د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې د پاکستان پوځ په عملیاتو کې پنځه تنه وسله وال وژل شوي دي

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، چې تېره ورځ د دغه هیواد پوځ د خیبرپښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال پنځه تنه وسله وال وژلي او دوه تنه نور یې ټپیان کړي دي. خو ټي ټي پي او کومې بلې وسله والې ډلې یې په اړه لا څه نه دي ويلي.