• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزی د خلیل حقاني د فاتحې لپاره پکتیا ته تللی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۹ GMT+۰

پخوانی ولسمشر حامد کرزی نن چارشنبه پکتیا ولایت ته تللی، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني کورنۍ غړو ته د خلیل حقاني د وژل کېدو تسلیت ووايي.له کرزي سره په دغه سفر کې کریم خرم، ګل رحمان قاضي، شهزاده مسعود، عبدالجبار تقوا، زلمي هېوادمل او ګڼو نورو کسانو ملتیا کړې ده.

د طالبانو سرچینو ددغه سفر او ددې ډلې د کورنیو چارو له وزیر سره د حامد کرزي ګډ انځورونه خپاره کړي.

له کرزي سره په دغه سفر کې د هغه ددفتر پخوانی رییس کریم خرم، د اساسي قانون د څار کمیسیون پخوانی رییس ګل رحمان قاضي، شهزاده مسعود، عبدالجبار تقوا، زلمی هېوادمل او ګڼ نور کسان ملتیا کوي.

د کرزي دفتر د نوموړي پر اېکسپاڼه لیکلي چې د چارشنبې په ورځ د خلیل الرحمن حقاني د فاتحې لپاره د سراج الدین حقاني کور ته ولاړ او د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډگیرنې مراتب یې د دوی کورنۍ ته وړاندې کړل.

کرزی چې ډېر وخت ددرملنې لپاره جرمني کې و، تازه کابل ته ستون شوی دی.

خلیل حقاني تېره چارشنبه په کابل کې یوه ځانمرګي بریدګر وواژه، چې وروسته یې داعش مسوولیت ومانه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

جمهوري غوښتونکو له افغانستانه د الوتنو د ځنډېدو په اړه له انټوني بلېنکن څخه معلومات وغوښتل

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۴ GMT+۰

د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي وارن ډېویډسن او د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ترمنځ په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته د مزار شریف لههوایي ډګر څخه د هغو الوتنو پر سر اختلاف راغلی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې د پرواز مخه نیولې وه.

دغو الوتکو امریکایان او افغانان له مزار شریف څخه درېیم هېواد ته لېږدول.

ډېویډسن په یوه لیک کې چې فاکس نیوز ترلاسه کړی ادعا کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مزار شریف له اډې څخه د خلکو د وتلو مخه نیولې ده.

ډېویډسن وویل: «زه د هغو امریکایانو چې ابي پاسپورټونه یې لرل ایمیلونه او انځورونه لرم، چې د مزارشریف هوايي ډګر کې د وتلو لپاره چمتو وو. هغوی ته اجازه ورکړل شوې وه چې خوندي درېیم هېواد ته ولاړ شي، مګر د امریکا حکومت له لوري امر راغی، چې الوتنې دې وځنډول شي. ایا دا د بهرنیو چارو وزارت و؟»

د راپورونو له مخې، د امریکایانو په شمول شاوخوا ۱۰۰۰ کسان د مزار شریف اډه کې خپلو الوتنو ته په تمه وو، چې یوه امن هېواد ته ولاړ شي.

د الوتنو یوه تنظیم کوونکي رویټرز ته ویلي و، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د الوتنو او د الوتکو ناستو په اړه په همغږۍ کې پاتې راغلي وو.

په لیک کې ډېویډسن ادعا کړې، چې کله هغه د بهرنیو جارو زوارت سره په خبرو کې و، یوه چارواکي دې ته اشاره وکړه، چې له یوې څخه ډېرو الوتنو د الوتنې اجازه نه وه ترلاسه کړې.

ډېویډسن تېره اونۍ له بلېنکن څخه وپوښتل: "ایا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د مزارشریف له هوایي ډګر څخه د امریکایي وګړو د وتلو مخه نیولې؟"

انټوني بلېنکن یې په ځواب کې وویل:‌ «بلکل، نه.»

ډېویډسن ځواب ورکړ: «تاسو پوهېدی چې بندې دي!»

انټوني بلېنکن وویل: «زه به خوشحاله شم که له تاسو په دې اړه شواهد وګورم. زه د کوم امریکایي د الوتنې د بندېدو په اړه نه پوهېدم.»

ډېویډسن وویل: «زه د هغو امریکایانو چې ابي پاسپورټونه یې لرل ایمیلونه او انځورونه لرم چې د مزارشریف هوايي ډګر کې د وتلو لپاره چمتو وو. هغوی ته اجازه ورکړل شوې وه چې خوندي درېیم هېواد ته ولاړ شي، مګر د امریکا حکومت له لوري امر راغی چې الوتنې دې وځنډول شي. ایا دا د بهرنیو چارو وزارت و؟»

هغه ټینګار وکړ، چې د بهرنیو چارو وزارت هېڅکله هم د امریکایانو یا افغانانو د وتلو مخه نه ده نیولې.»

هغه زیاته کړه، هر هغه امریکایي وګړي چې غوښتل یې له افغانستان څخه ووځي ورته زمینه برابره شوې وه.

د جمهوري غوښتونکو د ادعا له مخې، د بایډن ادارې د وتلو لپاره کوم واضیح پلان نه درلود چې له امله یې امریکایان او افغانان په خطر کې شول.

تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو شاهدي ورکړه.

په سویس کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه د اووه ډلې د استازو غونډه جوړه شوه

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۹ GMT+۰

د سویس د بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې مشر په جنیوا کې د افغانستان په اړه د جي ۷ هېوادونو د ځانګړ, استازو د غونډې د جوړېدو خبر ورکړ. هنریک شلنبرګ زیاته کړه، چې په دې کتنه کې د افغانستان په وروستیو پرمختګونو او د افغانانو د ملاتړ لپاره د ګډو اقداماتو پر فرصتونو خبرې وشوې.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي د دوشنبې په ورځ «د لیندۍ ۲۶مه» په ټولنیزو شبکو کې یو انځور خپور کړ او په جېنوا کې یې د افغانستان په اړه د غونډې د جوړېدو خبر ورکړ.

د هغه په ​​یادښت کې راغلي: "دا ناسته د وروستیو پرمختګونو د بیا کتنې او په نړۍ کې د یو خورا پیچلي، سخت او دوامداره بشري بحران سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د ګډو اقداماتو د فرصتونو د پیژندلو په هدف جوړه شوې وه."

د سويس د بهرنيو چارو وزارت د اسيا او ارام سمندر د څانګې مشر له خوا خپور شوي انځور کې رينا اميري د افغان ښځو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې کرن ډيکر او د امريکا د سفارت شارژدافير توماس نيکولسن هم شتi.

په دې غونډه کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم حضور درلود.

تر دې مخکې د اووه کسیزې ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر خلکو له بشري حقونو په پرله پسې او سیستماتیک ډول سرغړونې او د طالبانو له خوا د محدودیتونو پر زیاتېدو خواشیني څرګنده کړې وه.

همدارنګه په دې وروستیو کې هسپانیې هم د افغان میرمنو په شتون کې یوه غونډه وکړه چې په پای کې افغان ښځینه فعالانو یو پریکړه لیک صادر کړ چې په نړیوالو قوانینو کې د جنسیتي تبعیض د شاملیدو غوښتنه کوي.

سیاف طالبانو ته: د خپل منځي اختلافاتو د له منځه وړلو یوازنۍ لاره خبرې دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۷ GMT+۰

د افغانستان پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وايي، د خپل منځي اختلافاتو له منځه وړلو او سولې ته د رسېدو یوازینۍ لاره خبرې اترې پیلول دي. سیاف په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې «خدای دې د ټولو اړخونو ذهنونه خلاص کړي.»

په ترکیه کې مېشت د افغاستان پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف نن سې شنبې « د لیندۍ ۲۷مه» په خپله اېکس پاڼه کې یو ځل بیا په غیر مستقیم ډول طالبان د سولې خبرو ته بللي دي.

له دې وړاندې سیاف ویلي چې خدای دې په افغانستان کې داسې یو حاکمیت رامنځته کړي چې ټول وګړي پکې خپل حقوق او وجایب وپېژني.

نوموړي په خپل پیغام کې طالبانو ته په اشارې سره ویلي، چې دا وضعیت به ډیر ژر بدل شي.
د تېر حکومت چارواکو او د عبدالرب رسول سیاف په ګډون ډېر شمېر جهادي مشرانو په وار - وار په طالبانو غږ کړی، چې باید په افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځته کړي، دا هغه څه دي چې نړیوال یې هم له طالبانو غواړي.
خو طالب چارواکي بیا د دغو غوښتنو په غبرګون وایي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول کولی شي په بشپړ امنیت کې په هېواد کې ژوند وکړي، خو هېچا ته په نظام کې برخه نه ورکوي.

د بریتانیا سفارت شارژدافیر: له طالبانو سره د همکارۍ لپاره ډېر امکانات شته

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۸ GMT+۰

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر وايي، له طالبانو سره د همکارۍ ډېر امکانات شته، خو د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو د مثبتو اقداماتو پورې مشروط دي. رابرټ چترتن ډیکسن له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافیر څو ورځې وړاندې کابل ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي سره کتلي و.

دغه سفارت په خبرپاڼه کې لیکلي، چې ښاغلي ډیکسن د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې د راتلونکې جوړیدونکې غونډې په اړه خبرې کړې دي.

د بریتانیا د سفارت شارژدافیر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له خپلواکې ارزونې د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړی او دا یې په نړیوال نظام کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ادغام لپاره تر ټولو غوره لاره بللې ده.

ډیکسن ویلي، که طالبان د بشري حقونو غوښتنو ته غاړه کېږدي، له دې ډلې سره د تعامل او همکارۍ لپاره زمینه شته.

نوموړي زیاته کړه:«د همکارۍ لپاره ډیری لارې شته، خو بریتانیا باید د نړیوالو بشري حقونو مکلفیتونو د ساتلو لپاره د طالبانو مثبت حرګت شاهده و اوسي.»

د بریتانا د سفارت شارژدافیر له عباس تانګزي سره تر لیدنې وروسته په یوه بیان ویلي، چې بریتانیا د افغان ښځو او نجونو پرمخ د طبي بنسټونو د تړلو په اړه ژوره اندېښنه لري.

ښاغلي ډیکسن د روغتیا نړیوال سازمان راپور ته په اشارې سره ویلي، چې دا نوی محدودیت په داسې حال کې لګول شوی چې افغانستان د مور او ماشوم د مړینې په نوملړ کې په نړۍ کې نهم ځای لري.

نوموړی وايي:«دا امر به د بې شمیره میرمنو او نجونو ژوند او روغتیا له ګواښ سره مخ کړي.»

د بريتانيا د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي ډيکسن له يو شمېر طالب وزيرانو سره د لیدنو ترڅنګ له افغان مېرمنو، غیري دولتي موسسو له مسوولينو، خصوصي سکتور او بهرنيو سياسي استازو سره هم خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د برتانیې د سفارت شارژدافیر د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د غیر دولتي موسسو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د دغې خبرپاڼې له مخې افغانستان د بریتانیا یو له سترو مرستو ترلاسه کوونکو هېوادونو څخه دی او دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال له اپریل څخه د ۲۰۲۵ کال تر مارچ میاشتې پورې له افغانستان سره څه باندې ۱۴ میلیارده افغانۍ (۱۶۱ میلیونه پونډ) مرسته کړې ده.

طالبانو څه باندې ۸۴۰ میلیونه زړې افغانۍ وسوځولې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۹ GMT+۰

د افغانستان بانک وايي، چې د خلکو د راکړې ورکړې د اسانتیا په موخه یې د ۸۴۰ میلیونه او ۶۵۰ زره افغانیو په ارزښت بانکنوټونه وسوځول. دغه بانکنوټونه د بانک لپاره د طالبانو د دویم مرستیال په مشرۍ د یوه پلاوي تر څارنې لاندې سوځول شوي دي.

د سه شنبې په ورځ د طالبانو په واک کې د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه بانکنوټونه د بانک د دویم مرستیال ملا محمد اخوند په مشرۍ د یوه مسوول پلاوي تر څارنې لاندې له «کره شمېرنې او کنټرول» وروسته سوځول شوي دي.

یاد بانک وايي، چې په دې بانکنوټونو کې لسګون، شلګون، پنځوسګون، سلګون، پنځه سویز او زرګون شامل وو چې له کابل، ننګرهار او ګردېز نه را غونډ شوي وو.

د افغانستان بانک لپاره د طالبانو دویم مرستیال د افغاني بانکنوټونو په خوندي ساتلو او استعمال کې له خلکو نه د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې، چې د زر زړېدو مخه یې ونیول شي.

هغه ویلي چې د پیسو څښتنان باید «په غوړو او خیرنو لاسونو» افغانۍ ونه شمېري ، ځکه کرنسي ورسره زړيږي او بیا چاپ یې ډېر لګښت غواړي.

د افغانستان بانک وايي، دغه بانکنوټونه د طالبانو د عدلیې او مالیې وزراتونو او د دې ډلې د امنیتي ادارو د استازو پر وړاندې سوځول شوي دي.