د تېر کال پرتله له ایرانه په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو په لړۍ کې زیاتوالی راغلی

د کډوالو لپاره ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د (لیندۍ ۳۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې تهران د افغان کډوالو په جبري توګه د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې او د تېر کال پرتله له ایرانه د افغانانو د جبري ایستلو شمېرې لوړې شوې دي.