د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې نږدې ۲۵۰ کډوال نیول شوي دي

د سیستان او بلوچستان ولایت د زهک ښار د پولیسو مشر امید شهریاري وايي، چې امنیتي ځواکونو په تیرو لسو ورځو کې ۲۴۸ کډوال نیولي دي. دغه ایراني چارواکي ویلي، هغه کډوال چې د استوګنې اسناد نه لري، د کلیوالي امنیتي پلان د پلي کېدو پرمهال نیول شوي دي.