طالبان وايي، د اداري فساد کچه ټېټه شوې، خو خلک وايي چې طالبان په ښکاره بډې اخلي

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، په افغانستان کې د “فساد او بډو” کچه په بې‌ساري ډول راټېټه شوې ده؛ خو خلک په کابل او ولایتونو کې طالبان په بډو اخیستو تورنوي.