شمالي وزیرستان کې د خلیل حقاني فاتحه اخستل کیږي

ټاکل شوې د جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان په ډانډې درپه خېل سیمه کې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د فاتحې مراسم ترسره شي.

ټاکل شوې د جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان په ډانډې درپه خېل سیمه کې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د فاتحې مراسم ترسره شي.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د فاتحې مراسم د حقاني شبکې په مدرسه منبع العلوم کې اخستل کیږي او ددې کورنۍ یو شمېر غړي به پکې ګډون وکړي.
د فاتحې مراسم د سهار له نهو نه تر دوو بجو پورې ترسره کیږي.
ډانډې درپه خېل له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې د حقاني شبکې د کورنۍ مهم استوګنځای و او د کورنۍ یو شمېر غړي یې دلته خاورو ته سپارل شوي دي.
په شمالي وزیرستان کې د مولوي جلال الدین حقاني انجمن القران لېسه، منبع العلوم مدرسه، جامع مسجد او وسله پالي لا هم فعال دي.
په داسې حال کې، چې د وزیرستان د خلکو کورونه د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې ړنګ شوي، د حقاني شبکې د غړو کورونه لاهم په شمالي وزیرستان کې ودان دي.
خلیل حقاني تېره چارشنبه په کابل کې دداعش وسله والې ډلې یوه ځانمرګي بریدګر په خپل وزارت کې وواژه.


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر خبر ورکړی، چې د همدې کال په نومبر میاشت کې په افغانستان کې د مرستو د بندېدو او لاسوهنې ۱۶۴ پېښې ثبت شوې، چې د تېرې میاشتې په پرتله ۵۶ سلنه زیاتوالی ښيي. اوچا زیاته کړه، چې د دغو لاسوهنو ۹۹ سلنه د طالب چارواکو له خوا ترسره شوې.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د چار شبنې په ورځ (د لېندۍ ۲۸ مه) د نومبر په میاشت کې په افغانستان کې د بشري مرستو پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه یو نوی راپور خپور کړ.
په راپور کې راغلي، چې دغه محدودیتونه د ۷۲ بشري پروژو د لنډمهالي ځنډېدو او د دوو پروژو د دایمي تړل کیدو لامل شوي.
د دغه رپوټ له مخې، په دې موده کې یو بشري مرکز هم په موقتی توګه تړل شوی دی.
اوچا زياته کړې، چې دغه پېښې تر ډېره په سوېلي، مرکزي او لوېديزو سيمو کې شوې دي.
دغه شمېرې ښیې، چې دا قضيې د تیرې میاشتې په پرتله ۵۶ سلنه او د ۲۰۲۳ کال د وخت په پرتله ۱۱ سلنه ډېرې شوې دي.
د دغه راپور له مخې، په دې موده کې د پلان شوې لاسوهنې، د کارکوونکو د لېست او حساسو مالوماتو د وړاندې کولو غوښتنه، د استخدام په بهیر کې لاسوهنه، د ښځینه کارکوونکو پر پوښاک محدودیت او خدماتو ته د ښځو د لاسرسي د مخنیوي اړوند قضیې ثبت شوې دي.
په دغه راپور کې دا هم راغلي، چې د بشري حقونو د کارکوونکو، شتمنیو او تاسیساتو پر وړاندې تاوتریخوالی ۳۷ سلنه زیات شوی او تېره میاشت یې شپږ کارکوونکي نیول شوي او د فزیکي تاوتریخوالي ددوه پېښې یې ثبت کړې دي.
ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې دغه بندیزونه د بشري مرستو د رسولو پر وړاندې د خنډ په توګه مطرح شوې دي.
له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په چارو کې د طالبانو د لاسوهنې راپورونه ورکړل شوي وو.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مخکې ویلي و، چې طالبانو د ۱۴۰۲ کال تر نیمايي پورې د دغه سازمان ۱۱۳ کارکوونکي نیولي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې په یوه غونډه کې پر رسنیو قیودات زیانناک ګڼلي. هغه له طالبانو وغوښتل، چې رسنۍ دې ازادې پرېږدي.
دغه طالب چارواکي د چارشنبې په ورځ په کابل کې د «اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د رسنیو رول» سیمینار ته په وینا کې وویل، چې رسنیو ته باید د «ملتپالو» په سترګو وکتل شي.
هغه خبرداری ورکړ، چې پر رسنیو محدودیتونه او زیاتې نیوکې د ګټې پر ځای زیان رسوي.
عباس ستانکزي وویل: «زما غوښتنه له حکومت او اسلامي امارت څخه دا ده، چې زموږ رسنۍ پیاوړې او ملاتړ یې وکړي.»
د هغه په خبره، په وړو مسایلو کې باید د رسنیو لپاره ستونزې جوړي نه شي او زیاته یې کړه: «دوی باید ازاد وي او دا هغه مهال شونې ده، چې د امارت او رسنیو ترمنځ واټن له منځه ولاړ شي.»
په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ټینګار کړی، چې کورنۍ رسنۍ باید له منفي تبلیغاتو او «متعصبو رسنیو» سره مبارزه وکړي او نړۍ ته د طالبانو د ادارې مثبت پرمختګونه وښيي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د تلې مياشتې پر ۲۳ مه اعلان وکړ، چې په رسنیو کې د ساکښو انځورونو د خپرولو د منع قانون به په تدریجي ډول په ټول افغانستان کې پلی شي.
د ساکښو انځورونو منع کول د تلویزیوني خپرونو د بندېدو خطر هم لري.
د تصويري رسنیو په برخه کې دغه محدودیت لومړی په کندهار ولایت کې پلی شو او بیا تخار، ننګرهار او نورو ولایتونو ته وغځول شو.
په ځینو ولایتونو کې د ځینو رسنیو خپرونې په عملي توګه بندې شوې دي.
د طالبانو د امربالمعروف چارواکو له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د ساکښو انځورونو له خپرولو ډډه وکړي.
دوی ټینګار کړی، چې یوازې غږ باید د تلویزیون له لارې خپور شي.
په ولایتونو کې د یو شمېر ټلویزیونونو له بندېدو سره سره په کابل کې خصوصي او دولتي رسنۍ خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
د خبریالانو د ملاتړو سازمانونو اندېښنه ښودلې، چې که دغه قانون په بشپړ ډول پلی شي، په افغانستان کې به د ویډیويي رسنیو فعالیتونه په عملي ډول بند شي.

د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني له ترور وروسته د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د کندهار والي ملاشيرين، د بلخ والي یوسف وفا او د خپلو ځانګړو ځواکونو قوماندان عبدالاحد طالب ته سپارښتنه کړې، چې خپل امنیت ته پاملرنه ډېره کړي.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په کندهار کې باوري سرچینو وویل چې د طالبانو د کډوالو چارو د وزير خلیل حقاني له وژل کېدو وروسته د طالبانو مشر په پرله پسې توګه له خپلو دریو نږدې ملګرو سره ناستې او خبرې کړې، چې له احتمالي بریدونو ځانونه خوندي کړي.
د طالبانو مشر په بېلابيلو برخو کې خپل سلاکاران او استازي لري، خو په سیاسي او امنیتي برخه کې یې تر ټولو نږدې کس د کندهار والي ملاشيرین دی.
ملاشيرين د هبت الله په ټولو ناستو او ليدنو کې حاضر وي او په ډېرو پرېکړو کې د نوموړي نظر او رایې ته ارزښت ور کوي.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په همدې لېندۍ مياشت کې د کندهار د امنيتي جاج اخیستلو په موخه دوه ځله د مخابرې له لارې، د قوماندانۍ او حوزو له مسوولانو سره خبرې کړې دي.
په کندهار کې د طالبانو والي ملاشيرين هم په پرله پسې توګه په امنيتي ناستو کې د ادارو او مسوولانو ترمنځ د همکارۍ، همغږۍ او امنيت پر خونديتابه ټينګار کړی او ټولو امنيتي ادارو ته یې امر کړی، چې ګزمې او تلاشۍ زياتې کړي.
د تېرې يکشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۵مه) نېټه له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې په کندهار کې تلاشۍ او ګزمې زياتې شوي او امنيتي کسان له شکمنو خلکو د تدکرو، ځای او دندو په اړه پوښتنې کوي.
سرچینه وايي، چې د کډوالو چارو د وزیر خلیل الرحمن حقاني له ترور وروسته ملا هبت الله اخوندزاده د خپلې ځانګړې کړۍ امنیت ته پاملرنه ډېره کړې او له خپلو دریو باوري کسانو یې غوښتي، چې خپل تګ راتګ او ددفترونو امنیت خوندي کړي او له مراجعینو سره په لیدنو کتنو کې لازم امنیتي تدابیر په پام کې ونیسي.

ملاشيرين څوک دی او څه رول یې لوبولی؟
ملا محمد علي حنفي مشهور په ملاشيرين اخوند د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
نوموړي د طالبانو د بنسټ اېښودونکو له ډلې دی او د طالبانو لومړي مشر ملا محمد عمر مجاهد او اوسني مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته تر ټولو نږدې کس بلل کيږي.
ملا شیرین د طالبانو د لومړي مشر ملامحمد عمر د کورني امنيت مسوول هم وو.
نوموړي ډېر وخت له خپلې کورنۍ سره په پاکستان او قطر کې تېر کړي او له همدې ځایونو يې هم زيات مهال فعالیت کاوه.
ملاشيرين په تېرو شلو کلونو کې د پخواني جمهوريت پر وړاندې د طالبانو د ډېرو جګړو او استخباراتي پلانونو جوړوونکی او رهبري کوونکی پاتې شوی او له امریکا سره د دوحې د سولې په خبرو کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړی هم و.
هغه په تېرو شلو کلونو کې په کندهار او غزني کې د طالبانو والي، په سويلي زون کې د استخباراتو مسوول او په ډېرو برخو کې د طالب مشرانو سلاکار پاتې شوی او په همدې سېمو کې يې سختې جګړې رهبري کړې دي.
د سرچينو د مالوماتو له مخې، د کندهار د پخواني مخکښ قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزي د ترور پلان هم ملاشيرين جوړ کړی و.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته ملاشيرين لومړی د کابل والي وټاکل شو، وروسته د طالبانو د دفاع وزارت د ستراتيژيکو استخباراتو مرستیال او ۱۴۰۲ کال د غويي میاشتې پر ۱۴ مه نېټه د یوسف وفا پر ځای د کندهار والي وټاکل شو.
نوموړی د طالبانو د هغه کمیسون مشر هم دی، چې په منظم ډول له پاکستان سره د پولې په اوږدو کې د ستونزو د حل په موخه خبرې کوي.

د ملاشيرين اوسنی رول
ملاشيرین دا مهال د طالبانو په منځ کې د دې ډلې مشر هبت الله ته د سیاست او امنیت په برخو کې یو مهم او نږدې کس ګڼل کيږي.
سرچینې وايي، ملاشيرين له پاکستان سره پراخې، پټې او ټينګې اړيکي لري او له همدې کبله يې څو ځله د هبت الله په استازیتوب له پاکستاني چارواکو سره د سیاسي او امنیتي ستونزو د حل په موخه ليدنې تر سره کړې.
نوموړی د ۱۴۰۲ کال د مرغومي میاشتې پر ۱۳ مه د یوه پلاوي په مشرۍ په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره څو ناستې تر سره کړې. په دې ناستو کې طالب پلاوي هڅه کوله، چې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ ترینګلتيا پای ته ورسوي او د سولې خبرې وکړي.
هغه مهال پاکستان ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر پر ځای د یوه والي تګ او پاکستاني چارواکو ته د طالبانو د مشر ملا هبت الله پیغام رسولو د ګڼو کتونکو تر منځ بېلابېلې پوښتنې پیدا کړې.

له ملاشيرين سره لېدنې
د طالبانو د مشر پيدا کول او نوموړي ته مستقیم پيغام لېږل د بهرنیو ډپلوماټانو او حتا د طالبانو د کابینې غړو ته ستونزمن دي. له همدې کبله ډېری وزيران، واليان، قوماندانان او د ادارو مشران خپل شپږ مياشتني او کلني راپورونه له ملاشيرين سره شریکوي.
ډېر طالب چارواکي هڅه کوي چې د کندهار له والي سره اړيکې ټينګې کړي او ملګرتيا ورسره وپالي.
په همدغه کال کې د لوړو زده کړو، پوهنې، اطلاعاتو او کلتور، کانونو او پټروليم، ماليې وزارتونو، افغانستان بانک، سرې میاشتي او یو شمېر نورو وزارتونو استازو په کندهار کې د طالبانو له والي ملاشيرين سره د هغه د کار په دفتر کې کتلي او خپل راپورونه يې ورته وړاندې کړي دي.
د سرچينو د مالوماتو له مخې، ملاشيرين د هرې ادارې جزئيات او مالومات د دې ډلې له مشر هبت الله سره وخت پر وخت شریکوي او بحثونه پرې کوي.
د ۱۴۰۲ کال د سلواغې پر ۴مه نېټه د افغانستان د ۳۴ ولايتونو سوداګرو او صنعت کارانو د کندهار والي ملا شبرين سره په لېدنه کې د صنعت او سوداګرۍ د ستونزو د حل په موخه ناسته کړې وه او افغان سوداګرو غوښتل، چې د طالبانو مشر ته مخامخ خپلې ستونزي ووايي خو په لېدو یې بريالي نه شول او هغه ته یې د ستونزو د حل پيغام د ملا شيرين له لارې ولېږه.
بهرنۍ ليدني
په تېرو درې نیمو کلونو کې ګڼو بهرنیو ډيپلوماټانو، ديني علماوو او د هېوادونو استازو هڅه کړې، چې په کندهار کې د طالبانو له مشر سره وويني خو نوموړي له هيڅ لوري سره ليدنې نه دي تر سره کړې او د ليدنو لپاره یې ملاشيرين خپل استازی ټاکلی.
ملا شيرين هم د همدې ليدونو پیغامونه تر هبت الله پورې رسولي دي.
تېر کال د مرغومي په میاشت کې پاکستاني سیاستوال ملا فضل الرحمان افغانستان ته د سفر پر مهال هڅه وکړه، چې په کندهار کې له هبت الله اخوندزاده سره وويني خو هغه یې ليدنه رد کړې وه.
د ملګرو ملتونو استازو په پرله پسې توګه هڅه کړې، چې د طالبانو مشر وويني خو بريالي شوي نه دي.
د روان کال د وږي په میاشت کې په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا کندهار ته تللې وه، خو له ملا هبت الله اخوندزاده سره په لیدو بریالۍ نه شوه.
د لېندۍ میاشتي پر ۱۰ مه د چین یو جگپوړی پلاوی کندهار ته تللی و او غوښتل يې د طالبانو له مشرتابه سره د پاکستاني طالبانو په تړاو د اسلام اباد اندېښنې شریکې کړي، خو دغه پلاوي هم له مولوي شیرین سره لیدلي او خپل پیغام یې نوموړي ته سپارلی دی.
د هبت الله نور نږدې کسان
هبت الله اخوندزاده یو شمېر نور ځان ته نږدې وزيران، واليان، جنګي قوماندانان او مشاورين هم لري، چې باور پرې کوي او په ځينو برخو کې ورڅخه مشورې اخلي.

عبدلاحد مشهور په طالب مولوی صاحب
نوموړی د هلمند اصلي اوسېدونکی او د طالبانو په منځ کې له جنګي قوماندانانو شمېر کېږي. هغه د پخواني جمهوريت پر مهال په هلمند کې د طالبانو والي و او ډېرې جګړې يې مخې ته وړې دي.
طالب مولوي دوه ځله پخوانيو افغان ځواکونو ونیوه او څه موده په بګرام زندان کې بندي هم و خو نوموړي له هغه ځایه هم فعاليت کاوه.
طالب مولوي په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو یو فعال جنګي کس او د طالبانو د جنګي ماشین اصلي پررزه بلل کيږي.
هغه د طالبانو په اوسنۍ واکمۍ کې څه موده د هملند والي و او اوس مهال د طالبانو د مشر هبت الله د ځانګړو ځواکونو قوماندان دی.
هبت الله ځان ته د علماوو يوه مشورتې ډله هم جوړه کړې، چې په ټولنه کې د ډېرو بنديزونو مشورې هم همدغه شورا ور کوي.
په دې شورا کې د کندهار د طالبانو د علماوو شورا رییس مولوي ملوک شاه، د هغه مرستيال اخترمحمد زعفراني، عبدالحکيم مغفور، د هملند د علماوو شورا رییس محمد اسماعيل، د زابل د علماوو رییس عزیزالله طیب او د فراه، هرات او نيمروز علماء او یو شمېر نور کسان هم پکې شامل دي.
د بلخ اوسنی والي محمد یوسف وفا
د طالبانو د کندهار پخوانی او د بلخ اوسنی والي امين الله مشهور په محمد یوسف وفا د کندهار د بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته یو بل نږدې کس ګڼل کيږي.
هبت الله او وفا دواړه په قوم نورزي دي او ډېری کسان وايي، چې هغوی خپلوي هم لري.
یوسف وفا د جمهوريت د سقوط په وروستيو کې د افغانستان په سویلي ولایتونو کې جګړې رهبري کولې او په ځينو برخو کې به یې مستقيم له هبت الله سره د مخابرې له لارې تماس نیوه.
هغه د جمهوريت پر مهال په کندهار، هلمند، ارزګان، غزني، میدان وردګ، ننګرهار او ځينو نورو سيمو کې د طالبانو د والي، نظامي مسوول او د جګړې رهبري کوونکی پاتې شوی.
د جمهوريت د سقوط پر مهال یوسف وفا په کندهار کې و او د اګست میاشتې پر۱۴مه نېټه د جمهوريت پخواني والي روح الله خانزاده د ولایت چارېورته وسپارلې.

په کندهار کې د یوسف وفا د ولایت پر مهال پر نوموړي ډېر انتقادونه کېدل، چې هغه د پخواني حکومت د نظاميانو په وژنو کې لاس لري.
نوموړي د افغانستان د سقوط پر مهال په زيات شمېر زغره وال ګاډي، وسلې او مهمات پاکستان ته ولېږدول او تر ډېره وخته یې کور له ډيورنډ کرښې هاخوا چمن کې و، چې هره پنجشنبه به يې تګ و راتګ کاوه.
نوموړی او کورنۍ يې له پاکستاني استخباراتو سره زياتې اړيکې لري.
د ۱۴۰۱ کال د کب مياشتي پر۱۸مه نېټه د طالبانو د بلخ پخواني والي محمد داود مزمل تر وژل کېدو څو میاشتې وروسته د طالبانو مشریوسف وفا د بلخ د والي په توګه وټاکه.
د طالبانو مشر په کندهار کې د ځانګړو غونډو، ناستو او له وزيرانو سره د ليدنو پر مهال یوسف وفا هم ورغواړي.
د امنيتي تدابيرو سپارښتني
په کابل کې د طالبانو د کډوالو چارو د وزير خلیل حقاني تر وژلو وروسته د طالبانو په منځ کې د جګپوړو چارواکو د امنیت ساتنې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
دغه اندېښنې داسې مهال دي، چې د طالبانو د کابل او کندهار د کړیو ترمنځ د اختلاف رپوټونه ور کول کیږي او یو شمېر کابل میشتي طالب مشران په ځانګړې توګه د حقاني ډلې کسان پر خپل مشر د هغه د توندو او سختو پالیسیو له امله نیوکې کوي.
دې اندېښنو او دداعش وسله والې ډلې فعالیتونو ته په پام، په کابل کې د طالبانو استخباراتو او په کندهار کې ددې ډلې مشر د امنیتي تدابیرو پر ټینګښت تمرکز ډېر کړی دی.
سرچینه وايي، چې ښايي د نویو امنیتي پروسیجرونو له مخې، د طالبانو د مشرانو تګ او راتګ محدود او له مراجعینو سره په چلند کې تغییر راشي او د امنیتي ګواښونو په ډېرېدو سره ددې ډلې د دفترونو او امنیتي ادارو امنیت سخت شي.

د جرمني په بن ښار کې د افغان کونسلګرۍ په ودانۍ او پارکینګ کې نوې ودانیزې چارې او تغییرات د سیمه ییزو خلکو له نیوکو سره مخ شوي دي. کونسلګرۍ په خپل باغ کې انتظارخونه جوړه کړې او په وروستیو اونیو کې یې د کوڅې په اوږدو کې نوی ځنځیر اچولی.
د جرمني ډبلیو ډي ار ټلویزیون وايي، چې افغان کونسلګري د استوګنې په سیمه کې واقع ده او ځايي اوسیدونکي د کونسلګرۍ د فعالیتونو، شور او ځوږ او د پارکینګ ځایونو د بندېدو له امله اندېښمن دي.
د نورو ستونزو ترڅنګ رپوټونه وايي، چې کونسلګرۍ په خپله ودانۍ کې د ودانیزو چارو له جواز پرته کارونه ترسره کړي دي. کونسلګري په خپل باغ کې انتظارخونه جوړه کړې او په وروستیو اونیو کې یې د کوڅې په اوږدو کې نوی ځنځیر اچولی، چې لا زیاتې نیوکې یې راپارولې دي.
د مسیحي ډیموکراټ ګوند د ځايي شورا غړي ډیوید لوتز یاد تلویزیون ته ویلي، چې له دې سیمې نه د کونسلګرۍ د انتقال په تړاو خبرې اترې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ځنډول شوې دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په کونسلګریو کې د مداخلې اړتیا نه ویني.
د یاد وزارت چارواکو ډبلیو ډي ار ته ویلي چې « فدرال حکومت په جرمني کې د افغانستان د استازځایونو په حالت کې هیڅ ډول تغییر نه دی راوستی».
سره له دې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د بن کونسلګري نه مني، په کونسلګرۍ کې چارې لاهم روانې دي او پاسپورټونه تمدید کیږي، خو نوي پاسپورټونه نه ورکول کېږي او دا د کونسلګرۍ مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.
د بن جنرال کونسل او په برلین کې افغان سفیر په دې وروستیو کې استعفاوې وکړې او ویې ویل چې د کوربه هېواد تر فشار لاندې دي.
په جرمني کې د افغانستان سفیر یما یاري د لړم پر ۲۸مه اعلان وکړ، چې د کوربه هېواد په غوښتنه یې له خپلې دندې استعفا کړې ده. یاري وویل چې د افغان وګړو او کډوالو د ستونزو د زیاتیدو مخنیوي په خاطر چې کېدای شي په جرمني کې د افغانستان د سفارت د تړل کیدو لامل شي، خپله دنده پای ته رسوي.
دیپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې عبدالباقي پوپل د یاري پر ځای په جرمني کې د افغانستان د سفارت مسوولیت پر غاړه اخستی دی.عبدالباقي پوپل مخکې په برلین کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر و.
په بن کې د افغانستان کونسل لطف الله سادات هم اعلان کړی و، چې د کوربه هېواد د محدودیتونو او غوښتنو له امله خپله دنده پای ته ورسوي.
خو له دغو استعفاوو وروسته طالبانو تراوسه د بن کونسلګرۍ او د برلین سفارت په اړه خپل دریځ نه دی په ډاګه کړی.
دغه دوه استازځایونه د مونشن کونسلګرۍ برعکس، یوازې پاسپورټونه تمدیدوي، خو نوي پاسپورټونه نه ور کوي، چې ښيي طالبانو تر اوسه تعامل نه دی ورسره پیل کړی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې د اشرف غني یوه مخکیني ساتونکي رحمدل حنفي په کابل کې وروسته له هغه ځان وژلی چې طالبانو یې مېرمن ونیوله. نوموړي د یکشنبې په ورځ د لیندۍ پر ۲۵ مه ځان وژلی.
افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، د طالبانو استخباراتو هڅه کوله رحمدل حنفي ونیسي او کله چې دوی د هغه په موندلو کې پاتې راغلل، د ده مېرمن یې له ځان سره یووړه.
رحمدل حنفي ۹ اولادونه لري. سرچینې وايي، چې د خپلې مېرمنې د موندلو او خلاصون لپاره یې د طالبانو مختلفو ادارو ته مراجعه کړې وه، خو ځواب یې نه و ترلاسه کړی.
سرچينه وايي، رحمدل حنفي د کابل له سقوط وروسته ایران ته تللی و، خو د طالبانو د سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي او د پنجشېر پخواني والي قدرت الله اميني په ضمانت بېرته افغانستان ته راستون شوی و.
سرچینه زیاتوي، چې د رحمدل حنفي د مېرمنې برخلیک لا هم څرګند نه دی او دا هم نه ده جوته، چې چېرې لېږدول شوې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو دې ډلې له دې وړاندې هم يو شمېر پخواني افغان سرتېري او چارواکي او يا د هغوى د کورنيو غړي نيولي دي.
رحمدل حنفي د پنجشېر اوسېدونکی و او د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود په کومانډو سرتېرو کې هم پاتې شوی و.