د غزې په ټرانګه کې د ۳۳ فلسطنیانو د غمرازۍ مراسم

د غزې په تړانګه کې د هغو ۳۳ ملکي فلسطینیانو د وژل کیدو د غمرازۍ مراسم ترسره شول، چې د تیرې پنجشنبې په ورځ اسراییلي ځواکونو وژلي وو.
د غزې په تړانګه کې د هغو ۳۳ ملکي فلسطینیانو د وژل کیدو د غمرازۍ مراسم ترسره شول، چې د تیرې پنجشنبې په ورځ اسراییلي ځواکونو وژلي وو.
اسراییلي ځواکونو په دغه برید کې په غزه کې د نوصیرات کمپ په نښه کړ، چیرې چې له جګړو بې ځایه شوي ملکي وګړړو پناه اخیستې وه.
اسراییلي ځواکونو ددغه برید په اړه ویلي، چې د حماس یو لوړ پوړی چارواکی یې په نښه کړی، خو ددغه چارواکي نوم یې ندی په ډاګه کړی.
رویټرز خبري اژانس راپور خپور کړی، چې د دغه پېښې د قربانیانو لسګونو خپلوانو د جمعې په ورځ د غزې په تړانګې کې په یو روغتون کې د ۳۳ فلسطینیانو د مړو د ښخولو دمخه د قران کریم ایتونو ته وژړل.
سهیل متر، چې په دغه پېښه کې یې لمسیان او لور وژل شوي، رویټرز ته ویلي: "هغوی هیلې او خوشبیني وژلي دي."
متر زیاتوي: "هرکله چې څه پیښیږي او موږ وایو چې اوربند به وي او موږ به ارام وکړو له هغې وروسته، دوی خپل فکر بدلوي، موږ نه پوهیږو چې ولې."
د ملګرو ملتونو د فلسطین د بېړنیو مرستې ادارې لوړ پوړي چارواکي لوییس واټریج د جمعې په ورځ له نوصیرات څخه د ویډیو کنفرانس له لارې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو مطبوعاتي غونډې ته وویل: "موږ د پیښې له ځای څخه خورا وحشتناک عکسونه لیدلي دي."
هغه وويل: "دلته پلرونه د خپلو ماشومانو په لټه کې دي، ماشومان په خاورو او وينو کې پوښل شوي، د خپلو پلرونو په لټه کې دي. ګڼ ټپيان لا تر خاورو لاندې دي."
د متحده ایالاتو په ملاتړ د عرب هیوادونو په منځګړیتوب د مصر او قطر له خوا د څو میاشتو اوربند هڅې، د اسراییلو او حماس جنګیالیو ترمنځ د یوې موافقې د نه ترلاسه کیدو په پایله کې ناکامې شوې.
خو د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د پنجشنبې په ورځ په تل ابیب کې وویل، چې هغه په دې باور دی چې په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو خوشې کولو په اړه تړون ممکن نږدې وي ځکه چې اسراییلو اشاره کړې چې چمتو دی او د حماس له خوا د حرکت نښې نښانې شتون لري.