جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فدراسیون: د ارزو ټلویزیون تړل د بیان له ازادۍ څخه سرغړونه ده

په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فدراسیون په کابل کې د طالبانو د استخباراتو ادارې له‌خوا د ارزو ټلویزیون د فعالیتونو په درولو او د دغه ټلویزیون د کارکوونکو په نیونې اندېښنه څرګنده کړې.