• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو له خوا د خپلې مېرمنې له نیول کېدو وروسته؛ د اشرف غني یوه مخکیني ساتونکي ځان وژلی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۹ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې د اشرف غني یوه مخکیني ساتونکي رحمدل حنفي په کابل کې وروسته له هغه ځان وژلی چې طالبانو یې مېرمن ونیوله. نوموړي د یکشنبې په ورځ د لیندۍ پر ۲۵ مه ځان وژلی.

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، د طالبانو استخباراتو هڅه کوله رحمدل حنفي ونیسي او کله چې دوی د هغه په ​​موندلو کې پاتې راغلل، د ده مېرمن یې له ځان سره یووړه.

رحمدل حنفي ۹ اولادونه لري. سرچینې وايي، چې د خپلې مېرمنې د موندلو او خلاصون لپاره یې د طالبانو مختلفو ادارو ته مراجعه کړې وه، خو ځواب یې نه و ترلاسه کړی.

سرچينه وايي، رحمدل حنفي د کابل له سقوط وروسته ایران ته تللی و، خو د طالبانو د سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي او د پنجشېر پخواني والي قدرت الله اميني په ضمانت بېرته افغانستان ته راستون شوی و.

سرچینه زیاتوي، چې د رحمدل حنفي د مېرمنې برخلیک لا هم څرګند نه دی او دا هم نه ده جوته، چې چېرې لېږدول شوې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو دې ډلې له دې وړاندې هم يو شمېر پخواني افغان سرتېري او چارواکي او يا د هغوى د کورنيو غړي نيولي دي.

رحمدل حنفي د پنجشېر اوسېدونکی و او د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود په کومانډو سرتېرو کې هم پاتې شوی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د امریکا د ګټو لپاره له طالبانو او تحریر الشام سره تعامل لرو

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۶ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې واشنګټن د دې وړتیا لري چې د امریکا د ګټو د تامین په خاطر له «ټاکل شویو ترهګرو ډلو» سره په تعامل کې واوسي. متیو میلر وویل چې امریکا د خپلو ګټو د پرمخ وړلو لپاره د طالبانو او تحریر الشام په ګډون له مختلفو ډلو سره تعامل کړی دی.

میلر د سه شنبې په ورځ «د لیندۍ ۲۷مه» په یوه خبري ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا واشنګټن په تیرو وختونو کې له طالبانو، داعش او القاعدې سره تعامل درلود، وویل، «هو موږ دا وړتیا لرو، زه له القاعدې سره له کومې ښکیلتیا خبر نه یم، خو موږ دا وړتیا لرو چې له ډیزاین شويو ترهګرو ډلو سره ښکیل شو، کله چې دا زموږ په ګټه وي. موږ د متحده ایالاتو د ملي ګټو د پرمخ وړلو لپاره له طالبانو سره تعامل لرو او موږ له تحریرالشام سره هم تعامل لرو، چې د امریکا ملي ګټې پرمخ یوسو، البته د امریکايي ژورنالیست اسټین ټیس په ګډون چې ویې مومو او کور ته راستون شي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي و چې واشنګټن لا هم طالبان د یوه نړیوال ترهګر سازمان په توګه پیژني. دغه وزارت همداراز ټینګار کړی و چې د امریکا د ګټو لپاره به له طالبانو سره له تعامل ډډه ونه کړي.

په داسې حال کې چې امریکايي او د ملګرو ملتونو چارواکو په وار وار د طالبانو له حکومت سره پر خبرو ټینګار کړی، پر دې تګلاره افغانان او د طالبانو سیاسي مخالفان نیوکې لري.

د بشري حقونو ډیری فعالان او افغان سیاستوال له یوې داسې ډلې سره اړیکه د منلو وړ نه ګڼي چې په سیستماتیک ډول د خپلو خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.

حامد کرزی د خلیل حقاني د فاتحې لپاره پکتیا ته تللی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۰ GMT+۰

پخوانی ولسمشر حامد کرزی نن چارشنبه پکتیا ولایت ته تللی، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني کورنۍ غړو ته د خلیل حقاني د وژل کېدو تسلیت ووايي.له کرزي سره په دغه سفر کې کریم خرم، ګل رحمان قاضي، شهزاده مسعود، عبدالجبار تقوا، زلمي هېوادمل او ګڼو نورو کسانو ملتیا کړې ده.

د طالبانو سرچینو ددغه سفر او ددې ډلې د کورنیو چارو له وزیر سره د حامد کرزي ګډ انځورونه خپاره کړي.

له کرزي سره په دغه سفر کې د هغه ددفتر پخوانی رییس کریم خرم، د اساسي قانون د څار کمیسیون پخوانی رییس ګل رحمان قاضي، شهزاده مسعود، عبدالجبار تقوا، زلمی هېوادمل او ګڼ نور کسان ملتیا کوي.

د کرزي دفتر د نوموړي پر اېکسپاڼه لیکلي چې د چارشنبې په ورځ د خلیل الرحمن حقاني د فاتحې لپاره د سراج الدین حقاني کور ته ولاړ او د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډگیرنې مراتب یې د دوی کورنۍ ته وړاندې کړل.

کرزی چې ډېر وخت ددرملنې لپاره جرمني کې و، تازه کابل ته ستون شوی دی.

خلیل حقاني تېره چارشنبه په کابل کې یوه ځانمرګي بریدګر وواژه، چې وروسته یې داعش مسوولیت ومانه.

جمهوري غوښتونکو له افغانستانه د الوتنو د ځنډېدو په اړه له انټوني بلېنکن څخه معلومات وغوښتل

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۴ GMT+۰

د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي وارن ډېویډسن او د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ترمنځ په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته د مزار شریف لههوایي ډګر څخه د هغو الوتنو پر سر اختلاف راغلی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې د پرواز مخه نیولې وه.

دغو الوتکو امریکایان او افغانان له مزار شریف څخه درېیم هېواد ته لېږدول.

ډېویډسن په یوه لیک کې چې فاکس نیوز ترلاسه کړی ادعا کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مزار شریف له اډې څخه د خلکو د وتلو مخه نیولې ده.

ډېویډسن وویل: «زه د هغو امریکایانو چې ابي پاسپورټونه یې لرل ایمیلونه او انځورونه لرم، چې د مزارشریف هوايي ډګر کې د وتلو لپاره چمتو وو. هغوی ته اجازه ورکړل شوې وه چې خوندي درېیم هېواد ته ولاړ شي، مګر د امریکا حکومت له لوري امر راغی، چې الوتنې دې وځنډول شي. ایا دا د بهرنیو چارو وزارت و؟»

د راپورونو له مخې، د امریکایانو په شمول شاوخوا ۱۰۰۰ کسان د مزار شریف اډه کې خپلو الوتنو ته په تمه وو، چې یوه امن هېواد ته ولاړ شي.

د الوتنو یوه تنظیم کوونکي رویټرز ته ویلي و، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د الوتنو او د الوتکو ناستو په اړه په همغږۍ کې پاتې راغلي وو.

په لیک کې ډېویډسن ادعا کړې، چې کله هغه د بهرنیو جارو زوارت سره په خبرو کې و، یوه چارواکي دې ته اشاره وکړه، چې له یوې څخه ډېرو الوتنو د الوتنې اجازه نه وه ترلاسه کړې.

ډېویډسن تېره اونۍ له بلېنکن څخه وپوښتل: "ایا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د مزارشریف له هوایي ډګر څخه د امریکایي وګړو د وتلو مخه نیولې؟"

انټوني بلېنکن یې په ځواب کې وویل:‌ «بلکل، نه.»

ډېویډسن ځواب ورکړ: «تاسو پوهېدی چې بندې دي!»

انټوني بلېنکن وویل: «زه به خوشحاله شم که له تاسو په دې اړه شواهد وګورم. زه د کوم امریکایي د الوتنې د بندېدو په اړه نه پوهېدم.»

ډېویډسن وویل: «زه د هغو امریکایانو چې ابي پاسپورټونه یې لرل ایمیلونه او انځورونه لرم چې د مزارشریف هوايي ډګر کې د وتلو لپاره چمتو وو. هغوی ته اجازه ورکړل شوې وه چې خوندي درېیم هېواد ته ولاړ شي، مګر د امریکا حکومت له لوري امر راغی چې الوتنې دې وځنډول شي. ایا دا د بهرنیو چارو وزارت و؟»

هغه ټینګار وکړ، چې د بهرنیو چارو وزارت هېڅکله هم د امریکایانو یا افغانانو د وتلو مخه نه ده نیولې.»

هغه زیاته کړه، هر هغه امریکایي وګړي چې غوښتل یې له افغانستان څخه ووځي ورته زمینه برابره شوې وه.

د جمهوري غوښتونکو د ادعا له مخې، د بایډن ادارې د وتلو لپاره کوم واضیح پلان نه درلود چې له امله یې امریکایان او افغانان په خطر کې شول.

تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو شاهدي ورکړه.

په سویس کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه د اووه ډلې د استازو غونډه جوړه شوه

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۹ GMT+۰

د سویس د بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې مشر په جنیوا کې د افغانستان په اړه د جي ۷ هېوادونو د ځانګړ, استازو د غونډې د جوړېدو خبر ورکړ. هنریک شلنبرګ زیاته کړه، چې په دې کتنه کې د افغانستان په وروستیو پرمختګونو او د افغانانو د ملاتړ لپاره د ګډو اقداماتو پر فرصتونو خبرې وشوې.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي د دوشنبې په ورځ «د لیندۍ ۲۶مه» په ټولنیزو شبکو کې یو انځور خپور کړ او په جېنوا کې یې د افغانستان په اړه د غونډې د جوړېدو خبر ورکړ.

د هغه په ​​یادښت کې راغلي: "دا ناسته د وروستیو پرمختګونو د بیا کتنې او په نړۍ کې د یو خورا پیچلي، سخت او دوامداره بشري بحران سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د ګډو اقداماتو د فرصتونو د پیژندلو په هدف جوړه شوې وه."

د سويس د بهرنيو چارو وزارت د اسيا او ارام سمندر د څانګې مشر له خوا خپور شوي انځور کې رينا اميري د افغان ښځو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې کرن ډيکر او د امريکا د سفارت شارژدافير توماس نيکولسن هم شتi.

په دې غونډه کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم حضور درلود.

تر دې مخکې د اووه کسیزې ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر خلکو له بشري حقونو په پرله پسې او سیستماتیک ډول سرغړونې او د طالبانو له خوا د محدودیتونو پر زیاتېدو خواشیني څرګنده کړې وه.

همدارنګه په دې وروستیو کې هسپانیې هم د افغان میرمنو په شتون کې یوه غونډه وکړه چې په پای کې افغان ښځینه فعالانو یو پریکړه لیک صادر کړ چې په نړیوالو قوانینو کې د جنسیتي تبعیض د شاملیدو غوښتنه کوي.

سیاف طالبانو ته: د خپل منځي اختلافاتو د له منځه وړلو یوازنۍ لاره خبرې دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۷ GMT+۰

د افغانستان پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وايي، د خپل منځي اختلافاتو له منځه وړلو او سولې ته د رسېدو یوازینۍ لاره خبرې اترې پیلول دي. سیاف په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې «خدای دې د ټولو اړخونو ذهنونه خلاص کړي.»

په ترکیه کې مېشت د افغاستان پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف نن سې شنبې « د لیندۍ ۲۷مه» په خپله اېکس پاڼه کې یو ځل بیا په غیر مستقیم ډول طالبان د سولې خبرو ته بللي دي.

له دې وړاندې سیاف ویلي چې خدای دې په افغانستان کې داسې یو حاکمیت رامنځته کړي چې ټول وګړي پکې خپل حقوق او وجایب وپېژني.

نوموړي په خپل پیغام کې طالبانو ته په اشارې سره ویلي، چې دا وضعیت به ډیر ژر بدل شي.
د تېر حکومت چارواکو او د عبدالرب رسول سیاف په ګډون ډېر شمېر جهادي مشرانو په وار - وار په طالبانو غږ کړی، چې باید په افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځته کړي، دا هغه څه دي چې نړیوال یې هم له طالبانو غواړي.
خو طالب چارواکي بیا د دغو غوښتنو په غبرګون وایي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول کولی شي په بشپړ امنیت کې په هېواد کې ژوند وکړي، خو هېچا ته په نظام کې برخه نه ورکوي.