روسیې د داعش له ویرې پر تاجکستاني وګړو کړۍ راتنګه کړې ده

کله چې ابوبکر یوسفي په جولای کې مسکو ته روان و، فکر یې کاوه چې څو کاله به هلته پاتې شي. دغه ۲۳ کلن ځوان چې د تاجکستان د یوه وړوکي کلي اوسېدونکی دی، پلان درلود چې په ودانیزو چارو کې بوخت شي؛ دومره پیسې خوندي کړي چې کور ته ستون شي، کور ورغوي او ځان ته یوه ناوې وګوري.