• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شاه محمود میاخېل ناکامورا تلینغونډه کې: ناکامورا پاکستاني طالبانو د پاکستان په اشاره وواژه

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۰

د ننګرهار پخواني والي شاه محمود میاخېل د امریکا په میریلینډ ایالت کې د تتسیو ناکامورا په تلین غونډه کې وویل چې ناکامورا د پاکستاني طالبانو له خوا د پاکستان په اشاره وژل شوی دی.

نوموړی وايي چې پر ناکامورا د برید اصلي طراح حاجي دوبۍ د جمهوري دولت له خوا په کابل کې وژل شوی و او د هغه بل ملګری د جمهوري دولت له سقوط وروسته د طالبانو له خوا ازاد شوی او دا مهال پېښور او ننګرهار ته تګ راتګ لري.

میاخېل وویل: "تر اوسه پورې دا خبره عامه ده چې د ناکامورا قاتلانو ته څه نه دي ویل شوي، مګر دا خبره نا درسته ده، مهم قاتل وژل شوی او دویم شخص د طالبانو ملګری دی".

یاده تلین غونډه چې د افغان هنرمند ارین خان له خوا جوړه شوې وه، پکې د یو شمېر سیاستوالو، لیکوالو او فرهنګیانو په ګډون د ناکامورا مینه والو ګډون کړی و او د هغه د کړو کارونو ستاینه یې وکړه.

د پخواني جمهوري دولت د کابیني غړي جارالله منصوري په دغو مراسمو کې وویل چې ډاکتر ناکامورا په حقیقت کې افغانانو ته د ژوندانه د لارې پر ښودلو سربېره غوښتل چې وښيي څنګه ملتونه پر خپلو پښو دریږي، خو افغانانو له هغه زده کړه ونه کړه.

نوموړي وویل: " موږ بدبخته خلک یو چې خپل یو مېلمه خادم مو ونه شو ساتلی، موږ له بده مرغه هغه ملت یو چې خپل کور ته پخپله اور اچوو".

افغان هنرمند ارین خان په دې تلین غونډه کې ناکامورا (کاکا مراد) ته د هغه له خوا ویل شوی سرود هم ډالۍ کړ.

ډاکټر ټټسیو ناکامورا چې د افغانستان خلکو د "کاکامراد" په نوم هم پېژنده، یو جاپانی ډاکټر، بشري فعال او د سولې سفیر و.

هغه له ۱۹۸۴ کال راهیسې په افغانستان کې د روغتیا او پرمختیایي پروژو پرمخ وړلو لپاره خپل ژوند وقف کړی و.

ناکامورا د لومړي ځل لپاره په پاکستان کې د کډوالو لپاره د درملنې په موخه کار پیل کړ، خو وروسته افغانستان ته لاړ، چیرې چې یې پر روغتیايي خدماتو سربېره، د اوبو د بندونو او کانالونو جوړولو نوښتونه وکړل.

هغه د اوبو د وېش لپاره سیستمونه جوړ کړل، چې نه یوازې د زرګونو کورنیو ژوند یې ښه کړ، بلکې د وچکالۍ ځپلو سیمو زرغونولو کې یې هم مرسته وکړه.

نوموړی په ۲۰۱۹ کال کې په ننګرهار کې په یوه وسله وال هدفي برید کې ووژل شو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ماډرن ډېپلوماسي: طالبان د نړیوالې ډیپلوماسۍ او داخلي حکومتدارۍ د توازن په هڅه کې دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۲ GMT+۰

ماډرن ډپلوماسي وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې وضعیت لا هم د نړیوالو لپاره د اندېښنې وړ دی. طالبان د نړیوالې ډیپلوماسۍ او داخلي حکومتدارۍ د توازن په هڅه کې دي، خو د افغانستان ثبات لا هم بې‌ثباته او نامعلوم پاتې دی.

د ترهګرۍ د بیا ژوندي کېدو، د نشه‌يي توکو د تولید، او د سیمه‌ییزو پیچلو اړیکو له امله، افغانستان او د سویلي اسیا سیمه له جدي ګواښ سره مخ ده.

اقتصادي ستونزې او د نشه‌يي توکو معضله

ماډرن ډپلوماسي په یوه تحلیل کې ویلي چې که څه هم طالبانو په رسمي توګه د کوکنارو کرل بند کړي دي، خو افغانستان لا هم د نشه‌يي توکو په نړیواله سوداګرۍ کې مرکزي رول لري. د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو ادارې وروستی راپور څرګندوي چې په ۲۰۲۴ کال کې د اپین (کوکنار) تولید ۳۰ سلنه زیات شوی او ارزښت یې ۱۳۰ سلنه لوړ شوی چې شاوخوا ۲۶۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

سږکال په افغانستان کې ۴۳۳ټنه اپین تولید شوی، چې د طالبانو د بندیزژمنې پر اغېز جدي پوښتنې راپورته کوي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو موندنې رد کړې او "له حقیقي وضعیت څخه لرې" یې وبللې، خو هېڅ عملي شواهد یې وړاندې نه کړل.

سیمه‌ییزه ډیپلوماسي او ستراتیژیکې ګټې

طالبانو له مرکزي اسیا، چین، هند، روسیې، ایران او عربي هېوادونو سره په ډیپلوماسي کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي. د دې هېوادونو لوړپوړي چارواکي د افغانستان په اړه مذاکرات کوي، چې د کابل د ثبات لپاره د ستراتیژیکو ګټو څرګندونه کوي.

په استانه کې د CSTO پرو روسیې پوځي سیاسي سازمان وروستۍ سرمشریزې د افغانستان په خاوره کې د دریمګړو هېوادونو د پوځي اډو د ځای پر ځای کېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه او د افغانانو د مرستې لپاره یې نړیواله ټولنه وهڅوله.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د طالبانو د واک لاندې د نسبي ثبات یادونه وکړه او د اړیکو د پراختیا هیله یې څرګنده کړه. په ورته وخت کې، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له افغانستان سره پر پوله د امنیت د ټینګښت هڅې وستایلې، سره له دې چې د طالبانو سره د دوشنبې اړیکې لا هم ستونزمنې دي.

چین په افغانستان کې خپل اقتصادي نفوذ زیاتوي او د سیمه‌ییزو شخړو د ډګر پر ځای یې د همکارۍ لپاره د یوه فرصت په توګه انځوروي. د چین ځانګړي استازي ویلي چې بیجینګ په افغانستان کې د نفوذ زون جوړولو لټه نه کوي، خو د امریکا سیاستوال په پرله‌پسې ډول د چین د نفوذ د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د پاکستان پیچلې اړیکې

پاکستان د طالبانو یو مهم ملاتړی پاتې شوی، خو د دواړو ترمنځ اړیکې له ډیرو ستونزو ډکې دي. اسلام‌اباد شکایت کوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې بې‌ثباتي زیاته شوې.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دغه هېواد د حکومت ضد وسله والې ډلې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ وویل چې طالبان د "ترهګریزو ډلو" پر ضد د جدي اقداماتو غوښتنې نه مني. طالبان بیا دغه تورونه ردوي او وایي چې د پاکستان دننه امنیت ټینګول د هغه هېواد داخلي مساله ده.

سره له دې، د پاکستان اهمیت د طالبانو لپاره دومره زیات دی چې د اسلام‌اباد له ملاتړ پرته به د دوی کار ډېر ستونزمن وي. د طالبانو د مشرانو ډېری کورنۍ لا هم په پاکستان کې ژوند کوي او هلته سوداګریزې ګټې لري.

له پولو هاخوا د رادیکالیزم خپرېدل

د افغانستان بې‌ثباتۍ خپل اغېز د هند په اسام ایالت کې هم ښودلی. دا جغرافیا‌يي جلا شوې سیمه له اوږدې مودې راهیسې د اسلامي بنسټپالنې له ستونزو سره مخ ده. په پاکستان پورې تړلو ډلو له خوا اوس په سیمه کې د امنیتي ستونزو د زیاتېدو هڅې کیږي.

نړیوالې او سیمه‌ییزې پایلې

طالبانو له ډېرو غیر لویدیځو هېوادونو غیر رسمي رسمیت ترلاسه کړې، چې د نړیوالو اړیکو په جوړښت کې د بدلون څرګندونه کوي. سره له دې چې لویدیز د افغان ستونزو په اړه بې‌پامه شوی، د یوریشیا غیر لویدیز هېوادونه په دې باور دي چې طالبان د افغانستان لپاره یو نه بدلېدونکې واقعیت دی.

په افغانستان کې راتلونکی د اقتصادي همکاریو او امنیتي ننګونو په یوه پیچلي انځور کې نغښتې دی. طالبان د نړیوالې ډیپلوماسۍ او داخلي حکومتدارۍ د توازن په هڅه کې دي، خو د افغانستان ثبات لا هم بې‌ثباته او نامعلوم پاتې دی.

طالبان: په بدخشان کې د کانونو د قاچاق او غیر قانوني استخراج مخنیوي کوو

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د پټرولېم او کانونو وزارت وايي چې ددې ډلې د پټرولېم او کانونو وزیر ملا هدایت الله بدري بدخشان ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې په دغه ولایت کې به د کانونو قاچاق او غیر قانوني استخراج ته اجازه ور نه کړي. بدري وايي ټول شرکتونه دې له قانون سره سم ژر تر ژره تړون وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې د پټرولېم او کانونو وزارت نن دوشنبه «د لړم۱۲مه» پر اېکس لیکلي چې هدایت الله بدري دا څرګندونې د دغه ولایت شهربزرګ ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د زرشويي کان د استخراج له سیمو څخه د لیدنې پرمهال کړې دي.

بدري ددغه سفر پرمهال د شرکتونو له مسوولانو او ځايي خلکو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې په هیڅ صورت به د کانونو غیر قانوني استخراج ته اجازه ورنه کړي.

دغه طالب چارواکي شرکتونو سپارښتنه کړې، چې له قانون او طرزالعمل سره سم ژر تر ژره اجازه لیکونه واخلي او یا هم تړون وکړي.

د طالبانو د پټرولېم او کانونو وزیر په خپلو خبرو کې کان کیندونکو ته وویل چې دغه وزارت د کانونو د استخراج او مسلکي کولو لپاره یوه هر اړخیزه کړنلاره جوړه کړې او د لازیاتو اسانتیاوو په موخه به کان کیندونکي د کابل پر ځای د بدخشان ولایت د کانونو له ریاست څخه خپل جوازونه ترلاسه کړي.

بدري خبرداری ورکړی چې د غير قانوني استخراج عاملانو سره به قانوني چلند وشي.

په دغه سفر کې بدري د خپلې ډلې له لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان امان الدین منصور، د والي مرستیال امین الله طیب، امنیه قوماندان عزیزالله او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسوولانو سره کتلي دي.

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو معلومات تر لاسه کړي ول، چې د طالبانو حکومت په بدخشان کې د سرو زرو او لاجوردو د دوو سترو کانونو د روان چور تالان د مخنیوي او د قرارداد په ورکړه چوپ پاتې دی.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته څو معتبرو سرچېنو ویلي و، چې د طالبانو حکومت له ډېرو هڅو سره ونه شوای کولی، چې له بدخشاني طالبانو څخه په راغستان ولسوالۍ کې د سرو زرو او په کران او منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو د کانونو واک واخلي.

د افغانستان له دغو سترو کانونو ترلاسه شوې میلیونونه افغانۍ د بدخشاني طالبانو د مشرانو ترمنځ وېشل کیږي.

د کابل او ممبې د نړیوالې سوداګرۍ مرکزونو پر چابهار خبرې وکړې

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۶ GMT+۰

د افغانستان د سوداګرۍ نړیوال مرکز رییس وايي، چې که سوله ټینګه شي د افغانستان، هند او ایران ترمنځ سوداګري او پانګونه به څلور برابره شي او له همګټو هېوادونو سره به اقتصادي ادغام پیاوړی کړي.

ذبیح الله زیارمل د هند د ممبې نړیوال سوداګریز مرکز سره د تعامل پرمهال وویل چې « موږ باور لرو سوداګریزې اړیکې، پانګونه، ګرځندوی، فرهنګي او د زده کړو برخه کې اړیکې د اسیا د سویلي هېوادونو د سیاسي مسایلو د عادي کېدو لامل کېدای شي«.

هغه وايي چې کابل د سویلي اسیا او منځنۍ اسیا ترمنځ د اړیکو ښه والي ته ژمن دی.

د هند ددکن هیرالډ د رپوټ له مخې، نوموړي هیله ښودلې ده چې د ټاپي لس میلیارډ ډالري پروژې چارې زر روښانه شي.

د هند د ممبې نړیوالې سوداګرۍ مرکز رییس ډاکټر ویجې کالانتري ویلي چې افغانستان تر ۲۰۲۸ کال پورې د هند د پنځه تریلیون ډالري ناخالص داخلي تولید او تر ۲۰۴۰ کال پورې ددغه هېواد د ۴۰ تریلیون ډالري ناخالص کورني تولید د لید په برخه کې مهم رول لوبولی شي.

هغه ویلي چې د افغانستان سوداګري ۹۹۷ میلیون ډالره ده، چې له ظرفیت ښکته ده، خو هند کولای شي د هوا او سمندر له لارې له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې او پانګونه ډېره کړي.

هغه وايي چې چابهار بندر له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره په دې برخه کې د نوي ډیلي د نښلونې مهمه لاره ده.

هغه افغانستان، هند او ایران ته وړاندیز وکړ چې د چابهار بندر په سیمه کې پر لوژستیکي تاسیساتو، اورګاډي ځغللیکې او هوايي ټرنسپورټ پانګونه وکړي او دا لاره د منځنۍ اسیا او اروپا پر لور په یوې مهمې دروازې بدله کړي.

هغه وویل چې ددې چارې لپاره هندي صادروونکي بانکي اسانتیاوو، د بیړیو تمځایونو، ګودامونو، او ورته نورو اسانتیاوو ته اړتیا لري.

په ترکیه کې د زده کوونکو یوې ډلې خپله افغانه ټولګیواله وهلې ده

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۹ GMT+۰

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د ترکیې د اوشاک ښار په یوه ښوونځي کې یوې ډلې زده کوونکو یوه ښځینه زده کوونکې دومره وهلې چې بې هوښه شوې ده. ترکي رسنیو دغه جینۍ افغانه ښودلې ده.

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د اوشاک ښار د حسن حلمي د منځني ښوونځي د ښځینه زده کوونکو یوې ډلې یوه افغانه زده کوونکې وهلې ده.

د ترکي رسنیو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د شنبې په ورځ د لیندۍ په لسمه رامنځته شوې ده.

د دې پېښې ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې او ښيي چې افغانه نجلۍ پر ځمکه غورځېږي او تر وهلو ټکولو وروسته بې هوښه کېږي.

په دغو ویډیوګانو کې د نورو زده کوونکو غږونه اورېدل کېږي چې هغوی هڅوي چې ددې افغانې نجلۍ وهلو ته دوام ورکړي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، د پېښې په ځای کې موجودو کسانو د جګړې د مخنیوي لپاره کوم اغېزناک اقدام نه دی کړی.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې د شخړې له پای ته رسېدو وروسته یوه ښځه له نورو غواړي چې امبولانس ته زنګ ووهي.

که څه هم ترکي رسنيو د يادې زده کوونکې د حالت په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي، خو په ښار کې مېشت افغان کډوال وايي، دغه افغانه نجلۍ په روغتون کې بستري ده.

تر اوسه د دې نښتې انګېزه نه ده معلومه، خو رسنیو لیکلي، چې د سیمې د پوهنې ادارې په دې برخه کې پلټنې پیل کړې دي.

کیېف ته د شولڅ سفر؛ جرمني له اوکراین سره ۶۵۰ میلیونه یورو پوځي مرسته اعلان کړه

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۹ GMT+۰

د جرمني صدراعظم کیېف ته د ناڅاپي سفر پرمهال وویل چې هېواد به یې په اروپا کې د اوکراین تر ټولو ستر ملاتړی پاتې شي. اولاف شولڅ همداراز ژمنه وکړه، چې جرمنی به په راتلونکو میاشتو کې اوکراین ته ۶۵۰ میلیونه یورو پوځي مرستې ولېږي.

دا د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د جرمني د صدراعظم دویم سفر دی، چې په یوه حساس وخت کې د جرمني ملاتړ څرګندوي.

اوس مهال روسي ځواکونه د نویو سیمو پر لور د پرمختګ په حال کې دي او د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ بري له دغه هېواد سره د مرستو د کمېدو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

ډونالډ ټرمپ د خپلې دویمې دورې په لومړۍ ورځ په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو ژمنه وکړه.

د جرمني د صدراعظم په وینا، د دغه هېواد نوې پوځي مرستې به د روان کال په ډسمبر میاشت کې اوکراین ته وسپارل شي.

تمه ده چې د دغه سفر په ترڅ کې اولاف شولڅ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره وویني او هغه به له ناټو وغواړي چې د بروکسل ددې اونۍ په غونډه کې اوکراین د پوځي اتحاد د غړي په توګه ومني.

اوکراین ته د جرمني د صدراعظم سفر په داسې حال کې دی، چې اولاف شولڅ د فبرورۍ په میاشت کې د خپل ایتلاف له ړنګېدو وروسته د بیا ټاکنو په تړاو له ننګونو سره مخامخ دی.

جرمني له امریکا وروسته د اوکراین دویم ستر پوځي مرستندوی دی.

له دې مخکې د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس اعلان وکړ، چې اروپا به له اوکراین سره پوځي مرستې زیاتې کړي.