• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملي محور ګوند: طالبانو یا اسلام نه دی درک کړی یا هم د هېواد د پرمختګ دوښمنان دي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۸ GMT+۰

د ملي محور ګوند د یوې اعلامیې په خپرولو د طالبانو له خوا د نجونو پر طبي انسټیټوټونو د بندیزونو په غبرګون کې لیکلي:«له توپير پرته د علم زده کړه نه يوازې انساني او اسلامي حق دی، بلکې د ټولنيز عدالت غوښتنه او زموږ د ملي ګټو بنسټیزې اړتياوې دي.»

په دې اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو یا اسلام نه دی درک کړی یا هم د هېواد د پرمختګ دوښمنان دي.

دغه ګوند وایي: «د طالبانو امارت په تېرو څه باندې درېيو کلونو کې ثابته کړه، چې يا خو يې اسلام نه دی درک کړی او يا يې هم په لوی لاس د هېواد له پرمختګ، خپلواکۍ او سوکالۍ سره دوښمني را اخيستې ده.»

د دغه ګوند په اند طالبانو له خپلې وروستۍ پرېکړې سره ثابته کړه چې د اصلاح کوم نیت او اراده نه لري.

د ملي محور ګوند زیاته کړه: «له وروستۍ پرېکړې څخه داسې ښکاري، چې د طالبانو مشرتابه د اصلاح هېڅ نيت او اراده نه لري او د اوسنيو سياستونو له تداوم سره هېواد يو ځل بيا د جنګ، جهل، فساد، افراط او بلواکۍ په يوه بله غميزه اړوي.»

دغه ګوند وایي، طالبان له بشري حقونو، اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره په څرګند تقابل کې روان دي او له همدې امله یې د فرمانونو او اوامرو اطاعت نه یوازې واجب نه دی، بلکې د هېواد له ملي ګټو سره جفا ده.

د ملي محور ګوند پر ولس غږ کړی، چې د مدني مقاومت او نافرمانۍ له لارې د حق په مبارزه لاس پورې کړي، د امارت له اوامرو سرغړونه پيل او له هر ډول مرستې او همکارۍ ډډه وکړي.

دغه ګوند زیاته کړه: «په دې لړ کې موږ د پوهنتون له نارينه محصلينو او د ښوونځيو د لوړو ټولګيو له زده کوونکو غوښتنه کوو، چې د خپلو خويندو د ننګې او ملاتړ لپاره دې هره مياشت په وروستۍ رسمي ورځ ښوونځي او پوهنځي ته له تګ څخه ډډه وکړي او له ولس څخه مو غوښتنه دا ده، چې همدا ورځ د نجونو د زده کړو لپاره کمپاين ته ځانګړې کړي او د قلم، ژبې او اعتصابونو له لارې د اعتراض غږ پورته کړي.»

طالبانو درې کاله وړاندې تر ثاني امر پورې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي، دوه کاله وړاندې يې د ثاني امر له مخې د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې او تېره ورځ یې د ثالث امر له مخې د چټکو زده کړو ښوونځي او د طبي زده کړو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړلې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

یوناما له طالبانو غوښتي چې د طبي مرکزونو د تړلو پر پرېکړه له سره غور وکړي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۵ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، د طالبانو له خوا په خصوصي طبي انستیتوتونو کې د نجونو پر زده کړو د بنديز لګولو پرېکړه د افغانستان پر روغتيايي سيستم ناوړه اغېزه کوي.

یوناما د چارشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې له طالبانو غوښتي، چې حکومت دې پر دې پرېکړې له سره غور وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي، چې د رسمي چینلونو له لارې د طبي روزنیزو مرکزونو د تړلو راپور په اړه څیړنه کوي او تر اوسه یې رسمي تایید نه دی ترلاسه کړی.

یوناما ویلي، چې که دا پرېکړه عملي شي د نجونو او ښځو پر زده کړو او روغتیايي خدمتونو ته د هغوی پر لاسرسي به محدودیتونه لا ډېر شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي، چې د دغه فرمان پلي کېدل به د افغانستان پر روغتیايي سیستم او د هېواد پر پرمختګ ناوړه اغېز وکړي.

یوناما د طالبانو له چارواکو غوښتي چې «د افغان ښځو او نجونو او په ټول هېواد کې د ټولو خلکو پر ژوند د منفي پایلو په پام کې نیولو سره د دې فرمان پر تطبیق له سره غور وکړي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره: په افغانستان کې د ښځو ژوند لا دمخه د زندان په څېر دی

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۶ GMT+۰

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک د طالبانو پر وروستیو بندیزونو سخته نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا پالیسي افغانستان د بشري کړکېچ لا ژورې کندې ته ټیل وهي. بربوک وايي، "په افغانستان کې د ښځو ژوند لادمخه د زندان په څېر دی".

بربوک د ښځو پر روغتیايي زده کړو د طالبانو بندیز غندلی او دا یې پر بنسټیزو حقونو او د هېواد پر راتلونکي مستقیم برید بللی.

طالبانو په دې وروستیو کې د قابله ګۍ په زده کړو بندیز ولګاوه، چې بربوک یې "نه یوازې له بنسټیزو روغتیايي خدماتو او زده کړو څخه انکار، بلکې د ګڼو خلکو د ژوند محکومول" بولي. بربوک ټینګار کړی، چې روغتیاپالانې په افغانستان کې، چې د مور او ماشوم د مړینې لوړه کچه لري، یوه مهمه ونډه لري.

هغې نن د چارشنبې پر ورځ وویل: "د روغتیا او زده کړو په برخو کې د ښځو د ګډون په مخنیوي سره طالبان په اصل کې د افغانستان راتلونکی له منځه وړي." بربوک څرګنده کړه چې جرمنی د افغان ښځو ترڅنګ درېدو ته ژمن دی.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د واک پر ګدۍ له کښېناستو وروسته د ښځو پر حقونو پراخ بندیزونه لګولي؛ له ښوونځیو، کارځایونو، او عامه ځایونو یې ښځې منع کړې دي. منتقدان خبرداری ورکوي، چې دا ډول پالیسۍ نه یوازې د افغانستان اقتصادي او ټولنیزې ستونزې ژورې کوي، بلکې کابل نور هم له نړیوالې ټولنې منزوي کوي.

نبي او ګوربز د افغان نجونو پر مخ د طبي مرکزونو تړل غیر عادلانه پرېکړه وبلله

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د افغانستان کرکټ دوو مخکښو لوبغاړو محمد نبي او رحمان الله ګوربز د طالبانو له لوري پر افغان نجونو د طبي انستیتوتونو بندول غندلي او دا یې يوه ناعادلانه پرېکړه بللې ده. دواړو پر نر او ښځه تعلیم اسلامي حق ګڼلی او غوښتنه يې کړې، چې طالبان دې پر دې پرېکړه جدي غور وکړي.

د چار شنبې په ورځ افغان کرکټ لوبغاړي محمد نبي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د نجونو پر مخ د طبي زده کړو د مرکزونو تړل د ټول هېواد او ملت په زيان دي.

نوموړي ليکلي چې «دا پرېکړه یوازې ددې نجونو راتلونکي ته زیان نه رسوي، بلکې ټول هېواد او ملت ته یې تاوان رسېږي.»

محمد نبي د طالبانو دغه پرېکړه بې انصافي بللې او غوښتنه يې کړې، چې طالب مسوولان دې پر دې پرېکړه جدي غور وکړي.

هغه ليکلي، «زه د دې ناعادلانه پرېکړې غندنه کوم او په عین وخت کې له حکومت څخه په درنښت او عاجزانه توګه غوښتنه کوم چې پر دې پرېکړه بیا جدي غور وکړي.»

محمد نبي زياتوي، چې افغانستان دا مهال لوستو او تعلیم یافته ښځو ته هم اړتیا لري.

د افغان کرکټ یو بل مخکښ لوبغاړي رحمان الله ګوربز هم همدې موضوع ته په اشارې پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: « (وقل ربي زِدْنِي عِلمًا) او ووايه اې ربه زما علم زيات كړه» نوموړي علم پر نر او ښځه فرض ګڼلی دی.

تر دې وړاندې د کرکټ افغان لوبډلمشر راشدخان هم پر طالبانو غږ کړی و، چې دغه پرېکړه بيرته واخلي.

منظور پشتین: د ښـځو تـعلیم د یوه سیال او پرمختللي افغانستان ضمانت ورکوي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۴ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشر منظور پشتین د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیزونو ته په اشارې ویلي، چې د ښځو زده کړه د یوه سیال او پرمختللي افغانستان تضمین دی.

منظور پشتین د چارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) پر خپل اېکس ولیکل چې د افغانستان اوسنی واکمن حکومت دې د ښځو پر زده کړو بندیزونه لرې کړي.

منظور پشتین له طالبانو غوښتنه کړې، چې « د ښځو د تعلیم د ودې لپاره دې په ښه توګه زمینه برابره کړي».

طالبانو د یوه تازه فرمان له مخې د ښځو او نجونو پرمخ د طبي زده کړو روزنیز مرکزونه وتړل .

دې ډلې له دې وړاندې د ښځو پر کار، ګرځېدا او د ژوند او ژواک پر نورو اړخونو هم بندیزونه لګولي او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي یې تړلي دي.

ملا هبت الله ته د ملا ضعیف شعري کنایه؛ «پوهیږې به هغه وخت چې دې عقل سرته راسي»

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د پخواني رژیم ډېپلوماټ ملا عبدالسلام ضعیف ملا هبت الله ته په یو کنایوي شعر کې ویلي، چې هغه وخت به پوی شي کله یې چې عقل سر ته راشي.

ملا عبدالسلام ضعیف چې د طالبانو په تېره واکمنۍ کې په اسلام اباد کې ددې ډلې سفیر و، د طالبانو د مشر له پالیسیو سره وخت ناوخته مخالفت ښودلی.

ضعیف پر خپل اېکس یو شعر خپور کړی، چې د کنایې په ډول د مولوي هیت الله اخوندزاده پالیسۍ نقد کوي.

هغه په دغه شعر کې چې هدف یې ظاهرا د طالبانو د مشر وروستۍ پرېکړې، په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو بندیزونه دي، د ملا هبت الله پرېکړې له عقل سره په ټکر کې ګڼلې دي.

ضعیف لیکلي، چې « که عقل دې مغلوب کړ فیصلې به دې خود خوا سي ـ هدف ته چې رسیږې سم مسیر به دې خطاسي».

نوموړي په دویمه مسره کې ددغو پرېکړو پر وړاندې نړیوالو غبرګونونو ته نغوته کړې او وايي « دښمن به درته ناست وي د انجام منظر به ګوري ـ پوهیږې به هغه وخت چې دې عقل سرته راسي».

ضعیف له دې وړاندې هم د طالبانو د حکومت پرېکړو ته په اشارې ليکلي و، چې په سياست کې بايد له هر فرصت څخه مثبته ګټه واخستل شي او د فرصتونو له منځه وړل د ناپوهو سیاستوالو کار وي چې بیا نه شي جبران کېدلای.

سلام ضعیف طالب مشرانو ته په اشارې ویلي و چې «سياستوال بايد ويښ، هوښيار او متحرک و اوسي».

عبدالسلام ضعیف داسې مهال دا کنایوي څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د امربالمعروف قانون توشیح کړی او دغه وزارت ته یې پکې پراخ واکونه ورکړي او په وروستۍ پرېکړه کې یې د نجونو پرمخ د طبي زده کړو د مرکزونو دروازې تړلې دي.