• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ترکیه کې د زده کوونکو یوې ډلې خپله افغانه ټولګیواله وهلې ده

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۰ GMT+۰

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د ترکیې د اوشاک ښار په یوه ښوونځي کې یوې ډلې زده کوونکو یوه ښځینه زده کوونکې دومره وهلې چې بې هوښه شوې ده. ترکي رسنیو دغه جینۍ افغانه ښودلې ده.

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د اوشاک ښار د حسن حلمي د منځني ښوونځي د ښځینه زده کوونکو یوې ډلې یوه افغانه زده کوونکې وهلې ده.

د ترکي رسنیو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د شنبې په ورځ د لیندۍ په لسمه رامنځته شوې ده.

د دې پېښې ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې او ښيي چې افغانه نجلۍ پر ځمکه غورځېږي او تر وهلو ټکولو وروسته بې هوښه کېږي.

په دغو ویډیوګانو کې د نورو زده کوونکو غږونه اورېدل کېږي چې هغوی هڅوي چې ددې افغانې نجلۍ وهلو ته دوام ورکړي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، د پېښې په ځای کې موجودو کسانو د جګړې د مخنیوي لپاره کوم اغېزناک اقدام نه دی کړی.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې د شخړې له پای ته رسېدو وروسته یوه ښځه له نورو غواړي چې امبولانس ته زنګ ووهي.

که څه هم ترکي رسنيو د يادې زده کوونکې د حالت په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي، خو په ښار کې مېشت افغان کډوال وايي، دغه افغانه نجلۍ په روغتون کې بستري ده.

تر اوسه د دې نښتې انګېزه نه ده معلومه، خو رسنیو لیکلي، چې د سیمې د پوهنې ادارې په دې برخه کې پلټنې پیل کړې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ایران د سازندګي ګوند سرمنشي: د طالبانیزم تفکر نفوذ د ایران سرحدي سیمې ګواښي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۹ GMT+۰

د ایران د کارګزاران سازندګي ګوند سرمنشي، حسین مرعشي، د دغه هېواد د ختیزو سرحدونو د امنیت په اړه خبرداری ورکړی او وایي، چې له پاکستان او افغانستان څخه د طالباني افکارو د خپرېدو له ګواښ سره مخ دی.

نوموړي په سازندګي ورځپاڼه کې "ختیز سرحدونه" تر سرلیک لاندې مقاله کې د سرحدي بې ثباتۍ، راډیکال مذهبي نظریاتو او ناکامې امنیتي پالیسۍ ګواښونو ته اشاره کړې ده.

مرعشي د کرمان ولایت د والي په توګه د خپل وخت په اړه وویل چې د نشه يي توکو قاچاق، د سرحدي امنیت نشتوالی او د غیرقانوني کډوالو راتګ تل لویې ننګونې وې. هغه پر هغو قوانینو نیوکه کړې چې له قاچاق سره د مبارزې لپاره وضع شوي.

نوموړي له سیمه‌ییزو او قبایلي سرچینو نه د ګټې اخستو، یووالي، امنیتي اډو جوړولو او له بلوڅ مشرانو سره د همکارۍ یوې بریالۍ تګلارې یادونه کړې چې دده په باور، په هغه وخت یې کرمان ولایت کې ثبات راوست.

نوموړی وايي، "د شیعه او سني ترمنځ د مذهبي توپیرونو کمول او د ملي لیدلوري پیاوړي کول د سرحدي کړکېچونو د اوارولو لپاره کلیدي دي." مرعشي ټینګار وکړ چې د دیوالونو جوړولو په څېر منفي او سخت‌دریځې لارې، لکه د غزې دیوال تجربه، اغېزمنې نه دي.

مرعشي خبرداری ورکړی چې د طالبانو رادیکال فکر د ایران د سرحدي سیمو لپاره یوه جدي ستونزه ده. دده په باور، که څه هم دې نظریې تر اوسه ژور اغېز نه دی کړی، خو له پاکستان او افغانستان څخه د دې مذهبي فکر راتګ د پام وړ توجه ته اړتیا لري. د نوموړي په وینا، د سرحدي امنیت لپاره د حکومت نظریاتي چلند د سیمه‌ییزو قبایلو تر منځ فاصله زیاته کړې او کړکېچونه یې لا زیات کړي دي.

مرعشي د ایران په بلوڅانو کې د بېلتون غوښتنې نظریه رد کړې او وايي، چې دوی له ایران سره خپله تړاو ښکاره کړی. هغه وویل: "د ایران بلوڅان له هیواد سره ژور تړاو لري او هېڅکله یې نه دي غوښتي چې د پاکستان له بلوچستان سره یوځای شي، چې ډېر غریب او کمزوری دی." نوموړي یادونه کړې، چې د دې ستونزې ریښه د سیمه‌ییزو شکایتونو ناسمه اداره او له امنیت او حکومتولۍ څخه د سني او بلوڅ ټولنو محرومول دي.

مرعشي په ایران کې د سرحدي امنیت په اړه د یوې نوې تګلارې غوښتنه کړې ده. هغه ټینګار کړی چې باید امنیتي ځواکونو ته د سنيانو او بلوڅو پر لاسرسي محدودیتونه لرې شي، په امنیتي پلانونو کې د قبایلي مشرانو ادغام یقیني شي او د بلوڅ قبایلو لپاره د نفوذ ساحې مشخصې شي. هغه وویل: "دا طریقه د امنیت ټینګښت لپاره تر ټولو ساده او لږ لګښتې لار ده."

مرعشي حکومت هڅولی چې د سیمې له روزل شويو بشري سرچینو ګټه واخلي او پر صنعتي ودې پانګونه وکړي. هغه وايي، "امن سرحدونه د ګټورو سوداګریزو اړیکو او پرمختللې اقتصاد د جوړولو سبب ګرځي." نوموړي سیستان-بلوچستان د یوې داسې سیمې په توګه یاد کړي چې د اقتصادي بدلون لپاره ناکارېدلی ظرفیت لري.

مرعشي د سخت‌دریځو تګلارو د پرېښودو او داسې پالیسۍ غوښتنه کړې چې له ځایي تخصص ګټه پورته کړي او د بې ثباتۍ ریښې له منځه یوسي.

ملاهبت الله طالبان یوځل بیا د اختلافونو له منځه وړو او «اطاعت» ته وهڅول

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۱ GMT+۰

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د طالبانو مشر ملا هبت الله د طالبانو یوې غونډې ته ویلي چې «خپلمنځي اختلافات مه کوئ او د نظام د ساتلو لپاره پوره کوښښونه وکړئ». ملا هبت الله له طالبانو غوښتي چې د امربالمعروف قانون د بشپړ پلیتابه په برخه کې همکار واوسي.

د طالبانو د کندهار ولایت مقام نن دوشنبه «د لیندۍ ۱۲مه» وویل، چې سپین بولدک ولسوالۍ ته ملا هبت الله د خپل سفر پرمهال ویلي چې دغه نظام په اطاعت او پرهېزګارۍ او دغه راز له دیني عالمانو د مشورو په اخستلو او د دوی په مشورو د عمل په مټ ساتل کېدای شي.

ملا هبت په خپله وینا کې یو ځل بیا د امربالمعروف قانون پر عملي کېدو ټینکار کړی دی.

د کندهار د مقام د خبرپاڼې له مخې، ملا هبت الله وویل:«تاسې د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون د ښه نافذولو په برخه کې له اړوندو ادارو سره بشپړه همکاري وکړئ او په خپلو مساجدو کې مقتدیانو او کلیوالو خلکو ته د ایمان، عقیدې او د لمانځه اړوند موضوعات هره ورځ وښایاست».

ملا هبت الله طالبان د مشرانو اطاعت ته هڅولي دي.

هبت الله د غونډې په پای کې د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ټولو نظامي او ملکي مسوولانو ته سپارښتنه کړې، چي اختلافات ونه کړي او خپلو مسوولیتونو ته متوجې او ژمن واوسي.

که څه هم د طالبانو مشر ملا هبت الله له خوا توشیح شوی د امربالمعروف قانون یوازې په کندهار کې عملي شوی او په دغه ولایت کې ملي ټلوېزیون په راډیو بدل شوی او مسوولان یې د پخوا په څېر ساکښ انځورونه نه پرېږدي، خو په کابل او ګڼو نورو ولایتونو کې لا په بشپړ ډول نه دی پلی شوی او خپله د طالبانو له منځه ورسره مقاومت ښودل کیږي.

د کابل فوټسال غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ پیل شوې

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۴ GMT+۰

د کابل د فوټسال غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ د پیل مراسم د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې په تالار کې ترسره شول. دغه لیګ د دوو لوبډلو ترمنځ په سیالۍ سره پیل شو.

د یکشنبې په ورځ په کابل کې ، د کابل فوټسال غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ د ۱۳ لوبډلو په ګډون پیل شوې.

یادې سیالۍ به د الف او ب په ګروپي شکل تر سره شي.

په الف ګروپ کې زیتون، افغانستان ورزش، شقایق، عدالت، یاران همدلي او پیشنتاز او په ب ګروپ کې اطمینان، شریفي سپورټ، ظاهر اسد، پوشاک مددي، شهید نسیم، پنجشیر ایف سي او یاران افغان لوبډلې شاملې دي.

د دغو سیالیو په لومړی ورځ زیتون د اطمینان او افغانستان سپورټ لوبډله د شریفي سپورټ لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ښکته شوې.

په دغو دوو لوبو کې زیتون او اطمینان لوبډلو د ۳ـ۳ مساوي او د افغان سپورټ لوبډلې د شریفي لوبډلې ته ۱ـ۴ ګولونو ماتې ورکړه.

د دغه ټورنمنټ لومړۍ او دویم مقام ګټونکي لوبډلې به د افغانستان د زونونو د فوټسال سیالیو وروستي پړاو ته لار ومومي او هغه دوه لوبډلې چې په دغه ټورنمینټ کې تر ټولو کمې نمرې ترلاسه کړي د کابل د فوټسال یون لیګ سیالیو ته به لار ومومي.

د ملک سلمان مرکز په افغانستان کې له پولیو سره د مبارزې لپاره درې میلیونه ډالره مرسته کوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۴۸ GMT+۰

د سعودي پاچا ملک سلمان د بشري مرستو مرکز په افغانستان کې د پولیو پر ضد د مبارزې لپاره د درې میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده. د دې مالي مرستې تړون د یکشنبې په ورځ په ریاض کې د اسلامي پراختیايي بانک او د ملک سلمان د مرستو مرکز ترمنځ لاسلیک شو.

د سعودي عربستان خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغه تړون موخه په نړۍ کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نړۍوالو هڅو ملاتړ او ونډه ورکول دي.

د هوکړه لیک په جزیاتو کې راغلي چې افغانستان به د پولیو د له منځه وړلو لپاره د اسلامي پراختیايي بانک له لارې تمویلیږي. د پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز به د درېیو کلونو لپاره په کال کې یو ملیون ډالر او د بیل او میلنډا ګیټس خیریه بنسټ به ۱۵ میلیون ډالر ورکوي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو وایرس له امله په کې ماشومان مړه کیږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په لړم میاشت کې ویلي وو چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۷۱ پېښې ثبت شوې دي.

د دغه سازمان په وینا په افغانستان کې د پولیو ۲۳ پېښې ثبت شوې دي.

ناامني، ناسم دودونه او د واکسین کولو د مخنیوي لپاره د وسله والو ډلو بریدونه هغه لاملونه بلل شوي چې په افغانستان او پاکستان کې یې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو مخه نیولې ده.

د طالبانو ادارې د روان کال دوږي میاشتې په ۲۶مه په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د یوې نیمې میاشتې لپاره وځنډاوه.

ذبیح الله مجاهد: افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې په عملي ډول روانې دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۱ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې په عملي ډول روانې دي. طالبانو نږدې درې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د دغې پروژې پرانیسته کړې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې د ګازو په نل لیکه باندې یو کس په کار بوخت دی او څو تنه نور طالبان له همدې کار څخه لیدنه کوي.

ښاغلي مجاهد د یادې پروژې او ویډیو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دغه پروژه په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند د مشرانو له لوري د ترکمنستان په مرو ښار کې او وروسته ۱۳۹۶ کال کې د یادو هېوادونو د چارواکو له لوري د افغانستان په هرات ولایت کې پرانېستل شوه.

خو یاده پروژه د څووم ځل لپاره د روان کال د وږې میاشتې په ۲۱مه د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په شتون کې د ترکمنستان د «ملي رهبر قربانعلي بدي محمدوف» له لوري پرانېستل شوه.

د دغې نل لیکې په وسیله د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې د سوېلي اسیا هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او هند ته لېږدول کیږي.

د تېر حکومت پر مهال په افغانستان کې د یادې پروژې چارې د طالبانو د جګړو او بریدونو له امله ځنډول شوې وې.