• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران کورنیو چارو وزیر: د ایران او افغانستان تر منځ د دیوال د جوړولو کار په چټکۍ روان دی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي د کډوالو د اېستلو ستونزه د دوی د پرله پسې راتګ له امله ده او د مخنیوي لپاره یې په پولو کې د دیوالونو د جوړولو کار په چټکۍ سره دوام لري.

اسکندر مومني وویل چې د کډوالو په تنظیم کې د سرحدونو مدیریت او د هغوی د اوسېدو او کارموندنې لپاره کاري اجنډا شامله ده چې عملي کیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د شنبې په ورځ د مازندران د والي د معرفي کولو په مراسمو کې ادعا وکړه چې اوس په ایران کې شاوخوا شپږ میلیونه «بهرني وګړي» شته.

مومني زیاته کړه: "دا په حقیقت کې د ایران په واک کې نه ده چې کډوالو ته دومره کاري فرصتونه برابر کړي."

د ایران د کورنیو چارو وزیر تاکید وکړ چې له افغانستان سره د پولې تړل د کډوالو د تنظیمولو د پلان یوه برخه ده چې په کې فزیکی، الکترونیکی او نظري بندول شامل دی.

هغه زیاته کړه، د پولو د تړلو او د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو د کار د مخنیوي بهیر د خلکو او کارګرانو په همکارۍ ښه پرمختګ کړی دی.

د ایران اسلامی جمهوریت دغه چارواکی په داسې حال کې د کډوالو د اېستلو دا پلان اعلان کړ، چې د دغه هېواد چارواکو د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی کړی او د دغه هېواد د کډوالو د ژوند شرایط یې سخت کړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د رسنیو د راپور له مخې هره ورځ څلور زره افغان کډوال له دوغارون بندر له لارې ایستل کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د ترکیې د اقتصاد شورا غړو سره د تجارت پر زياتوالي خبرې کړې

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۰ GMT+۰

طالبان وايي د دې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزير په مشري پلاوي د ترکيې د بهرنیو اقتصادي اړیکو شورا له غړو سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر زياتوالي خبرې کړې. طالبان وايي، د ترکيې دغې شوار په بیلابیلو برخو کې د همکارۍ او پانګونې لپاره په کابل کې د یوه دفتر پرانیستلو ته ليوالتیا هم ښودلې.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي، چې په دې ليدنه کې د ترکیې د دغهې شورا غړیو د افغانستان د انرژۍ، ټکنالوژۍ، نفتو او ګازو، ساختماني چارو، لوژیستیک، کانونو، او نساجۍ په سکتورنو کې د همکارۍ او پانګونې لپاره چمتو والی ښودلی.

طالبانو په خپله اعلاميه کې ویلي، چې په دې ليدنه کې د ترکیې د نفت او ګازو، هوایي شرکتونو، معادنو او ټکنالوژۍ سکتورنو استازو ګډون درلود.

د ترکيې د بهرنيو اقتصادي اړیکو شورا تر اوسه د دې ليدنې په اړه څه نه دي ويلي.

طالبان زياتوي، چې ترکیې دغه شورا د خصوصي سکتور له غړو جوړه یوه باور لرونکې شورا ده.

که څه هم طالبان په پرله پسې توګه هڅه کوي، چې د ګاونډيو او سيمې هېوادونو سره سوداګريزې اړيکي پراخي کړي؛ خو په کور دننه پر دې ډله انتقادونه دي، چې خلکو ته د کار فرصتونه په برابرولو کې پاته راغلي دي.

سراج الدين حقاني: د اسلامي نظام بقا او پرمختګ د خلکو په مستقيمه همکارۍ پورې تړلی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدین حقاني نن د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د «شهیدانو» په یادغونډه کې وویل، چې د «اسلامي نظام بقا او پرمختګ د خلکو په مستقيمه همکاري پورې اړه لري.» نوموړي د تېر په څېر بیا د دې ډلې د حکومت ځواکونو ته وویل، چې له خلکو سره په نرمۍ چلند وکړي.

سراج الدین حقاني په همدې غونډه کې پر خپل منځني یوالي او د ولس پر يوځای کېدو ټينګار کړی.

نوموړي ویلي، هغه ډله او قوم بریالي دي، چې خپل منځي یوالی پالي.

سراج الدين حقاني زیاتوي: « په کومه ډله، سیمه، قوم او حکومت کې، چې اختلاف وي د ناکامۍ لامل یې ګرځي.»

هغه خپلو کسانو ته ويلي، چې د خلکو سره د فراطي او توند چلند پر ځای د هغوی ستونزې حل کړي.

طالب مشران پر داسي مهال د خلکو سره د ښه چلند توصيه کوي، چې دغه ډلې واک ته له رسېدو را وروسته نجوني له زدکړو او کاره منع کړې، په دولتي ادارو کې يې خپل جنګيالي وټاکل او په بېلابيلو برخو کې يې پر همدې ولس بنديزونه ولګول.

په تېرو څه باندي دېيو کلنو کې د افغان ولس سره د طالبانو سخت چلند د دغه ډلې سره د افغانانو او نړیوالۍ ټولنې د واټن لامل بلل کيږي.

طالبانو په بدخشان کې ۳۱ تنه د کوکنارو د کښت په تور ونیول

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د باختر دولتي خبري اژانس رپوټ ورکړی، چې د بدخشان ولایت له نشه يي توکو سره دمبارزې ځواکونو د مرکز فیض اباد په کډون په ارګو او یفتل پایان ولسوالیو کې د کوکنارو کښت پرمهال ٣١ تنه له يوه اندازه د تریاکو له تخم سره ونيول.

د طالبانو د بدخشان د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير شفيق الله حفیظي وویل چې نیول شوي ٣١ تنه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست ته لېږدول شوي او د څېړنو لپاره د بدخشان ښار ابتدايه محکمې ته وسپارل شي ترڅو دوسیې پرمخ لاړې شي.

حفیظي وايي چې له نیول شوو کسانو سره د ترياکو پر تخمونو سربېره د ٢٤ موبايلونو په ګډون يو شمېر مخابراتي وسايل هم نيول شوي دي.

طالبان وايي چا ته به اجازه ورنه کړي چې په خپلو ځمکو کې د کوکنارو کښت وکړي او دوی هڅې کوي ترڅو د دې نشه یي توکو د قاچاق او پلور مخه ونیسي.

د طالبانو له دې سختو بندیزونو سره سره بیا هم د بدخشان ځیني ځايي اوسېدونکي په خپلو کروندو کې د کوکنارو کښت ته مخه کړې او د طالبانو د مشر د فرمان پرضد ودریږي.

د روان کال د جنګاښ په میاشت کې د بدخشان د درایم او ارګو ولسوالیو اوسېدونکي د طالبانو پرضد لاریونونه وکړل او دغه لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل چې یو شمیر ځايي لاریونوال د طالبانو له خوا په ډزو ووژل شول.

دغه لاریونونه له هغه وروسته پیل شول، چې طالبانو د بدخشان په ارګو او درایم ولسوالیو کې د ځايي خلکو د کوکنارو د کښتونو اړولو هڅه وکړه.

واک ته د طالبانو له رسېدو څو میاشتې وروسته د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یو فرمان له مخې، د تریاکو پر کر، پېر او پلور بندیز ولګاوه.
که څه هم طالبان په افغانستان کې د تریاکو د کر مخنیوی یوه لویه لاسته راوړنه بولي؛ خو دغه ډله نه ده توانېدلې، چې کرونده‌ګرو ته د کوکنارو د کر بدیل پیدا کړي.

د پاکستان دولتي راډيو: د پي ټي ای لاريونو کې افغانانو ته د ګډون لپاره پېسې ور کول شوې

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۷ GMT+۰

د پاکستان دولتي راډيو د امنيتي ځواکونو له لوري د تحریک انصاف په لاريونو کې د افغانانو د نیولو خبره کوي او د دوی له قوله وايي، د دغه هېواد په وروستيو لاريونو کې د ګډون لپاره پېسې ورکول شوې دي.

د دې راډيو د شنبې ورځې یوه خبر کې لیکلي، له یو شمېر هغو افغان زندانيانو سره یې خبرې شوې، چې د پاکستان «وروستيو لاريونونو کې نيول شوي.»

راډيو دغه نيول شوي کسان هغه افغانان معرفي کړي، چې په پاکستان کې د اوسېدولو سندونه نه لري.

راډيو په خپل خبر کې لیکلي، چې ناقانونه افغانانو ته په لاريونونو کې د تاوتريخوالي د جوړېدو لپاره پيسې ورکول شوې دي.

دوی د بیت الله په نوم د یوه نیول شوي لاريونوال له قوله لیکلي:«په لاريونونو کې مو پر پولیسو او رینجرونو ډزې وکړې.»

په خبر کې راغلي، چې د ابرار الحق په نوم يو بل نیول شوي کس ويلي: «د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی له خوا له دوه تر درې زره کالدارې ورکول شوې، چې پر امنیتي کسانو ډزې وکړي.»

د پاکستان راډیو د معلوماتو له مخي، نورو زندانیانو هم ورته اعتراف کړی.

راډيو په خپل خبر کې زياتوي، چې په وروستيو لاريونونو کې په اسلام اباد کې يو شمېر پوليس هم ټپيان شوي دي.

په پکتیکا کې یو ماشوم د واده له موټر د ګل شکولو له امله د یو طالب له خوا په ډزو وژل شوی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۵ GMT+۰

د پکتیکا په سر حوزه کې یوه کورنۍ وايي، د ابراهیم په نوم ماشوم یې پرون په یوه واده کې له موټر د پلاستکي ګل د شکولو له امله د عارف په نوم د طالب له خوا په ډزو ووژل شو. دغه کورنۍ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې زیاتوي، ځايي طالب چارواکو عارف نیولی او په ښرنه کې زنداني دی.

د یوولس کلن ابراهیم کورنۍ وايي دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه، چې د واده د ورا له یوه موټر ابراهیم پلاستکي ګل شکولی و.

یو شاهد وویل:« د ګل د شکولو سره د عارف په نوم طالب له موټره ښګته شو او تومانچه یې د ابراهیم پر خوله کېښوده او څو ډزې یې پرې وکړې.»

د ابراهیم کورنۍ له افغانستان انټرنشنل سره د وژل شوي ماشوم ابراهیم هغه انځورونه شریک کړل، چې له وژل کېدو وروسته یې اخیستل شوي دي.

په دغو انځورونو کې ابراهیم په سرو وینو ککړ ښکاري او پړمخ پر ځمکه پروت دی.

وژل شوی ماشوم هم د پکتیکا د سر حوزهاوسېدونکی دی او پلار یې په سعودي عربستان کې مسافر دی او هغه نن په دغه هېواد کې له خپلو کلیوالو سره په ګډه د زوی فاتحه واخیسته.

د وژل شوي ماشوم خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ابراهیم کورنۍ له ځايي طالب عارف سره کومه شخصی دوښمني نه لري.

د عارف په اړه ویل کېږي چې نوموړی د پکتیکا ولایت په سر حوزه ولسوالۍ کې د طالبانو په لیکو دنده لري.

دغه کورنۍ له طالبانو عدالت غواړي او وايي چې عارف ته دې په عام محضر کې د قتل سزا ورکړل شي.

له دې وړاندې د طالبانو په روانه واکمنۍ کې هم ورته ګڼې نورې پیښې شوې دي خو طالبانو تل هڅه کړې ورته پیښې له رسنیو پټې کړي.

د روان کال د زمري په میاشت کې په کابل کې د طالبانو پولیسو د کابل په کارته نو سیمه کې د حمید جلال په نوم یو ځان پر موټر دزې کړې وې او هغه یې ځای پر ځای وژلی و.

که څه هم له پېښې وروسته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې هغه کسان یې نیولي چې پر دغه ځوان یې ډزې کړې وې خو له دې پيښې ډېر وخت تېریږي اما دې دمه د نیول شوو طالبانو د محاکمې یا هم د سزا په اړه څه نه دي ویل شوي.

د دغه ځوان پلار سید جلال پښتون له طالبانو غوښتي ول چې د قاتلینو محاکمه غواړي.

دا څرګندونې په داسې حال کېږي، چې طالبانو په ډېرو ورته مسایلو کې جوړجاړی کړی او د خپلې ډلې غړي یې په عام محضر کې له سزا له ورکړې پچ کړي دي.