• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو څه باندې ۸۴۰ میلیونه زړې افغانۍ وسوځولې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۹ GMT+۰

د افغانستان بانک وايي، چې د خلکو د راکړې ورکړې د اسانتیا په موخه یې د ۸۴۰ میلیونه او ۶۵۰ زره افغانیو په ارزښت بانکنوټونه وسوځول. دغه بانکنوټونه د بانک لپاره د طالبانو د دویم مرستیال په مشرۍ د یوه پلاوي تر څارنې لاندې سوځول شوي دي.

د سه شنبې په ورځ د طالبانو په واک کې د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه بانکنوټونه د بانک د دویم مرستیال ملا محمد اخوند په مشرۍ د یوه مسوول پلاوي تر څارنې لاندې له «کره شمېرنې او کنټرول» وروسته سوځول شوي دي.

یاد بانک وايي، چې په دې بانکنوټونو کې لسګون، شلګون، پنځوسګون، سلګون، پنځه سویز او زرګون شامل وو چې له کابل، ننګرهار او ګردېز نه را غونډ شوي وو.

د افغانستان بانک لپاره د طالبانو دویم مرستیال د افغاني بانکنوټونو په خوندي ساتلو او استعمال کې له خلکو نه د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې، چې د زر زړېدو مخه یې ونیول شي.

هغه ویلي چې د پیسو څښتنان باید «په غوړو او خیرنو لاسونو» افغانۍ ونه شمېري ، ځکه کرنسي ورسره زړيږي او بیا چاپ یې ډېر لګښت غواړي.

د افغانستان بانک وايي، دغه بانکنوټونه د طالبانو د عدلیې او مالیې وزراتونو او د دې ډلې د امنیتي ادارو د استازو پر وړاندې سوځول شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د روسیې پارلمان د قانون تصویبولو سره د طالبانو او سوریې د نوي حکومت رسمیت ته لار هواره کړه

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۲ GMT+۰

د روسیې پارلمان داسې قانون تصویب کړ چې له مخې یې مسکو له هغو ډلو سره اړیکې عادي کولی شي چې بندیزونو یې پرې لګولي دي. رویټرز خبري اژانس وايي، د روسیې د پارلمان په ننني ګام سره مسکو ته په افغانستان کې د طالبانو حکومت او د سوریې له نويو واکمنو سره د اړیکو عادي کولو ته لار برابرېږي.

تر اوسه یوه هېواد هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د امریکايي او ناټو ځواکونو په وتلو او د افغان حکومت پرځېدو پسې واکمن شوي دی.

خو روسیې ګام په ګام له دې ډلې سره اړیکي زیات کړي دي او د روسیې ولسمشر په تېر جولای کې طالبان د ترهګرۍ ضد جګړه کې ملګري وبلل.

ولادیمیر پوتین وویل، مسکو له دې حقیقت سترګې نشي پټولی چې په افغانستان کې وضعیت د ثبات په حال کې دی.

هغه زیاته کړه: «موږ له اوسنیو افغان چارواکو سره دوه اړخیزې اړیکې ټینګې کړې او دا اړیکې به نورې هم پراختیا ومومي.»

د روسیې پارلمان تېره سه شنبې د یوې نوې لایحې د تصویب له لارې دې ته لاره پرانېسته چې طالبان د ترهګرو سازمانونو له نوملړه و اېستل شي.

دغه لایحه د روسیې د مشرانو جرګې ۱۳ غړو پارلمان ته د تصویب لپاره وړاندې کړې وه.

د روسیې د قانون له مخې، د هغو سازمانونو چې د ترهګر په توګه پېژندل شوي، پر فعالیتونو بندیز د روسیې د یوې محکمې د پرېکړې له لارې په لنډمهالي ډول ځنډول کېدای شي، خو په دې شرط چې د روسیې د لوی څارنوال یا د هغه د مرستیال له لوري یې غوښتنه شوې وي او کره شواهد موجود وي، چې یاد سازمان د ترهګرۍ د ترویج، توجیه کولو او ملاتړ فعالیتونه بند کړي وي.

د انټرفاکس د رپوټ له مخې، په اوس وخت کې، د روسیې د قانون له مخې داسې میکانیزم نشته، چې د یادو سازمانونو پر فعالیتونو د بندیز ځنډولو اجازه ورکړي.

انټرفاکس وايي، هغه تعدیلات چې د دې طرحې له لارې وړاندیز شوي، د همدې حقوقي خلا د له منځه وړو لپاره چمتو شوي دي.

یاد قانون د روسیې د اداري کړنلارو په کوډ کې هم اړوند تعدیلات وړاندیزوي.

د پارلمان نوی تصویب سوریه کې د نویو واکمنو د حکومت رسمیت پېژندلو ته هم لار جوړوي، چې د مسکو د متحد بشار اسد حکومت یې پرځولی دی.

د روسیې د مسلمانې سیمې چیچنیا مشر رمضان قادروف د دوشنبې په ورځ له مسکو دا هم وغوښتل چې پر سوریه له نوي واکمن تحری الشام هم بندیزونه لرې کړي.

مسکو د بشار اسد د حکومت ملاتړی او په سوریه کې یې پوځي اډې درلودې، خو د نوموړي پرځېدو سره دا اډې هم له لاسه ور کوي.

جاپان له افغانستان سره څه باندې ۲۷ میلیونه ډالره نوې مرستې اعلان کړې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۲ GMT+۰

د جاپان دولت په یوه نوې پریکړه کې د افغانستان لپاره ۲۷ اعشاریه پنځه میلیونه ډالره نورې اضافي مرستې اعلان کړې دي. په افغانستان کې د جاپان سفارت وايي، چې دغه مرستې به د لومړنیو بشري اړتیاوو د پوښښ لپاره وکاریږي.

د سفارت په اعلامیه کې راغلي، « په خوښۍ سره اعلان کوو چې جاپان دولت د افغانستان لپاره د ۲۷،۵ میلیون ډالرو اضافي مرستې پریکړه کړې چې دواړه بشردوستانه او لومړنۍ بشري اړتیاوې تر پوښښ لاندې راولي».

د جاپان سفارت هیله ښودلې، چې دا مرستې به د اړمنو افغانانو په ژوند کې بدلون راولي.

یاد سفارت د مرستو د وېش د څرنګتیا په تړاو وايي، چې « موږ به دا مرستې د ملګرو ملتونو ادارو، نړیوالو سازمانونو او جاپاني نادولتي موسسو له لارې وړاندې کړو».

جاپان د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې، چې جمهوري نظام نسکور شوی او طالبان واک ته رسېدلي، له افغانستان سره ټولټال ۵۰۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

حامد کرزی په څلورو هېوادونو کې له څو لیدنو وروسته کابل ته ستون شو

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۲ GMT+۰

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی د جرمني، بریتانیا، ترکیې او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره تر لیدنو وروسته کابل ته ستون شو. یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې پخواني ولسمشر په جلا وطنۍ کې له افغان سیاسي مشرانو سره هم د بین الافغاني خبرو د پیل په اړه خبرې کړې دي.

سرچینې د ښاغلي کرزي د ناستې نور جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل چې نوموړي د څلورو هېوادونو له چارواکو او په بهر کې له افغان سیاستوالو سره په خبرو کې پر دریو ټکو تمرکز درلود، لکه "د ملي ارادې د نمایندګۍ لپاره د ملي خبرو پیل، له انزوا د افغانستان را ایستل او له افغانانو سره د بشري مرستو دوام" .

په کابل کې د ښاغلي کرزي دفتر تر اوسه د هغه د سفرونو په اړه څه نه دي خپاره کړي.
جرمني، بریتانیا، ترکیې او متحده عربي اماراتو ته د ښاغلي کرزي سفر په داسې حال کې کېږي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سختو سیاستونو د نړیوالې ټولنې نیوکې لاپسې زیاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپله وروستی غونډه کې د طالبانو د روانو سیاستونو پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
حامد کرزی یو له هغو څو افغان مشرانو دی، چې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته په افغانستان کې پاتې شو.

طالبانو د خپل واک په لومړیو دوو کلونو کې د ښاغلي کرزي پر سفر بندیزونه لګولي او له سفره یې منع کړی و، خو سږ کال نوموړي مختلفو هېوادونو ته سفرونه وکړل.

روسیې د داعش له ویرې پر تاجکستاني وګړو کړۍ راتنګه کړې ده

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۳ GMT+۰

کله چې ابوبکر یوسفي په جولای کې مسکو ته روان و، فکر یې کاوه چې څو کاله به هلته پاتې شي. دغه ۲۳ کلن ځوان چې د تاجکستان د یوه وړوکي کلي اوسېدونکی دی، پلان درلود چې په ودانیزو چارو کې بوخت شي؛ دومره پیسې خوندي کړي چې کور ته ستون شي، کور ورغوي او ځان ته یوه ناوې وګوري.

خو یوسفي د مسکو له هوایي ډګر پرته بل ځای قدم کېنښود. په وونکووا هوایي ډګر کې د شپږ ساعتونو لپاره تم کړای شو او د روسیې سرحدي چارواکو د هغه پر پاسپورټ د اخراج مهر وواهه او بله ورځ یې بېرته تاجکستان ته واستاوه.

هغه رویټرز ته وویل « ما غوښتل روسیې ته لاړ شم چې پیسې وګټم». یوسفي د هلبوک د پنبې شاړو کروندو ته نږدې چې د افغانستان له پولې ۱۵ میله لرې پرتې دي، وویل، «اوس نه پوهېږم چې څه وکړم».

د یوسفي قضیه د یوه پراخ تغییر نښه ده، ځکه روسیه اوس د مرکزي اسیا له کډوالو سره ډېر احتیاط کوي، په ځانګړې توګه په تېره مارچ میاشت کې له یوه خونړي برید وروسته چې د مسکو د کروکس ښار تالار کې یې ۱۴۵ کسان ووژل، د منځنۍ اسیا هېوادونو د کډوالو منلو ته زړه نه ښه کوي. د دغه برید مسوولیت تاجکستاني اسلامپالو اخیستی و، چې په روسیه کې یې د سرحدونو د بندیدو، اخراج او د بهرنیانو پر وړاندې د کرکې څپه راپورته کړې ده.

ډېر تاجکستاني کډوال د روسیې په سرحدونو کې بېرته شړل کیږي او هغه کسان چې په دغه هېواد کې مېشت دي، د ځورونې او د پولیسو د عملیاتو ښکار کېږي. د تاجکستان لپاره ددې پایلې، چې د بهرنيو کډوالو پیسې یې د کورني ناخالص تولید یو پر درېیمه برخه جوړوي، جدي دي.

100%

اقتصادي فشار

د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ نیمایي کې، د روسیې چارواکو شاوخوا سل زره کډوال اخراج کړل، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د کار ځایونو او د کډوالو اړوند پلټنې هم دوه برابره زیاتې شوې دي.

د تاجکستان د کار وزارت ویلي چې د روان کال په اوږدو کې بهرنیو هېوادونو ته د کار لپاره د تلونکو کسانو شمېر ۱۶ سلنه کم شوی دی. د دې ټولو کارګرو لوی اکثریت په روسیه کې کار کوي.

د یوسفي په څېر کارګرانو لپاره اقتصادي پایلې خورا سختې دي. د تاجکستان په پرتله د روسیې په ودانیزو چارو او تولیدي سکتور کې کار د پام وړ زیات عاید لري. له بهرنیو پیسو پرته په کورونو کې پاتې کورنۍ له پورونو او بې وزلۍ سره مخ دي.

دغه فشار د روسیې اقتصاد ته هم ګواښ دی. د بې کارۍ کچه هلته ۲.۳ سلنې ته رسېدلې او د کاري فرصتونو دکمېدو لامل د اوکراین جګړې ته د خلکو جلب او د زرګونو کسانو کډوالېدل دي. ولسمشر ولادیمیر پوتین ټینګار کړی چې د اقتصادي ودې لپاره میلیونونو نورو کارګرو ته اړتیا ده.

د وي ټي بانک اجرایه رییس اندري کوستین په نومبر کې وویل چې « د دوی شړل اسانه دي، خو د کار لپاره هم خلک مهم دي».

100%

دښمنانه چلند

د ملتپالنې احساسات او د کډوالو پر وړاندې عامه کرکه د کروکس ښار تالار له برید وروسته زیاته شوې ده. د روسیې قانون جوړوونکو داسې قوانين وړاندې کړي چې د اخراج پروسه نوره هم اسانه کړي او د داسې جرمونو نوملړ پراخ کړي چې کډوال پرې شړل کېدای شي.

د روسیې د ارتودوکس کلیسا مشر پاتریارک کیریل، چې د پوتین نږدې متحد دی، د کډوالو پر ضد څرګندونې کړې او هغوی یې د روسیې «دودیزو ارزښتونو» ته ګواښ بللی دی.

فاروق، یو ۳۲ کلن تاجک چې له خپلې ځوانۍ راهیسې په روسیه کې ژوند کوي، وايي، هیڅکله یې ځان دومره ناخوندي نه دی انګیرلی، سره له دې چې دی د روسیې تابعیت لري، خو خپله کورنۍ یې بیرته تاجکستان ته استولې.

هغه رویټرز ته وویل، چې « که ستاسې اسناد سم هم وي، دوی کولای شي تاسې څو ورځې بندي کړي. ډېر خلک له دلیل پرته اخراج شوي دي».

100%

امنیتي ګواښونه

د تاجکستان لپاره ګواښ یوازې اقتصادي نه دی. سیمه ییز شنونکي خبرداری ورکوي چې په دغه هېواد کې د ځوانانو بې کاري د سیاسي بې ثباتۍ لامل کېدای شي یا هغوی د سخت دریځو ډلو د استخدام ښکار کړي. هغه ډله چې د کروکس برید یې ترسره کړی و، داعش -خراسان ده، چې د افغانستان پولې ته نږدې فعالیت کوي.

د برلین د کارنیګي څیړنیز مرکز څیړونکي تیمور عمروف رویټرز ته وویل، « کله چې ستاسې په خاوره کې ډېر وزګار ځوانان وي، دا د نارضایتۍ ګواښ زیاتوي».

په ځواب کې، د تاجکستان حکومت د سخت دریځۍ پر ضد یو پراخ کمپاین پیل کړی دی.

په کټلون سیمه کې دولتي مامورانو له ټولو کورنیو سره لیدلي، چې د سخت دریځۍ پر ګواښونو یې وپوهوي.

د یوسفي لپاره راتلونکی لاهم ناڅرګند دی. دی اوس مهال په کورنۍ کروندو کې مالداري کوي او سبزي کري، خو وايي چې د خپلې کورنۍ د ساتلو لپاره کافي پیسې نه شي ګټلی.

هغه وویل، « ښايي پوځ ته لاړ شم، هلته لږ تر لږه ثابت معاش راکوي. یو کال به خدمت وکړم، بېرته به راشم او بیا به د واده فکر وکړم».

ملا هبت الله په لویو لارو کې د اودس ځایونو او جوماتونو د جوړولو امر کړی دی

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۱۸ GMT+۰

دغه پرېکړه اتو هغو نورو پرېکړو په نوملړ کې شامله ده، چې د طالبانو د مشر له لوري د خپلو وزیرانو سره د کابینې په یوې ناسته کې چې د ( لېندۍ ۲۷مه) ترسره شوه شوې ده.

ملا هبت الله د خپلې کابینې په اقتصادي ناسته کې بېلابېلې پرېکړې کړې، چې له مخې یې خپلو اړونده وزارتونو او ادارو ته دنده سپارلې چې پلې یې کړي.
طالبانو‌ په دې اړوند په یوې خپرې شوې اعلامیې کې لیکلي، چې ملاهبت الله د ټولګټو وزارت ته دنده سپارلې په لویو لارو کې باید د اودس ځایونه‌، مسجدونه او هوټلونه جوړ شي.

همدا راز ملا هبت الله خپل د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د دوی له لوري د انسانانو نیول شويو وېښتو د سوځېدو لپاره دې ده ته وړاندیز وکړي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د حکم تر صادرېدو وروسته به ټولو ولایتونو ته د انسانانو د نیول شویو وېښتانو د سوځول کېدو اړوند د اجراتو سپارښتنه وشي.
ویل کېږي طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر کسان نیولي، چې د‌ ښځینه‌وو وېښتان یې په کوڅو کې راټولول او بیا یې پلورل.

همدا راز په دې اعلامیه کې زیاته شوې ده، چې د ملاهبت الله په امر ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې شل، شل زره جریبه ځمکه د صنعتي ساحو په توګه ځانګړې کېږي.
د طالبانو د کابینې د پرېکړې پر اساس د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اوسپنې پر قاچاق بندیز دی، چې ملا هبت الله اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې مخنیوی یې وکړي.

همدا راز ویل شوي، چې اوسپنې باید د اړونده ادارې په خوندي ځایونو کې وساتل شي.

په دغې ناسته کې د طالبانو د کرنې وزارت ته دنده سپارل شوې په هغو سیمو کې چې دولتي ځمکې اوبه ولري باید د اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره خلکو ته په اجارو ورکړل شي.

د ملا هبت الله د کابینې په دې غونډه کې د طالبانو تر واک لاندې دولتي شرکتونو ته دنده سپارل شوې، چې د هملند ولایت د کجکې برېښنا بند د وېش لپاره دې ژر تر ژره یوه طرحه چمتو کړي.
نیوکه دا ده، چې د طالبانو مشر ډېر کله د خپلو وزیرانو سره د کابینې په غونډو کې پر مهمو مسایلو نه غږېږي او یوازې پر هغو مسایلو تکیه کوي چې د ښځو تر څنګ پر دیني مسایلو را چورلي.
د چارو کارپوهان د ملا هبت الله په کابینه کې ترسره کېدونکې پرېکړې د افغانستان عمومي وضعیت اړوند خورا سطحي بولي او ان ځینې یې خندوونکې پرېکړې هم یادوي.