• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رانا ثناالله: عمران خان د تحریک انصاف ګوند سره په خبرو کې تر ټولو لوی خنډ دی

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۲۱ GMT+۰

په سیاسي چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله وایي، چې عمران خان پخوا د سیاسي خبرو پلوی و او اوس د خبرو له پاره لېوالتیا نه لري.

هغه وايي، د تحريک انصاف او حکومت ترمنځ په مذاکراتو کې تر ټولو لوی خنډ په خپله عمران خان دی.
هغه د پاکستانۍ رسنۍ ډې نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې لومړي وزیر شهباز شریف هم قامي اسمبلۍ ته په وروستۍ وینا کې تحریک انصاف ته د مذاکراتو وړاندیز کړی و.
د رانا ثناالله په وینا، مانا داره خبرې اترې ډېرې مهمې دي او باید پر مخ ولاړې شي؛ خو د مذاکراتو په لاره کې تر ټولو لوی خنډ عمران خان دی.
هفه زیاته کړه، مذاکرات (د نومبر ۲۶مې) ته د ورته پېښو څخه د مخنیوي لپاره اړین دي.
هغه وایي، چې د تحریک انصاف د دویمې کچې غړي د مذاکراتو او خبرو د پیلیدا لپاره لېوالتیا لري او حکومت هم له دوی سره په تماس کې دی؛ خو دوی بې واکه دي.
رانا ثناالله وايي، پوځ د روان کال د مۍ په اتمه د مذاکراتو په اړه خپله تګلاره روښانه کړې ده.
وړمه ورځ بیا د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف هم ويلي و، چې د تحريک انصاف ګوند مشران په یوه خبره نه دي ولاړ.
هغه ویلي و، تحریک انصاف ګوند له یوې خوا پر حکومت د سرغړونو تورونه پورې کوي او بل خوا ته بیا د مذاکراتو وړاندیز کوي چې په داسې وضعیت کې هيڅ ډول مذاکرات پایله نه شي ورکولای.

د تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر لا هم د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې دی، پر هغه د فساد او درغلیو تورونه پورې شوي دي.
د هغه پلویانو تېره میاشت د اسلام اباد په ډي جوک کې لاریونونه وکړل، چې په تاوتریخوالي واوښتل.

په دغو لاریونونو کې د څلورو پولیسو په ګډون شاوخوا شل کسه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.
دا رنګه د تحریک انصاف ګوند ادعا کوي، چې د دوی سلګونه پلویان لا هم په زندانونو کې بې برخلیکه پراته دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

بشارالاسد: له حمـیمیم اډې نه ناڅـاپي روسـیې تـه ولېـږدول شـوم

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۷ GMT+۰

د سوریې مخکیني ولسمشر بشارالاسد اعلان وکړ چې د ډسمبر پر اتمه د ډرون بریدونو له امله په ناڅاپي ډول له حمیمیم اډې څخه مسکو ته انتقال شوی دی. هغه د خپل حکومت له ړنګېدو وروسته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې وویل چې له دمشق نه یې وتل مخکې له مخکې نه وو پلان شوي.

د سوریې پخواني ولسمشر بشارالاسد په یوه اعلامیه کې چې د دغه هیواد د ولسمشرۍ په ټیلیګرام پاڼه کې خپره شوې، له دمشق څخه د خپلې تېښتې شرایط روښانه کړل.

هغه په ​​دې اعلامیه کې لیکلي دي چې «له سوریې څخه زما وتل نه وو پلان شوي. زه په دمشق کې د یکشنبې تر سهاره د ډسمبر تر اتمې نیټې پورې پاتې شوم او خپلې دندې مې ترسره کړې.»

بشارالاسد ټینګار کړی چې دمشق ته د یاغیانو له نفوذ وروسته له روسیې سره په همغږۍ لاذقیه ته لیږدول شوی څو له هغه ځایه د جګړې د عملیاتو څارنه وکړي.

هغه زیاته کړه، د حمیمیم هوايي اډې ته له رسېدو وروسته معلومه شوه، چې پوځي ځواکونه د جګړې له ټولو لیکو وتلي او د پوځ وروستۍ پوستې سقوط شوې دي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د دغو پیښو په ترڅ کې بشارالاسد د هیڅ شخص یا ادارې له خوا د استعفا یا پناه ورکولو وړاندیز نه دی تر لاسه کړی او د حل یوازینۍ لاره یې د یاغیانو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکول بلل.

اعلامیه وايي، « د جګړې له لومړۍ ورځې هغه څوک چې د خپل هېواد ژغورنه یې په شخصي ګټو نه ده معامله کړې او خپل ولس يې د بې شمېره امکاناتو او وسوسو پر وړاندې نه دی پلورلی، هغه څوک دی چې د اردو د افسرانو او سرتېرو تر څنګ په لومړیو کرښو کې ولاړ و».

د سوریې پخواني ولسمشر همداراز ټینګار کړی چې له خپلو متحدینو سره یې «خیانت» نه دی کړی او هیڅکله یې په فلسطین او لبنان کې د مقاومت له ملاتړه لاس نه دی اخیستی.

د دې اعلامیې په پای کې بشارالاسد ټینګار کړی چې سوریه به یو ځل بیا «ازاده او خپلواکه» شي.

دا څرګندونې د بشارالاسد د حکومت له نسکوریدو او روسیې ته د هغه له تېښتې وروسته لومړنۍ څرګندونې دي.

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د ځانمرګو بریدونو له ویرې تعلیمي ادارې رخصت شوې

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۱ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې ددغه هېواد چارواکو د امنیتي ګواښونو له امله په لاهور، راولپنډۍ او اسلام اباد کې ټولې تعلیمي ادارې رخصت کړې او په یادو ښارونو کې یې امنیت تدابیر کلک کړي دي.

د پاکستان دې نیوز انټرنشنل رسنۍ د راپور له مخې، د پنجاب د ترهګرۍ ضد ادارې د پاکستان لوړ پوړو چارواکو ته معلومات ورکړي دي چې د ډسمبر پر ۱۶مه، د جماعت الاحرار ترهګریز سازمان ممکن د لاهور، راولپنډۍ او اسلام اباد په ښارونو کې د پېښور پوځي ښوونځي د لس کاله وړاندې برید په شان ترهګریز بریدونه ترسره کړي.

د پنچاب ترهګرۍ ضد ادارې د معلوماتو له مخې، بریدګر لس کسیزه ډله ده، چې شپږ تنه یې ځانمرګي دي او ښايي په اسلام اباد، راولپنډۍ او لاهور کې بریدونه ترسره کړي.

په راپور کې ویل شوي، چې دغه بریدګر ښايي پوځي تاسیسات، د قانون پلي کوونکې ادارې او تعلیمي ادارې په نښه کړي.

امنیتي ادارو ته د یاد خبرداري له ورکولو سره سم حکومت امر کړی، چې په لاهور، اسلام اباد او راولپنډۍ کې ګزمې او څارنه ډيره کړي او همدارنګه په یادو دریو ښارونو کې تعلیمي ادارې هم تړل شوې دي.

بل خوا امنیتي ادارو ویلي، چې په لاهور، اسلام اباد او راولپنډۍ کې یې تعلیمي ادارې د پېښور پر پوځي ښوونځي د برید په یاد کې رخصت کړيې دي او یاده پرېکړه د استخباراتو کمیټې په غونډه کې شوې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې د راولپنډۍ پولیسو په ټوله سیمه کې د تعلیمي ادارو په ګډون د ټولو امنیتي او حساسو ادارو د امنیت ټینګښت لارښوونې صادرې کړې دي.

امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د دوشنبې ورځې رخصتي اعلانولو پرېکړه د احتمالي برید د مخنیوي لپاره شوي ده.

بشار الاسد له تېښتې وړاندې روسیې ته ۲۵۰ میلیونه ډالر لېږدولي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۰

د سوریې مرکزي بانک د ۲۰۱۸ کال د مارچ او ۲۰۱۹کال د سپټمبر ترمنځ نږدې ۲۵۰ میلیونه ډالر روسیې ته لېږدولي دي. دا پیسې د سوریې له مرکزي بانک څخه د مسکو ونکوو هوایي ډګر ته لېږدول شوې او د روسیې په بانکونو کې زیرمه شوې دي.

ډیوډ شنکر، چې له ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر و، فایننشیل ټایمز ته ویلي: "د پیسو دغه انتقالات دومره حیرانوونکي نه وو، ځکه اسد پرله پسې پیسې بهر ته لیږدولې څو خپلې غیر قانوني ګټې او د سوریې شتمنۍ بهر خوندي کړي."

شنکر وايي، چې حکومت اړ شوی خپلې پیسې بهر خوندي ځای ته ولیږي چې د رژیم او د هغې د کورنۍ لپاره ښه ژوند تامین کړای شي.

د سوریې د حقوقي پرمختیا پروګرام مشر څیړونکي ایاد حمید تایید کړې ده چې روسیه د بشار الاسد رژیم لپاره د بندیزونو د مخنیوي مرکز و، په ځانګړې توګه کله چې دمشق د لویدیزو بندیزونو له امله له نړیوال بانکي سیستم څخه جلا شوی و.

فایننشیل ټایمز وايي، روسیې نه یوازې د اسد نظامي ملاتړ کاوه، بلکې د واګنر ډلې ځواکونو له لارې یې د بشار الاسد رژیم ته مالي مرستې هم برابرولې.

یاده رسنۍ وايي، چې ځینې پیسې د مسکو په لوړه کچه املاکو کې د منځګړیو له لارې د الاسد کورنۍ د شتمنیو پراختیا لپاره وکارول شوې.

په تېرو وختونو کې د سوریې اپوزیسیون او لویدیزو حکومتونو د بشار الاسد پر دولت تور لګولی و، چې د سوریې شتمنۍ یې لوټ کړې او د جګړې د تمویل او خپلې شخصي شتمنۍ زیاتولو لپاره یې جرمونو ته مخه کړې.

د خیبرپښتونخوا په کرک کې د پولیو کارکونکو د موټر ټکر له امله درې تنه مړه او ۱۵ ټپیان شوي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۱۴ GMT+۰

سرچینې وايي، د خیبرپښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې د پولیو کارکونکو د موټر د ټکر له امله د یوه پولیس په ګډون درې تنه مړه شوي او ۱۵ نور ژوبل دي. د پولیو کارکونکو فلانکوچ موټر له یوه موټرسایکل سره ټکر شوی.

د خیبرپښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې سرچینې وايي، چې د پولیو کارکونکو د موټر ټکر له امله د یوه پولیس ساتونکي په ګډون درې تنه مړه شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.

په سیمه کې خبریالان وايي، چې د پولیو د کارکونکو د سورلۍ دغه موټر له کرک څه ټانګ ولسوالۍ ته د تګ په حال کې و، چې له یوه موټرسایکل سره ټکر شوی او له امله یې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یوه بل خبر له مخې د بنو کلاخیلو سیمه کې د پولیو یو کارکونکی د وسله والو په ډزو کې وژل شوی.

پولیس دغه پېښه تاییدوي او وايي چې بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

په سیمه کې خبریال لال وزیر وايي، چې په وروستیو کې په خیبرپښتونخوا د پولیو پر کارکونکو بریدونه ډیر شوي او حکومت یې د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلی.

په بنو کې د پولیو پر کارکونکو د ننني برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د هند مشهور تبله غږوونکی ذاکر حسین د ۷۳ کلونو په عمر مړ شو

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۲۵ GMT+۰

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند مشهور تبله غږوونکی ذاکر حسین د ۷۳ کلونو په عمر مړ شو هندي رسنیو ویلي، چې نوموړی د ډیسمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه د امریکا د کالیفورنیا ایالت په فرانسیسکو ښار کې د سږو ناروغۍ له امله مړ شو.

ذاکر حسین د ۱۹۵۱ میلادي کال د مارچ په نهمه زیږیدلی و چې د خپل پلار الله رخا قریشي څخه یې تبله زده کړې وه او په کم عمرۍ کې یې نړۍوال شهرت ترلاسه کړ.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د هغه پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او هغه یې د هندي موسیقۍ نه تکراریدونکي پانګه وباله.

مودي زیاته کړې چې ذاکر حسین کلاسیکې هندي موسیقۍ ته نړۍوال شهرت ورکړ.

د موسیقۍ پوهان په دې باور دي چې نوموړي د خپل ژوند په اوږدو کې د هند د کلاسیکې موسیقۍ او عصري موسیقۍ د یو ځای کولو لپاره ځانګړي نوښتونه وکړل.

د موسیقۍ د پوهانو په وینا؛ ذاکر حسین د هند لرغونې موسیقي په خورا ښه شان سره د نړۍ د موسیقۍ له نورو جریانونو سره شریکه کړه چې له دې سره یې تبله له عصري موسیقۍ سره یوځای کړه.

د هندي سینما مشهورو ستورو هم د ذاکر حسین د مړینې له کبله د هغه مینه والو سره خواخوږي کړې ده.

ښاغلي حسین ته د هند د دولت له لوري سترې دولتي جایزې ورکړل شوي چې په کال ۱۹۸۸ کې یې د پدماشري او په ۲۰۰۲ میلادي کال کې یې د پدما بهوشن په نوم د هند سترې ملکي جایزې ګټلې وې.

هغه همدا راز یو شمېر نړۍوالې جایزې هم ترلاسه کړې وې او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې د موسیقۍ په فیسټیوالونو کې تبله غږولې وه.

ذاکر حسین له یوې نڅاګرې انتونیا مینیکولا سره واده کړی و چې ترې دوه لوڼې لري او هغوی هم د موسیقۍ پر مسلکي زده کړو او فلم جوړونې بوختې دي.