افغانستان د دریو شل اوره لوبو په لومړۍ سيالۍ کې له زمبابوې ماته وخوړه

زمبابوې کرېکټ لوبډلې د دريو شل اوره لوبو په لومړۍ سیالي کې افغانستان ته د څلور ويکټو په توپير ماته ورکړه. دغه لوبلړۍ نن چار شنبه د زمبابوې په کوربه توب پيل شوه.

زمبابوې کرېکټ لوبډلې د دريو شل اوره لوبو په لومړۍ سیالي کې افغانستان ته د څلور ويکټو په توپير ماته ورکړه. دغه لوبلړۍ نن چار شنبه د زمبابوې په کوربه توب پيل شوه.
د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوره لوبو د لومړۍ سيالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان ملي لوبډلې په شل اورونو کې د خپلو شپږ لوبغاړو په سوځېدو زمبابوې کرکټ لوبډلې ته ۱۴۵ منډې هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې په توپوهنه کې کريم جنت ۵۴ او محمدنبي ۴۴ منډې وکړې. زمبابوې لوبډلې په شل اورونو کې د خپلو شپږو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ.
د زمبابوې پيليز توپ وهونکي برېن بونوت په ۴۹ توپونو ۴۹ منډې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې په توپ اچوونکو کې نوین الحق درې، راشدخان دوه او محمد نبي يو لوبغاړي وسوځول.
د همدې سياليو دويمه راتلونکې لوبه د جمعې په ورځ د زمبابوې په هراري لوبغالي کې تر سره کيږي.


سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په کابل کې د کډوالو چارو وزارت ته نږدې د دغه وزارت د وزیر خلیل رحمن حقاني پر موټر چاودنه شوې او نوموړی پکې وژل شوی. خلیل رحمن حقاني د جلال الدین حقاني ورور او د کورنیو چارو وزیر سراج حقاني تره دی، چې ددې ډلې په مهمو کسانو کې شمېرل کېده.
په کابل کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر نن خپل کاري دفتر ته د تګ پرمهال د یوې چاودنې په ترڅ کې وژل شوی.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې حقاني نن ماسپښین په نښه شوی او په پېښه کې وژل شوی دی.
یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې حقاني د وزارت دننه له جومات نه د راوتلو پرمهال په ځانمرګي برید کې ژوند بایللی.
خلیل رحمن حقاني د مولوي جلال الدین حقاني ورور او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره دی، چې ددې ډلې په مهمو کسانو کې شمېرل کېده.
خلیل رحمن حقاني ډیری په جرګو مرکو او د قومونو او قبایلو د همغږۍ په چارو کې بوخت و.
نوموړي په دې وروستیو کې د خوست، پکتیا او پکتیکا د مختلفو قومونو مشران د افغانستان شمالي ولایتونو ته بیولي وو چې ددې سیمې له مشرانو سره له نږدې وپېژني.
هغه دغه راز د حقاني شبکې د نفوذ په ډیرولو کې ټاکونکی رول درلود.

حقاني څوک و؟
خلیل الرحمن حقاني پر ۱۹۶۶ کال زیږیدلی او له شوروي اتحاد سره جګړو کې یې ټاکونکی رول درلود. نوموړی د جلال الدین حقاني ورور او د طالبانو د کورنیو چارو د اوسني وزیر سراج الدین حقاني تره دی.
نوموړی په ۲۰۱۱ کال فبروري کې د امریکا مالیې وزارت په خپل تور نوملړ کې شامل کړ او پر سر یې پنځه میلیونه ډالره جایزه وټاکله.
د ۲۰۱۱ کال د فبروري پرنهمه، ملګرو ملتونو، د ۱۹۰۴(۲۰۰۹) پریکړه لیک د دویم پراګراف پراساس، خلیل حقاني د القاعدې، اسامه بن لادن، یا طالبانو سره د نږدې اړیکو په لرلو تورن کړ او د خپلو بندیزونو په نوملړ کې یې شامل کړ.

پاکستان کې بندي کېدل
خلیل الرحمن حقاني په ۲۰۰۳زیږدي کال کې پاکستاني ځواکونو ونیوه او زندان ته یې واچاوه، خو وروسته په ۲۰۰۷ کال کې چې د پاکستاني طالبانو بنسټګر بیت الله مسید شاوخوا ۳۰۰ پاکستاني پوځیان په جنوبي وزیرستان کې محاصره او ونیول، نوموړی د قومي مشرانو په منځګړتوب او د ځواکونو په تبادله کې خوشی شو.
نوموړي د طالبانو د لومړي رژیم له نسکورېدو ورسته په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې مرکزونو او په میرانشاه او میرعلې کې د افغان کډوالو کمپونو ته د بهرنیو جنګیالیو په انتقال کې ټاکونکی رول درلود او مالی لګښتونه یې ده او حاجي ابراهیم ور کول.

د سیمې او نړۍ په کچه له سیاسي بدلونونو سره هممهاله د طالبانو حکومت او پاکستان هڅې پیل کړې، چې خپلې ترینګلې اړیکې له سره ورغوي. په تېره لنډه موده کې د دواړو خواوو استازو پرله پسې لیدنې کتنې درلودې او پاکستان له اوږده ځنډ وروسته د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکه.
په وروستیو کې د دواړو خواوو تر منځ د لوړ پوړو ډیپلوماتیکو ناستو یوه لړۍ د دې څرګندونه کوي چې دواړې خواوې غواړي د ګډو ستونزو د حل او پر مهمو موضوعاتو د همکارۍ لپاره سره نږدې شي.
د دوشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار په اسلاماباد کې په داسې حال کې د طالبانو له سرپرست سفیر سردار احمد شکیب سره وکتل، چې د افغانستان لپاره د اسلام اباد ځانګړي استازي هم دې ناسته کې حضور درلود. په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د سیمې د ثبات ډېرولو او د امنیتي اندېښنو د هوارولو په اړه خبرې وشوې. په ورته وخت کې، په کابل کې د پاکستان چارسمبالي سفیر عبید نظاماني د طالبانو له دفاع وزیر ملا محمد یعقوب سره وکتل. دا ناستې په داسې حال کې کیږي چې اسلام اباد هڅه کوي له کابل سره د امنیت او سوداګرۍ په برخه کې یوه عملي اړیکه وساتي.
اقتصادي همکارۍ
د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ په ناستو کې د خبرو یوه بله مهمه اجنډا اقتصادي همکارۍ بلل شوې، چې معمولا د سیاسي او امنیتي بدلونونو تر اغیز لاندې دي.
د سه شنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا د سر وزیر د سوداګرۍ او صنایعو ځانګړي مرستیال عبد الکریم په پېښور کې د طالبانو د جنرال کونسل حافظ محب الله په مشرۍ له یوه ډیپلوماټیک پلاوي سره په ناسته کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه هېوادونه د سرحدي سوداګرۍ د اهمیت په اړه توافق لري چې د سیمهییز ثبات لپاره اړینه ده، خو لاهم کابل او اسلام اباد په دې برخه کې عملي ګام اخستنې ته نه دي نږدې شوي.
په خرلاڅي کې ګڼې لارۍ درېدلې، په سپین بولدک او تورخم کې نوي قیودات لګول شوي او پر وارداتو لوړه مالیه لګول شوې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې سوداګري او ټرانزیټ زیانمن کړی.

امنیت او ثبات د اجنډا په سر کې
د پاکستان لپاره تر ټولو مهمه مساله د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تحریک طالبان پاکستاناو نورو وسلهوالو ډلو حضور دی چې ګواکېله افغان خاورې څخه د پټنځای په توګه کار اخلي. اسلام اباد په پرلهپسې ډول له طالبانو غوښتنه کړې چې د دې ډلو پر وړاندې عملي اقدامات وکړي څو د سرحدي بریدونو مخه ونیسي.
طالبانو په دې وروستیو کې له ننګرهار نه تر کونړ او نورستان پورې پر ګډه پوله ګڼې امنیتي پوستې رغولې او د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې یې له فرقه یي شخړو وروسته له دې سیمې سره د لګېدلو سیمو څار ډېر کړی.
د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو مخنیوی د طالبانو لپاره تر ټولو ستره ننګونه ده او دا ډله تر اوسه پر دې نه ده توانېدلې چې بهرني جنګیالي تر خپل کنټرول لاندې راولي. دا د طالبانو او پاکستان په اړیکو کې د ننګونو سرڅلی دی. پاکستاني طالبانو په دې وروستیو کې په پاکستان کې خپل بریدونه چټک کړي او په دغو بریدونو کې د افغان طالبانو ګڼو سنایپر ویشتونکو برخه اخستېده.
سره له دې چې طالبانو په خوست، پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې خپل ګڼ شمېر جنګیالي او سرګروپان له پاکستاني طالبانو سره د همکارۍ په تور نیولي او څرخي پله زندان ته یې لیږدولي، خو دا ګام ځکه بریالی نه ښکاري چې ددغو جنګیالیو یوه برخه بېرته خوشي شوي او د نورو جنګیاليو چې ددوی په لیکو کې بایومتریک شوي نه دي، مخه «د شرعي دلایلو» پر بنسټ نه شي نیولای.
طالبان د پاکستان په پارلمان کې د پوځي منصبوالو په قانون کې د تغییراتو له راوستلو وروسته، چې ددغه هېواد د لوی درستیز کاري موده یې پنځو کلونو ته وغځوله، اوس دې ته ترجیح ور کوي، چې د کنګل اړیکو یا په لویه درستیزوالي کې تغییر ته د انتظار پرځای له اسلام اباد سره خپلې اړیکې ورغوي.
له دې وړاندې طالبانو ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبان د لوی درستیزجنرال عاصم منیر پرځای، چې د طالبانو او ټي ټي پي پر وړاندې یې سخت دریځ خپل کړی، د نوي لوی درستیز ګومارنې ته منتظر دي.

د چین او روسیې رول
دا ناستې په داسې حساس وخت کې کیږي چې سیمهییز لوبغاړي چین او روسیه د افغانستان په اړه خپل تماسونه زیاتوي.
د پاکستان لپاره، له طالبانو سره د همکارۍ اړیکو ساتل نه یوازې امنیتي مساله ده، بلکې یوهستراتېژیکه اړتیا هم ده څو په سیمه کې د بدلونونو په ترڅ کې یو کلیدي لوبغاړی پاتې شي.
چین غواړي چې افغانستان د "یو کمربند یو سړک" په نوښت کې د منځنۍ او سویلي اسیا د وصل نقطه وګرځي، په داسې حال کې چې روسیه په سیمه کې د لویدیز نفوذ محدودولو هڅې کوي. دغه پرمختګونه د پاکستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا له هدف سره نږدې دي، په ځانګړې توګه داسې مهال چې پاکستان د خپلو مالي ستونزو د هوارولو هڅې کوي.
د پاکستان ترهګرۍ ضد ادارې پرون اعلان وکړ، چې په ترهګریزو بریدونو کې شل چینایی وګړي وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي. له ۲۰۲۱ کال راهیسې په پاکستان کې پر چینايي وګړو او ګټو لږ تر لږه ۱۴ ترهګریز بریدونه شوي، چې په یو شمېر بریدونو کې پاکستاني طالبان ښکیل ګڼل کیږي.
د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې چارواکو په وينا، دامهال په دغه هېواد کې د چين د يو کمربند او يوې لارې پروژې د انجنيرانو او کارکوونکو په ګډون شل زره چينايان مېشت دي.
د چین او روسیې ځانګړو استازو په دې وروستیو کې کابل او کندهار ته سفرونه وکړل او د طالبانو له مشرتابه سره یې خپلې او د پاکستان امنیتي اندېښنې شریکې کړې. یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې چینايي پلاوي په کندهار کې د طالبانو مشرانو ته د اسلام اباد پیغام وسپاره، چې له دې ډلې نه پکې په ځینو برخو کې د روښانه اقداماتو غوښتنه شوې. په دې کې یوه غوښتنه د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو مخنیوی دی، چې اسلام اباد یې د ملامتۍ ګوته طالبانو ته نیسي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین، ویلي چې د افغانستان لپاره د فرانسې سفارت له شارژدافیر ژان مارین شو سره یې لیدلي دي.
شاهین په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه فرانسوي ډیپلوماټ سره یې د روغتیا په برخه کې په شته ستونزو خبرې کړې او د کابل د هوایي ډګر پر اړتیاو ورسره غږیدلی دی.
دغه طالب چارواکي د دغې لیدنې کتنې په اړه ډېر جزییات نه دي خپاره کړي.
تر دې وړاندې ځینو سرچېنو افغانستان انټرنیشنل ته ویلي و چې په کندهار کې د طالبانو مشر په افغانستان کې د بهرنیو ادارو پر چارو نیوکې کړې، هغوی یې د «جاسوسۍ» په چاره کې ښکېل بللي او د دغو ادارو د تړلو غوښتنه یې کړې وه.
د سرچېنو په وینا، د کابینې یو شمېر غړو له دغې غوښتنې سره مخالفت کړی او ویلي یې و، چې په دې اړه پرېکړه په «یوه ورځ کې ناشونې ده.» د طالبانو کابینې استدلال کړی و چې د دغو ادارو په تړلو سره به د دوی د ډلې او نړیوالې ټولنې تر منځ واټن نور هم زیات شي

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د سې شنبې په ورځ وویل، د طالبانو توپیري چلند د افغان ولس په تېره بیا د مېرمنو کړاوونه زیات کړي دي.
هغه وایي، دغه کړه وړه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د راوستو بهیر ټکنی کوي او یا یې هم له منځه وړي.
مېرمن امیري د سې شنبې په ورځ د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په پار په افغانستان کې د بشري حقونو پر ارزښت ټینګار وکړ او هغه یې د دغه هېواد د روان کړکېچ په هواري کې ګټور وباله.
هغې وویل: «په تېرو څلورو لسیزو کې جنګ جګړو د افغانستان د مېلیونونو خلکو بشري حقونه تروړلي دي.»
د امریکا ځانګړې استازې زیاته کړه: «د طالبانو لهخوا د مېرمنو او نجونو د جنسیتي ځورولو او د مذهبي لږکیو او نورو قومونو د وګړو، خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو د ځپلو له امله د افغانستان د خلکو رنځونه لا پسې ډېر کړي دي.»
طالبانو د خلکو په تېره بیا د نجونو او مېرمنو ټول حقونه ترې اخیستي او د هغوی د کار او زدهکړو ازادي یې ترې اخیستې ده.
د دغو ځپلو له امله، یو شمېر هېوادونو او د بشري حقونو بنسټونو د افغانستان دوسیه د هاګ محکمې ته سپارلې، چې له امله یې طالبان ځواب ویلو ته اړ کړل شي.
د طالبانو مشر په دې وروستیو کې ویلي، چې د «اسلامي شریعت» د پلي کولو په لار کې هیڅ ډول فشار ته نه تسلیمیږي.
هغه دا رنګه ویلي، چې له نړۍوالو سره د تعامل په کار کې اسلامي شریعت تر ټولو غوره لاره ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د سې شنبه په ورځ (د لېندۍ ۲۰مه) د طالبانو له واکمنانو وغوښتل، چې د راتلونکو نسلونو د ساتنې او سوکالۍ لپاره دې د بشري حقونو نړۍوال مکلفیتونه ومني.
د ملګرو ملتونو ماموریت وایي، چې سږکال د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې موضوع په دې ټینګار کوي، چې حقونه څنګه کولی شي خلک ځواکمن کړي، تر څو خپل راتلونکی جوړ کړي.
د دغه ماموریت مشرې روزا اوتونبایوا وویل: «په خواشینۍ سره، موږ په افغانستان کې د دې برعکس وینو. د بشري حقونو د خوندیتوب خطرناکه تخریب روان دی، چې ښځې او نجونې زیانمنوي.»
د ملګرو ملتونو ماموریت دا څرګندونې د سې شنبه په ورځ د ډسمبر په لسمه چې د بشرې حقونو له نړۍوالې ورځ سره برابره ده، کړې دي.
د چارواکو او بشري حقونو ریکارډونه ښیي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې سیسټماټیک تبعیض روان دی.
ښخې او نجونې د زده کړو، کار او د ورځینیو چارو او عامه ژوند له ډېرو برخو بې برخې شوي وي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ استازې فیونا فریزر وویل: «که افغانان په ځانګړې ټوګه ښځې او مېرمنې له خپلو حقونو همداسې بې برخې پاتې شي، دا په افغانستان کې د ټولو اوسېدونکو د هوساینې او ارامښت په برخه کې یوه څرګنده او قصدي ناکامي وي.»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مېجاهد د سې شنبه په ورځ وویل، چې د هېواد د بشري حقونو ثبوت د تلفاتو په کمیدو کې لیدل کېږي.
مجاهد پرته له دې چې د ملګرو ملتونو اعلامیې ته اشاره وکړي، وویل چې محکمې او نور بنسټونه د ټولو افغانانو په خدمت کې دي چې د شخړو او ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.
مجاهد د طالبانو تر واک لاندې د ملي راډیو ټلویزیون ته وویل، چې د جګړې پر مهال خلکو خپل حقونه له لاسه ورکړي و او اوس دغه حقونه بېرته ترلاسه شوي دي.
ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې طالبان په کراتو د بشري حقونو په نقض تورن کړي، خو طالبانو هر ځلې رد کړې او دوی خبرې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.