• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکايي ځواکونو دوه پخواني افغان ژباړونکي له دغه هېواده د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۴۹ GMT+۱

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو دوه پخواني افغان ژباړونکي د پناه غوښتنې لپاره د لازمو اسنادو له لرلو او د پناه غوښتنې له قانوني طی مراحل سره - سره په کنتیکت او سندیګو ایالتونو کې نیول شوي دي.

د امریکا د کورني امینت وزارت بیا ویلي، چې یو له دغو پناه غوښتونکو د امریکا «د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ» ګڼل کېږي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، د ۳۶ کلن ضیاء او ۳۳ کلن سېد ناصر وکیلانو د هغوی نظامي اسناد، قرادادونه، د ویزې او پناه غوښتنې غوښتنلیکونه او په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د همکاریو اړوند اسناد له واشنګټن پوسټ سره شریک کړي دي.

ضیاء له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۹ کال پورې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ژباړونکي او کلتوري سلاکار په توګه کار کړی او په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته ولاړ او د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویزې غوښتنلیک ومانه او امریکا ته په رسېدو سره په کنتیکت ایالت کې هستوګن شو، خو د روان کال د جولای په ۱۶مه ونیول شو او په بېړه یې د اېستلو حکم صادر شوی دی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت بیا ویلي، ضیاء د دغه هېواد «د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ» ګڼل کېږي.

سېد ناصر هم د ضیاء له ورته برخلیک سره مخ دی. هغه له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۳ کال پورې په کابل کې د امریکايي ځواکونو په یوه روزنیز مرکز کې د ژباړونکي په توګه کار کاوه او تر هغې وروسته یې د یوه لوژستیکي شرکت په جوړولو سره د امریکا له پوځ څخه قراردادونه اخیستل.

د سېد ناصر د وکیل په وینا، طالبانو په کابل کې د هغه د نیونې هڅه وکړه خو دی پټ شو او طالبانو یې ورور وواژه او پلار یې بندي کړی وو.

ناصر د ایران له لارې برازیل او بیا مکسیکو ته ولاړ او د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د امریکا بشرپاله ویزه ترلاسه کړه او بیا امریکا ته ورسېد، خو د روان کال په جون میاشت کې ونیول شو.

د امریکا د کورني امنیت وزارت بیا ویلي، هېڅ داسې سند نشته چې ناصر دې په افغانستان کې د امریکا له حکومت سره همکاري کړې وي.

د افغان متحدینو مدافع کسان وايي، د ټرمپ حکومت پر دې پوهېږي چې افغانستان ته د دغو کسانو په لېږلو سره به هغوی ووژل شي، خو دا ورته هېڅ مهم نه دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه پخواني قومندان اندرو سالیوان بیا واشنګټن پوسټ ته ویلي، د افغان همکارانو دغه ډول ځپنه خیانت دی او په وینا یې د ټرمپ اداره باید د افغانانو د خوندینې لنډ مهاله حالت نه وای لغوه کړی.

د امریکا د «نړۍوالې پناه غوښتنې»سازمان یوه مسوول ویلي، د ټرمپ حکومت د دغه هېواد د کډوالو له ادارې غوښتي، چې لږ تر لږه په ورځ کې ۳ زره کډوال ونیسي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د ودونو په تالارونو کې ښځینه برخې ته باید ښځينه کارکوونکې وګومارل شي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۵۲ GMT+۱
طالبان: د ودونو په تالارونو کې ښځینه برخې ته باید ښځينه کارکوونکې وګومارل شي
100%

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د تفتیش او څارنې رييس عبدالحمید حماد د کابل ښار د ټولو اتحادیو له غړو سره په کتنه وویل، له دې وروسته باید د ودونو په ټولو تالارونو او هوټلونو کې د ښیځینه مراجعینو لپاره ځانګړي ځایونه جوړ کړل شي.

نوموړي همداراز وویل، په هوټلونو کې ښځینه برخې ته د ډوډۍ وروړلو او نورو اړتیاوو د پوره کولو لپاره باید ښځینه کارکوونکې وګومارل شي.

عبدالحمید حماد په دغې غونډه کې چې د یکشنبې په ورځ (د زمري۱۲مه) جوړه شوې وه، زیاته کړه چې د ودونو او نورو خوښیو پر مهال دې د موسیقي له غږولو او هر ډول نشه یي موادو له کارولو ډډه وشي.

نوموړي یو ځل بیا په ډاګه وویل، ټولو تفریحي پارکونو او په تفریحي ځایونو کې هوټلونو ته د ښځینه وو ورتګ په بشپړ ډول منع دی او له دې وروسته هېڅ ښځینه نه شي کولی، چې تفریحي پارکونو ته ولاړې شي.
د دغه وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیال بیا په دې غونډه کې وویل، کفار هڅې کوي چې په اسلامي ټولنو کې اسلامي کلتور او حجاب له منځه یوسي او پر ځای یې خپل غربي کلتور دود کړي.

نوموړي همداراز زیاته کړه: «مخنیوی یې زموږ او ستاسې ګډ مسوولیت دی او په کار ده، چې له کفارو څخه د نظامي ازادۍ تر څنګ فرهنګي او عقیدوي ازادي هم واخلو.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یادې ډلې د ښځو پر وړاندې سخت قوانین وضع کړي او د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې یې د زده کړو ټولې دروازې بندې کړي دي.

د دې ترڅنګ دغې ډلې د ښځو په کار کولو، له محرم او حجاب پرته په ګرځېدو، سیاسي او ټولنیز مشارکت او تفریحي ځایونو ته په تګ بندیزونه لګولي دي.

که څه هم د طالبانو دغه چاره په کور دننه او بهر کې له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده، خو لا هم دغه ډله په خپل دریځ ولاړه ده.

د یو شمېر راپورونو له مخې، د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو خپلمنځي اختلافات ښایي د یوې بشپړې شخړې لامل شي، ځکه د هبت الله د کابینې ډېری لوړپوړي وزیران د ښځو د زده کړو په تړاو د نوموړي له دریځ سره مخالف دي.

طالبان: د کډوالۍ نړۍوال سازمان دې بشري مرستې په تدریجي ډول پر بنسټیزو پروژو واړوي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۵۹ GMT+۱
طالبان: د کډوالۍ نړۍوال سازمان دې بشري مرستې په تدریجي ډول پر بنسټیزو پروژو واړوي
100%

له پېښو سره د طالبانو د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې رییس نورالدین ترابي د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان د عمومي رییس د دفتر له رییس محمد عبدیکر او پلاوي سره د لیدنې پر مهال غوښتنه کړې، چې بشري مرستې په تدریجي ډول پر بنسټیزو پروژو واړوي.

د دغې ادارې سرپرست نورالدین ترابي زیاته کړه، افغانستان له اقلیمي بدلونونو سخت اغېزمن شوی او د دوی اساسي لومړیتوب هم د بنسټیزو او وقایوي پروژو پلې کول دي.

ترابي همداراز د بادغیس ولایت د وچکالۍ د اغېزو یادونه وکړه او ویې ویل، چې په دغه ولایت کې ۴۱ کلي د اوبو له زیات کمښت سره مخ دي او باید ژر تر ژره ورته رسېدنه وشي.

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان د عمومي رييس د دفتر ريیس محمد عبديکر وویل، دغه سازمان به د دغې ادارې له لومړیتوبونو ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغو د تحقق لپاره به هر اړخیزه هڅه وکړي.

امرالله صالح: په افغانستان کې د میرویس عزیزي پانګونې تخیلي دي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۱۸ GMT+۱
امرالله صالح: په افغانستان کې د میرویس عزیزي پانګونې تخیلي دي
100%

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، په افغانستان کې د عزیزي ګروپ د مشر میرویس عزیزي پانګونې تخیلي دي او له هېوادوالو یې غوښتي، چې له عزیزي بانک څخه خپلې پیسې وباسي څو د رسوایۍ او سقوط پر مهال پیسې یې خوندي پاتې شي.

امرالله صالح په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، میرویس عزیزي له ۲۰۲۴ کال راهیسې په افغانستان کې د ۲۱ میلیارده ډالرو په ارزښت د پانګونو ژمنه کړې، خو لا تر اوسه هېچا هم د هغه د ۲۰ میلیونه ډالرو پانګونه نه ده لیدلې او په وینا یې د پانګونې په نوم هېڅ هم نشته.

نوموړي ادعا کړې، که جمهوري نظام پر خپل ځای وای، نو اوس به میرویس عزیزي په زندان کې وای. صالح همداراز ویلي، چې زلمي خلیلزاد د جمهوري نظام د رانسکورولو لپاره ډېر شخصي او رسمي پټ دلیلونه درلودل او یو یې هم د عزیزي ژغورل وو او په وینا یې که چېرې په ريښتیني توګه د عزیزي بانک تفتیش وشي، نو دغه بانک به له افلاس سره مخ شي او په فساد کې به یې د خلیلزاد نقش هم په ډاګه شي.

امرالله صالح همداراز ادعا کړې، چې په تېر نظام کې یې له میرویس عزیزي سره کتلي او په وینا، یې میرویس عزیزي هڅه کوله چې پرې لګېدلي جرمي تورونه پر مدني مواردو بدل کړي، خو هغه د میرویس عزیزي د جرمونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي او په دې اړه یې هم وضاحت نه دی ورکړی، چې په هغه وخت کې چې نوموړی د ولسمشر لومړی مرستیال وو او له داسې یوه کس چې د ده په باور مجرم وو، ولې لیدلي او همداراز ولې یې قانون پرې نه دی عملي کړی.

د ویلو ده، چې د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي پرون (شنبه د زمري په ۱۱مه) په کابل کې د ۱۰مېلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ د تولید یوه هوکړه لاسلیک کړه. هغه د دغې هوکړې د لاسلیکولو پرمهال ویلي، چې د یادې پروژې په پلي کېدو به افغانستان د انرژۍ د تولید له اړخه ځان بسیاینې ته ورسېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: که د سوداګرو د ویزو ستونزې حل نه شي، سوداګري به ونه غوړېږي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۴۳ GMT+۱
د سوداګرۍ او پانګونې خونه: که د سوداګرو د ویزو ستونزې حل نه شي، سوداګري به ونه غوړېږي
100%

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو تر منځ د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۴۵ سوداګریزو هوکړو د لاسلیک په مراسمو کې وویل، تر هغو چې افغان سوداګرو ته د ویزو په برخه کې لازمې کونسلي اسانتیاوې برابرې نه شي، نو سوداګري په رښتیني توګه نه شي پراخېدای.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل: «د ترجیحي سوداګرۍ هوکړه‌لیکونو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره هیلې زیاتې کړي، خو تر هغو چې د ویزو په برخه کې لازمې کونسلي اسانتیاوې برابرې نه شي، سوداګري په رښتیني توګه نه شي پراخېدای.»

په همدې مراسمو کې چې نن (یکشنبه د زمري۱۲مه) په کابل کې جوړه شوې وه، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل، دوی غواړي چې له ازبکستان سره د سوداګرۍ کچه تر ۳ میلیارده ډالرو لوړه کړي.

له دې سره سم، په کابل کې د ازبکستان سفیر ایبک عثمانوف له کابل سره د تاشکند ژمنو او همکاریو ته په نغوتې سره وویل، د روان کال په لومړۍ نیمایي کې تاشکند ته د کابل صادرات درې برابره زیات شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند هم وویل، افغانستان باید له ترکمنستان، ازبکستان، ترکیې، قزاقستان او اذربایجان سره د سوداګرۍ په برخه کې یوه سیمه ییزه ګډه خونه ولري.

په افغانستان کې د تېر نظام له رانسکورېدو وروسته ډېریو هېوادونو افغانانو او په ځانګړې توګه افغان سوداګرو ته د ویزې ورکړې بهیر په بشپړ ډول ودراوه او دغه وضعیت بیا د افغان سوداګرو پر کاروبار منفي اغېز وکړ.

سوداګر له نږدې څلورو کلونو راهیسې له طالبانو او اړوندو هېوادونو غواړي، چې د ویزې په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي څو په خپله په نندارتونونو او همداراز سوداګریزو چارو کې ښکېل واوسي، خو داسې ښکاري چې لا تر اوسه دغې غوښتنې ته هېڅ لوري پرېکنده مثبت ځواب نه دی ویلی.

په جوزجان ولایت کې د بخار دیګ جوړولو نوې فابریکه پرانیستل شوه

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۱۵ GMT+۱
په جوزجان ولایت کې د بخار دیګ جوړولو نوې فابریکه پرانیستل شوه
100%

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان په صنعتي پارک کې د یوه خصوصي شرکت په پانګونې د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د دېګ بخار جوړولو یوه نوې فابریکه پرانیستل شوه. ځايي مسوولان وايي چې دغه فابریکه په ورځني ډول ۱۰۰۰ دیګ بخارونه تولیدولی شي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د خبر له مخې، د یادې فابریکې له فعالیت سره، نه یوازې د بازار اړتیاوې پوره کېږي، بلکې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.