دغه طالب چارواکي د چارشنبې په ورځ په کابل کې د «اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د رسنیو رول» سیمینار ته په وینا کې وویل، چې رسنیو ته باید د «ملتپالو» په سترګو وکتل شي.
هغه خبرداری ورکړ، چې پر رسنیو محدودیتونه او زیاتې نیوکې د ګټې پر ځای زیان رسوي.
عباس ستانکزي وویل: «زما غوښتنه له حکومت او اسلامي امارت څخه دا ده، چې زموږ رسنۍ پیاوړې او ملاتړ یې وکړي.»
د هغه په خبره، په وړو مسایلو کې باید د رسنیو لپاره ستونزې جوړي نه شي او زیاته یې کړه: «دوی باید ازاد وي او دا هغه مهال شونې ده، چې د امارت او رسنیو ترمنځ واټن له منځه ولاړ شي.»
په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ټینګار کړی، چې کورنۍ رسنۍ باید له منفي تبلیغاتو او «متعصبو رسنیو» سره مبارزه وکړي او نړۍ ته د طالبانو د ادارې مثبت پرمختګونه وښيي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د تلې مياشتې پر ۲۳ مه اعلان وکړ، چې په رسنیو کې د ساکښو انځورونو د خپرولو د منع قانون به په تدریجي ډول په ټول افغانستان کې پلی شي.
د ساکښو انځورونو منع کول د تلویزیوني خپرونو د بندېدو خطر هم لري.
د تصويري رسنیو په برخه کې دغه محدودیت لومړی په کندهار ولایت کې پلی شو او بیا تخار، ننګرهار او نورو ولایتونو ته وغځول شو.
په ځینو ولایتونو کې د ځینو رسنیو خپرونې په عملي توګه بندې شوې دي.
د طالبانو د امربالمعروف چارواکو له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د ساکښو انځورونو له خپرولو ډډه وکړي.
دوی ټینګار کړی، چې یوازې غږ باید د تلویزیون له لارې خپور شي.
په ولایتونو کې د یو شمېر ټلویزیونونو له بندېدو سره سره په کابل کې خصوصي او دولتي رسنۍ خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
د خبریالانو د ملاتړو سازمانونو اندېښنه ښودلې، چې که دغه قانون په بشپړ ډول پلی شي، په افغانستان کې به د ویډیويي رسنیو فعالیتونه په عملي ډول بند شي.