• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزی په څلورو هېوادونو کې له څو لیدنو وروسته کابل ته ستون شو

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۲ GMT+۰

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی د جرمني، بریتانیا، ترکیې او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره تر لیدنو وروسته کابل ته ستون شو. یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې پخواني ولسمشر په جلا وطنۍ کې له افغان سیاسي مشرانو سره هم د بین الافغاني خبرو د پیل په اړه خبرې کړې دي.

سرچینې د ښاغلي کرزي د ناستې نور جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل چې نوموړي د څلورو هېوادونو له چارواکو او په بهر کې له افغان سیاستوالو سره په خبرو کې پر دریو ټکو تمرکز درلود، لکه "د ملي ارادې د نمایندګۍ لپاره د ملي خبرو پیل، له انزوا د افغانستان را ایستل او له افغانانو سره د بشري مرستو دوام" .

په کابل کې د ښاغلي کرزي دفتر تر اوسه د هغه د سفرونو په اړه څه نه دي خپاره کړي.
جرمني، بریتانیا، ترکیې او متحده عربي اماراتو ته د ښاغلي کرزي سفر په داسې حال کې کېږي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سختو سیاستونو د نړیوالې ټولنې نیوکې لاپسې زیاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپله وروستی غونډه کې د طالبانو د روانو سیاستونو پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
حامد کرزی یو له هغو څو افغان مشرانو دی، چې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته په افغانستان کې پاتې شو.

طالبانو د خپل واک په لومړیو دوو کلونو کې د ښاغلي کرزي پر سفر بندیزونه لګولي او له سفره یې منع کړی و، خو سږ کال نوموړي مختلفو هېوادونو ته سفرونه وکړل.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

روسیې د داعش له ویرې پر تاجکستاني وګړو کړۍ راتنګه کړې ده

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۳ GMT+۰

کله چې ابوبکر یوسفي په جولای کې مسکو ته روان و، فکر یې کاوه چې څو کاله به هلته پاتې شي. دغه ۲۳ کلن ځوان چې د تاجکستان د یوه وړوکي کلي اوسېدونکی دی، پلان درلود چې په ودانیزو چارو کې بوخت شي؛ دومره پیسې خوندي کړي چې کور ته ستون شي، کور ورغوي او ځان ته یوه ناوې وګوري.

خو یوسفي د مسکو له هوایي ډګر پرته بل ځای قدم کېنښود. په وونکووا هوایي ډګر کې د شپږ ساعتونو لپاره تم کړای شو او د روسیې سرحدي چارواکو د هغه پر پاسپورټ د اخراج مهر وواهه او بله ورځ یې بېرته تاجکستان ته واستاوه.

هغه رویټرز ته وویل « ما غوښتل روسیې ته لاړ شم چې پیسې وګټم». یوسفي د هلبوک د پنبې شاړو کروندو ته نږدې چې د افغانستان له پولې ۱۵ میله لرې پرتې دي، وویل، «اوس نه پوهېږم چې څه وکړم».

د یوسفي قضیه د یوه پراخ تغییر نښه ده، ځکه روسیه اوس د مرکزي اسیا له کډوالو سره ډېر احتیاط کوي، په ځانګړې توګه په تېره مارچ میاشت کې له یوه خونړي برید وروسته چې د مسکو د کروکس ښار تالار کې یې ۱۴۵ کسان ووژل، د منځنۍ اسیا هېوادونو د کډوالو منلو ته زړه نه ښه کوي. د دغه برید مسوولیت تاجکستاني اسلامپالو اخیستی و، چې په روسیه کې یې د سرحدونو د بندیدو، اخراج او د بهرنیانو پر وړاندې د کرکې څپه راپورته کړې ده.

ډېر تاجکستاني کډوال د روسیې په سرحدونو کې بېرته شړل کیږي او هغه کسان چې په دغه هېواد کې مېشت دي، د ځورونې او د پولیسو د عملیاتو ښکار کېږي. د تاجکستان لپاره ددې پایلې، چې د بهرنيو کډوالو پیسې یې د کورني ناخالص تولید یو پر درېیمه برخه جوړوي، جدي دي.

100%

اقتصادي فشار

د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ نیمایي کې، د روسیې چارواکو شاوخوا سل زره کډوال اخراج کړل، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د کار ځایونو او د کډوالو اړوند پلټنې هم دوه برابره زیاتې شوې دي.

د تاجکستان د کار وزارت ویلي چې د روان کال په اوږدو کې بهرنیو هېوادونو ته د کار لپاره د تلونکو کسانو شمېر ۱۶ سلنه کم شوی دی. د دې ټولو کارګرو لوی اکثریت په روسیه کې کار کوي.

د یوسفي په څېر کارګرانو لپاره اقتصادي پایلې خورا سختې دي. د تاجکستان په پرتله د روسیې په ودانیزو چارو او تولیدي سکتور کې کار د پام وړ زیات عاید لري. له بهرنیو پیسو پرته په کورونو کې پاتې کورنۍ له پورونو او بې وزلۍ سره مخ دي.

دغه فشار د روسیې اقتصاد ته هم ګواښ دی. د بې کارۍ کچه هلته ۲.۳ سلنې ته رسېدلې او د کاري فرصتونو دکمېدو لامل د اوکراین جګړې ته د خلکو جلب او د زرګونو کسانو کډوالېدل دي. ولسمشر ولادیمیر پوتین ټینګار کړی چې د اقتصادي ودې لپاره میلیونونو نورو کارګرو ته اړتیا ده.

د وي ټي بانک اجرایه رییس اندري کوستین په نومبر کې وویل چې « د دوی شړل اسانه دي، خو د کار لپاره هم خلک مهم دي».

100%

دښمنانه چلند

د ملتپالنې احساسات او د کډوالو پر وړاندې عامه کرکه د کروکس ښار تالار له برید وروسته زیاته شوې ده. د روسیې قانون جوړوونکو داسې قوانين وړاندې کړي چې د اخراج پروسه نوره هم اسانه کړي او د داسې جرمونو نوملړ پراخ کړي چې کډوال پرې شړل کېدای شي.

د روسیې د ارتودوکس کلیسا مشر پاتریارک کیریل، چې د پوتین نږدې متحد دی، د کډوالو پر ضد څرګندونې کړې او هغوی یې د روسیې «دودیزو ارزښتونو» ته ګواښ بللی دی.

فاروق، یو ۳۲ کلن تاجک چې له خپلې ځوانۍ راهیسې په روسیه کې ژوند کوي، وايي، هیڅکله یې ځان دومره ناخوندي نه دی انګیرلی، سره له دې چې دی د روسیې تابعیت لري، خو خپله کورنۍ یې بیرته تاجکستان ته استولې.

هغه رویټرز ته وویل، چې « که ستاسې اسناد سم هم وي، دوی کولای شي تاسې څو ورځې بندي کړي. ډېر خلک له دلیل پرته اخراج شوي دي».

100%

امنیتي ګواښونه

د تاجکستان لپاره ګواښ یوازې اقتصادي نه دی. سیمه ییز شنونکي خبرداری ورکوي چې په دغه هېواد کې د ځوانانو بې کاري د سیاسي بې ثباتۍ لامل کېدای شي یا هغوی د سخت دریځو ډلو د استخدام ښکار کړي. هغه ډله چې د کروکس برید یې ترسره کړی و، داعش -خراسان ده، چې د افغانستان پولې ته نږدې فعالیت کوي.

د برلین د کارنیګي څیړنیز مرکز څیړونکي تیمور عمروف رویټرز ته وویل، « کله چې ستاسې په خاوره کې ډېر وزګار ځوانان وي، دا د نارضایتۍ ګواښ زیاتوي».

په ځواب کې، د تاجکستان حکومت د سخت دریځۍ پر ضد یو پراخ کمپاین پیل کړی دی.

په کټلون سیمه کې دولتي مامورانو له ټولو کورنیو سره لیدلي، چې د سخت دریځۍ پر ګواښونو یې وپوهوي.

د یوسفي لپاره راتلونکی لاهم ناڅرګند دی. دی اوس مهال په کورنۍ کروندو کې مالداري کوي او سبزي کري، خو وايي چې د خپلې کورنۍ د ساتلو لپاره کافي پیسې نه شي ګټلی.

هغه وویل، « ښايي پوځ ته لاړ شم، هلته لږ تر لږه ثابت معاش راکوي. یو کال به خدمت وکړم، بېرته به راشم او بیا به د واده فکر وکړم».

ملا هبت الله په لویو لارو کې د اودس ځایونو او جوماتونو د جوړولو امر کړی دی

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۱۸ GMT+۰

دغه پرېکړه اتو هغو نورو پرېکړو په نوملړ کې شامله ده، چې د طالبانو د مشر له لوري د خپلو وزیرانو سره د کابینې په یوې ناسته کې چې د ( لېندۍ ۲۷مه) ترسره شوه شوې ده.

ملا هبت الله د خپلې کابینې په اقتصادي ناسته کې بېلابېلې پرېکړې کړې، چې له مخې یې خپلو اړونده وزارتونو او ادارو ته دنده سپارلې چې پلې یې کړي.
طالبانو‌ په دې اړوند په یوې خپرې شوې اعلامیې کې لیکلي، چې ملاهبت الله د ټولګټو وزارت ته دنده سپارلې په لویو لارو کې باید د اودس ځایونه‌، مسجدونه او هوټلونه جوړ شي.

همدا راز ملا هبت الله خپل د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د دوی له لوري د انسانانو نیول شويو وېښتو د سوځېدو لپاره دې ده ته وړاندیز وکړي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د حکم تر صادرېدو وروسته به ټولو ولایتونو ته د انسانانو د نیول شویو وېښتانو د سوځول کېدو اړوند د اجراتو سپارښتنه وشي.
ویل کېږي طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر کسان نیولي، چې د‌ ښځینه‌وو وېښتان یې په کوڅو کې راټولول او بیا یې پلورل.

همدا راز په دې اعلامیه کې زیاته شوې ده، چې د ملاهبت الله په امر ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې شل، شل زره جریبه ځمکه د صنعتي ساحو په توګه ځانګړې کېږي.
د طالبانو د کابینې د پرېکړې پر اساس د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اوسپنې پر قاچاق بندیز دی، چې ملا هبت الله اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې مخنیوی یې وکړي.

همدا راز ویل شوي، چې اوسپنې باید د اړونده ادارې په خوندي ځایونو کې وساتل شي.

په دغې ناسته کې د طالبانو د کرنې وزارت ته دنده سپارل شوې په هغو سیمو کې چې دولتي ځمکې اوبه ولري باید د اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره خلکو ته په اجارو ورکړل شي.

د ملا هبت الله د کابینې په دې غونډه کې د طالبانو تر واک لاندې دولتي شرکتونو ته دنده سپارل شوې، چې د هملند ولایت د کجکې برېښنا بند د وېش لپاره دې ژر تر ژره یوه طرحه چمتو کړي.
نیوکه دا ده، چې د طالبانو مشر ډېر کله د خپلو وزیرانو سره د کابینې په غونډو کې پر مهمو مسایلو نه غږېږي او یوازې پر هغو مسایلو تکیه کوي چې د ښځو تر څنګ پر دیني مسایلو را چورلي.
د چارو کارپوهان د ملا هبت الله په کابینه کې ترسره کېدونکې پرېکړې د افغانستان عمومي وضعیت اړوند خورا سطحي بولي او ان ځینې یې خندوونکې پرېکړې هم یادوي.

ایران په یوه کال کې یو نیم میلیون افغانان له خپلې خاورې اېستلي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې څه باندې یو نیم میلیون سند نه لرونکي افغانان له ښارونو او کلیو نیول شوي او بېرته افغانستان ته استول شوي دي. عباس علي پور وايي، چې د افغانانو د بایومټریک پروسه یې د دې لپاره پیل کړې چې د دوی د بیا راتګ مخنیوی وشي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي له ایران څخه د تازه ایستل شویو کډوالو په اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو په وروستیو میاشتو کې د ایران له بېلابېلو ښارونو د افغان کډوالو د نیولو او بېرته افغانستان ته د ستنولو لړۍ خورا چټکه شوې ده.

علي پور د تهران په علامه طباطبایي پوهنتون کې د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل:«موږ په یو کال کې له یو نیم ملیون څخه ډیر غیر قانونی افغان کډوال له ښارونو او کلیو و ایستل او د هغوی بایومټریک او تخنیکي چارې مو پیل کړې. یعنې موږ د خلکو د ګوتو نښانونه واخیستل او بایومتریک مو کړل څو بېرته را نه شي.»

د ایران د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي ایران ته د کډوالو د ناقانونه ننوتلو د مخنیوي لپاره د سرحدي اقداماتو د زیاتوالي په اړه وویل، چې د دواړو هېوادونو د ګډو پولو تړل په «سیمنټو، اوسپنې او ګچ» سره بسنه نه کوي، بلکې باید په "نظری سیسټمونو سره" کنټرول شي.

نوموړي وویل، چې په ایران کې کابو ۲۴ بنسټونه په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کډوالو لپاره پلانونه جوړوي خو دغه بنسټونه د یوه او بل له پلان نه خبر نه دي.

په ورته وخت کې د ایران په ګڼو ښارونو کې د افغانانو پر استوګنې او کارموندنې او حتا کډوالو ته په کرایه د کورونو پر ور کولو بندیز لګول شوی دی.

پر همدغه مهال د علامه طباطبايي پوهنتوند څېړنو مرستیالې ماندانا تیشه یار هم په دې ناسته کې وویل، چې د ایران حکومت د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې د بهرنیو پانګوالو تر ټولو لویه ډله افغان سوداګر او پانګوال دي.

نوموړې د افغان استادانو او څېړونکو شمېرو ته په اشارې سره وويل، چې ايران د خورا ډیرو محصلانو او استادانو کوربه دى.

هغې د ایران د علومو وزارت د ۱۴۰۲ کال شمېرو ته په اشارې وویل:«موږ په هېواد کې څه باندې۶۰ زره افغان زده کوونکي لرو، چې دا په نړۍ کې بې مثاله دی.»

د علامه طباطبايي پوهنتون د څېړنو مرستیاله وايي، په ایران کې د افغان کډوالو حضور یو ټولنیز، سیاسي او اقتصادي واقعیت دی.

نوموړې غوښتنه وکړه چې د ایران حکومت دې د دغو کډوالو د ځای پرځای کولو او تنظیمولو مسوولیت ادا کړي.

مولانا فضل الرحمن د خلیل حقاني د فاتحې لپاره د افغانستان سفارت ته لاړ

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۹ GMT+۰

په اسلام اباد کې طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وايي چې دجمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د طالبانو د کډوالو چارو ترور شوي وزیر خلیل الرحمن حقاني فاتحې لپاره دغه سفارت ته ورغلی و. مولانا فضل الرحمن د طالبانو له سفیر سردار احمد شکیب سره هم لیدلي دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو په واک کې افغان سفارت نن دوشنبه «د لیندۍ ۲۶مه» پر اېکس لیکلي چې مولانا فضل الرحمان د خلیل الرحمن حقاني پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړه.

د طالبانو سفیر ددې ناستې نور جزئیات نه دي شریک کړي او نه یې هم د خلیل الرحمن حقاني د وژل کېدو د پيښې د غندلو په تړاو د هغه له قوله څه لیکلي دي.

دغه پښتون مذهبي مشر له ډېر پخوا څخه له حقاني کورنۍ سره نږدې اړیکې پالي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل حقاني د چارشنبې په ورځ د لیندۍ پر ۲۱ مه په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو او دبرید پړه داعش پر غاړه واخسته.

د طالبانو له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، بریدګر چاودېدونکي توکي په پلستر پوښلي لاس کې ځای پر ځای کړي وو.

د چین او تاجکستان ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۲ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو څانګې رییس او د افغانستان په چارو کې ځانګړي استازي شرف رحیمي سره کې لیدلي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې لنډې اعلامیې په ترڅ کې وویل، «په دې ناسته کې، چې په بیجنګ کې شوې، دواړو خواوو د ګډو ګټو او اندېښنو په اړه هر اړخیز نظرونه تبادله کړي دي».

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دواړو استازو په سیمه کې د ثبات او همکارۍ د لارو چارو په اړه بحث وکړ او د افغانستان د پیچلي سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت د حل لپاره یې د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی.

د دې لیدنې نور جزئیات تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو دا لیدنه په سیمه ییزو مسایلو کې د چین او تاجکستان د دوه اړخیزې همکارۍ څرګندونه کوي.

تاجکستان د افغانستان له اړخه له متوجې ګواښونو اندېښمن دی.

دغه ناسته دوه ورځې وړاندې په بیجنګ کې شوې ده.