• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انټوني بلېنکن: د امریکا له وتلو وروسته له افغانستان سره نږدې ۸ میلیارده ډالره مرسته شوې

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۹ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د امریکا کانګرس د شهادت اورېدو ناستې ته وویل چې امریکا له افغانستان نه تر وتلو وروسته له دغه هېواد سره نږدې ۸ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

نوموړی زیاتوي چې دا مرسته د بهرنیو موسساتو له طریقه شوې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې بهیر څارلی دی.

هغه د بایډن ادارې د یو شمېر منتقدینو هغه خبرې رد کړې، چې له افغانستان نه یې په وتلو سره روسیه زړوره کړې، چې پر اوکراین برید وکړي.

بلینکن وویل: "زه له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو او پر اوکراین د روسیې د برید ترمنځ اړیکه نه وینم. برعکس، که موږ په افغانستان کې پاتې وای او زموږ ځواکونه هلته بوخت وای، زموږ دښمنان به خوشحاله وای. روسیې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې پر اوکراین برید وکړ. هغه مهال موږ په افغانستان کې زرګونه سرتېري درلودل.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د دغه هېواد د ولسمشر پخوانی دریځ تکرار کړ چې دوی د اشرف غني حکومت د ژر سقوط اټکل نه کاوه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

بلېنکن: له افغانستان نه د وتلو تړون له ټرمپ څخه جو بایډن ته په میراث پاتې و

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۷ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان نه د دغه هېواد د وتلو په اړه وویل، چې جوبایډن ته ددوحې تړون له ټرمپ څخه په میراث پاتې و. انتوني بلینکن ویل، چې د امریکا په غوښتنه افغان حکومت پنځه زره طالب بندیان خوشي کړل او امریکا د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزير انتوني بلېنکن د چار شنبې په ورځ کانګرس کې د شهادت پر مهال وویل، طالبانو هوکړه کړې وه، چې بین الافغاني خبرې به کوي او لویو ښارونو ته به نه ننوځي خو دې ډلې خپل پرمختګ ته دوام ورکړ.

بلینکن زیاته کړه، چې ده له ۲۰ زرو څخه ډیر اسناد او له ۵۰ د ډیرو شاهدانو مرکې کانګرس ته سپارلي دي.

انتوني بلینکن وویل، چې له افغانستان څخه د وتلو په تړاو د زده کړې هر ډول هڅه باید د هغو پیښو په شرایطو کې ترسره شي چې مخکې پیښې شوې.

انتوني بلېنکن د کانګرس په غونډه کې له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه سمه وګڼله.

هغه وويل: «موږ ته ويل شوي وو، چې افغانستان به د ترهګرو په پټنځاى بدل شي، خو القاعده په افغانستان کې ځان بيا جوړ نه کړ او موږ د القاعدې مشر بې له کوم عسکره وواژه.»

بلېنکن: که له افغانستان څخه نه وای وتلي طالبانو زموږ پر ځواکونو برید کاوه

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټې کې وویل چې که امریکا له افغانستان څخه نه وای وتلې نو طالبانو پر امریکايي ځواکونو بریدونه کول.

انټوني بلېنکن وویل چې بایډن د دوحې تړون له شرایطو څخه پر سرغړونې سربېره له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو پریکړه وکړه.

بلېنکن ویلي، که بایډن د ټرمپ تړون ته ژمن نه وای، طالبانو به پر امریکايي پوځیانو بریدونه کړي وای او واشنګټن به افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو ته اړ شوی وی.

نوموړي زیاته کړه چې بایډن باید په افغانستان کې د جګړې د دوام او پای ته رسولو تر منځ انتخاب وکړي.

مایکل مک کال: بلېنکن له افغانستان نه د امریکا د وتلو پرمهال په رخصتیو تللی و

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۳ GMT+۰

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس د بلینکن د شهادت په اوریدلو کې د بایډن پر ادارې له افغانستان نه د وتلو له امله نیوکې وکړې. مایکل مک کال وویل جو بایډن د امریکا د اساسي قانون خلاف طالبانو ته تسلیم شو او بلینکن خبرداریو ته پام ونه کړ او د وتلو پر مهال په رخصتۍ و.

مک کال وویل چې د بایډن ادارې د طالبانو له خوا د دوحې له تړون نه سرغړونې او له افغانستان څخه د وتلو په اړه د ناټو اخطارونه له پامه وغورځول.

هغه د چار شنبې په ورځ کانګرس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د شهادت پر مهال وویل چې حتا کله چې د خطر زنګونه غږول شوي وو، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې او د امریکا د دوو لسیزو همکارانو پر وړاندې پر شته ګواښونو سترګې پټې کړې او په رخصتیو تللی و.

مکل وویل: «په داسې حال کې چې طالبان ولایت په ولایت په رانږدې کېدو وو، تاسې زموږ د بهرنیو چارو د وزیر په توګه خپل مسوولیت نورو ته سپارلی و او کله چې د اګست پر ۱۴مه کابل طالبانو ته تسلیم شو، تاسې په رخصتۍ وئ. زه له دې خوښ نه یم. زه غواړم تاسې ته یادونه وکړم چې تاسې زموږ د ډیپلوماتانو او متحدینو امنیت په خطر کې واچاوه».

هغه وویل، « تاسې ترهګرو ته د ډیپلوماتیکو ملګرو په سترګه وکتل».

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته په خطاب کې وویل، چې «تاسې د امریکا له دښمنانو (طالبانو) سره د امریکا د ملګري او متحد په څېر چلند وکړ».

بلینکن نن د امریکا کانګرس ته حاضر شوی چې له افغانستان نه د متحده ایالتونو د ځواکونو وتلو په تړاو د کانګرس د غړو پوښتنې ځواب کړي.

افغانستان د دریو شل اوره لوبو په لومړۍ سيالۍ کې له زمبابوې ماته وخوړه

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۰ GMT+۰

زمبابوې کرېکټ لوبډلې د دريو شل اوره لوبو په لومړۍ سیالي کې افغانستان ته د څلور ويکټو په توپير ماته ورکړه. دغه لوبلړۍ نن چار شنبه د زمبابوې په کوربه توب پيل شوه.

د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوره لوبو د لومړۍ سيالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان ملي لوبډلې په شل اورونو کې د خپلو شپږ لوبغاړو په سوځېدو زمبابوې کرکټ لوبډلې ته ۱۴۵ منډې هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په توپوهنه کې کريم جنت ۵۴ او محمدنبي ۴۴ منډې وکړې. زمبابوې لوبډلې په شل اورونو کې د خپلو شپږو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ.

د زمبابوې پيليز توپ وهونکي برېن بونوت په ۴۹ توپونو ۴۹ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې په توپ اچوونکو کې نوین الحق درې، راشدخان دوه او محمد نبي يو لوبغاړي وسوځول.

د همدې سياليو دويمه راتلونکې لوبه د جمعې په ورځ د زمبابوې په هراري لوبغالي کې تر سره کيږي.

چاودنې د طالبانو جګپوړی چارواکی خلیل حقاني وواژه

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۰ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په کابل کې د کډوالو چارو وزارت ته نږدې د دغه وزارت د وزیر خلیل رحمن حقاني پر موټر چاودنه شوې او نوموړی پکې وژل شوی. خلیل رحمن حقاني د جلال الدین حقاني ورور او د کورنیو چارو وزیر سراج حقاني تره دی، چې ددې ډلې په مهمو کسانو کې شمېرل کېده.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر نن خپل کاري دفتر ته د تګ پرمهال د یوې چاودنې په ترڅ کې وژل شوی.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې حقاني نن ماسپښین په نښه شوی او په پېښه کې وژل شوی دی.

یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې حقاني د وزارت دننه له جومات نه د راوتلو پرمهال په ځانمرګي برید کې ژوند بایللی.

خلیل رحمن حقاني د مولوي جلال الدین حقاني ورور او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره دی، چې ددې ډلې په مهمو کسانو کې شمېرل کېده.

خلیل رحمن حقاني ډیری په جرګو مرکو او د قومونو او قبایلو د همغږۍ په چارو کې بوخت و.

نوموړي په دې وروستیو کې د خوست، پکتیا او پکتیکا د مختلفو قومونو مشران د افغانستان شمالي ولایتونو ته بیولي وو چې ددې سیمې له مشرانو سره له نږدې وپېژني.

هغه دغه راز د حقاني شبکې د نفوذ په ډیرولو کې ټاکونکی رول درلود.

100%

حقاني څوک و؟

خلیل الرحمن حقاني پر ۱۹۶۶ کال زیږیدلی او له شوروي اتحاد سره جګړو کې یې ټاکونکی رول درلود. نوموړی د جلال الدین حقاني ورور او د طالبانو د کورنیو چارو د اوسني وزیر سراج الدین حقاني تره دی.

نوموړی په ۲۰۱۱ کال فبروري کې د امریکا مالیې وزارت په خپل تور نوملړ کې شامل کړ او پر سر یې پنځه میلیونه ډالره جایزه وټاکله.

د ۲۰۱۱ کال د فبروري پرنهمه، ملګرو ملتونو، د ۱۹۰۴(۲۰۰۹) پریکړه لیک د دویم پراګراف پراساس، خلیل حقاني د القاعدې، اسامه بن لادن، یا طالبانو سره د نږدې اړیکو په لرلو تورن کړ او د خپلو بندیزونو په نوملړ کې یې شامل کړ.

100%

پاکستان کې بندي کېدل

خلیل الرحمن حقاني په ۲۰۰۳زیږدي کال کې پاکستاني ځواکونو ونیوه او زندان ته یې واچاوه، خو وروسته په ۲۰۰۷ کال کې چې د پاکستاني طالبانو بنسټګر بیت الله مسید شاوخوا ۳۰۰ پاکستاني پوځیان په جنوبي وزیرستان کې محاصره او ونیول، نوموړی د قومي مشرانو په منځګړتوب او د ځواکونو په تبادله کې خوشی شو.

نوموړي د طالبانو د لومړي رژیم له نسکورېدو ورسته په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې مرکزونو او په میرانشاه او میرعلې کې د افغان کډوالو کمپونو ته د بهرنیو جنګیالیو په انتقال کې ټاکونکی رول درلود او مالی لګښتونه یې ده او حاجي ابراهیم ور کول.