سرچینې: د کابل - کندهار پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي او ټانکر په ټکر کې ۱۹ تنه مړه شوي

له غزني ولایته سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي، چې د کابل - کندهار پر لویه لار د غزني په مربوطاتو کې د یوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس او د ګازو د یوه ټانکر د ټکر له امله ۱۹ تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپيان دي.