خلیل الرحمن حقاني پر ۱۹۶۶ کال زیږیدلی او له شوروي اتحاد سره جګړو کې یې ټاکونکی رول درلود. نوموړی د جلال الدین حقاني ورور او د طالبانو د کورنیو چارو د اوسني وزیر سراج الدین حقاني تره دی.
نوموړی په ۲۰۱۱ کال فبروري کې د امریکا مالیې وزارت په خپل تور نوملړ کې شامل کړ او پر سر یې پنځه میلیونه ډالره جایزه وټاکله.
د سیمې او نړۍ په کچه له سیاسي بدلونونو سره هممهاله د طالبانو حکومت او پاکستان هڅې پیل کړې، چې خپلې ترینګلې اړیکې له سره ورغوي.
په تېره لنډه موده کې د دواړو خواوو استازو پرله پسې لیدنې کتنې درلودې او پاکستان له اوږده ځنډ وروسته د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکه.
په وروستیو کې د دواړو خواوو تر منځ د لوړ پوړو ډیپلوماتیکو ناستو یوه لړۍ د دې څرګندونه کوي چې دواړې خواوې غواړي د ګډو ستونزو د حل او پر مهمو موضوعاتو د همکارۍ لپاره سره نږدې شي.
د دوشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار په اسلاماباد کې په داسې حال کې د طالبانو له سرپرست سفیر سردار احمد شکیب سره وکتل، چې د افغانستان لپاره د اسلام اباد ځانګړي استازي هم دې ناسته کې حضور درلود. په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د سیمې د ثبات ډېرولو او د امنیتي اندېښنو د هوارولو په اړه خبرې وشوې. په ورته وخت کې، په کابل کې د پاکستان چارسمبالي سفیر عبید نظاماني د طالبانو له دفاع وزیر ملا محمد یعقوب سره وکتل. دا ناستې په داسې حال کې کیږي چې اسلام اباد هڅه کوي له کابل سره د امنیت او سوداګرۍ په برخه کې یوه عملي اړیکه وساتي.
اقتصادي همکارۍ
د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ په ناستو کې د خبرو یوه بله مهمه اجنډا اقتصادي همکارۍ بلل شوې، چې معمولا د سیاسي او امنیتي بدلونونو تر اغیز لاندې دي.
د سه شنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا د سر وزیر د سوداګرۍ او صنایعو ځانګړي مرستیال عبد الکریم په پېښور کې د طالبانو د جنرال کونسل حافظ محب الله په مشرۍ له یوه ډیپلوماټیک پلاوي سره په ناسته کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه هېوادونه د سرحدي سوداګرۍ د اهمیت په اړه توافق لري چې د سیمهییز ثبات لپاره اړینه ده، خو لاهم کابل او اسلام اباد په دې برخه کې عملي ګام اخستنې ته نه دي نږدې شوي.
په خرلاڅي کې ګڼې لارۍ درېدلې، په سپین بولدک او تورخم کې نوي قیودات لګول شوي او پر وارداتو لوړه مالیه لګول شوې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې سوداګري او ټرانزیټ زیانمن کړی.
امنیت او ثبات د اجنډا په سر کې
د پاکستان لپاره تر ټولو مهمه مساله د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تحریک طالبان پاکستاناو نورو وسلهوالو ډلو حضور دی چې ګواکېله افغان خاورې څخه د پټنځای په توګه کار اخلي. اسلام اباد په پرلهپسې ډول له طالبانو غوښتنه کړې چې د دې ډلو پر وړاندې عملي اقدامات وکړي څو د سرحدي بریدونو مخه ونیسي.
طالبانو په دې وروستیو کې له ننګرهار نه تر کونړ او نورستان پورې پر ګډه پوله ګڼې امنیتي پوستې رغولې او د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې یې له فرقه یي شخړو وروسته له دې سیمې سره د لګېدلو سیمو څار ډېر کړی.
د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو مخنیوی د طالبانو لپاره تر ټولو ستره ننګونه ده او دا ډله تر اوسه پر دې نه ده توانېدلې چې بهرني جنګیالي تر خپل کنټرول لاندې راولي. دا د طالبانو او پاکستان په اړیکو کې د ننګونو سرڅلی دی. پاکستاني طالبانو په دې وروستیو کې په پاکستان کې خپل بریدونه چټک کړي او په دغو بریدونو کې د افغان طالبانو ګڼو سنایپر ویشتونکو برخه اخستېده.
سره له دې چې طالبانو په خوست، پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې خپل ګڼ شمېر جنګیالي او سرګروپان له پاکستاني طالبانو سره د همکارۍ په تور نیولي او څرخي پله زندان ته یې لیږدولي، خو دا ګام ځکه بریالی نه ښکاري چې ددغو جنګیالیو یوه برخه بېرته خوشي شوي او د نورو جنګیاليو چې ددوی په لیکو کې بایومتریک شوي نه دي، مخه «د شرعي دلایلو» پر بنسټ نه شي نیولای.
طالبان د پاکستان په پارلمان کې د پوځي منصبوالو په قانون کې د تغییراتو له راوستلو وروسته، چې ددغه هېواد د لوی درستیز کاري موده یې پنځو کلونو ته وغځوله، اوس دې ته ترجیح ور کوي، چې د کنګل اړیکو یا په لویه درستیزوالي کې تغییر ته د انتظار پرځای له اسلام اباد سره خپلې اړیکې ورغوي.