کمال ناصر اصولي: د افغانستان ستونزې په ترور، زور او جنګ نه حلېږي

په پخوانۍ ولسي جرګې کې د خوست ولایت د خلکو استازي کمال ناصر اصولي د خلیل الرحمن حقاني د وژنې په غندلو سره ویلي، په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو او اقشارو د مشرانو «ترور» غیرانساني کړنه ده او د هېواد په ګټه نه ده.
نوموړي ویلي، چې د افغانستان ستونزې په ترور، زور او جنګ نه حلېږي.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي: «هر څوګ چې ترور کوي د تاریخ په اوږدو کې د هېواد او ولس سره جفا او خیانت کوي.»