د سرچینو په وینا، دغه دفتر چې د پيښور صدر ډینز پلازا کې موقعیت لري، د افغانستان د ویزو یو فارم له زرو تر درې زره کلدارو پورې پلوري.
دوی زیاتوی چې په پيښور کې د طالبانو کونسلګرۍ یوازې ددغه دفتر فارمونه مني او چې څوک خپله په انلاین ډول فارم ډکوي هغوی ته وېزې نه صادریږي او ردیږي.
یو ځايي ډېپلوماټ وايي:« مونږ جهاد ددې غلا لپاره نه دی کړی خو اوس دلته خپله زمونږ پر سر چې مشر دی هغه فساد شروع کړی او د ویزو فارمونو ته یې دوکان جوړ کړی دی او هر اسناد چې څوک وغواړي دوی[یې] ورته د رشوت په بدل کې جوړوي.»
د جرمني د بدیل ګوند (اې اېف ډې) د هامبورګ پارلماني ډلې رییس ډېرک نوکمن وايي، په سختو جرمونو کې ښکیلو افغان او سوریايي ځوانانو د خوندیتوب حق له لاسه ورکړی او باید زر تر زره له جرمني وشړل شي.
نوموړي دا څرګندونې بیلډ ورځپاڼې ته د یوه «مجرم» افغان د استوګنې مودې له غځېدو وروسته کړې دي.
۶۶ کلن ډېرک نوکمن وویل، « هغه ځوان کډوال، چې د افغانستان او سوریې اوسېدونکي دي او په سختو جرمونو کې ښکېل دي، د خوندیتوب هر ډول حق یې له لاسه ورکړی او باید ژر تر ژره وشړل شي».