د یونان په سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۵ تنه پناه غوښتونکي مړه شوي دي

د یونان په سواحلو کې د پناه غوښتونکو د کښتۍ ډوبېدو له امله ۵ تنه مړه شوي او ۴۰ لادرکه دي. د یونان ساحلي ګارډ ویلي، چې په پېښه کې ۵ تنه مړه شوي، ۴۰ لادرکه دي او ۳۹ تنه ژغورل شوي دي.