د پاکستان پوځ وايي په خیبرپښتونخوا کې یې د بېلابېلو پوځي عملیاتو پر مهال ۱۱ وسله وال وژلي

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې په تېرو دوو ورځو کې یې د جلا، جلا پوځي عملیاتو پر مهال د خیبرپښتوخوا په شمالي وزیرستان، ټانګ او مومندو ولسوالۍکې یې ۱۱ وسله وال وژلي دي. په عملیاتو کې پوځ ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.