په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر د فرانسې سفارت له شارژدافیر سره لیدلي دي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین، ویلي چې د افغانستان لپاره د فرانسې سفارت له شارژدافیر ژان مارین شو سره یې لیدلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین، ویلي چې د افغانستان لپاره د فرانسې سفارت له شارژدافیر ژان مارین شو سره یې لیدلي دي.
شاهین په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه فرانسوي ډیپلوماټ سره یې د روغتیا په برخه کې په شته ستونزو خبرې کړې او د کابل د هوایي ډګر پر اړتیاو ورسره غږیدلی دی.
دغه طالب چارواکي د دغې لیدنې کتنې په اړه ډېر جزییات نه دي خپاره کړي.
تر دې وړاندې ځینو سرچېنو افغانستان انټرنیشنل ته ویلي و چې په کندهار کې د طالبانو مشر په افغانستان کې د بهرنیو ادارو پر چارو نیوکې کړې، هغوی یې د «جاسوسۍ» په چاره کې ښکېل بللي او د دغو ادارو د تړلو غوښتنه یې کړې وه.
د سرچېنو په وینا، د کابینې یو شمېر غړو له دغې غوښتنې سره مخالفت کړی او ویلي یې و، چې په دې اړه پرېکړه په «یوه ورځ کې ناشونې ده.» د طالبانو کابینې استدلال کړی و چې د دغو ادارو په تړلو سره به د دوی د ډلې او نړیوالې ټولنې تر منځ واټن نور هم زیات شي


د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د سې شنبې په ورځ وویل، د طالبانو توپیري چلند د افغان ولس په تېره بیا د مېرمنو کړاوونه زیات کړي دي.
هغه وایي، دغه کړه وړه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د راوستو بهیر ټکنی کوي او یا یې هم له منځه وړي.
مېرمن امیري د سې شنبې په ورځ د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په پار په افغانستان کې د بشري حقونو پر ارزښت ټینګار وکړ او هغه یې د دغه هېواد د روان کړکېچ په هواري کې ګټور وباله.
هغې وویل: «په تېرو څلورو لسیزو کې جنګ جګړو د افغانستان د مېلیونونو خلکو بشري حقونه تروړلي دي.»
د امریکا ځانګړې استازې زیاته کړه: «د طالبانو لهخوا د مېرمنو او نجونو د جنسیتي ځورولو او د مذهبي لږکیو او نورو قومونو د وګړو، خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو د ځپلو له امله د افغانستان د خلکو رنځونه لا پسې ډېر کړي دي.»
طالبانو د خلکو په تېره بیا د نجونو او مېرمنو ټول حقونه ترې اخیستي او د هغوی د کار او زدهکړو ازادي یې ترې اخیستې ده.
د دغو ځپلو له امله، یو شمېر هېوادونو او د بشري حقونو بنسټونو د افغانستان دوسیه د هاګ محکمې ته سپارلې، چې له امله یې طالبان ځواب ویلو ته اړ کړل شي.
د طالبانو مشر په دې وروستیو کې ویلي، چې د «اسلامي شریعت» د پلي کولو په لار کې هیڅ ډول فشار ته نه تسلیمیږي.
هغه دا رنګه ویلي، چې له نړۍوالو سره د تعامل په کار کې اسلامي شریعت تر ټولو غوره لاره ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د سې شنبه په ورځ (د لېندۍ ۲۰مه) د طالبانو له واکمنانو وغوښتل، چې د راتلونکو نسلونو د ساتنې او سوکالۍ لپاره دې د بشري حقونو نړۍوال مکلفیتونه ومني.
د ملګرو ملتونو ماموریت وایي، چې سږکال د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې موضوع په دې ټینګار کوي، چې حقونه څنګه کولی شي خلک ځواکمن کړي، تر څو خپل راتلونکی جوړ کړي.
د دغه ماموریت مشرې روزا اوتونبایوا وویل: «په خواشینۍ سره، موږ په افغانستان کې د دې برعکس وینو. د بشري حقونو د خوندیتوب خطرناکه تخریب روان دی، چې ښځې او نجونې زیانمنوي.»
د ملګرو ملتونو ماموریت دا څرګندونې د سې شنبه په ورځ د ډسمبر په لسمه چې د بشرې حقونو له نړۍوالې ورځ سره برابره ده، کړې دي.
د چارواکو او بشري حقونو ریکارډونه ښیي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې سیسټماټیک تبعیض روان دی.
ښخې او نجونې د زده کړو، کار او د ورځینیو چارو او عامه ژوند له ډېرو برخو بې برخې شوي وي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ استازې فیونا فریزر وویل: «که افغانان په ځانګړې ټوګه ښځې او مېرمنې له خپلو حقونو همداسې بې برخې پاتې شي، دا په افغانستان کې د ټولو اوسېدونکو د هوساینې او ارامښت په برخه کې یوه څرګنده او قصدي ناکامي وي.»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مېجاهد د سې شنبه په ورځ وویل، چې د هېواد د بشري حقونو ثبوت د تلفاتو په کمیدو کې لیدل کېږي.
مجاهد پرته له دې چې د ملګرو ملتونو اعلامیې ته اشاره وکړي، وویل چې محکمې او نور بنسټونه د ټولو افغانانو په خدمت کې دي چې د شخړو او ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.
مجاهد د طالبانو تر واک لاندې د ملي راډیو ټلویزیون ته وویل، چې د جګړې پر مهال خلکو خپل حقونه له لاسه ورکړي و او اوس دغه حقونه بېرته ترلاسه شوي دي.
ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې طالبان په کراتو د بشري حقونو په نقض تورن کړي، خو طالبانو هر ځلې رد کړې او دوی خبرې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

د پخواني جمهوري دولت لوی څارنوال د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وویل، چې نړۍواله سوله، سوکالي او ثبات د بشري حقونو او عدالت له درناوي پرته ناشونې ده.
فرید حمیدي د سې شنبه په ورځ (د لېندۍ ۲۰مه) وویل: «د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې لیکوالانو دغه ورځ له تبعیض، تاوتریخوالي او ظلم څخه د پاکې نړۍ په هیله د لوړ انساني ارمانونه او ارزښتونه په توګه ثبت کړی، چې ټول انسانان ترې ګټه پورته کولی شي. دوی د دې ارمانونو مادي اړخونو ته پام نه دی کړی. پایله دا شوه چې هغه ملتونه چې ځواک او شتمني یې لرله له دې حقونو برخمن شول.»
د بشري حقونو نړۍواله ورځ هر کال د ډسمبر میاشتې په ۱۰ مه نېټه نمانځل کیږي.
د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه په همدې ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له لوري په ۱۹۴۸ کال کې تصویب شوه.
په دغې اعلامیه کې د ټولو انسانانو لپاره مساوات، ازادي، انساني کرامت او حقوقو په اړه بنسټیز اصول وړاندې کوي.
ښاغلي حمیدي وویل: «بې وزله او کمزوري ولسونه زیات استثمار، بېوزلۍ، بې ثباتۍ، تاوتریخوالي، تبعیض او نه ختمیدونکي بدبختیو سره مخ شول. د بشری حقونو د تش په نامه د مدافعینو له خوا له بشري حقونو څخه دوه اړخیزه استفاده دغه لوړ انساني ارزښتونه له جدي او حیاتي ننګونو سره مخ کړي دي.»
هغه زیاته کړه، چې نړۍواله سوله، سوکالي او ثبات د بشري حقونو او عدالت له درناوي پرته ناشونی دی.
هغه پوښتنه کړې، نن چې د بشري حقونو نړۍواله ورځ ده، د افغانستان، فلسطین، سوریې، اوکراین او لسګونو نورو مظلومو هېوادونو خلکو ته څه پیغام لري؟
حمیدي زیاته کړه: «بشري حقونه د انسان ستره لاسته راوړنه ده. د دې د تحقق لپاره، نړۍوال نیت او اراده اړینه ده.»
د بشري حقونو نړۍواله ورځ په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د ارزښتونو د ساتنې، ترویج او ملاتړ لپاره لمانځل کیږي.
د بشري حقونو نړۍوالې ورځې موخه دا ده، چې د انسانانو د حقوقو او ازادیو په اړه پوهاوی او په نړۍ کې د هغوی د ساتنې لپاره هڅې زیاتې شي.
په افغانستان کې بیا طالبانو ټول بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي او تل ټینګار کوي، چې یاده ډله یوازې د شرعي احکامو پربنسټ چارې پر مخ وړي.
سره له دې چې افغانستان یوه اسلامي ټولنه ده، خو بیا هم افغانان د اسلامي احکامو ترڅنګ د بشري حقونو د په پام کې نیولو هم ټینګار کوي.

د ایران د ولسمشر د ستراتیژیکو چارو مرستیال وايي، چې د هامون او حقابې لپاره ګڼې داسې لارې چارې شته، چې له مخې یې د افغانستان او ایران ترمنځ ګډې ګټې تعریف شي.
محمد جواد ظریف د سه شنبې په ورځ د « زه هامون یم» مستند له لیدو وروسته خبریالانو ته وویل چې د اوبو د تالابونو په تړاو باید د افغانستان د اوسنیو واکمنانو او ایران تګلارې او هغه څه چې باید ترسره شي، له بهرني تړاو پرته وڅیړل شي.
نوموړي وویل چې « هامون ته د افغانستان تعهد د ۱۳۵۱ کال د هویدا له هوکړې اخوا دی، ځکه د افغانستان دولت د تالابونو په اړه تل نړیوال تعهد لرلی او په دې برخه کې په خپل تعهد کې پاتې راغلی دی».
دغه فلم چې د ایران د اوبو د زیرمو په اړه فلم جوړوونکي کمیل سوهاني جوړ کړی، د ایران د اوبو د تالابونو وضعیت ته کتنه کوي.
ظریف دغه راز ویلي چې د خپل وزارت پرمهال یې له افغان چارواکو سره خبرې کړې او هغوی په دې اړه بل ډول تفسیر لري.
نوموړی وايي، د بهرنیو چارو اوسني وزیر عباس عراقچي چې هغه مهال د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د ګډې کمیټې مسوول و، په دې بریالی شو، چې ښو هوکړو ته ورسیږي، ځکه د یوه اړخ په ګټه پریکړې ناشونې وې.
د ایرنا او نورو ایراني رسنیو د رپوټ له مخې، ظریف وویل، چې د اوبو په تړاو هر ډول پرېکړې باید دوواړو هېوادونو د ګټو پر بنسټ وي.
جواد ظریف زیاته کړې، چې « د هامون او حقابې په اړه ګڼې تګلارې شته، چې د افغانستان او ایران تر منځ ګډې ګټې تعریف کړو».
نوموړی وايي، چې په دې برخه کې به یو ستراتیژیک ګام واخلي.

د طالبانو د حکومت واياند وايي، د دوی په واک کې د ملي پراختیا شرکت د ډمټرک په نوم باري موټر هم «تولید کړ.»
ذبیح الله مجاهد وايي،دا ډمټرک به ژر په هېواد دننه بار وړلو ته تیار شي.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «د ملي پراختیا شرکت نور هم ګڼ تولیدات لري چې نمایش ته به وړاندې شي.»
ښاغلي مجاهد څو میاشتې مخکې هم په ورته ډول لیکلي و چې د ښاري خدمتونو لپاره دې ډلې نو نوی بس موټر جوړ کړی.
د نوموړي په خبره، دغه ګام یې د ځان بسیاینې په لور اخیستل شوی دی.
وروسته دغه بس په هلمند کې هم نندارې ته وړاندې شو.
خو هغه وخت هم له هر چا سره دا پوښتنه وه چې دا بس دوی څنګه تولید کړ.
د طالبانو واکمنېدو سره دې ډلې د نمبرګیني د تولید خبره هم ګرمه ساتلې وه، خو د شاوخوا دریو کلونو تېرېدو سره د همغه ګاډي کومې نمونې په بازار کې ونه لیدل شوې.