بلېنکن: موږ ونه توانېدو چې طالبان خپلو ژمنو ته وفادار پاتې کړو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د دغه هېواد کانګرس ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د دوی حکومت غوښتل طالبان کړو ژمنو ته په عمل وفادار پاتې کړي، خو دوی ونه توانېدل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د دغه هېواد کانګرس ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د دوی حکومت غوښتل طالبان کړو ژمنو ته په عمل وفادار پاتې کړي، خو دوی ونه توانېدل.
نوموړی وویل، مخکې له دې چې له افغانستان څخه ووځي پخپله افغانستان ته لاړ او پر ولسمشر غني سربېره یې له بېلابېلو اقشارو سره ولیدل چې د همدې اروزنې پر بنسټ یې ولسمشر بایډن ته مشوره ورکړه.
د بلېنکن په خبره، د افغانستان له سقوط یوه شپه وړاندې ورسره ولسمشر غني خبرې کړې وې او له طالبانو سره د جګړې ژمنه یې کړې وه.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې طالبانو د ټرمپ او بایډن دواړو د واکمنۍ پر مهال د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې ده او یو شمېر مادې یې تر پښو لاندې کړې دي.
نوموړي د امریکا کانګرس ته په خبرو کې وویل، چې له څه وخت راهیسې چې امریکا له افغانستان څخه وتلې د خپلو متحدینو لپاره یې تر بل هر وخت ډېرې وېزې ورکړې دي.
بلېنکن زیاتوي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د امریکا په تاریخ کې د افغانانو لپاره تر ټولو زیاتې وېزې ورکړل شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د امریکا کانګرس د شهادت اورېدو ناستې ته وویل چې امریکا له افغانستان نه تر وتلو وروسته له دغه هېواد سره نږدې ۸ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
نوموړی زیاتوي چې دا مرسته د بهرنیو موسساتو له طریقه شوې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې بهیر څارلی دی.
هغه د بایډن ادارې د یو شمېر منتقدینو هغه خبرې رد کړې، چې له افغانستان نه یې په وتلو سره روسیه زړوره کړې، چې پر اوکراین برید وکړي.
بلینکن وویل: "زه له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو او پر اوکراین د روسیې د برید ترمنځ اړیکه نه وینم. برعکس، که موږ په افغانستان کې پاتې وای او زموږ ځواکونه هلته بوخت وای، زموږ دښمنان به خوشحاله وای. روسیې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې پر اوکراین برید وکړ. هغه مهال موږ په افغانستان کې زرګونه سرتېري درلودل.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د دغه هېواد د ولسمشر پخوانی دریځ تکرار کړ چې دوی د اشرف غني حکومت د ژر سقوط اټکل نه کاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېسیون کې وویل چې د دوحې تړون د افغانستان د جمهوري دولت داخلي اعتماد کمزوری کړی و.
نوموړي وویل چې له افغانستان نه د وتلو پرېکړه سمه وه.
هغه وویل: «مونږ ته ویل شوي وو چې افغانستان به د تروریستانو په امن پټنځای بدل شي، خو القاعدې په افغانستان کې خپل ځان نه دی جوړ کړی او موږ د القاعدې مشر بې له کوم عسکر ه وواژه.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان نه د دغه هېواد د وتلو په اړه وویل، چې جوبایډن ته ددوحې تړون له ټرمپ څخه په میراث پاتې و. انتوني بلینکن ویل، چې د امریکا په غوښتنه افغان حکومت پنځه زره طالب بندیان خوشي کړل او امریکا د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزير انتوني بلېنکن د چار شنبې په ورځ کانګرس کې د شهادت پر مهال وویل، طالبانو هوکړه کړې وه، چې بین الافغاني خبرې به کوي او لویو ښارونو ته به نه ننوځي خو دې ډلې خپل پرمختګ ته دوام ورکړ.
بلینکن زیاته کړه، چې ده له ۲۰ زرو څخه ډیر اسناد او له ۵۰ د ډیرو شاهدانو مرکې کانګرس ته سپارلي دي.
انتوني بلینکن وویل، چې له افغانستان څخه د وتلو په تړاو د زده کړې هر ډول هڅه باید د هغو پیښو په شرایطو کې ترسره شي چې مخکې پیښې شوې.
انتوني بلېنکن د کانګرس په غونډه کې له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه سمه وګڼله.
هغه وويل: «موږ ته ويل شوي وو، چې افغانستان به د ترهګرو په پټنځاى بدل شي، خو القاعده په افغانستان کې ځان بيا جوړ نه کړ او موږ د القاعدې مشر بې له کوم عسکره وواژه.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټې کې وویل چې که امریکا له افغانستان څخه نه وای وتلې نو طالبانو پر امریکايي ځواکونو بریدونه کول.
انټوني بلېنکن وویل چې بایډن د دوحې تړون له شرایطو څخه پر سرغړونې سربېره له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو پریکړه وکړه.
بلېنکن ویلي، که بایډن د ټرمپ تړون ته ژمن نه وای، طالبانو به پر امریکايي پوځیانو بریدونه کړي وای او واشنګټن به افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو ته اړ شوی وی.
نوموړي زیاته کړه چې بایډن باید په افغانستان کې د جګړې د دوام او پای ته رسولو تر منځ انتخاب وکړي.