د یوې ایراني رسنۍ د راپور له مخکې، د ایران د پوهنې برخې په دغه هېواد کې په ټولګیو کې د زده کوونکو نه حاضریدل یوه ستره ستونزه ګڼلې ده. په دغه راپور کې راغلي، چې دغه زده کوونکي د اقتصادي ستونزو او د ژوند د لګښتونو له امله نه شي کولی ټولګیو کې حاضر شي.
تجارت نیوز نومې رسنۍ د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۲۳مه) لیکلي، په ټولنه کې د ماشومانو په کار ګومارل په ټولنه کې د اقتصادي بې وزلۍ نښه ده.
دغه ویبپاڼې خبرداری ورکړ، چې په کورنیو کې د بې وزلۍ وده او د متوسطې طبقې له منځه تلل هغه ستونزې دي چې زده کوونکي ورسره مخ دي او دا زده کوونکي له درس څخه شا ته پاتې کوي.
دا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې ماشومان د کورنیو اقتصادي ستونزو له امله له زده کړې وځي.
د ایران د پوهنې وزیر علیرضا کاظمي د لېندۍ په ۱۰مه ویلي و، چې زده کوونکي د کورنۍ، اقتصادي او ټولنیزو لاملونو له امله ښوونځي پریږدي.
د ایران د ولسي جرګې د پوهنې کمېسیون غړي فرشاد ابراهیم پور د تلې په ۲۹مه له زده کړو د محرومو ماشومانو د پټو شمېرو په اړه ویلي و، چې سږ کال شاوخوا دوه میلیونه زده کوونکي په ښوونځيو کې نه دي ثبت شوي او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې زده کوونکي له زده کړو بې برخې شي.
تازه په ملګرو ملتونو کې د ایران سفير او دايمي استازي د افغانستان د وضعت په اړه په خپلو خبرو کې ويلي، چې دوی هر کال د افغان کډوالو د اړتيا پوره کولو لپاره لس ميلیارد ډالره لګوي. خو لا هم افغان ماشومان په ایران کې زدهګړو ته لاسرسی نه لري.