• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو چاپېریال ساتنې اداره: د افغانستان ۱۸۱ کیلومتره مربع طبیعي یخچالونه له منځه تللي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۷ GMT+۰

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر وايي، د اقلیم د بدلون له امله په افغانستان کې ۱۸۱ کیلومتره مربع طبیعي یخچالونه له منځه تللي. هغه وړاندې وايي، چې دا مهال په هیواد کې ۲۱ میلیونه کسان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع الحق خالص د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۱مه) د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې د ۲۰۱۵ کال د اټکلونو له مخې، افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له امله شپږم هېواد و، خو وايي اوس داسې انګېرل کیږي چې د څو کلونو په تېریدو سره یې د زیان کچه نوره هم لوړه شوې ده.

خالص د اندیښنې په څرګندولو سره وویل، چې په افغانستان کې ۲۱ میلیونه کسان پاکو اوبو ته لاسرسۍ نه لري.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې په هېواد کې د ګرمۍ د درجې د لوړېدو له امله ۱۸۱ یلومتره مربع طبیعي یخچالونه له منځه تللي دي.

د نوموړي په خبره د اقلیم بدلون له امله هر کال د کرنې سکتور ته ۲۸۰ میلونه ډالره زیان رسیږي.

هغه زیاته کړه، چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه د اقلیم د بدلون له امله د طبیعي پېښو په ځانګړي توګه د وچکالۍ له امله ۲،۵ میلیونه کسان بېځایه شوي او همدارنګه د سېلابونو له امله هر کال ۷۵۰ کسان مړه کیږي او ۳۰۰ میلیونه زیربیناوي ویجاړیږي.

نوموړي زیاته کړه: «په تېرو لسو کلو کې یو لک او څلور زره هیکټاره کرنیزې ځمکې او ۴۶ زره هیکټاره باغونه له منځه تللي دي. او همدارنګه په تېرو لسو کلو کې ۴۵ زره کورونه ویجاړ شوي او ۱۱۰ زره ډیرو کورونه زیانمن شوي دي.

ښاغلی خالص وايي، په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله ۱۴۹ ډوله حیوانات او نباتات د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي.

نوموړی وايي، د هېواد د نورو سیمو په پرتله د افغانستان سوېل لویدیځ او شمالي تر ډیره د اقلیم د بدلون له امله زیانمن شوي دي.

نوموړی له مرستندویه هېوادونو څخه غوښتنه کوي، چې له افغانستان سره دې د اقلیمي بدلون په برخه کې سیاسي چلند نه کوي.

همدارنګه ښاغلی خالص زیاتوي، چې د اقلیم د بدلون مخینې ته په کتو د نړۍوالو بیړنۍ بشري مرستې بسنه نه کوي، نړۍوال باید بنیادي مرستې وکړي.

دا هغه شمېرې دي چې تر اوسه پورې په کور دننه او بهر نړۍوالو سازمانونو نه دي تایید کړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

روسیې د افغانانو په ګډون یو شمېر «ناقانونه» کډوال له دغه هیواده ایستلي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۴ GMT+۰

روسي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هیواد ځواکونو په پسکوف ښار کې ۱۵ تنه «ناقانونه» کډوال نیولي او ایستلي دي. د راپور له مخې دغه کډوال د افغانستان، کینیا، سریلانکا او قزاقستان وګړي دي او هڅه یې کوله چې په «ناقانونه» توګه له پولې تېر شي او اروپا ته ولاړ شي.

د روسیې د قوانینو له مخې، ایستل شوي وګړي تر راتلونکو پنځو کلونو پورې دغه هېواد ته بیا نه شي دننه کیدی.

د روسیې حکومت شمېرې ښيي چې د روان کال له پیل راهیسې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو یوازې د پسکوف له ښاره ۵۲۰ بهرني وګړي له روسیې څخه ایستلي دي.

دغه شمېرې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو پرتله نږدې درې برابره زیاتې دي.

په تېرو درېیو کلونو کې د منځنۍ اسیا یو زیات شمیر وګړو او همدارنګه افغانانو هڅه وکړه چې له روسیې څخه اروپا ته ننوځي. خو روسیې د دوی زیات شمېر ونیول او بېرته یې خپلو هېوادونو ته استولي دي.

اکانومیک ټایمز افغانستان د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد بللی دی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۴۹ GMT+۰

اکانومیک ټایمز په یوه راپور کې لیکلي، چې لس هېوادونه د جګړې، سیاسي بې ثباتۍ او په هغو کې د رامنځته کېدونکو جرمونو له امله چې مساپرو ته جدي ګواښ پېښوي، باید دغو هېوادونو ته سفر ونه کړي. په دغه راپور کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد بلل شوی.

په دغه راپور کې چې د شنبې په ورځ د(لیندۍ ۱۰مه) خپور شوی، په کې راغلي: «افغانستان د نړۍ تر ټولو خطرناک هیواد دی چې له روانو جګړو، سیاسي بې ثباتۍ او له سختو بشري بحرانونو سره لاس او ګریوان دی.»

اکانومیک ټایمز لیکلي: «لسیزې جګړې او د طالبانو بیا راژوندي کېدل د پراخ تاوتریخوالي او ناامنۍ لامل شوی دی.»

د دغه راپور له مخې، بې وزلي، د لومړنیو خدمتونو نشتوالی، د خوراکي توکو نه خوندیتوب او د روغتیايي خدمتونو کمزوری سیستم هغه نور لاملونه دي چې په افغانستان کې یې کړکېچ لا ډېر کړی دی.

د اکانومیک ټایمز د راپور له مخې، په افغانستان کې د داعش په څېر د ترهګرو ډلو شتون تاوتریخوالي ته لمن وهي او د خلکو ورځنی ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی.

د اکانومیک ټایمز د راپور له مخې، په افغانستان سربېره یمن، سوریه، سویلي سوډان، کانګو، روسیه، اوکراین، سومالیا، سوډان او عراق هغه هېوادونه دي چې په ۲۰۲۵ کال کې باید سفر ورته ونه شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: افغانستان کې د ژمي په رارسېدو سره میلینونه خلک له ستونزو سره مخ دي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۱۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پرورګرام په افغانستان کې د هوا په سړېدو په ستونزو کې د راګیرو میلینونو خلکو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې د بودجې د کموالي له امله به ډېری داسې کسان مرستې ترلاسه نه کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پرورګرام د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۱مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د ساده ژمي په رارسېدو سره له هر څلورو کورنیو څخه یوه یې د خوړو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې دغه سازمان د یادو کسانو د ژغورنې یواځنۍ لاره ده، خو د بودجې د کموالي له امله به‌ ډيری کورنۍ له مرستو بې برخي شي.

یاد پروګرام په خپل یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې سوړ ژمی به د هغه کورنیو ستونزې نورې هم زیاتې کړي، چې لا له وړاندې له فقر سره مخ وې.

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل راپور کې د ځینو داسې کسانو ژوند ته هم کتنه کړې، چې له ۲۰۲۱ کال وړاندې یې نسبتا ښه عاید لرل، خو اوس د دوه وخته خوړو د پیسو پیدا کولو لپاره د کابل په واټونو کې د کار په لټه کې وخت تیروي.

یاد پروراګرام وايي: «په ۲۰۲۴ کال کې په هرو څلورو کورنیو کې درې یې پوروړي دي. او په کلیوالي سیمو کې بیا ان له پنځو څخه څلور کورنۍ پورړوي دي. په منځني ډول د یوې کورنۍ پورونه ۳۸۲۰۰ افغانۍ دي. چې ډیری کورنۍ باید د خوراکي توکو د پيرودلو لپاره پیسې پور کړي.»

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، پلان لري، چې په راتلونکو میاشتو کې د کال په خورا سخت وخت کې له شپږ میلیونه خلکو سره مرستې وکړي.

د دوی په خبره دغه مرسته به د هغو کسانو له نیمایې هم کمه وي، کوم چې مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره، د سخت ژمي پر مهال د اړمنو د ژوندي پاتې کېدو لپاره په افغانستان کې په بیړني ډول د خپلو ټولو فعالیتونو لپاره ۶۸۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بدخشان ولایت سیمه ییز طالب چارواکو خبر ورکړ، چې د یاد ولایت په راغستان ولسوالۍ کې درې ماشومان، چې عمرونه یې څلورو، اتو او ۱۲ کلونو تر منځ وو د سختي یخنۍ له امله مړه شوي دي.

د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالۍ؛ سریلانکا د لوبې پچه وګټله او د افغانستان په وړاندې توپ وهنه کوي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۲۹ GMT+۰

د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو په لړ کې د سریلانکا د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لوبډلمشر د لوبې پچه وګټله او د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو په لړ کې افغانستان د خپلې دویمې لوبې پچه هم بایلله.

د نننۍ لوبې پچه د سریلانکا د ۱۹ کلنو لوبډلې وګټله او د افغانستان لوبډلې ته یې د توپ اچونې بلنه ورکړه.

تردې مهاله د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په دغه جام کې یوه لوبه کړې ده، او خپله لومړۍ لوبه یې د بنګله دېش د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته ۴۵ منډو په توپیر بایللې ده.

د سریلانکا د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په وړاندې په نننۍ لوبه کې د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په ۱۱ کسیز نوملړ کې د محبوب ستانګزي په لوبډلمشرۍ، عزیر الله نیازی، فیصل شینوزاده، برکت ابراهیمزی، حمزه علیخیل، نظیف الله ابراهیمي، نصیب معروف خیل، عزت خان، الله محمد غضنفر، عبدالعزیز خان او نصرت خان نورستاني اخیستل شوي دي.

د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې په ننني نوملړ کې د خاطر ستانګزي پر ځای عزت خان په لوبډله کې ور زیات کړی دی.

همدارنګه نن د بنګله دېش او نیپال د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو تر منځ هم د لوبې پچه اچونه تر سره شوه.

بنګله دېش د لوبې پچه وګټله او د نیپال لوبدلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

طالبانو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۱۲ GMT+۰

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر پر ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې نیوکه وکړه چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره هېڅ ډول مالي او تخنیکي مرسته نه کوي.

سهیل شاهین له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې خپلې ژمنې پوره کړي او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې له دغې ډلې سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي.

سهیل شاهین د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان له ملي راډیو ټلویزیون سره په مرکه کې د افغانستان په اړه د دوحې غونډې ته اشاره وکړه چې د ده په خبره په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې پر ملاتړ ټینګار شوی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین دغهڅرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تېره اونۍ ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ځواک جوړ کړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مرستیال وویل، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې پرانیسته غونډه جوړه شوه.

دغه کاري ډله د دوحې د درېیمې ناستې د پرېکړو پر بنسټ جوړه شوه. یوناما ویلي چې دغه کاري ځواک له طالبانو سره د همغږي اړیکو لپاره زمینه برابروي.