طالبان د ډمټرک موټر د تولیدولو ادعا کوي

د طالبانو د حکومت واياند وايي، د دوی په واک کې د ملي پراختیا شرکت د ډمټرک په نوم باري موټر هم «تولید کړ.»
ذبیح الله مجاهد وايي،دا ډمټرک به ژر په هېواد دننه بار وړلو ته تیار شي.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «د ملي پراختیا شرکت نور هم ګڼ تولیدات لري چې نمایش ته به وړاندې شي.»
ښاغلي مجاهد څو میاشتې مخکې هم په ورته ډول لیکلي و چې د ښاري خدمتونو لپاره دې ډلې نو نوی بس موټر جوړ کړی.
د نوموړي په خبره، دغه ګام یې د ځان بسیاینې په لور اخیستل شوی دی.
وروسته دغه بس په هلمند کې هم نندارې ته وړاندې شو.
خو هغه وخت هم له هر چا سره دا پوښتنه وه چې دا بس دوی څنګه تولید کړ.
د طالبانو واکمنېدو سره دې ډلې د نمبرګیني د تولید خبره هم ګرمه ساتلې وه، خو د شاوخوا دریو کلونو تېرېدو سره د همغه ګاډي کومې نمونې په بازار کې ونه لیدل شوې.

