونو د جوړولو کار په چټکۍ سره دوام لري.

اسکندر مومني وویل چې د کډوالو په تنظیم کې د سرحدونو مدیریت او د هغوی د اوسېدو او کارموندنې لپاره کاري اجنډا شامله ده چې عملي کیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د شنبې په ورځ د مازندران د والي د معرفي کولو په مراسمو کې ادعا وکړه چې اوس په ایران کې شاوخوا شپږ میلیونه «بهرني وګړي» شته.

مومني زیاته کړه: "دا په حقیقت کې د ایران په واک کې نه ده چې کډوالو ته دومره کاري فرصتونه برابر کړي."

د ایران د کورنیو چارو وزیر تاکید وکړ چې له افغانستان سره د پولې تړل د کډوالو د تنظیمولو د پلان یوه برخه ده چې په کې فزیکی، الکترونیکی او نظري بندول شامل دی.

هغه زیاته کړه، د پولو د تړلو او د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو د کار د مخنیوي بهیر د خلکو او کارګرانو په همکارۍ ښه پرمختګ کړی دی.

د ایران اسلامی جمهوریت دغه چارواکی په داسې حال کې د کډوالو د اېستلو دا پلان اعلان کړ، چې د دغه هېواد چارواکو د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی کړی او د دغه هېواد د کډوالو د ژوند شرایط یې سخت کړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د رسنیو د راپور له مخې هره ورځ څلور زره افغان کډوال له دوغارون بندر له لارې ایستل کېږي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د ترکیې د اقتصاد شورا غړو سره د تجارت پر زياتوالي خبرې کړې

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۰ GMT+۰

طالبان وايي د دې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزير په مشري پلاوي د ترکيې د بهرنیو اقتصادي اړیکو شورا له غړو سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر زياتوالي خبرې کړې. طالبان وايي، د ترکيې دغې شوار په بیلابیلو برخو کې د همکارۍ او پانګونې لپاره په کابل کې د یوه دفتر پرانیستلو ته ليوالتیا هم ښودلې.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي، چې په دې ليدنه کې د ترکیې د دغهې شورا غړیو د افغانستان د انرژۍ، ټکنالوژۍ، نفتو او ګازو، ساختماني چارو، لوژیستیک، کانونو، او نساجۍ په سکتورنو کې د همکارۍ او پانګونې لپاره چمتو والی ښودلی.

طالبانو په خپله اعلاميه کې ویلي، چې په دې ليدنه کې د ترکیې د نفت او ګازو، هوایي شرکتونو، معادنو او ټکنالوژۍ سکتورنو استازو ګډون درلود.

د ترکيې د بهرنيو اقتصادي اړیکو شورا تر اوسه د دې ليدنې په اړه څه نه دي ويلي.

طالبان زياتوي، چې ترکیې دغه شورا د خصوصي سکتور له غړو جوړه یوه باور لرونکې شورا ده.

که څه هم طالبان په پرله پسې توګه هڅه کوي، چې د ګاونډيو او سيمې هېوادونو سره سوداګريزې اړيکي پراخي کړي؛ خو په کور دننه پر دې ډله انتقادونه دي، چې خلکو ته د کار فرصتونه په برابرولو کې پاته راغلي دي.

سراج الدين حقاني: د اسلامي نظام بقا او پرمختګ د خلکو په مستقيمه همکارۍ پورې تړلی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدین حقاني نن د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د «شهیدانو» په یادغونډه کې وویل، چې د «اسلامي نظام بقا او پرمختګ د خلکو په مستقيمه همکاري پورې اړه لري.» نوموړي د تېر په څېر بیا د دې ډلې د حکومت ځواکونو ته وویل، چې له خلکو سره په نرمۍ چلند وکړي.

سراج الدین حقاني په همدې غونډه کې پر خپل منځني یوالي او د ولس پر يوځای کېدو ټينګار کړی.

نوموړي ویلي، هغه ډله او قوم بریالي دي، چې خپل منځي یوالی پالي.

سراج الدين حقاني زیاتوي: « په کومه ډله، سیمه، قوم او حکومت کې، چې اختلاف وي د ناکامۍ لامل یې ګرځي.»

هغه خپلو کسانو ته ويلي، چې د خلکو سره د فراطي او توند چلند پر ځای د هغوی ستونزې حل کړي.

طالب مشران پر داسي مهال د خلکو سره د ښه چلند توصيه کوي، چې دغه ډلې واک ته له رسېدو را وروسته نجوني له زدکړو او کاره منع کړې، په دولتي ادارو کې يې خپل جنګيالي وټاکل او په بېلابيلو برخو کې يې پر همدې ولس بنديزونه ولګول.

په تېرو څه باندي دېيو کلنو کې د افغان ولس سره د طالبانو سخت چلند د دغه ډلې سره د افغانانو او نړیوالۍ ټولنې د واټن لامل بلل کيږي.

طالبانو په بدخشان کې ۳۱ تنه د کوکنارو د کښت په تور ونیول

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د باختر دولتي خبري اژانس رپوټ ورکړی، چې د بدخشان ولایت له نشه يي توکو سره دمبارزې ځواکونو د مرکز فیض اباد په کډون په ارګو او یفتل پایان ولسوالیو کې د کوکنارو کښت پرمهال ٣١ تنه له يوه اندازه د تریاکو له تخم سره ونيول.

د طالبانو د بدخشان د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير شفيق الله حفیظي وویل چې نیول شوي ٣١ تنه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست ته لېږدول شوي او د څېړنو لپاره د بدخشان ښار ابتدايه محکمې ته وسپارل شي ترڅو دوسیې پرمخ لاړې شي.

حفیظي وايي چې له نیول شوو کسانو سره د ترياکو پر تخمونو سربېره د ٢٤ موبايلونو په ګډون يو شمېر مخابراتي وسايل هم نيول شوي دي.

طالبان وايي چا ته به اجازه ورنه کړي چې په خپلو ځمکو کې د کوکنارو کښت وکړي او دوی هڅې کوي ترڅو د دې نشه یي توکو د قاچاق او پلور مخه ونیسي.

د طالبانو له دې سختو بندیزونو سره سره بیا هم د بدخشان ځیني ځايي اوسېدونکي په خپلو کروندو کې د کوکنارو کښت ته مخه کړې او د طالبانو د مشر د فرمان پرضد ودریږي.

د روان کال د جنګاښ په میاشت کې د بدخشان د درایم او ارګو ولسوالیو اوسېدونکي د طالبانو پرضد لاریونونه وکړل او دغه لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل چې یو شمیر ځايي لاریونوال د طالبانو له خوا په ډزو ووژل شول.

دغه لاریونونه له هغه وروسته پیل شول، چې طالبانو د بدخشان په ارګو او درایم ولسوالیو کې د ځايي خلکو د کوکنارو د کښتونو اړولو هڅه وکړه.

واک ته د طالبانو له رسېدو څو میاشتې وروسته د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یو فرمان له مخې، د تریاکو پر کر، پېر او پلور بندیز ولګاوه.
که څه هم طالبان په افغانستان کې د تریاکو د کر مخنیوی یوه لویه لاسته راوړنه بولي؛ خو دغه ډله نه ده توانېدلې، چې کرونده‌ګرو ته د کوکنارو د کر بدیل پیدا کړي.